ستر دروغ/ جیمز سکاټ بېل
ژباړه: شفیق امیرزی
ما د خپل عمر پوره لس کاره د یوې دروغ خبرې له امله ضایع کړل. زه شل کلن وم چې له خپل یوه خوب او خیال تېر شوم؛ د لیکوال کېدو خیال مې په سر کې و. خلکو ویل چې لیکوالي نه زده کېږي، لیکوالان له موره لیکوالان پیدا کېږي؛ په دې مانا چې دا چاره فطري ده. ویل به یې تاسې یا لیکوال یاست یا نه، که لیکوال نه یاست زږېدلي، نو لیکوال کېدای نه شی.
زما لومړنیو هڅو هم دا ښووده، چې زه د لیکوالۍ استعداد نه لرم. فکر مې کاوه، زه په دې محکوم شوی یم چې لیکوال نه شم. په ټوله دنیا کې یوازینی څوک چې هڅولم یې هغه زموږ د ټولګي د ادبیاتو استاده مارجوري بروس وه.
په پوهنتون کې هم د لیکوالۍ ځانګړي ټولګي وو، ما د استاد ریموند کارور په ټولګي کې نوملیکنه وکړه، خو کله به مې چې د هغه او خپلې پنځونې سره پرتله کولې نو ډېر ترې لرې وم. زموږ لیکنې سره ورته نه وې.
نو پر ما دا ذهنیت نور هم حاکم شو، چې لیکوالي د زده کړې څېز نه ده، باید فطرتاً لیکوال وم. زه نور په دې خبره باوري وم چې لیکوالي نه شم زده کولی، استعداد او وړتیا یې نه لرم او هېڅوخت به لیکوال نه شم.
همدا فکرونه وو چې زه یې د بل کسب او کمال زده کولو ته اړ کړم. بیا مې هیله دا شوه چې حقوق ولولم او د یوه شرکت وکیل شم. غوښتل مې د لیکوال کېدو له هیلې تېر شم، خو له هڅې سره سره دا داغ زما پر زړه پاتې شو او د لیکوال کېدو وير به راسره و.
دا وختونه تېر شول. ۳۴ کلن وم او په یوه نشریه کې مې د یوه وکیل مرکه ولوسته چې تازه په تازه یې یو ناول چاپ شوی و. دده خبرو زما د ټولو هغو تصوراتو او باورونو بنسټونه او دیوالونه ولړزول چې له کلونو راهیسې زما په ذهن کې پراخ شوي او پیاوړي شوي وو. هغه په خپلو خبرو کې ویل چې څو کاله وړاندې یې یو خطرناک ټکر وکړ، داسې ښکارېده چې د ژوند وروستۍ تمې یې هم په ختمېدو وې او په مرګ کې یې څه پاتې نه وو. د خدای په کرم او د ډاکټرانو په هڅو له مرګ بچ کېږي او د ناروغۍ په بستر دا پرېکړه کوي چې د خپلو کلونو هیلې ته ځان ورسوي او لیکوالي وکړي. همدلته یې د یوه ناول لیکل پیل کړي وو او له ځان سره یې ژمنه کړې وه چې که یې ناول څوک چاپ نه کړي او یا لوستونکی و نه لري بیا به هم دی د عمر تر پایه خپلو لیکلو ته ادامه ورکوي.
ما له ځان سره وویل چې ما خو هم تل دا هیله لرله. خو لا هم هغه ستر دروغ زما پر ذهن حاکم و. دې دروغو زما چارو ته لاس اچاوه په تېره چې کله به مې لیکل کول او یا به په لوستلو بوخت شوم.
په همدې وخت کې ما د کیسه لیکلو یو کتاب واخیست. دا کتاب مشهور لیکوال لارانس بلاک لیکلی و. تر څنګ مې د سید فیلډ د فلمي سناریو لیکلو کتاب هم واخیست؛ ځکه هر سړی چې په لاس آنجلس کې اوسي باید یوه د فلم سناریو ولیکي.
وروسته مې د نه باور وړ څه کشف کړل. دا چې هغه دروغ واقعاً ستر دروغ دي. دومره ستر دروغ چې زما کلونه عمر یې ضایع کړ. لیکوالي زده کولی شو، ما هغه مهال هڅه کوله چې لیکوالي زده کړم، زه د زده کړې په حال کې وم او د خلکو پر دروغو مې باور کړی و. ما دا زده کړل چې د بېلګې په توګه کیسه وړې وړې برخې لري او موږ کولی شو هغه زده کړو. وروسته مې د کیسې جوړښت زده کړ، په طرحه پوه شوم، په دې مې سر خلاص شو چې د کیسې طرحه باید منظمه بڼه ولري. ددې کار پایله یوه قوي کیسه ده. یو کال وروسته مې د فلم یوه سناریو ولیکله. بیا مې یوه بله ولیکله. په دې پسې مې کال وروسته یو ناول ولیکلو، چاپ او خپور شو.
ددې ناول تر خپرېدو وروسته مې د ناول لیکلو پنځه قراردادونه لاسلیک کړل. دا ټول مې ولیکل او خپاره هم شول. یو وخت مې شا ته وکتل، په تېر پسې مې سترګې وغړولې، نو د خلکو خبرې مې دروغ ثابتې کړې وې، ما لیکوالي زده کړې وه!
ځواب دلته پرېږدئ