پنځه کلن یادښتونه/ عاقب عمر

2022-12-07
د مارکز د یوه مشهور کتاب

کتاب: پینځه ‌کلن یادښتونه

لیکوال: ګابریل ګارسیا مارکېز

ژباړه او لنډیز: عاقب عمر

د ۱۹۵۷ ز کال د پسرلي په یوه باراني ورځ مې د پاریس په بولوار سان میشل کې ولید. په پیاده‌رو کې د سړک بلې غاړې لوکسار پارک ته روان و. زوړ کتاني پرتوږ او شطرنجي کمیس یې اغوستی او بیس‌بال خولۍ یې پر سر وه. یوازې عینکې یې روغې وې چې فلزي قاب، کوچنۍ دورې او هغه بابا ته ورته چې تر اوسه هغه عمر ته نه وي رسېدلای، معلومېده. د عمر یې نهه‌پنځوس کلونه تېر شوي وو. له ورایه هډور ښکارېده خو داسې نه معلومېده چې دننه به هم دومره پیاوړی وي. نرۍ ملا او ډنګر ورنونه یې وو. د کتابپلورونکو او محصلانو په منځ کې داسې “ژوندی” معلومېده چې هېچا هم دا تصور نه کاوه چې څلور کاله عمر به یې پاتې وي… لاس مې ګرد او خولې ته کړ، د پیاده‌رو له هغې غاړې مې ورنارې کړې “استاده!” ارنسټ هینګوې پوهېده چې په محصلانو کې پرته له ده بل “استاد” نه‌شته، لاس یې پورته کړ او راته ویې کتل او د ځوانانو په ډول یې په اسپانوۍ راغږ کړل: “سلام دې وي پر تا، ای ملګریه!” هماغه یو ځل و چې ومې ولیده.

هغه وخت اته‌ویشت کلن ورځپاڼ‌لیکونکی وم. د یوه چاپ شوي رمان لیکوال او د کلمبیا د یوې ادبي جایزې ګټونکی. خو د پاریس په کوڅه‌ډب بدل شوی وم. په لیکوالۍ کې مې دوه مهم امریکایي استادان وو چې هېڅ ګډه اړیکه یې نه لرله. تر هغه وخته یې چې هرڅه لیکلي او چاپ کړي وو، ټول مې لوستلي وو. دوه ډوله متفاوت ادبیات. یو ویلیام فاکنر و چې هېڅکله مې په خپلو سترګو ونه لید. یوازې د کارتیه برسون “مشهور فرانسوی عکاس” په عکسونو کې چې ده اخیستي وو، لیدلی و چې لستوڼي یې بډ وهلي، د دوو کونګریو سره ناست دی او خپل مړوند ګروي. بل هم هغه زر تېرېدونکی کس چې د پیاده‌رو له هغې غاړې یې رانارې کړې: “سلام دې وي پر تا، ای ملګریه!” او ما ته الهام شوی و چې دا کس به خامخا ستا په ژوند کې مهم رول لوبوي.

په یاد مې نه دي چې چا دا خبره کړې وه چې موږ رومان لیکونکي د نورو لیکوالانو رومانونه ځکه لولو چې یوازې یې کنټرول کړو او ویې ګورو چې څنګه یې لیکلي دي. خو زما په نظر دا واقعیت نه لري. موږ په هغه څه قناعت نه کوو چې د صفحو مخونه یې تور کړي او پټ دي. موږ د هغو تل ته ځانونه رسوو. د هغو د سکښت او ګنډولو راز معلوموو. یعنې یو کتاب تحلیل او تجزیه کوو، هغه په منځ نیموو او کله چې یې له اسرارو او رازونونه نه خبر شوو، بېرته یې صحافي کوو لکه د لومړي ځل په ډول. خو دا عملیات د ویلیام فاکنر د اثارو په اړه مایوسوونکي دي ځکه داسې لیکوال دی چې ځانګړې لار نه لري. هماغسې ړوند د خپل انجیل غوندې نړۍ کې پرمخ ځي لکه د وزو رمه چې په یوه پراخه او صافه دښته کې خوشې شوې وي. که په دې وتوانېدې چې یوه صفحه یې خلاصه کړې، د یو عالم مریو، فنرونو او پیچونو سره به مخ شې او حیران به شې چې دا بېرته څنګه جوړ او وپېیم. همینګوې بیا په مازې الهام، ملایم خو په شدت، په لږ لېونتوب خو واضح او پیاوړتیا سره ټول پیچونه او مرۍ دباندې، د لیدونکو مخې ته ږدي، لکه د اورپټلۍ خونې. ښایي همدا دلیل به وي چې فاکنر زما په روح ډېر اغېز پرېباسلی او برعکس، همینګوې زما په کار باندې. په دې خاطر نه چې ده ډېر کتابونه لیکلي، بلکې په دې وجه چې دی د لیکوالۍ انجینر او استاد دی.

په یوه تاریخي مرکه کې چې له “ژرژ پلیمپتون” سره کړې وه، ویلي وو: (کله چې دې لیکل عادت شول او له هرڅه نه دې ترې خوند واخیست، تر عمر تر پایه به په هغه بوخت وې.) د کار په پایله کې یې ویلي چې خپل کار او لیکل باید په هغه ځای ودروې چې پوهېږې، سبا ته یې باید له کومه ځایه پیل کړې. زما په نظر تر اوسه هېچا هم د لیکوالۍ په اړه دومره ګټوره توصیه نه ده کړې. د یوه لیکوال لپاره هغه څه چې ډېر د وحشت او عذاب وړ دي، هغه سهارنی عذاب دی چې د یوې سپینې پاڼې سره مخ کېږي…

څو کاله مخکې د فیډل کاسټرو سره په موټر کې سپور شوم- چې دی هم د ادبیاتو سخت مینه‌وال دی- هلته پر چوکۍ مې یو کوچنی کتاب ولید چې په سرۀ څیز، پوښ شوی و. هغه راته ویل: (د استاد همینګوې دی.) په واقعیت کې همینګوې شل کاله وروسته له مرګه هم په داسې ځای کې ژوند کوي چې فکر به یې هم نه کوې. اوچت او زر تېرېدونکی لکه د مې د میاشتې په بولوار سان میشل کې یې چې لاس راته وښوراوه او رانارې یې کړې: ” سلام دې وي پر تا، اې ملګریه!”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو