مطالعه او کره کتنه/ شفیق امیرزی

2022-09-04
د مطالعې

مطالعه د ژوند تر ټولو ستره اړتیا ده بیا هغه کسان چې ادبیات لولي‌ مطالعه ورته دومره اړینه ده لکه ژوند ته اکسیجن او اوبه. دا لیکنه اصل کې د کره کتنې لپاره د مطالعې په موخه لیکل شوې ده خو په ټوله کې د مطالعې د مینه والو لپارو له ګټې خالي‌ نه ده.

شفیق امیرزی

ادبي‌ نقد له لوست پیلېږي. تر هغه چې ښه لوستل نه وي ښه کره کتنه یا ښه نقد هم نشته دی. یو وخت کوم چا د کیسو له یوه لیکوال پوښتنه کړې وه چې دا کتاب څنګه دی؟ کیسې یې دې خوښې شوې؟ نو هغه ورته ویلي وو، په اړه یې څه نه شم ویلی ځکه یو ځل مې لوستی دی. دا ځواب خورا مسوولانه دی. تر هغه مو چې یو متن دقیق نه دی لوستی په اړه یې ستاسې قضاوت ناسم دی. نو کره کتنه له لوستلو پیلېږي، له دقیقو لوستلو، لوست ستاسې ذهن تخنوي او دقیق لوست مو د لوستنې په اړه څه لیکلو ته اړباسي. خو راځئ لومړی دا ووایو چې زموږ لوست څومره ښه دی؟ زموږ د لوستلو بڼه سمه ده کنه؟ زموږ لوست او مطالعه اغېزناکه ده؟ ولې موږ دومره کتابوه لولو خو بیا هم ډېر وخت فکر کوو چې هر څه مو هېر شوي‌ دي او دا خو ښايي راته ګرانه او ناشونې وي چې د یوه اثر په تېره د یوه پېچلي‌ او مهم اثر په اړه قضاوت وکړو.

نو په لنډه توګه ویلی شو چې عملي کره کتنه له دقیقې لوستنې پیلېږي. ما چې څومره له محصلینو او کتاب له مینه والو سره خبرې کړې دي‌ نو یو څه ته متوجه شوی یم چې موږ ډېر وخت لوستل کوو خو لوستلي کتابونه او متنونه مو هېرېږي. کله کله داسې شي چې کتاب پرانیزو یو پراګراف ولولو او وروسته فکر وکړو چې دا کتاب خو ما مخکې لوستی و نو دا برخه پکې ولې زما تر سترګو شوې نه وه. ددې هر څه لامل دا دی چې موږ پر لوست تمرکز نه کوو، موږ تر نه لوست د ناسم لوست له امله زیانمن شوي‌ یو. ددې لپاره چې ښه کره کتنه وکړی شو تر هر څه وړاندې دا اړینه ده چې ښه لوستل وکړی شو.

د مطالعې پر مهال زموږ تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې د مطالعې مشخصه تګلاره نه لرو. تګلاره دا مانا چې د دغه، دغه اصولو پر بنسټ به زه مطالعه کوم او مطالعه به مې دغه ځانګړنې لري. نو د ښې مطالعې لپاره ښه تګلاره لومړنی شرط دی. د مطالعې یوه ښه تګلاره له دغه برخو جوړه شوې ده:

لومړی خو باید دا ووایم چې موږ دوه ډوله مطالعه کوونکي‌ لرو،‌ یوه ډله هغه کسان دي‌ چې دوی اماتور لوستل کوي. فرض کړی د دوی مسلک طب دی خو ادبیات هم لولي. بله هغه ډله دي چې په تخصصي توګه ادبیات مطالعه کوي. زموږ سرو کار له دویمې ډلې سره دی او په دویمه ډله کې هم زموږ موخه هغه کسان دي چې دوی دقیقه مطالعه کوي او دوی اړ دي‌ چې مطالعه یې باید لاندې ځانګړنې ولري.

  • د مطالعې ساحه مشخصول

دنیا له کتابونو ډکه ده. هغه مشهوره خبره ده چې کتابونه ډېر دي‌ خو زموږ وخت کم دی. د ښې مطالعې لپاره د ادبیاتو د یوه زده کوونکي په توګه دا زموږ دنده ده چې ځان ته د مطالعې یوه حوزه او ساحه مشخصه کړو. موږ که له هر ډول ادبیاتو سره مینه لرو او د هر لیکوال له آثارو سره مینه لرو باید هغه کتابونه په دې حوزه کې شامل کړو. فرض کړئ تاسې د شرق ادبیات لولئ. په شرقي ادبیاتو کې مو هڅه دا ده چې د پښتو داستاني ادبیات مطالعه کړئ. نو تاسې اوس خپله تګلاره روښانه کړې ده،‌ ځان ته مو دا معیار ټاکلی دی چې زه به کوم کوم کتابونه لولم. بیا دویم قدم کې راځې خپله علاقه او مینه ګورې چې له څه ډول کتابونو سره مینه لرې. ستا جنايي ناولونه خوښېږي اوس نو ستا کار نور هم آسانه شو په پښتو کې په جنايي‌ ناولونو پسې ګرځې او له یوې بلې سرګردانۍ هم خلاص شوې چې د پښتو ټول ناولونه به لولې،‌ پر ځای یې ته یوازې جنايي‌ ناولونه پیدا کوې. که غواړې چې نوره دې هم د مطالعې حوزه مشخصه او آسانه وي بیا راځې او یو مشخص لیکوال پيدا کوې او د هغه ناولونه ګورې؛ بیا د همدې لیکوال په ناولونو کې جنايي‌ ناولونه انتخابوې.

دا څه ګټه لري؟

د مطالعې لپاره د یوې مشخصې حوزې جوړول دا ګټه لري‌ چې یو خو پر تا باندې دا وېره او فشار نشته چې هله هره ورځ کتابونه چاپېږي‌ او ما نه دي لوستي. بل دا چې یوه دوامداره مطالعه کوې او مطالب له یو بل سره ستا په ذهن کې اوبدل کېږي. له ګډوډۍ ژغورل کېدل یې بله ګټه ده. تر ټولو ستره ګټه یې دا ده چې له تاسې لوستي متنونه نه هېرېږي. تاسې به یوه منظمه مفکوره ولرئ‌ او د لوست پر مهال به له ستونزو سره مخ نه وی. ګډوډ لوستل، هر خوا لوستل ستاسې د حافظې د کمزوري کېدو سبب ګرځي.

یوازې د یوې برخې مطالعه په دې مانا نه چې سل فیصده د همدې برخې مطالعه باید ولرې،‌ داسې نه ده. ځکه انسان په دې ټولنه کې د هر څه په اړه معلوماتو ته اړتیا لري. اړ دی چې خپل ژوند سم مدیریت کړي‌ او په ټولنه کې د انسان په مسوولیت یې سر خلاص وي،‌ خو له دې موخه دا ده چې د نورو مطالعاتو تر څنګ مو نوي‌ سلنه مطالعه باید په یوه خاصه حوزه کې وي‌ څو تاسې وکړئ شئ‌ د همغه برخې په اړه واضح او پوخ نظر ولرئ.

  • ځان ته د مطالعې فهرست جوړول

اوس چې تاسې ځان ته د مطالعې یوه حوزه او مشخصه ساحه وټاکله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د مطالعې یو فهرست هم باید ولرئ. تاسې باید د خپلې حوزې اړوند لیکوالان،‌ کتابونه او مقالې په یوه فهرست کې ځای پر ځای کړئ بیا د همدې فهرست پر بنسټ خپله مطالعه مخ ته یوسئ. فرض کړئ‌ تاسې غواړئ فرانسوي‌ ادبیات ولولئ. نو لومړی د فرانسې مشهور لیکوالان ګورئ،‌ بیا یو لیکوال انتخابوئ د هغه د اثارو یو فهرست جوړوئ‌بیا یې لولئ. دا چاره مو مطالعه سیستماتیکه او پلان شوې کوي. تر څنګ یې د اړوند ادبي‌ موضوعاتو په اړه ستاسې نظر پخوي. یا فرض کړئ‌ تاسې د یوه خاص سبک یا ادبي‌ مکتب مینه وال یئ. د همدې ادبي مکتب د مشهورو لارویو لیکوالانو فهرست جوړوئ او په نوبت یې آثار لولئ. دا چاره د کره کتنې تر څنګ له تاسې سره د یوې ادبي پدیدې په منظمه څېړنه کې هم مرسته کولی شي.

  • د وخت تنظیم

ډېر وخت د مطالعې تر اندازې د هغه نظم مهم دی. موږ فکر کوو چې که یو څوک یو کتاب په یوه ورځ کې ولولي نو هغه ښه لوستونکی دی خو دې پام نه کوو چې له یوه کتاب په لسو یا دوولسو ساعتونو کې څه شی زده شوي‌ دي؟ آیا ډېر لوستل زموږ په ګټه دي؟ موږ به ډېره مطالعه وکړو خو تر څنګ یې د مطالعې کیفیت هم مهم دی. د دنیا ډېر څيزونه د یوه نظم له مخې باکیفیته کېږي په هغه کې یو هم مطالعه ده. موږ باید دا مشخصه کړو چې څومره وخت لرو؟ مطالعې ته کوم وخت ځانګړی کړو. دا مهم نه ده چې زموږ وخت پنځلس دقیقې دی خو دا مهمه ده چې دا پنځلس دقیقې به هره ورځ او په منظم ډول مطالعه کوئ. دا هره ورځ کمه مطالعه،‌ دقیقه مطالعه او منظمه مطالعه تر هغه مطالعې څو برابره غوره ده چې ډېره وي،‌ وقفه يي‌ وي‌ او بې نظمه وي.

  • د مطالعې کړۍ جوړې کړئ

بله مهمه مسئله چې کولی شي‌ له تاسې سره د کتابونو د لوست په برخه کې مرسته وکړي‌ هغه د کتاب لوستلو د‌ ډلو جوړول دي. دا ډلې کولی شي یو کتاب مشخص کړي‌ ټول هغه ولولي بیا بحثونه ورباندې وکړي. په دې کې چې څومره کسان وي‌ دومره بېل نظرونه راټولېږي. خو دا ډلې باید دومره لویې هم نه وي‌ چې نظم ساتل یې ګران شي‌ او دومره وړې هم نه وي چې خبرې پکې پیدا نه شي. د کتاب لوستلو ډلې جوړول ددې سبب کېږي چې کتابونه مو ترډېره په یاد پاتې شي‌ او کړی بحث به مو په اسانه هېر نه شي.

  • ځان ته واضح تصویر ولرئ

دنیا کې هره ورځ‌ لسګونه کتابونه چاپېږي‌ خو ستاسې وخت دومره بې ارزښته نه دی چې په هر کتاب یې ضایع کړئ. له همدې امله مهمه ده چې د کتاب له نړۍ ځان ته یو واضح تصویر ولرئ. د مشهورو لیکوالانو پېژندل پیل کړئ. هره ورځ‌ پلټنه وکړئ‌ چې کوم مشهور معاصر یا کلاسیک یا پخواني‌ لیکوالان دي. دوی ولې مهم دي‌ او ولې یې باید اثار ولوستل شي. ددې تر څنګ د مشهورو او دقیقو ژباړنو پېژندنه پيل کړئ. هڅه وکړئ په دې ځان پوه کړئ‌ چې څوک ښه ژباړن دی او څه ډول آثار ژباړي. په دې توګه به مو خپل وخت سپما کړی او ساتلی وي. کله کله انسان داسې شي‌ چې تر نه لوستلو یې ناسم لوستل یا د ناسمې ژباړې او کمزوري لیکوال لیکل فکر او حافظه ګډوډ کړي‌، نو تاسې باید له دې ډلې کسانو نه وئ. هر څه ته دقیق وئ،‌ ښه لیکوال، ښه ژباړن او ښه ناشر باید و پېژنئ هم مو پیسې سپما کړئ،‌ هم وخت او هم به مو د خپل فکر ساتنه کړې وي.

  • ترتیب

یو بل څه چې مطالعه منظموي او هغه ماناداره او موخه لرونکې کوي‌ هغه نظم او ترتیب دی. ترتیب په دې مانا چې که تاسې فرض کړئ‌ په خپله تګلاره کې د یوه لیکوال د ناولونو لوستل شامل کړئ‌ اوس نو دې لیکوال خو ګڼ ناولونه لیکلي‌ دي‌ او تاسې ټول یو ځلي نه شئ لوستلی، نو ځکه به په ترتیب له لومړي کتاب تر اوسني اثر منظم لولئ. دا تاسې دقیق کوي. د لیکوال سبک در پېژني. تاسې وینئ چې د لیکوال په آثارو کې څه ډېر تکرار دي او ولې دا کلمات او تصویرونه تکرار راغلي دي. تاسې د کره کتنې په بهیر کې د لیکوال رواني،‌ علمي او همدارنګه ټولنیز وضعیت معلومولی شئ. همدا راز ټول هغه بدلونونه مطالعه کولی شئ‌ چې د پنځونو د لیکلو پر مهال رامنځته شوي‌ دي.  بېلګې په توګه لومړی اثر یې څه ډول دی بیا په دویم کې څه بدلون راغلی دی سبک څومره بدل شوی او لیکوال له چا اغېزمن شوی دی. له فرد ور هاخوا که تاسې غواړئ د یوه هېواد فرض کړئ‌ ازبیکستان ادبي اثار ولولئ نو ترتیب به پکې مراعاتوئ. له کومه ځایه یې پیلوئ چې تاسې ته ټول بدلونونه، ښېګڼې، ستونزې او اړین موارد روښانه شي.

له کتاب سره چلند

زموږ ټولنه له کتاب سره نابلده ده نو لومړی کتاب نه لولي،‌ که یې لولي بیا یې په سمه طریقه نه لولي خو کتاب لوستل او له کتاب سره زموږ چلند باید تر یوه حده اصولي وي او خپل آداب ولري. موږ که غواړو ښه مطالعه وکړو نو ددې مطالعې لپاره باید کتاب څه ډول وکاروو؟

  • لومړی د کتاب پېژندل

موږ پورته یادونه وکړه چې لومړی باید د خپلې مطالعې لپاره یوه تګلاره ولرو. اوس مو چې ځان ته ځانګړې حوزه وټاکله،‌ مشخص لیکوال دی او کتاب یې لولو. لومړنی کار چې موږ یې کوو باید کتاب وپېژنو. له پښتۍ یې پيل کړو. ډیزاین یې. د کتاب د لیکوال په اړه تر یوې کچې معلومات پیدا کړئ. د هغه فکر،‌ ادبي عصر،‌ حاکم ټولنیز وضعیت ددې ټولو مواردو په اړه ځان پوه کړئ. په دې برخه کې له انټرنېټې وېبپاڼو استفاده کولی شئ. د کتاب نه پېژندل نابلده ښار ته ننوتلو په څېر دي،‌ تاسې چې د یوه ښار په اړه کافي‌ معلومات نه لرئ. نقشه درسره نشته ده. ښار ته تللي‌ یئ او باید منزل ته ځان ورسوئ. خو که د ښار په اړه مخکیني‌ معلومات ولرئ،‌ نقشه درسره وي‌ نو ډېر کارونه به مو آسانه وي. د کتاب او لیکوال پېژندل همدومره درسره مرسته کوي لکه په یوه ښار کې چې د تګ راتګ لپاره نقشه مرسته کولی شي.

  • کتاب واوړوئ

د کتاب پاڼې واړوو، پاڼې پاڼې یې تر نظر تېر کړو. په دې لړ کې مو په ټولو ورته کلماتو او کلیدي‌ عنوانونو سترګې لګېږي. مقدمه، د کتاب پښتۍ، مهم عنوانونه. ماخذونه،‌ ملحقات،‌ د کتاب لومړۍ برخه،‌ منځ او پای وګورئ. په دې سره به ستاسې ذهن کې پوښتنې جوړې شي، تصویر به ولرئ، مخکینی ذهني‌ تیاري‌ به درسره وي.

  • قلم او کاغذ

که تاسې دقیق لوستونکي وی نو د لوست پر مهال به ارو مرو قلم او کاغذ درسره وي. داسې مه کوی چې لومړی کتاب پیل کړئ او بیا په قلم او کاغذ پسې لاړ شئ. بلکې د مطالعې له پیل سره سم باید له تاسې سره قلم او کاغذ موجود وي. دا پخپله انګیزه درکوي‌ چې باید څه ولیکئ. نو له لومړي سره کاغذ او قلم باید درسره وي.

  • فعال و اوسئ

موږ مخکې وویل چې دوه ډوله لوستونکي‌ لرو. یو هغه لوستونکي دي‌ چې دوی فعال دي او له لیکوال سره بحث کوي،‌ له کتاب سره خبرې او مباحثه کوي، خو یو هغه ډله لوستونکي‌ دي‌ چې دوی منفعل دي. یوازې لولي. د لوست په بهیر کې ځان لیکوال ته تسلیموي‌ او د هغه هره خبره مني،‌ که د منلو نه وي بیا هم وایي‌ چې لیکوال دا خبره کړې ده نو سمه ده. دا ډله لوستونکي کره کتونکي‌ نه دي‌ او مطالعه یې هم ژر هېرېدونکې ده. خو دویمه ډله لوستونکي بیا فعال دي. دوی قلم را اخلي. له لیکوال سره مباحثه کوي. ځینې ځای یې ستاینه کوي. ځینې ځای کې پوښتنه لیکي. کلمات په نښه کوي او د لیکوال هره خبره ورته د کاڼې کرښه نه ښکاري. دوی ځانونه لیکوال ته نه تسلیموي بلکې له لیکوال سره لاس او ګریوان وي تر هغه یې چې پر موضوع قناعت نه وي کړئ. کره کتنه دغه دویم ډول لوستونکی کولی شي‌ او د دویم ډول لوستونکي‌ د خبرو او نظر پایله کره کتنه جوړوي.

  • د پوښتنو فهرست جوړول

بله اغېزناکه لار چې کولی شي له تاسې سره د ښې مطالعې په برخه کې مرسته وکړي هغه د پوښتنو لیست جوړول دي. فرض کړئ‌ تاسې یو ناول یا کیسه لولئ. د کیسې د ټولو برخو په اړه ځان سره پوښتنې ولرئ. مثلا عنوان ولې داسې دی؟ له عنوان یې پيل کړئ. د پیل په اړه پوښتنه ولرئ. ولیکئ‌ چې پیل یې څنګه و؟ د کیسې ټولې برخې پوښتنو کې ولیکئ‌ او ځان سره یې کېږدئ. پیل، غوټه، کرکټرونه، ډيالوګونه،‌ پلاټ‌ هر څه چې اړین دي او بیا ټولو ته په اثر کې ځواب پیدا کړئ.

  • څنګ ته لیکل

د پاڼو څنګ یا حاشیو کې لیکل وکړئ. کتاب باید زوړ شي. کتابونه ددې لپاره نه دي‌ چې نوي په انواریو کې وساتل شي،‌ بلکې باید ولوستل شي، نوټونه پکې واخیستل شي‌ او څنګ ته لیکل پکې وي. تاسې باید د کتاب پر وړاندې یو فعال لوستونکی وی، له کتاب سره په مذاکره او مباحثه کې وی. د پاڼو څنګونو ته لیکل مو هم معلومات په ذهن کې دوامداره کوي او هم په راتلونکې کې د کتاب پاڼو کې خپل هدف ژر پیدا کولی شئ. ما سره چې قلم نه وي، حاشیو کې لیکل و نه کړم نو ځان راته داسې ښکاري لکه مطالعه مې چې نه وي‌ کړې او هسې مې ځان تېر ایستلی وي. ښایي‌ د ډېرو لپاره دا تجربه یو شان وي.

  • د لوستلو سرعت

ډېر خلک فکر کوي چې چټک لوستل یې په ګټه دي او کولی شي کم وخت کې ډېر څه ولولي. خو خبره داسې ده چې هر متن او بیا د هرې پنځونې هره برخه د لوست ځانګړی طرز لري. تاسې باید متن ته متوجه وئ چې کومه برخه یې څنګه ولولم. آن دې ته باید متوجه وئ‌ چې د متن کومه برخه آن بیخی په لوستلو نه ارزي. او وخت ضایع کول نه دي په کار. نو ځینې متنونه په چټکۍ‌ او ځینې بیا په پوره حوصله ولولئ.

  • بیا لوستل

د کره کتنې لپاره بیا لوستل تر ټولو اړینه مسئله ده. کره کتنه په اصل کې د بیا لوستلو پایله ده او هغه کسان ښه کره کتنه کوي‌ چې کتاب بیا ځلې ولولي. تر ټولو ښه کره کتونکي‌ بیا کتاب څو څو ځله لولي. ځکه ما مخکې یو مثال درکړ چې په لومړي ځل لوستلو موږ د یوه ادبي متن ډېرو برخو ته پام نه کوو. له موږ هېرېږي‌ او یا په دقیقه توګه لوستل راته ګران وي. په دویم لوستل داسې دي لکه لومړی چې په یوه ښار کې بلد شي او په دویم ځل اوس جزیاتو ته ځي. هر دوکان او هر رستورانت ته ورځې او له هر خوراک او څښاک یې خوند اخلې. کره کتنه هم په اصل کې د همدې دویم ځل بیا لوستلو پایله ده چې ته ښه قضاوت کولی شې. د ادبي متن جزیات ویني،‌ سکښت او رغښت وینې. د جملو،‌ د کلمو او تصویرونو تکرار وینې. له هر څه خوند اخلې او په پوره دقت کولی شې د متن په اړه قضاوت وکړې. یو ځل لوستل د کره کتنې لپاره مناسب نه دي او پایله یې دومره په زړه پورې له او تمې سره سمه نه ده. خو دویم ځل لوستل ډېر هغه څه لري چې په لومړي ځل لوستلو نه یو ورته متوجه شوي.

بیا لوستل ډېر ښه دي،‌ یو خو دا چې تاسې اړ نه یئ ټول کتاب ولولئ. کولی شی‌ له ځینو برخو تېر شی. ځينې برخې په دقت ولولئ. او په ځینو پاڼو کې آن یوازې د خپلې موخې پراګراف ولولئ. نو بیا ځل لوستل په دې مانا نه دي‌ چې ارو مرو دې کتاب سر تر پایه بیا ولولې او هر څه دې زره زره یادښت واخلې. له دویم ځل لوستلو وروسته ستاسې د عملي نقد او کره کتنې مرحله پیلېږي، چې پر دې مسئله به بېلې خبرې ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو