د “کابلي والا” په اړه يو تاثر |دکتور اجمل ښکلی

2023-11-04
کابلي والا ته کتنه

“کابلي والا” د ټاګور کيسه ده. دا کيسه ما ډېر کلونه پخوا په اردو لوستې وه. که څه هم له ادبي خلکو مې يې ستاينې اورېدلې وي؛ خو خوند يې نه و راکړی، ځکه چې زه پکې د کيسي په معاصرو تخنيکونو پسي ګرځېدم؛ خو کيسه د يوه پښتون عاطفي انځورنه وه. پرون مې “کابلي والا” په پښتو بيا ولوست او دا ځل مې ترې خوند هم واخيست او څو ځايه يې غريو نيولی هم کړم.

په لومړي ځل چې ما “کابلي والا” لوسته، يو بېل سړی وم؛ خو پرون مې چې لوسته يو بل لوستونکی وم. سره له دې چې کيسه همغه وه؛ خو لوستونکی بدل و او دا ښيي، چې کله له متن نه مانا او خوند اخيستل يا نه اخيستل د لوستونکي په احساساتو او فکر پورې هم تړلي وي، چې دی له متنه څه غواړي.

په لومړي ځل مې فکر کاوه، چې ښه کيسه هغه ده، چې د کيسې تخنيکونه پکې په ښه ډول عملي شوي وي او مظلوميت پرستي پکې نه وي، راوي يې که متکلم هم وي؛ بايد بې حسه وي او پېښه لکه د خبريال غوندې راته روايت کړي.

خو پرون مې چې لوسته، زه له ملي او قومي احساسات لبرېز وم او د دې هم ځينې سياسي لاملونه وو. هغه لاملونه به يې درته ووايم؛ خو لومړی به درته دا ووايم، چې لوستونکی جامد نه وي، چې د يوې ادبي پنځونې په اړه يې کومه خبره وکړه، تر قيامته به پرې ولاړ وي، د لوستونکي پر فکر او احساساتو ټولنيز شرايط اغېز کوي.

دا ځل مې ځکه له “کابلي والا” خوند واخيست، چې پښتانه د کابلي والا غوندې يو ځل بيا بې کوره او بېوزله دي او په نړۍ کې مغرضو کړيو دا فکر عام کړی، چې پښتون ظالم او د مدنيت دوښمن دی؛ خو چا د پښتون او افغان برباد زړه ته سر نه دی ورښکاره کړی چې مړ هم دی او پړ هم دی.

له کابلي والا نه د ماشومې د مور وېره ښيي، چې هغه وخت په هند کې د پښتنو په اړه دا ټولنيزه کليشه موجوده وه، چې پښتانه ماشومان تښتوي، نو خلکو ترې خپل بچي ساتل. له افغانستانه په تېره د مرکزي سيمو پښتنو هند ته د وچې مېوې په خرڅلاو پسې تلل. له دوی سره به په بوريو او ګوډو کې وچه مېوه وه، چې په ښه بيه به يې خرڅوله او کله خو به خبره تر مينتوبه ورسېده او له هغې خوا به يې يوه سکڼه هندۍ هم له ځان سره د ناوې په توګه راوسته او د پښتنې په سر به يې بنه کړه.

د دوی پړسېدلو بوريو او ګوډو به د ماشومانو او ميندو وېره لا زياتوله. دا وېره د “کابلي والا” د مور کرکټر هم لري؛ خو د نجلۍ پلار چې پخپله راوي هم دی، د پښتنو په اړه پر دې سټيروټايپ شکمن دی. د کيسي دا کرکټر چې متکلم راوي هم دی، ورو ورو د کابلي والا د زړه غوټه راسپړي، چې له بېوزلۍ او دوښمنۍ راتښتېدلی او پاک سړی دی.

دا د پښتنو هغه څېره ده، چې ټاګور په خپله دې کيسه کې وړاندې کړې او د پښتنو په اړه يې منفي سټيروټايپ مات کړی. هغه سټيروټايپ چې د هند و پاکستان فلمونه او آثار ترې ډک دي.

دا د لوی ليکوال نښه ده، چې ذهنيتونه او سټيروټايپونه ماتوي او د ملتونو ترمنځ مينه پيدا  کوي. د ټاګور دا کيسه نه يوازې په افغانستان او پښتونخوا، بلکې په هندي ادبياتو کې هم مشهوره ده. دا ډول ادبيات له موږ سره مرسته کوي، چې په نړۍ کې خپل انځور مثبت کړو.

ځينو کره کتونکو کره کتنو هم وهڅولم، چې دا کيسه يو ځل بيا او له نوي فکر سره ولولم. زموږ کره کتونکي که خپل دا مسؤوليت درک کړي، چې پر ښو آثار خپل نظرونه له لوستونکو سره شريک کړي، پښتنو لوستوالو ته به يې خير ورسي.

د کيسو د لوستو پر وخت زموږ پاملرنه پيغام ته ډېره نه اوړي. ښه ده، چې د ځينو کيسو پيغامونه وتلو او د ښو پيغامونو لرونکې کيسې خپلو لوستونکو ته وروښيو، ځکه کيسه هغه زمان، ځای او پېښه په لوستونکو حس کوي، چې تاريخ يې بيانوي. هند ته د پښتنو د تګ په اړه ګڼ تاريخونه ليکل شوي؛ خو د ټاګور دا کيسه ځينو هغو مهمو ټولنيزو لاملونو ته اشاره کوي، چې تاريخونه ورته اهميت نه ورکوي او هغه د پښتنو په اړه د هنديانو فکر او هند ته د پښتنو سفرونه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو