مينه ناروغي ده | دکتور اجمل ښکلی
ليکاف او جانسن په ۱۹۸۰ کې د “استعارې چې پر بنسټ يې موږ ژوند کوو” کتاب وليکه. په دې کتاب کې يې دا وښوده، چې استعارې يوازې تر ادبه محدودې نه دي، بلکې موږ په عادي ژبه کې له استعارو استفاده کوو، چې دا ښيي، چې زموږ ادراک په استعاره ولاړ دی.
په بله وينا، موږ له حسي تجربو نه د انتزاعي مفاهيمو د مفهومسازۍ لپاره کوو او دا ښيي، چې زموږ درک د انتزاعي مفاهيمو په اړه په اصل کې استعاري دي، مثلا: وايو: “په کور کې يم”. په دې جمله کې د “په…کې” په سربلي عبارت کې کور د يوه لوښي په توګه مفهومسازي شوی، چې د همدې عيني مکاني تجربې او د همدې سربلي عبارت د ورپورولو په مټ زمان هم د مکان او لوښي غوندې درک کوو؛ نو وايو: “دا اوونۍ ډېر کارونه لرم” .
همداسې “روژه نيسم” کې د يوه مادي څيز د نيولو تجربه او ځانګړنه روژې ته ورپراخوو او ورپورو، ځکه چې په اصل کې روژه مادي څيز نه دی، چې ونيول شي؛ خو موږ دې ته نه متوجه کېږو، چې په اصل کې “روژه نيول” يوه مفهومي استعاره ده.
د ليکاف او جانس په اند، مفهومي استعارې پر حسي تجربه سربېره فرهنګي بنسټ هم لري. په لويديځ کې که مفهومي استعاره “مينه سفر دی” ده، زموږ په فرهنګ کې بيا “مينه ناروغي ده” مفهومي استعاره موجوده ده. په لويديځ او څه نا څه زموږ او ستاسو په فرهنګ کي “بحث جګړه ده”، مهال د لوښي يا څيز يا د بهير په مفهومي استعاره کې درک کېږي او استدلال د قوت او کمزورۍ په بدني ځانګړنه کې وړاندې کېږي.
خو زموږ بحث نن په دې دی، چې زموږ په ټولنه کې مينه، چې يوه انتزاعي تجربه ده، څه نا څه د سفر؛ خو ډېره د ناروغۍ په حسي مفهوم کې وړاندې کېږي او په دې ډول زموږ په تحت الشعور کې دا خبره پرته ده، چې “مينه ناروغي ده”.
د دې خبرې د اثبات لپاره زموږ په فرهنګ کې ګڼ شواهد شته، مثلا موږ وايو، په پلاني پسې مې زړه خوږېږي. زړه خوږېدل د ناروغۍ يوه ځانګړنه ده، چې د ناروغۍ له سرچينه حوزې (Source Domain) نه د مينې موخنې حوزې(Target Domain) ته ورلېږدېدلې. ليکاف او جانسن وايي، چې يوه مفهومي استعاره پر دوو حوزو ولاړه وي، يوه هغه چې يوه ځانګړنه ترې پورېږي او بله هغه چې يوه يا څو ځانګړنې ورپورېږي، لومړۍ ته سرچينه او دويمې ته موخنه حوزه وايي، د “مينه ناروغي ده” مفهومي استعاره کې “ناروغي” سرچينه او “مينه” موخنه حوزه ده.
په لنډيو کې لولو:
د مازيګر ژيړيه لمره!
په روغو وايه د رنځورو سلامونه
دلته لمر مکنيه استعار يا تشخيص دی، چې خبرې ورسره شوې؛ خو لمر ته ژيړ ويل شوی. زموږ او ستاسو په فرهنګ کې ژيړ رنګ د ناروغۍ نښه ده. د مازيګر لمر چې د غورځېدو په حالت کې دی او رنګ يې ژېړ دی؛ ناروغ ګڼل شوی، چې ناروغي هم يو ډول زوال دی.
راځئ د “مينه ناروغي ده” مفهومي استعارې په مټ د سعود د يوه نظم جاج واخلو. دا شعر “عشقه! رواني مرض دې راکړلو” نومېږي:
عشقه رواني مرض دې راکړلو!
نن هغې زړې ډاکټرې ولیدم
راغله په موسکا یې راته وویل
مخ باندې دې ګونځې ډیرې شوې دي
سر نه دې ویښته هم دوړیدلي دي
ته جوړې هم هغسې لا غم کې یې
زه ورته په سترګو کې موسکی شومه
ورو غوندې مې وویل چې ښه یمه
هغسې دورې راباندې نه راځي
اوس بی له دوا هم ویده کېږمه
بیا هم کله کله څوک رایاده شي
بیا مې په خبرو کې ساه لنډه شوه
څنګه چې ډاکټرې راته وکتل
سترګې مې له اوښکو ډکې شوې وې
د مفهومي استعارې د پوهانو په اند، مفهومي استعارې د نويو ادبي استعارو پرخلاف د پراختيا ظرفيت لري او بالعموم شاعران همدا مفهومي استعاره په اصل کې له جزيياتو سره وړاندې کوي. د سعود په نظم کې د مينې لپاره د ناروغۍ له مفهومي حوزې ګڼې ځانګړنې پور شوې، لکه د مخ ګونځې کېدل، له سره ويښته تويېدل، غم، دورې، دوا او د سا لنډېدل. سعود د مينې د موخنې حوزې د مفهومسازي کولو لپاره دا ځانګړنې د ناروغۍ له مفهومي حوزې راپور کړې دي او په دې ډول يې په لا تفصيل سره مينه مفهومسازي کړې ده.
نوموړي له خپل فرهنګه دا قضيه يي مفهومي استعاره(مينه ناروغي ده) اخيستې ده؛ خو په دومرمه توپير چې په ډېرو جزيياتو يې د ناروغۍ د مفهوم ځانګړنې ورته کارولې دي.
د سعود د يوه غزل مطلع هم ده:
عشقه چې ازار دې کړم اوس خو به خوشحاله یې
روغ ومه بیمار دې کړم اوس خو به خوشحاله یی
له پخوانيو شاعرانو نه تر ولسي شاعرانو او له ولسي نه تر خاطر او له خاطر نه تر هميم پورې ټولو د خپلې ټولنې له دې مفهومي استعارې نه استفاده کړې ده؛ خو د سعود او هميم کمال دا دی، چې پر دې مفهومي استعاره يې نوي جزييات ورزيات کړي؛ خو نورو زياترو همغه د زخم او لېونتوب ځانګړنې ورته کارولې دي. د سعود پاسنی نظم د دې مفهومي استعارې د نويو ځانګړنو د راوړلو يوه بېلګه ده.
د مينې په اړه زموږ يو بل ادراک هم شته او هغه دا چې “مينه لار ده”. محبوب ته د رسېدو لار. دا مفهومي استعاره په خپلو تصوفي ادبياتو کې ډېره وينو؛ خو تر دې هم ډېره کارېدونې مفهومي استعاره “مينه ناروغي ده” ده.
يو مفهوم ښايي په يوه ټولنه کې په څو مفهومي استعارو کې وړاندې شي، لکه ژوند زموږ په ټولنه کې د څيز او سفر په ډول مفهومسازي کېږي. موږ د مفهومي استعارې په مټ نه يوازې په خپله ټولنه کې، بلکې ادبياتو کې د استعارو، کنايو او مجاز مطالعه کولی شو، ځکه ليکاف او جانسن، کنايه او مجاز هم په مفهومي استعاره کې راولي.
مفهومي استعاره د ورځنۍ ژبې برخه ده، چې شاعران هم ترې استفاده کوي. که متوجه شو، په خپلو شاعرانو کې همدا مفهومي استعارې له جزيياتو سره وينو. پر دې سربېره دا د کره کتنې يوه نوې زاويه راکوي او هغه د ادراکي ژبپوهنې له پلوه د ادبياتو مطالعه ده.
ځواب دلته پرېږدئ