غیبت/ دکتور اجمل ښکلی
د کوم مورخ په کتاب کې مې لوستي وو، چې له حيوان سره د انسان توپير دا دى، چې انسان غيبت کولاى شي. د نوموړي موخه دا وه، چې انسان په غياب کې يو څه يا څوک وريادولاى شي؛ خو که د افرادو پر غيبت سروې وشي، ممکن افغانان پکې لومړى مقام وګټي.
ارواپوهنه وايي: خلک د نورو په اړه له خبرو خوند اخلي. کوم کسان چې غيبت کوي، د حقارت احساس د برترۍ په احساس بدلول غواړي. دوى په سترس اخته وي، چې که غيبت ترې ډېر شي، بايد يوه رواني ډاکټر ته ورشي.
غيبت د افغانانو په يوه داسې مرض اوښتى، چې هر کور پرې سينګار دى او آن له کورونو يې دفترونو ته هم سرايت کړى. په دفترونو کې داسې مامورين او همکاران نادر پيدا کېږي، چې د بل همکار په غيبت دې يې خوله نه ښوري. آن د مکتبونو او پوهنتونونو استادان چې خلک فکر کوي، چې ترمنځ به يې تل پر علمي موضوعاتو بحثونه روان وي، له غيبته نه وزګارېږي، چې پر علم بحث وکړي.
غيبت د افغانانو يوه خوږه بوختيا ده، چې ساعتونه ساعتونه پرې بوخت وي او که د اوونۍ په کچ يې وګورو، نو داسې ورځ نشئ موندلاى، چې بې غيبته وي.
موږ چې لټ خلک يو، د بل له غيبت نه خوند اخلو، ځکه چې د هغه سويه او اخلاق پکې تر ما ټيټېږي او زه فکر کوم، چې تر هغه غوره يم او دې دروغجن ډاډ ته زه د نشه يي غوندې بيا بيا اړ کېږم او بيا بيا بايد د هغه چا په اړه ناسمه خوله وخوځوم، چې ناشعوري يې تر ځان غوره بولم.
زموږ د غيبتونو لويه برخه منفي ګرايي وي. داسې کم پېښېږي، چې د چا په اړه دې مثبته خبره هم پکې وکړو او يوه نيمه خبره مثبته هم په دې خاطر وي، چې مخاطب ته وښيو، چې انتقاد مې پر انصاف مبني دى، ځان ته هم دا ډاډ ورکوو، چې دروغ نه وايم؛ خو که ځير شو، دا د هغه شخص په اړه د غيبتي زاويه ده او دى غواړي ، چې دا خپل چوکاټ او غوښتنه پر هغه تحميل کړي، خو دې ته يې پام نه وي، چې هغه خداى له ده نه مختلف پيدا کړى دى.
ناورين هله پيل شي، چې غيبت کوونکى خپلې خبرې ټولنيز واقعيت وبولي او پر خپلو دروغو د رښتياوو ګومان وکړي.
موږ چې غيبتونه کوو، دا خبره مو هېره کړې ده، چې هر شخص زما غوندې نشي کېداى او نه زه د اخلاقي معيارونو محور يم، چې هر څوک بايد پر دې محور وڅرخي.
موږ فکر کوو، چې ځينې ثابت او ټوليز معيارونه شته، چې موږ يې پر بنسټ د يوه چا په اړه قضاوت کولاى شو؛ خو دا مو نه دي په ياد چې دا معيارونه د بين فردي اړيکو او شرايطو تابع دي او د يوه فرد پر چلن کلي قضاوت له نيمګړتياوو خالي نه وي.
په غيبت کې موږ د يوه فرد يو عمل له خپلو قراينو راباسو، چې په اړه يې راته قضاوت اسانه شي، سره له دې چې ممکن د هغه کس هغه عمل د خپلو شرايطو له مخې سم وي، چې موږ د خپل غيبت په دوړو کې ورک کړى دى.
څرنګه چې زموږ زياتره غيبتونه د واقعيتونو پر ځاى زموږ د خپلو رخو، بدبينيو او کمترۍ د احساس زېږنده وي، نو مبالغه پکې ډېره وي. بيا که مخاطب هم پکې له غيبتي سره غاړه يوسي، نو غيبتي مطمين شي، چې زما خبرې سل په سلو کې سمې دي او زه کوم بد کار نه کوم، بيا نو په وحشتناک شکل د هغه غريب د شخصيت غوښې راپرې کوي او اومې اومې يې په خوله ننباسي. تېره اوونۍ مې د يوه چا په اړه چې په ظاهره ښه ملګري دي، د يوه ملګري له خولې واورېدل، چې پلانى به ښه استعداد لري، خو ټکى شخصيت نه لري. ما ويل، شخصيت څه ته وايي، چې هغه يې نه لري؟ ده چې د شخصيت کومه خاکه راته جوړه کړه، دى پخپله ترې په سوونو کيلو متره لرې و. د يوه مشهور شاعر په اړه راته يو چا ويل چې دا خلک يې هسې دومره ستاينې کوم، يو شعر يې ما داسې و نه موند، چې په شاعرۍ برابر وي، ما ورته له شرمه ونشو ويلاى،چې ممکن نورو پکې هغه څه ليدلي وي، چې ستا سترګې يې له ليده قاصره دي، ګنې دا څنګه ممکنه ده، چې په دومره شاعرۍ کې دې يو شعر هم و نه موندل شي.
زموږ زياتره غيبتونه د ډېرو نېژدې ملګرو وي، دا به ممکن د جګړو او ايډيالوژيکي اختلافونو زېږنده وي؛ خو په غيبت کې موږ دومره لري تللي يو، چې خپل نېژدې ملګرى هم نه بښو او دا د منافقت وروستى حد دى، چې مخامخ ورته ځان نېژدې ښيو؛ خو پسې شا يې غوښې خورو.
د غيبت ګڼ ټولنيز او فردي زيانونه دي. يو دا، چې زموږ پر پستۍ دلالت کوي. که تاريخ ته وګورو، لويو خلکو ځان له دې کاره ساتلى دى، ځکه چې څوک لويې موخې لري، هغوى ټولنيز باور ته اړتيا لري، هغه څه چې په غيبتګوى کې نه وي. څوک چې غيبت کوي، خلک يې خپل خواخوږى نه بولي او په زړه زړه کې ترې کرکه کوي.
زموږ په ټولنه کې غيبت دومره عادي شوى، چې آن د ماشومانو تر مخ يې هم کوو؛ خو دې ته نه يو متوجه چې ماشومان هم په دې مرض اخته کوو. د دې کس توپير له هغه نشه يي سره څه دى، چې د ماشومانو تر مخ سګريټ راکاږي او بيا دا هيله هم لري، چې بچى مې صالح رالوى شي. بله بده اغېزه يې دا ده، چې ماشومان د ژوند او افرادو په اړه بدبينه کوي او بدبيني د ښه ژوند لويه دوښمنه ده، چې له افرادو سره د يوه فرد د تعامل مخه نيسي او بدبينه کس په اسانه پر چا باور نه کوي، فکر کوي، چې ټول خلک بد دي.
ډېر غيبت زموږ تخليقي وړتيا وژني، کوم وخت چې موږ يې بايد په يوه ښه فکر او کار تېر کړو، هغه مو بېهوده له لاسه ووځي او وخت و نه مومو، چې د خپل ځان پر پرمختګ فکر وکړو. که د غيبت وخت د يوه ښه کتاب مطالعې ته ورکړو، دوه ګټې به مو کړې وي، يو خو به مو له يوه ناوړه عمل ځان ژغورلى وي او بل به مو څه زده کړي وي. پر خپله وده کار د بل په اړه تر غيبت ډېر اسانه دى.
غيبت چې کوو، خپل ځان مو هېر کړى غوندې وي. که غواړو، چې غيبت کم کړو، بايد د ځان ارزونې ته وخت ورکړو. که خپل چلنونه او کارونه وځيرو، خپلې ډېرې نيمګړتياوې به رامعلومې شي، چې ممکن د نورو په اړه په قضاوت کې مو محتاط کړي.
د پاتې ولسونو يوه نښه دا ده، چې غيبت ته پرېمانه وخت لري؛ خو کار ته يې ملا نه سمېږي. د لويو هېوادونو له افرادو سره که علمي اړيکه ولرې، ټول مجلس يې په همغه اړونده علمي موضوع وي او که د سوداګرۍ خبره وي، تر اخره پر سوداګرۍ درسره غږېږي.
له غيبته د ځان ساتلو مطلب دا دى، چې د ځان په اړه په خلکو کې مثبت تصور عاموو او خلک هڅوو، چې پر مهمو مسايلو راسره خبرې وکړي. کوم هېوادونه چې نن سبا د کايناتو له رازونو خبر دي، د غيبت پر ځاى يې ډېر وخت کار او فکر ته ورکړى.
موږ ځان ښه مسلمانان بولو، خو د قرآن کريم د حجرات سورې پر دې آيت عمل نه کوو: بايد د يو بل غيبت و نه کړئ، آيا يو کس هم په تاسو کې دا غواړي، چې د خپل مسلمان ورور غوښې وخوري؛ نو کراهت ترې ولرئ.
ځواب دلته پرېږدئ