رېباکا/ عاقب عمر

2022-12-22
د رېباکا ناول

( درېغه یوه وسیله یې جوړه کړې وای چې خاطرې داسې پکې ساتل کېدلی لکه عطر په بوتل کې. بیا نه زړېدلی او نه هم له منځه تللی او هر وخت چې دې غوښتی، د بوتل سر دې پرانیستلی او په ځینو شېبو کې دې بیا ژوند کولی.«له رېباکا ناول څخه»)

«رېباکا» ناول د انګلیسي لیکوالې دافنه دوموریه مشهور کتاب دی چې لومړی ځل په ۱۹۳۸م کال کې چاپ شوی دی او په تاریخ کې یو له هغه کتابونو دی چې ډېر پلورل شوی او تر اوسه یې د چاپ لړۍ نه ده درېدلې. دا کتاب کابو څو اتیا کاله مخکې خپور شوی دی خو تر اوسه یې خپل ارزښت د کتاب د مینوالو په منځ کې ساتلی دی او په پوره ډاډ ویلی شو چې په کلاسیک داستاني اثارو کې یو له بهترینو کتابونو څخه دی. ربه کا د ۱۹۳۸ او ۱۹۶۵مو کلونو تر منځ کابو ۲،۸ میلیون ټوکه وپلورل شو.

ډېری کره کتونکي په دې اند دي چې دا کتاب د شارلوت برونته، «جین ایر» له اثر  په تقلید لیکل شوی. دا کتاب د یوې شل کلنې پېغلې د ژوند کیسه ده چې له یوه کس سره واده کوي او هغه کس تر دې شل کاله مشر دی. د کیسې راوي هم  دا پخپله ده او د ناول تر پایه یې نوم نه دی څرګند شوی. ژوند یې له ډېرو ستونزو او ربړو سره مخ کېږي چې اصلي ریښه یې د خاوند مخکنۍ مېرمنې «ربه کا» ته رسېږي. دا ځکه چې خاوند یې یوه بله مېرمن هم درلوده، هغه اوس مړه شوې وه خو په کور کې یوه بوډۍ خدمتګاره پاتې وه چې د خاوند په نوې مېرمن يې د ربه کا ځای نیول نه لورېدل، د هغه په ځانګړې خونه کې دې ناسته –ولاړه ولري او یا دې د هغې پر توکو او کور واک وچلوي. کله چې دا د خاوند کور ته ځي، د خپل خاوند او د هغې د پخوانۍ مېرمنې په هکله په ډېرو داسې رازونو پوهېږي چې هم وېروونکي دي او هم جالب.

ناول په دې جمله پیلېږي «پرون شپه مې خوب لیده چې بېرته ماندرلي ته تللې وم.» دې کتاب د ډېرو فلم جوړوونکو پام ځان ته وراوړلی دی، له هغې ډلې څخه یو هم آلفرډ هېچکاک دی چې ددې کیسې پر بنسټ یې فلم جوړ کړی او د اوسکار غوره جایزه یې هم ګټلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو