پر خپل ځان پوره باور ولې مهم دی؟

2022-05-14
پر خپل ځان پوره باور (اعتماد په نفس) ولې مهم دی او څنګه پرځان باور پیاوړی کولای

جاوید رفعت

پر خپل ځان پوره باور (اعتماد په نفس) ولې مهم دی او څنګه پرځان باور پیاوړی کولای شو؟

که مو د خپل ژوند اهداف نشی ترلاسه کولای او هلته چې غواړی ورسیږی نشی رسېدای، اصلي لامل یې پر خپل ځان شک او نه باور کې ولټوئ. پر خپل ځان باور نه کول، پر خپل توان او استعداد شک کول، خپلې لاسته راوړنې ناچیزه بلل، خپل پرمختګ له پامه غورځول، خپلې بریاوې په نورو محیطي عواملو پورې تړل، خپل ځان په دوامداره توګه محکومول او د ژوند د ټولو ستونزو، اشتباهاتو او ناکامیو پړه یواځي پرځان اچول، ددې سبب کیږي چې زمونږ فکر پرېشانه، تمرکز مو ضعیفه، جرأت مو ټکنی او کاري مؤلدیت مو نهایت ضعیفه شي.

د هر انسان په مغز او فکر کې یو منتقد غږ وجود لري. دا منتقد غږ مونږ ته په دوامداره توګه ورو، ورو په غوږ کې وایې چې ته یې نشې کولای، مات به یې کړې، وران به یې کړې، پکې غلط به شې، ته دومره لیاقت، توان او تجربه کله لرې، نور خلک به څه وایي او داسې نور. که دغه ورو خو ورانوونکې غږ ته غوږ ونیسو او تر خپل کنټرول لاندې یې رانولو نو دا به له مونږ نه له حد نه زیات محتاط، بې جرأته او ډارن انسانان جوړ کړي. زه ډېر داسې ځوانان وینم چې ښه لیاقت، توان او استعداد لري خو پرخپل ځان نه باور یې د خپل پلان پر لور د عملي اقدام مخه نیسي. پر ځان نه باور بیا هله لا ډېر مزمن او خطرناک شي چې زمونږ دا دروني منتقد غږ په ټولنه کې د یو شمیر منفي ګرا او حسودو خلکو له بې بنیاده نیوکو او انتقادونو سره یو ځای شي. پدې مزمن حالت کې بیا زمونږ د ژوند ټول ابعاد ددې ستونزې (پر ځان نه باور) لخوا متأثره کیږي، د ژوند عمده پرېکړې او تصامیم او هر مهم اقدام او کردار مو له یو ډول ډار او بې جرأتۍ څخه زیانمن وي.

نو څه کولای شو؟

۱- پرځان شک او نه باور خپل د ژوند یوه برخه بلل.

کله چې غواړو د ژوند عمده تصامیم ونیسو، نوي کارونه او ابتکارات وکړو، هغه اقدامات تر سره کړو چې تر اوسه مو ندي ترسره کړي او تجربه یې نلرو، باید په یاد ولرو چې پرځان نه باور او پرځان شک مو په فکر کې وجود لري او کېدای شي زمونږ له جرأت او تصمیم نیونې له سرعت نه یو څه راکم کړي. ددې دروني منفي غږ وجود او تأثیر ترخپل څار لاندې ولرو او یواځې د هغې له مثبت اړخ نه چې زمونږ د یو څه محتاط اوسېدلو لپاره مو پکار دی، نور ورته پام ونکړو.

۲- خپل هدف او مرام له پرځان نه باور نه پورته ګڼل.

باید ځان پر دې قانع کړو چې زمونږ اقدام او عمل مهم دی، باید د پر ځان نه باور منفي تبعات ځانته ښه برجسته او روښانه کړو او دې پوښتنې ته واضح ځواب ولټوو چې کچیرته همدا اوس چټک اقدام ونکړو او پر ځان شک کولو ته دوام ورکړو د ژوند کوم عمده اهداف، فرصتونه او مهم نتایج مو له لاسه وځي.

۳- یواځې خواخوږې او مهربانه ملګرې ساتل. باید د ملګرو او دوستانو داسې یوه مجموعه رامنځته کړو چې غواړي مونږ پر خپل ژوند کې بریالي او برلاسې وویني. داسې یو څو تنه چې غواړي مونږ ته جرأت او حوصله راکړي، ومو هڅوي او زمونږ ناکامۍ خپله ناکامي وبولي. له منفي ګرا ملګرو او هغوی چې پر مونږ یې ښه نه لوریږي او زمونږ د لوېدلو خبر اورېدو ته یې غوږونه څک نیولي وي لري ګرځېدل حتمي دي. داسې خلک ځانته نږدې پرېښودل زمونږ انرژي بېځایه مصرفوي، ذهن مو بېځایه مصروفوي او په ټوله کې زمونږ پرځان شک لا زیاتوي او د پرمختګ مخه مو ډب کوي. تر حسودو او بدنیته دوستانو اوملګرو تنهایي بهتره ده.

۴- پر ځان باور او اعتماد یوه دوامداره پروسه بلل.

پرځان باور لکه د ژوند نورې چارې په یو ځل او یوه شپه نه رامینځته کیږي. دا چاره هله ممکنه ده چې مونږ د هغې پر لور واړه ګامونه اخیستل پیل او دا ګامونه او حرکت دوامداره او د اوږدې مودې لپاره وساتو. او تر ټولو مهمه داچې همدا نن او همدا اوس د پرځان باور جوړولو پروسه پیل کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو