د ستوري شاعري | دکتور اجمل ښکلی

2023-06-17
  ستورى عبدالرحيمزى زلمى خواريکښ شاعر دى، چې نوې او خوندوره شاعري کوي. دا جمعه يې په افغان ادبي بهير کي خپل يو ترکيب بند کره کتنې وړاندي کړى و. ملګرو پرې ګټورې خبرې وکړي. ما چې کومې خبرې وکړي، زړه مې دى، چې تاسو ته يې دلته وليکم؛ خو لومړى به د ستوري صاحب شعر ولولو، بيا به پرې وغږېږو: ‎(غرَبؔندې نغمې) یو ځل مو وبله تر خپلې 

  ستورى عبدالرحيمزى زلمى خواريکښ شاعر دى، چې نوې او خوندوره شاعري کوي. دا جمعه يې په افغان ادبي بهير کي خپل يو ترکيب بند کره کتنې وړاندي کړى و. ملګرو پرې ګټورې خبرې وکړي. ما چې کومې خبرې وکړي، زړه مې دى، چې تاسو ته يې دلته وليکم؛ خو لومړى به د ستوري صاحب شعر ولولو، بيا به پرې وغږېږو:

‎(غرَبؔندې نغمې)

یو ځل مو وبله تر خپلې  آستانې بانو!

راته به وايې آن تر صبحه قصیدې بانو!

لونګ ترې وپاشه خالي کړه کجاوې بانو!

موږ پکې کېنوه، بیا ځه چې چېرته ځې بانو!

بر غره کې وغږوه غرَبندې نغمې بانو!

کړه یې نښترې په نڅا، په یوې پښې بانو!

بیا مو په خیال کې د اسمان تر کنارو بوځه

مونږ لاس نیولي تر دوردستو سیارو بوځه  

سخي! لوستلو ته کتاب د اوِېستا راکړه

سخي! قربان دې شمه پوهه د بودا راکړه

سخي! نوشلو ته یوه لپه سوما راکړه

له خپل ورغوي د عدن د باغ خرما راکړه

سخي! درجار د خوشخوابۍ یوه دیوتا راکړه

ستا د ليد نه پوره کېدونکې تمنا راکړه

کاش، چې په تا پسې مې تور د سترګو سپين واوړي

کاش، دا دعا مې ستا د شونډو په امين واوړي

پښتون، پښتون نه دے، پښتون چې بې جماله شي

د مغول خېلو خر پرې ښه، چې بې جلاله شي

اسمان مې بد ايسي، کوم وخت چې بې هلاله شي

ښايست مې بد ايسي، چې بې له توره خاله شي

وخ، يوه شپه دې را د ځرځو سترګو واله شي

نشي له ما چې ژوند مې ټول تېر بې وباله شي

دغه دوه درې خبرې ما همېش په جار کړي

چې مې خوشحال بابا پخوا په هزار بار کړي

د ناليدلي مخ مې ښکلې نقاشي وکړه

بيا مې سالها دې آيينه کې پايکوبي وکړه

ما په کلو مراقبه، خود نشيني وکړه

يو مې پوښتنه الهي بل لېوني وکړه

لټه مې جېب کې ښارونۍ د ورک بچي وکړه

ستوريه! شېرينه کوکوکو راته قمري وکړه

خو زما تللې زرکه هېڅ راغلطېږي نه

ربه هغه لېونۍ کېږي نه، ورکېږي نه؟

دا شعر له درو خواوو ځيرلى شو : فورم، عمودي جوړښت او ژبه.

۱. فورم: د فورم له پلوه د دې ترکيب بند د هرې کړۍ(بند) شعرونه مصرع دي. د ترکيب بند او ترجيع بند غوندې فورمونه په پخوانۍ شاعرۍ کې ډېر وو، چې اوس مو له شاعرانو هېر شوي غوندې دي. په پخوانۍ ليکنۍ شاعرۍ کې ګڼ نور فورمونه هم وو، لکه غزل، څلوريزه، بولله، مثنوي، مربع، مخمس، مسدس او نور. دا ښيي، چې پخوانۍ شاعري د فورمونو له پلوه خواره نه وه؛ خو زياتره فورمونه بالعموم د موضوعاتو له پلوه ويشل شوي وو او د کارونې له پلوه يې بېلابېلې درجې درلودې چې دلته يې په ترتيب سره وړاندې کوو: غزل، څلوريزه، بولله، مثنوي، ترجيع بند، ترکيب بند او…؛ خو پخوانو چې د شعر لپاره وزن و قافيه لازم ګڼل، د ازاد او منثور شعر تصور لا نشو کېدى.

له پخوانيو فورمونو په تېره له ترجيع بند او ترکيب بند سره زموږ اوسنى چلن په انصاف ولاړ نه ښکاري. موږ فکر کوو، چې د زړو فورمونو کارونه زوړپالنه او د نوښت نفې ده. سره له دې چې په پخواني زمان کې داسې فورمونه، کلمې او مفاهيم شته، چې که يې راپور کړو، خپله شاعري پرې خوندورلى شو. په ادبپوهنې کې دې ډول پورونې ته ارکاييزم وايي، چې په وسمهال کې يې د ادبي کره کتنې او ادبي څېړنې د يوې نظريې په توګه پر ځينو معاصرو شاعرانو تطبيقولاى شو.

په ارکاييزم کې که څه هم د کلمو برخه غوښنه ده؛ خو په معاصرو ادبياتو کې داسې شاعران هم کم نه دي، چې پخواني فورمونه، تصورات او مفاهيم يې راژوندي کړي. په فارسي کې شاملو او نور دي. په پښتو کې لا دقت غواړي، ممکن مرحوم پسرلى، ډاکټر درمل يې بېلګې وي او حمزه صاحب يې په موضوعي اړخ کې يو مثال وبولو. به هر حال دا زما نظر دى، چې ښايي موجه نه وي؛ خو په ځوانو شاعرانو کې يو ستورى عبدالرحيمزى دى، چې پخواني ادبيات يې په خوند لوستي او هڅه کوي، چې خپل شعر ته د پخوانۍ شاعرۍ رنګ ورکړي او چاپېريال يې ورکلاسيک کړي.

عجبه دا ده، چې د زړې شاعرۍ د اسطورو رنګو او چاپېريال د منثورې او ازادې شاعرۍ په هغو شاعرانو کې ډېر موندل کېږي، چې د پخوانۍ شاعرۍ پر خلاف راپاڅېدلي وو. دا به ښايي په ماډرن او پوسټ ماډرن پېر کې د اسطورو بيازوکړه وي؛ خو له پخوانۍ شاعرۍ سره چې تر کومه ځايه د مخالفت خبره ده؛ نو هغه ډېره تر د قافيې، وزن او موضوعاتو تر محدوديت پورې محدوده ده، ګنې نور خو پخوانۍ شاعري داسې ترکيبونه او مفاهيم لري، چې که يې راژوندي کړو، شعر به مو ورسره راژوندى شي.

د ستوري په پاسني شعر کې د پخوانۍ نړۍ ګڼ مفاهيم په کلمو او چاپېريال کې نغښتي وينو. شاعر هڅه کړې؛ خو دا هڅه يې څومره بريالۍ ده، دا هغه پوښتنه ده، چې په دې شعر کې بايد وليدل شي. زه فکر کوم، چې يوازې د اوېستا، بودا، سوما او قمري په يادولو شعر ته پخوانى رنګ نشو ورکولى. ماضي موږ ته د يوه خوب غوندې ده، چې په ټولنيز لاشعور ورسره تړلي يو او چې په اړه يې شعر واورو، لکه يوې نوي او عجيبه نړۍ ته چې تللي يو. همغسې چې موږ ته ګانده نوې ده، ماضي هم نوې ده او په اړه يې که ډېر غږېږو، خو ډېر پوهېږو نه. موږ په دې نه پوهېږو، چې پخوانو د نړۍ په اړه څه تصور درلود؛ نو چې په يوه شعر کې د خرابات، قاف، ښاپېريو او داسې نورو انځوونه ووينو، يوه داسې خيالي جهان ته لاړ شو، چې يوازې په داستانونو کې مو لوستى.

معاصر شاعران د ماضي له دې جادو خبر دي؛ خو که پر ځاى استفاده ترې ونشي، د شعر له شعريت سره مرسته نه کوي، لا چې پرې بار ښکاري.

۲. د ستوري دا شعر د ډکشن له پلوه بډايه دى؛ خو الفاط يې پر دېوال د پاشليو رنګونو غوندې د محتوا له پلوه له يو بل سره هماهنګ نه دي. که انځورګر له ټاکلې موخې پرته رنګونه پر دېوال وشيندي، بيا هم د نندارچي د ادراک قوه پکې د تناسب لټه کوي او ممکن دا رنګونه د يوې واحدې موخې په خدمت کې وويني. له دې پرته هم انسان چي څو رنګه يوځاى وويني، خوند ورکوي. د ستوري صاحب په شعر کې د الفاظو ګڼه ګوڼه د رنګونو همدې بېلګې ته ورته ده. دا الفاظ په وزن او داخلي موسيقۍ کې داسې وړاندې شوي، چې لوستونکى دې ته نه متوجه کېږي، چې شعر په ټوله کې کومه موضوع تعيبقوي او الفاظ د دې موضوع له وړاندې کولو سره څه مرسته کوي، برعکس له لوستونکي نه د رنګارنګو الفاظو په غبار کې د موضوع لار ورکوي.

د آهنګينو او شاعرانه الفاظو په شتون کې د “خره” غوندې کلمو کارونه د لوستونکي په ذهن کې د خوندور خيال لړۍ خرابوي او يو ډول کرغېړنتيا پيدا کوي.

موږ په پاسني شعر کې د الفاظو د ناهمغږۍ خبره وکړه. د الفاظو دا نه همغږي هغه نيمګړتيا ده، چې د دې شعر په عمودي جوړښت کې ليدل کېږي. ترکيب بندونه بالعموم د ازاد شعر د عمودي جوړښت غوندې يوه موضوع تعقيبوي؛ خو د دې ترکيب بند هره کړۍ ځانته موضوع لري. په معاصره پښتو شاعرۍ کې که د سالک يا هميم او نورو څلوروزې(چهارپرې) وګورو، پر يوه موضوع څرخي؛ خو له پاسني ترکيب بند نه داسې ښکاري، چې شاعر فکر کړى وي، چې هر بند به يې خپلواکه موضوع لري. ځينو ملګرو بهير کې وويل چې دا ټول ترکيب بند يوه موضوع (غربندې نغمې) پالي، چې دې شعر سرليک دى؛ خو پخپله (غربندې نغمې) موضوع نه ده، چې د دې شعر له عمودي ترکيب يې ترلاسه کړى شو.

معاصر ازاد شعرونه که څه هم د څپو د شمېر او کله ناکله د وزن له پلوه همغږي نه وي؛ خو هغه تار چې د يوه ازاد شعر مرۍ له انتشاره ساتي، موضوع ده. زياتره شاعران پر موضوع او د وړاندې کولو پر ډول يې په اوونيو او مياشتو فکر کوي، بيا يې ليکي او دا ښيي، چې د موضوع وحدت او د ازاد شعر عمودي جوړښت تصادفي نه وي، بلکې د مقالې غوندې منطقي او منسجم وي. له دې انسجام نه د شعر په عمودي او افقي محور کې يو منطقي ترتيب پيدا کېږي، چې د ستوري صاحب په شعر کې يې عمودي هغه نشته.

د ستوري صاحب شاعري د الفاظو او ارکاييزم له پلوه بډايه شاعري ده؛ خو د موضوعاتو له پلوه پرې بايد فکر وکړي. دا ستونزه د نورو زلمو شاعرانو هم ده، چې پکار ده، چې نويو موضوعاتو او په يوه شعر کې د موضوع وحدت ته پاملرنه وکړي. د موضوعاتو نوښت د ټولنې، تاريخ او په ټوله کې د ټولنيزو علومو ژوره او پرله پسې مطالعه غواړي، چې ځوان شاعران ورته ګونډه نه وهي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو