خوشال خټک/ نجیب منلی

2022-10-23
د استاد اسدالله غضنفر او استاد نجیب منلي رادیويي

(له استاد غضنفر سره راډیویي مرکه)

منلی :- د فکر او فرهنګ د سرلارو په لړۍ کې یو ډېر ستر شخصیت چې خصوصاً زموږ افغانانو لپاره ډېر زیات مهم دې خوشحال خان خټک دې.

خوشحال خان خټک یوازې د افغانانو لپاره مهم نه دې د ده په اړه غربي پوهانو هم ډېر څه ویلي دي او خصوصاً په شرق کې د هند د ازادۍ د نهضت په برخه کې علامه اقبال د ده کرکټر نه ډېر زیات متأثر شوی دی.

د خوشحان خان په باره کې به ډېر و خبرو ته ضرورت ځکه نه وي چې د ده په اړه زموږ په کورنیو تولېداتو کې ډېر څه شته، مګر د فکر او فرهنګ د سرلارو لړۍ به پرته د ده د نامه له یادولو او د ده د کارنامو له یادولو بیخې ناقصه وه.

خوشحال خان په ۱۶۱۳ زېږدیز کال کې زېږېدلی دې چې په قمري حساب باندې ۱۰۲۲ او په شمسي حساب باندې ۹۸۲ کېږي. دی د خټکو د قوم د مشر شهباز خان زوی دې، شاباز خان پخپله د یحیې خان زوی و او یحیې خان د ملک اکوړي زوی و. ملک اکوړی هغه کس دې چې د اکبر پاچا په وخت کې ورته د خیبر د لارې د ساتلو وظیفه ورکړل شوې وه، د کوهاټ له سیمې نه را کوچېدلې و، هلته یې له خپلو خپلوانو سره ګوزاره نه وه شوې او په سمه کې یې له پاچا سره د خدمت او د لارې د ساتلو وظیفه اخیستې وه.

ډېر تکړه، باتور، جنګیالی ملک و. له همدې امله هم د پاچا ډېر خوښېده او اعتماد یې پرې کاوه. هغه پسې یې زوی، یحیې خان همدغه وظیفه لرله او د یحیی خان پسې شهباز خان د خوشحال خان پلار هم همدغه د لارې د ساتلو وظیفه درلودله.

د دوی اختلافات، خصوصاً د سیمې له نورو پښتنو قبایلو سره او په تېره بیا له یوسفزیو سره، ډېر زیات وو او پاچاهي دربار هم دا خلک د یوسفزیو پر ضد ډېر زیات وکارول.

خوشحال خان هم لومړی ځل چې جنګ ته ولاړ، په ۱۳ کلنۍ کې، له یوسفزیو سره په جګړه کې یې برخه واخیستله. پلار او نیکه یې هم په همدغه جنګونو کې وژل شوي دي. دوی د هماغه وخت او عصر له ارزښتونو سره سم د پښتنو قبایلو ترمنځ په تربګنیو کې ډېر وخت تېر کړی دی.

مغلو پاچاهانو هم پر دوی باندې کافې اعتماد درلوده. له اکبر پاچا وروسته جهانګیر هم په دوی باندې اعتماد وکړ او دوی ته یې همدغه جاګیر او منصب ورپرېښود او تر هغه وروسته شاه جهان هم همدغه شان وکړل.

خوشحال خان په ۲۸ کلنۍ کې، کله چې پلار یې ووژل شو، په ۱۶۴۱ میلادي کال کې د خټکو مشر شو او شاه جهان پاچا هم په همدغه منصب ومانه.

شاه جهان پاچا د مغلو یو ډېر مهم پاچا و چې په ۱۵۹۲ کال کې زېږېدلې او په ۱۶۶۶ کال کې مړ شوی دې خو د پاچاهي دوره یې له ۱۶۲۸ تر ۱۶۵۸ پورې ده.

د شاجهان او پښتنو ترمنځ اړیکې له یوې خوا د پیر روښان او د هغه د پلویانو د مبارزو د دوام په چوکاټ کې وې او بلې خوا له یوسفزیو سره په جنګونو کې وې.

پیر روښان د اکبر په وخت کې خپل حرکت شروع کړی وه مګر د پیر روښان حرکت تقریباً نیمه پیړۍ یا څه باندې نیمه پیړۍ دوام وکړ او تر ډېر ه پورې د شاه‌جهان په وخت کې هم د دوی حرکت روان و. د ده د لمسیو، د ده د زامنو، د ده د پیروانو حرکت روان و او یوسفزیو هم له خپلې خوا د حکومت د باج منلو ته غاړه نه ایښودله نو په دغه دواړو صحنو کې ده له یوې خوا د پیښور ځینې مخور لکه اخوند درویزه او داسې خلک وکارول او له بلې خوا د خوشحال خان غوندې نور خانان یې هم وکارول.

غضنفر :- البته اخوند درویزه خو مخکې تیر شوی و!

منلی :- اخوند درویزه مخکې تیر شوی و او پلویان یې هم بیا د پیر روښان د پلویانو سره په دوامدار ډول وجنګېدل البته په ایډیالوژیکه برخه کې د هغوې نقش تر نظامي برخې ډېر زیات و.

د شاهجهان زوی اورنګزېب په خپل پلار باندې په ۱۶۵۸ کال کې کودتا وکړله او په خپله قدرت ته ورسېده.

اورنګزېب د حکومتدارې په برخه کې نوي نظریات درلودل. ده د شاجهان پر حکومتدارۍ ځینې اعتراضونه درلودل او خصوصاً د خیبر د لارې د امنیت په خاطر ده نور تدابیر درلودل.

غضنفر :- استار منلی دی چون یو جنګې سړی و، نظامي سړی و، ده د فتوحاتو شوق هم درلود. هغه سیمې چې شاه‌جهان لا نه وې لاندې کړي یا شام‌جهان ډېر ه علاقه نه درلوده چې لاندې یې کړي، ده د هغو دلاندې کولو شوق هم درلود.

منلی :- دا حالت هم وه د دې ترڅنګه بله مهمه خبره دا هم وه چې اکبر پاچا چې کله په هندوستان کې قدرت ته ورسېده د دین الهې په نامه باندې یې یوه هڅه وکړله چې د هند ټول مذاهب سره نږدې کړي، جهانګیر او ورپسې شاجهان هم، که څه هم د اکبر دین الهې پریښی و، مګر بیا یې هم د ادیانو ترمنځ یو تعادل غوندې ساته.

اورنګزېب ځان ډېر افراطې مسلمان ښوده حتې تر دې پورې چې د خپل تکفین او تدفین له پاره یې هم په خپل لاس ګټلې پیسې ځانګړې کړې وې. اورنګ‌زېب په خپل ژوند دوه کاره کول، یو ډېر خوش خطه و ، د قران کریم خطاطي یې کوله او بل یې خولۍ جوړولې.

کله چې مړ کېده وصیت یې وکړ کې چې د دولت پیسې ما پسې مه لګوئ او د قران د خطاطۍ پیسې هم راپسې مه لګوئ ځکه چې زه په دې نه پوهېږم چې قران لیکل او بیا د هغه خرڅول روا دي او که روا نه دي نو ما پسې یوازې زما د خولییو د لارې ګټل شوې پیسې و لګوئ ، تر دغه حد پورې ده یا په واقعیت کې یا د تظاهر په خاطر مذهبي اړخ باندې ډېره زیاته تکیه کوله.

غضنفر :- که اوسنې اصطلاحات استعمال کړای شو اکبر پاچا چې کومه پالیسي روانه کړي وه او حتې بابر چې روانه کړې وه هغه څه ناڅه شاجهان تر عهد پورې پاتې وه او د دغو مغولو پاچاهانو د اوسنې عصر په اصطلاح باندې یو څه سیکیولر پالیسې لرله خو اورنګزېب بیا داسې نه و.

منلی :- اورنګزېب دغه شان نه و او اورنګزب غوښتل چې د اسلامي افراطیت نه په ګټه اخسیتنې باندې هغه هدف چې تاسو ورته اشاره وکړه چې د ځینو سیمو فتحه کول وو، د خپل قدرت قایمول وو، د خپلو ورونو وهل وو، د نورو قومي مشرانو چې په دربار کې ورته ډېر زیات ځاې ورکړل شوی وه او د ستر جنرالان وو د هغوې د قدرت کمول وو، دا ټول هغه اهداف وو چې له دې لارې یې لاسته راوړل غوښتل.

غضنفر :- یو بل څه هم ویلای شو: ده خپل پلار بندي کړ او ورونه یې ووژل. دې د پلار مشر زوی هم نه وه ، د پلار مشر زوی داراشکوه وه او پلار یې ویلی هم وو چې ځای ناستی به یې داراشکوه وي نو دی یو قیسم په نامشروع طریقه قدرت ته ورسېده او قدرت یې مشروعیت نه درلود. داسې معلومېږي، ځینې موَرخین داسې وایې چې ده، د دې له خاطره چې اوس ځان ته یو مشروعیت پېداکړي، د بزرګۍ تظاهر کاوه.

منلی :- نو خوشحال هم وایي چې :

ډېر عادل پاچا پېدا شو

اورنګ شاه د دین غم خور

دا خپل پلار تړي په عدل

په فتوا وژني خپل ورور

یا یو بل ځای وایي چې :

اطاعت د اولولامر ځکه نه کړم

خلیفه د زمانې په زړه کافر دې

طبعاً چې خوشحال دې نتیجې ته رسېږي نو له دې نه معلومېږې چې نور به هم په همدغه فکر وو. په هر صورت اورنګزېب هغه د جاګیر دارۍ او راه دارۍ مناسبات چې پلار او نیکونو یې جوړ کړي ووهغه یې ړنګول غوښتل، او غوښتل یې چې یو بل نوی نظام ټینګ کړې نو د دې په خاطر یې خوشحال هم له خپل منسب نه لرې کړ او له دې ویرې چې خوشحال ډېر د نفوذ سړی و، په پښتنو کې یې محبوبیت درلود، نو هسې نه چې دی ورته کومه ستونزه پیښه نه کړي نو دې یې بندي هم کړ. په ګوالیار کې بندي و او تر هغې وروسته رنتبور کې بندي و. یو څه موده په ډيلي او اګره کې نظر بند هم وه.

په زندان کې وشحال خان پر خپل ژوند فکر وکړ. پر دې یې فکر وکړ چې د مغلو خدمت یې کاوه او په ډېر صداقت یې د مغلو خدمت کاوه، د مغلو لپاره یې پښتانه ووهل او بلاخره مغلو د ده قدر ونه کړ. داسې یواحساس ورته پیدا شو چې پښتون که هرڅومره د مغلو خوش خدمتي وکړي نو بیا به د دوهمې درجې یو ښارونډی وي.

«که هزار کاندې پښتون مغل به نه شي »

دا فکر ورته پېدا شو او دا خبره یې ډېر په عمق سره درک کړه، بله یې دا درک کړه چې ده په خپله ځوانې کې او تر دغه وخته چې ده ژوند کړی و د پردیو لپاره یې خپل وهلي وو. په دې باندې هم ورته یوڅه پیښیماني پېداشوه.

دی شاعر و، لیکوال و، او په بند کې یې پر هغو مسایلو باندې فکر کولو ته وخت پیدا کړ چې مخکې د شعر او ښکار له لاسه ورته نه وزګارېده. له دین سره، له وطن سره، له سیاست سره اړوند مسایلو سره یې علاقه پیدا شوه.

په ۱۶۶۸ کال کې له بند نه خوشې شو، بیرته کور ته راغی. که څه هم اورنګزېب وغوښتل چې دی په یو ډول بیرته دربار ته را جذب کړي مګر د ده زړه وهل شوی و او نور نه و حاضر چې د چا خدمت وکړي. په ۱۶۷۲ کال کې د پاچا یو سرلښکر چې امیر خان نومېده او د کابل نه پیښور خواته روان و، یو عسکر یې په کونړ کې د صافیو پر یوه ښځه تیری کړی و. خلک راپاڅېدلي وو، عسکر یې وژلی و. نو دغه صاحب منصب غوښتل چې د خپل نفوذ د ثابتولو له پاره هغو خلکو ته سزا ورکړي چې عسکر یې وژلي و. په دغه وخت کې په ده باندي پښتانه را پاڅېدل. صافي ، مومند، اپرېدي، شینواري او خټک دا ټول سره یوځای د کونړ د خلکو د صافیانو په ملاتړ ودرېدل. په دغه جنګ کې خوشحال سره ایمل خان او دریا خان هم ملګري وو. دلته د مغلو لښکر مات شو حتې چې د ۴۰ زرو کسانو نه د دوی یواځی ۴ کسان ژوندي پاتې شول.

دوه کاله وروسته اورنګزېب په خپله راغې په اټک کې میشت شو او ویې غوښتل چې د پښتنو سره بیا جنګ وکړي مګر دلته دی یواځې د جنګ له لاري را‌مخ‌ته نه شو، د جنګ تر څنګ یې د رشوتونو لار خپله کړه او پښتنو مشرانو ته یې رشوتونه ورکړل چې په هغه ډله کې د خوشحال خان خپل زامن هم وو.

غضنفر :- سره مهران مې ننوزي په کوهسار

منلی :- بهرام چې د خوشحال زوی و او د مغلو طرفدار و، د بهرام او خوشحال ترمنځه هم روابط خراب شوی نو دلته خوشحال د پښتنو د یوالي کوشش شروع کړ او ورسته بیا ده د خپل ژوند وروستۍ دوه لسیزې یا څه کم د پښتنو په یو کولو ولګولې او غوښتل یې چې د مغلو په مقابل کې له پښتنو نه یو قدرت جوړ کړي.

د خوشحال خان نه مخکې پیر روښان هم د پښتنو د یوځای کولو کوشش کړی و او غوښتل یې چې پښتانه د یو منسجم قدرت په حیث مطرح کړي مګر د پیر روښان د انسجام وسیله مذهب و، هغه غوښتل چې د مذهب له لارې پښتانه یو ځاي کړي او خوشحال خان اولین کس دې چې د پښتونوالې او پښتوني نیشنلیزم او پښتني قوم غوښتنې پر اساس یې غوښتل چې دا خلک سره یو ځای کړي نو فکر کوم د ده نقش په دې سیمه کې له دغه درکه ډېر مهم دې. سربېره پر دې، دی ډېر شعوري کار کوي ترڅو چې د مغلو په خدمت کې دې مغل ته کار کوي، وفادار دې:

چې منصب مې د مغل خوړ یو ملک وم

چې منصب د مغل نه‌شته اوس ملَک یم

نو دی په شعوري ډول کار کوي او د ده په لاس کې چې کومه بله وسله ده قلم دې.

دی د قلم نه هم شعوري استفاده کوي د ده کورنۍ د ده زامن، لوڼې ټول باسواده دي او اکثریت یې له شعر سره هم سروکار لري د علم سره هم سروکار لري، سبقونه یې ویلي دي او خوشحال لومړنی پښتون دې چې په شعوري ډول او په سیستمتیک ډول یې ترجمې ته فکر کړی دې.

له یوې خوا خپل عنعنوي محلي ارزښتونه غواړي چې وروزي، خپل زوی صدر خان خټک ته وایې چې باېد د پښتنو قهرمانانو داستانونه ولیکل شې لکه د آدم خان او درخانۍ او د دلي او شهو کیسې چې په خپله خوشحال خان غوښتل چې ولیکل شي دا د همغه عصر سره نږدې کیسې دي او غوښتل یې چې لکه څنګه چې فارسې کې دغه رقم کیسې لیکل شوې وې همدغه کیسې د پښتنو له فرهنګ نه هم ولیکل شې او د پښتنو فرهنګ وساتل شي.

علاوه له دې نه مذهبي اثار که څه هم له ده نه مخکې ژباړل شوي وو، اخوند درویزه ژباړلي وو، پیر روښان او د پیر روښان پلویانو ژباړلي وه، رشېد البیان چې یو ډېر مهم مذهبي کتاب دې لیکل شوی و، د پښتو لپاره دغه وخت کې کارونه شوي وو مګر په ډېر منسجم ډول او په ډېر اکاډمیک ډول، که دا اصطلاح وکارولای شو، په ډېر شعورې ډول د خوشحال خان په وخت کې دا کار شوې دی.

ده په خپله هم ترجمې ګړي دي، خپل زامن یې هم ترجمې ته هڅولي دي او د پښتنو د تاریخ د لیکلو هڅه یې هم کړې ده، د پښتنو د جفرافیې د لیکلو هڅه یې هم کړي ده. سوات نامه د جغرافیې د لیکولو یوه هڅه ده. بازنامه د پښتنو د سیمې د طیعت د څیړنې یوه هڅه ده. نو دی کوشش کوې چې په علمي ډول خپل سیمه وپیژني او خپله سیمه نورو ته وروپیژني، دا د ده دوهم مهم ټکې دی.

د ده د ژوند دریمه برخه چې هغه د ده مبارزې دي او پس له مرګه یې ډېر زیات اهمیت پېدا کړ، هغه داوه چې په شلمه پیړۍ کې کله چې افغانستان د انګریزي ښکیلاک نه آزاد شو خوشحال خان د پیر روښان سره د افغانی ازادي غوښتونکي نهضت یو سمبول شو.

مذهبي خلکو ډېر زیات تمرکز په اخوند درویزه او په رحمان بابا باندې کاوه مګر هغه کسان چې په شعوري ډول یې غوښتل د افغانستان د سیاست لپاره کار وکړي او د افغانستان په سیاسي نقشه کې مثبت رول ولوبوي هغوې خوشحال خان ته ډېر ه توجه وکړه د خوشحال خان کورنۍ ته یې توجه وکړه، د خوشحال خان درسونو ته یې توجه وکړه او په دې برخه کې یې هم د ده په نامه باندې مهم کارونه وشول او د افغانستان لپاره یې یو هویت جوړ کړ. د دغه هویت جوړېدلو لپاره یو بل شي چې ډېره مرسته یې ورسره کړله هغه دا و چې خوشحال خان په خپل ژوند کې د پښتو ژبې او د پښتو فرهنګ لپاره د معیار جوړول یو اصل ګڼلې وه:

پښتو ژبه ده مشکله ده د دې بحر مونده نشي

هم ماوته یو څو بحره په ډېر مښود راغلي

ده کوشش کاوه چې پښتو ژبه عروضي کړي په شعوري ډول یې دا کار کاوه. نورو شاعرانو شعرونه ویلي دي مګر په دي باندې یې فکر نه دې کړی چې پښتو د عروضو په قالب کې راځي که نه راځي، همدغه راز د پښتو د لیکلو لپاره، استاد حبیب الله رفیع وایي چې د ده ورک شوی کتاب چې «زنځیرۍ» نومېږي په حقیقت کې د ده د رسم الخط یو لارښود و او دغه لارښود هم د پښتو ژبې د هغو تورو خیال ساتي چې په پښتو کې په بیلابیلو قبایلوکې په بیلابیلو ډولونو باندې تلفظ کېږي یعنې دلته هم ده د معیار او د بین الافغاني معیار خیال ساتلې دې، یوازې د خټکو په ژبه یې لیکل نه دې کړي، ده د بین الافغاني معیار خیال ساتلی دې. حتې په شعر او په قافیه کې په وزن کې یې ډېرې داسې کلمې راوړې دې چې د خټکو له تلفظ سره برابرې نه دي مګر د ډېر و پراخو پرګنو له تلفظ سره برابرې دي چې هغه ختیزه پښتو ده، نو دلته بیا هم د خوشحال خان بابا د ادب او د هنر معیاري اړخ ډېر زیات مهم دې. د دغه ټولو عواملو سره موږ ویلای شو چې خوشحال خان د افغانستان د جوړلو لپاره یو ډېر مهم شخصیت و مګر نه یوازې د افغانستان د جوړلو لپاره بلکې، لکه چې مخکې مو ورته اشاره وکړله، د نیمې وچې د ازادي بښونکي نهضت لپاره هم یو د لارې مشال و او نه یوازي دا چې پښتنو مبارزینو لکه غفار خان د ده له ژونده ډېر څه زده کړه، لا غیر پښتنو مبارزینو هم د ده له ژونده ډېر څه زده کړه او د ده په ژوند او اثارو باندې د هند ازادي غوښتونکو هم کارونه وکړل او ډېر څه یې ترینه واخیستل.

غضنفر :- د خوشحال خټک په رزمي هڅو باندې، یا په هغه سیاست باندې چې د هغه وخت حکومت سره په ټکر کې دی، ډېرې خبرې کېږي. ضمناً یې ادبیاتو ته په خدمت او ژبې ته په خدمت خبرې کېږي خو که لېد لورې ته راشو له لویه سره د خوشحال هغه لېد لوري چې څو سوه کاله پخوا یې د یو نوي تمدن د بنسټ ايښودلو هڅه غوندې کړې وه جوت ښکاري. د خوشحال د ژوند په زمانه کې په اروپا کې یو شمېر پوهانو لکه دیکارت او بیکن د یو نوي ليدلوري په جوړلو کې برخه واخیسته او د دې لېد لوري په برکت دا اوسنۍ تمدن پېدا شو. که له دې نظره خوشحال ته وګورو د پښتو په پخوانو شاعرانو کې او په مشرانو کې خوشحال دغه د نوي تمدن لېد لوري ته تر ټولو نژدې سړی بللای شو. زه فکر کوم له دې نظره هم دی ډېر مهم دی. ماکیاولی (Machiavelli) ته د سیاست د علم پلار وایي ځکه چې ده سیاست یو بر واقعیتونو بنا کړ. د خوشحال په شاعرې که به ډېر داسې څه پېدا کړئ چې د ماکیاولي په پرنس (Prince) کې أيدل کېږي. همدا راز د اخلاقیاتو په برخه کې، یا د مینې په برخه کې (هغه مینه چې پخوانو شاعرانو انځوروله، هغه معشوقه سترګو ته بیخي درېده نه، لیکن ده دا معشوقه ځمکې ته راوسته زموږ سترګو ته یی ودروله)، یا د ګلونو ذکر کوي یا د باغ ذکر کوي د دنیا د ودانولو ذکر کوي. په بل عبارت خوشال هغه ارزښتونه پالي چې ژوند ورسره بهتره کېدای شی، ژوند ورسره غوړېږي. له دې نظره هم، زه فکر کوم، چې خوشحال ډېر څه کړي دي چې څیړنې چندانې نه دي ورباندې شوي.

منلی :- البته دا به مبالغه وي چي موږ دی په شرق کې د غربي فکر پلي کونکی وبولو مګر واقیعت دادی چې په دغه وخت کې غربیان هند ته رارسېدلي دي، له هند سره د غرب تجارت شته دی. په یو شعر کې پرتګالی شراب هم یادوي، دا په دې مانا ده چې د اروپا او د هند د تجارت په باره کې یې کافی معلومات درلودل همدغه راز په همدغه وخت کې په هند کې چې نوې وسلې رایج کېږي هغه وسلې دي چې اروپایان یې جوړولای شی، توپونه خصوصاً او د توپ ویشتلو په هنر کې د توپک په هنر کې دا هغه څه دي چې له غرب نه راغلي دي او فکر کوم چې خوشحال به زمونږه یو لومړنی شاعر وي چې د توپک ذکر یې کړی دی.

نو دلته هم دی د خپل عصر سړی وه له بل لورې دې په خپل تاریخ پوهېده، د هند تاریخ ورته معلوم و، د پښتنو تاریخ ورته معلوم و، پښتنې قبیلی یې پیژندلې، دی په واقعي مانا یو مشر وه.

نو دی له واقعي سیاست سره تړلې و او واقعي سیاست ماکیاولي هم څه له اسمانه نه دې راغورځولی، واقیعي سیاست باندې یی فکر کړی دې او هغه لاره یې جوړه کړې ده او خوشحال هم په واقعي سیاست باندې فکر کړې دې. ده دستارنامه ده په زندان کې لیکلې ده. په زندان کې له ده سره کتابونه نه وو.

غضنفر :- اوس په همدې کتاب کې دی د ښځو تعلیم مهم ګڼي، دا هغه ارزښتونه دې چې اوسنی تمدن پرې ولاړ دې، او زموږ نسبت نورو پخوانو شاعرانو ته یا نورو پخوانو مفکرانو ته د ده په اثارو کې د دغو ارزښتنو څرک ډېر لېدي شو.

منلی :- یعنې دی د حکومت تصور لري نورو، تر ده مخکې مشرانو، د خانۍ تصور درلوده، مګر دی د حکومت تصور لري او د حکومت په تصور کې طبعاً ټولنیز مسایل مطرح دي، د نورو مشرانو سره او د نورو خلکو سره روابط مطرح دي او په خپله ټولنه کې د پرمختګ د وسایلو په ډله کې تعلیم او تربیه چې له کوره شروع کېږي دا هم پکې شامله ده، اسلامي اخلاقیات هم په دې کې مطرح دي، نو دا هغه څه دي چې د خوشحال په خپله عملي تجربه باندې پېداکړي دي او دې چارې له خوشحال نه، په اوسنې مفهوم، یو ډېر مدرن مفکر جوړ کړی دې، ځکه چې دی خپله پوهه یوازې په کتابونو کې نه لټوي، دی خپله پوهه له زړو پوهانو څخه نه زده کوي، دی خپله پوهه په تجربه کې عملاً د نورو مشرانو سره په راشه درشه کې د خلکو سره په راشه درشه کې لټوي او دا هغه علمي میتود دې چې د همدغه وخت ډېر و سترو مفکرینو په غرب کې هغې ته سیستماتیکه بڼه ورکړې ده، یعنې خوشحال سیستماتیک فکر نه لري، دی لا هم شرقي مفکر دې خواره واره افکار لري مګر دغه خواره واره افکار یې بیا هم د تجربو پر اساس ولاړ دي، نو په دې خاطر ویلای شو چې په شرق کې د نوې عصر د مقتضیاتو یو حکیم لکه څرنګه چې اقبال ویلي دي خوشحال وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو