د لرغونې دورې د ویونو مانیز تحول/ تاج ولي‌ وحدتیار

2023-02-20
په ژبه کې د ویونو

(د پښتو ادب د لرغونې دورې د منظومې برخې معانیز تحول)

لیکوال: تاج‌ولي وحدتیار

لنډیز

د پښتو ادب لرغونې دوره د دویمې هجري پېړۍ له نیمايي پیلیږي او تر یولسمې هجري پېړۍ پورې دوام کوي. لومړۍ دوره چې له امیر کروړ شروع شوې او پر شیخ صالح پای ته رسېدلې، نږدې زر کالونه په بر کې نیسي. په دغو  زرو کالونو کې په کمي لحاظ ډېره لږه پانګه( نږدې ۳۲نظمونه او  ۲۸ شاعران) لرو؛ خو په کیفي لحاظ بیا غوره پنځونې دي. په شکلي لحاظ زیاتره نظمونه د پښتو خپل فورمونه دي، چې وړانډې رایج ول. زموږ دغه په خپلو اوزانو کې ویل شوي بدلې د نورو آریايي ژبو له سندرو سره ورته والی لري.خو د اسلام په راتګ سره عروضي نظمونه هم رواج شوي. قصیده، رباعي، مثنوي او غزل د پښتو ادب برخه ګرځېدلې. زموږ همدغه پانګه په ډېر پاشلي ډول د پښتنو په دریو لویو او لرغونو حوزو کې لاسته راغلې: ۱ـ غور ۲ـ کسي غر۳ـ ملتان. همدغو مرکزونو کې د پښتنو خپلې ملي او قبیلوي واکمنۍ وې او د خپل هویت او سیاسي اقتدار څښتنان ول. موږ په دې مقاله کې یوازې د ژبې له تاریخي تحول، معنایي تحول څېړلی او ثابته کړې مو ده چې د پښتو ځينو ویونو خپله معنا کورټ بدله کړې او یا یې نوې معنا اخیستې. د ژبې په معنايي تحول کې زموږ مراد مدلول وي. په معنايي لحاظ ګورو چې یوه کلمه چې زر پینځه سوه کاله پخوا کارېدلې، اوس هم په هماغه بڼه او هماغه معنا کاریږي او که نا معنا یې بدله کړې. ښه نو دغه معنایي بدلون په کومه کچه او په کومه بڼه دی؟ آیا د یوې کلمې معنا پراخه شوې او که تنګه شوې؟ د معنا پراخېدل او تنګېدل دا معنا لري چې یوې کلمې پرون پر دوو، دریو دالونو دلالت کاوه، آیا اوس هم هماغه کلمه درې سره معناوې لري او که نا کومه معنا یې له لاسه ورکړې. یا پرون یوې کلمې پر یو دال دلالت کاوه، آیا نن هم د هماغه یوه لفظ استازولي کوي، که څنګه؟ د معنا مثبتدېدل او منفي کېدل بیا دې  ته وایي چې په تېر کې یوې کلمې منفي معنا لرله. آيا اوس هم په هماغه منفي بڼه کاریږي که معنا یې مثبت طرف ته تقرب کړی او یا په تېر کې یوه کلمې مثبت بار درلود او نن هغه سنګینه کلمه د منفیاتو د لېږد لپاره استخدامه ده.

سریزه

د ژبې تاریخي تحول د تاریخي ژبپوهنې یوه په زړه پورې څانګه ده. د ژبې په تحول کې موږ ټولو هغو بدلونونو ته نغوته کوو چې د تاریخ په اوږدو کې ژبې ته ورپېښ شوي. ژبه هم د بلې هرې ټولنیزې پديدې په څېر تل له بدلون سره مخ وي. ژبې لومړی زیږي، ځوانیږي او په پایله کې مري. ژبې تل د ((واخله، ورکړه)) تر پروسې لاندې وي. یعنې ځينې ویونه خپل غږونه له لاسه ورکوي، یا یو غږ پرې ورزیاتیږي، یا د ویونو معنایي لمنه پراخیږي او تنګیږي. حتی یو وخت مثبته معنا په منفي او مثبته هغه په منفي اوړي. موږ دلته د پښتو ادبیاتو د لرغونې دورې ټول منظوم ادب سپړلی او هغه ویونه مو رابرسېره کړي چې معنایي تحول پکې لیدل شوی. د پښتو پر فونولوژیک او مورفولوژیک تحول استاد محمد قسیم چمتو کتاب کښلی. نوموړي په لومړیو خبرو کې دا کار له کړاو او شواخون ډک بللی. استاد زیاته کړې چې دې موضوع ته څوک نږدې کېده هم نه. خو بالاخره ما اوږه ورکړه او په زحمت مې دا یون طی کړ. زه یوې بلې جالبې نکتې ته هم متوجې شوم او هغه دا چې کومې کلمې چې لوی استاد پوهاند حبیبي نامستعملې او متروکې بللي هغه نن سبا عامي دي او داسې کلمې هم شته چې د هغه له وخته(شاوخوا پنځوسو کالونو کې) یې معنایي تحول کړی. ددې  مقالې په لیکلو کې مې ټوله تکیه پر پټې خزانه او د استاد حبیبي پر تعلیقاتو او حواشیو کړې او خپلې ناڅیزې زیاتونې مې هم ورسره ضمیمه کړي. په دې امید چې په په دې کار مې د لوی استاد اروا نه وي جریحه داره کړي.

کلیدي ویونه: لرغونې دوره، دژبې تاریخي تحول، معنایي تحول، متروکې او بیا دودې کلمې… .

اصل متن

د پښتو ادبیاتو لرغونې دوره له امیر کروړه( د دویمې هجري پېړۍ له دویمې نیمایي) پیل کیږي او پر شیخ صالح( یولسمې هجري پېړۍ) پای ته رسیږي. هېره دې نه وي چې د یوې ژبې ادبتاریخ پر شته او مکشوفو لاسوندونو استناد کوي. فرض کړئ یوه ژبه میلیون کاله اوږده سابقه لري او مکشوف اثر یې پرونی دی. موږ ددغې ژبې تاریخ له میلیون کاله پخوا نه پیلوو؛ بلکې له پرونه یې پیلوو. نو د پښتو مکشوف اثر ددغې ژبې ادبتاریخ دویمي هجري پېړۍ ته رسوي. نو موږ یې هم له هوغه پېره پیلوو.که نه د امیر کروړ د شعر له صلابت، استحکام او سوچه ویونو ښکاري چې پښتو به پرېمانه مدون ادبیات لرل، چې اوس د رمانې ناخوالو له ځان سره مروړلي. د پښتو د لر غوني ادب ټوله پانګه نږدې (۳۳) ټوټې نظمه ده چې (۲۸) شاعرانو او یو ناثر پنځولي. همدغه لږه پانګه هم په ډېره متفرقه او پراګنده شکل لاسته راغلي. پراګنده مې ځکه وویل چې که یو اثر په غور کې خلق شوی، نو بل په کسي غر کې او یا ملتان کې پنځول شوی. همدغه لږه پانګه هم په داسې بڼه موندل شوې، چې منځ کې یې پېړۍ پېړۍ تشې شته. د همدغو اثارو د استناد او اعتبار په اړه استاد هیوادمل لیکي: (( ددې دورې اثار سره له دې چې متفرق دي، خو تاریخي تسلسل لري او زموږ په هیواد کې له پېښو شویو تاریخي او فکري جریانونو سره په ارتباط کې راپیداشوي دي او همدغه اثار د خپلو شکلي او جوړښتي خصوصیاتو، د بیان دشېوې او د موضوعي ځانګړنو ځيني ګډې وجهې لري.))(هیوادمل،۲۴: ۱۳۷۹)

د لرغونې/لومړۍ دورې دغه(۳۳) ټوټې شعرونه دپښتنو په دریو لویو ادبي حوزو کې پنځول شوي.(( د اسلامي عصر په لومړیو کې د پښتو لومړني اثار په همدي مرکزونو کې ایجاد شوي دي، دا مها ل پښتانه په زیات تعداد په همدې سیمو کې پراته وو، چې پښتنو په کې خپل محلي حکومتونه درلودل او یا یې تر ځپل قبیله یي نظام لاندې په کې ژوندکاوه.))(یون، ۱۳۹۴:۱۴۷)

د ژبې دتحول بحث نوی نه دی. آن د یونانیانو له پیره دا موضوع شاربل کېده. د یونانیانو زړه او ورکه لهجه د هومر د اثارو لیکنۍ لهجه وه چې ارسطو یې د بیا دودولو سخت پلوی و. په تاریخي ژبپوهنه کې موږ د تاریخ په اوږدو کې ژبې ته ورپېښ تغیرات او لاملونه څېړو او د ننۍ ژبې په تشرېح او اسانۍ کې ترې کار اخلو. استاد محمد قسیم چمتو یې یو څه په متفاوته بڼه تعریفوي.(( د تاریخ په اوږدو کې دخلکو له خوا په غیر اګاهانه توګه له پیچلو هجایي او ګرامري جوړښتونو څخه ساده او روانو جوړښتونو په لور د ویونو (لغتونو) او نورو ګرامري جوړښتونو اووښتلو ته وایي.))(چمتو، ۱۴۰۱: ۴۳)

د ژبې تاریخي تحول کې پینځه موارده څېړل کیږي: ۱ـ فونولوژیکي تحول۲ـمورفولوژیکي تحول ۳-ګرامري تحول ۴ـ نحوي تحول ۵ـ معنایي تحول. په فونولوژیکي تحول کې لیدل کیږي چې د تاریخ په اوږدو کې څنګه له یو ويي غږ لویږي، یا یو نیم پرې ورزیاتیږي او یا څرنګه یو غږ پر بل اوړي. په مورفولوژیک تحول کې په کلمو کې رامنځته شوي بدلونونه څېړل کیږي. ګرامري یې بیا په ګرامري لحاظ د ژبې تحول څیړي. په نحوي تحول کې بیا لیدل کیږي چې له تېر پېره تر اوسه په جمله کې کوم او څومره تغیرات راغلي؛ د فاعل، مفعول او فعل ځای پکې کتل کیږي. معنایي تحول چې زموږ د بحث اصلي موضوع هم ده، ښایي چې د یوې ژبې د ویونو معنایي دامنه څومره پراخه شوې، تنګه شوې او یا د یوې کلمې مثبته معنا په منفي اوښتې او که منفي په مثبته.

د لرغونې دورې متروک او بیادودد ویونه

متروکې کلمې هغه کلمو ته ویل کیږي چې پخوا کارېدې، خواوس له منځه تللي او په ننۍ محاوره کې ځای نه لري. موږ دلته پر څو متروکو او بیا دودو کلمو ځکه بحث کوو چې زموږ اصل بحث ته لاره هواره کړي.

۱ـ نېز: څو پېړۍ پخوا ژوندۍ کلمه وه چې اوس نه کاریږي او له استعماله بیخي لوېدلې. د ملکیار بابا په شعر کې یې مطالعه کوو:

که نېز دی نېز دی                  نېز د بیلتون دی

                                    زړه نېزه وړی                               په غم زبون دی(هوتک،۱۳۲۳ل.ل:27)

بمبڼ: بمبڼ په پټه خزانه کې د روحاني پېښوا او یا د هندوانو روحانی مشر ته کارېده. د ښکاروندی غوري په مدحیه قصیده کې یې لولو:

یا به وران کا بودتونونه د بمبڼو

                       یا به سره کاندي په وینو ایوادونه(پورتنی اخځ:۵۸)

۳- څوار: د څوار کلمه د صبر او استقامت معنا لرله چې اوس بشپړه مړه ده. موږ یې د اسعد سوري په مرثیه قصیده کې وینو:

تر نړۍ یې غوره خاورې، هدیره کا

د زمریو په بېړیو کله وي څوار(پورتنی اخځ:۲۴)

۴- نمنځي‌چار: د نمنځي چار ترکیبي کلمه چې له نمانځل مصدر او چار رغېدلې. نمانځل د پرستش او ستایش معنا او چار د کار معنا ښندي. په ټوله کې نمنځي چار ذاهد او عابد ته وایي.یعنې هغه څوک چې چار یې یوازې نمانځل او عبادت کړل وي. دغه مرکبه کلمه اوس له استعماله لوېدلې. خو موږ یې پخوا د اسعد سوري په مرثیه قصیده کې وینو:

کله ټکی واچوي پر نازولیو
کله څېرې کړي ګریوان د نمنځي چار(پورتنی اخځ:۴۲)

۵- میرڅ/ دښن: د میرڅ/میرڅمن او دښن کلمې چې نن له استعماله لوېدلې او ځای یې دښمن نیولی. موږ یې د امیر  کروړ په ویاړنه او د بابا هوتک او ملکیار غرشین په حماسو کې مومو:

د بابا هوتک یوه مسره:  میرڅي زغلي او ترهیږي( پورتنی اخځ:۱۵)

او دا هم د ملکیار غرشین شعر:     تورې تېرې کړئ         دښن مو پرې کړئ(ماکو،1396:5)

او یا د امیر کروړ په ویاړنه کې:

غشی د من مې ځي بریښنا په میرڅمنو باندې(هماغه، اخځ:۵۴)

بیادودې کلمې

دا هغه کلمې دي چې پخوا په زړو متونو کې کارېدلې خو وروسته هېرې شوي؛ خو د زړو متونو په موندلو یو ځل بیا دود شوي او د نن ورځې د لیک او محاورې برخه ګرځېدلي.

۱-یون: یون د تګ او کوج معنا لري چې په تېرو متونو کې د محاورې برخه وه او وروسته هېره شوي؛ خو اوس بیا د عامې محاورې او لیکنو برخه ګرځېدلې. د اسماعیل نیکه هغه ناره را اخلو چې د شیخ خرښبون پر یون یې کړې.

که یون دی یون دی مخکې بېلتون دی         له کسي غره څخه ځي خرښبون دی
که وروره، وروره خرښبون وروره!                       ته چې بېلتون کړې زما ویر ته ګوره

(پورتنی اخځ:۱۸)

۲- ګروهه: دا کلمه پخوا د عقیدتمن کېدو په معنا کارېدله چې د وخت په تېرېدو له استعماله غورځېدلې؛ خو اوس بیا راژوندۍ شوې.

د شیخ رضی لودي د پاړکي دوه بیتونه را اخلو.

د الحاد په لور دې ترپلل                     ګروهه دې زموږ وکوراوه

موږ روڼلی په زیارنه                             تا په تور وتوراوه

لرغون ولې ګروهېدلې                         چې دې ګوښې اړاوه(پورتنی اخځ:۷۰)

۳-اتل: دا کلمه په پخوانیو متونو کې وه چې بیا له خولو او ذهنو لوېدلې وه؛ خو د پټې خزانې تر کشف وروسته بیا دود شوه.

د جهان پهلوان امیر کروړ په ویاړنه کې دا کلمه وینو:

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته

په هندو سند و پر تخار و پر کابل نسته

             بل په زابل نسته                                   له ما اتل نسته(پورتنی اخځ:۴۴)

۴-ویاړ: ویاړ د افتخار په معنا چې په تېرو متونو کې کارېدله او بیا هېره شوې وه: خو اوس په ګڼ تعداد د خلکو په خولو او قلمو ده. د امیر کروړ په شعر کې راځی:

زما د بریو په خول تاویږي هسک په نمنځ او په ویاړ

د آس له سوو مې مځکه ریږدي غرونه کاندم لتاړ

کړم ایوادونه اوجاړ       له ما اتل نسته(پورتنی اخځ:۳۴)

ګومان کیږي چې دا کلمه د ارواښاد حبیبي صاحب له دوران  وروسته ژوندۍ شوې. که دغه وخت هم وه نو ولې حبیبي صاحب لیکي: ((ویاړنه: از ریشه ویاړست بمعنی افتخار که در عصر متوسطین زنده بود، و اکنون از استعمال افتاده ګویا قدما ویاړنه، اشعار فخر و حماست رامیګفتند، وایننام برای اینګونه اشعار که از اجزای مهمه ادب پښتوست، اسمی است بس عنیمت ومیتوان اکنون باز انرا زنده ساخت.( هماغه اخځ:۲۳)

۵-پرتمین: دا د شکوه او دبدبې په معنا راځي چې پخوا ژوندۍ وه، بیا مړه او د لرغونو اثارو په برکت د عامې ژبې برخه ګرځېدلې؛ لکه: تېره اوونۍ مو د ارواښاد حبیبي د درویشتم تلین په مناسبت یوه پرتمینه غونډه وکړه. د شیخ متي غورخیل بابا په لوړ عرفاني شعر کې دا کلمه تر سترګو کیږي.

که لمر روښانه مخ یې سپین دی        یا د سپوږمیه تندی ورین دی

که غر دې ښکلی پرتمین دی             لکه هنداره مخ د سین دی

ستا د ښکلا دا پلوشه ده

دا یې  یوه سپکه ننداره  ده(هماغه اخځ:۲۶)

د پرتمین پر کلمې د لوی استاد توضېح کټ مټ را اخلم: (( بمعنی باشکوه ومجلل منسوبست به پرتم یعنی شکوه و جلالی ، ولی پرتمین اکنون مستعمل نیست.))

فکر کیږي چې دا کلمه هم د نورو ډېرو په څېر په وروستیو څو کلونو کې راژوندۍ شوي وي. ښایي استاد دوی به د پرتمین پر ځای د شانداره صفت کاراوه. د هغوی په دور کې به رایجه نه وه او یا د لوی استاد به ورپام شوی نه وي.

لکه څرنګه چې مو وړاندې وویل چې د ژبې معنایي تحول کې موږ یوازې د ویونو له معناسره کار لرو. نه د کلمې پر لفظي خواوو او نه یې پر ګرامر او نه یې پر نحويی هغه غږیږو. یوازې او یوازې موږ د کلمې په معنا پسې ګرځو.(( په دې بدلون کې د یوې کلمې مانا پراخېدل، د مانا تنګېدل، د مانا منفي کېدل، د مانا مثبتېدل، د پخوانۍ مانا له منځه تلل او نوې مانا خپلول او دیوې کلمې پخوانس مانا ترځنګ یوه نوې پیدا کول ټول هغه اړخونه ديی چې تر بحث لاندې نیول کیږي.))(شیرانی:۱۴۰۱)

په سیمانټیک یا معنایي تحول کې زموږ له دالونو سره کار نشته، زموږ کار له مدلونونو سره دی. په دې باب تر ټولو پخوانۍ نظریه د افلاتون ده چې د کراتیلوس تر عنوان لاندې مطرح کړې ده، هغه ویلي دي: ((هر هغه څه چې موږ یې دال بولو، د ژبې یو لغت دی او  مدلول هغه پدیده ده چې په خارجي نړۍ کې موجوده ويی او دال پرې دلالت وکړي.(شیرانی:۱۴۰۱)

له دې پورته نقل قوله یو بل برداښت هم اخلو او هغه دا چې په ژبه کې تل معنا لرونکې کلمې تر بحث لاندې نیول کیږي او بس. استاد اجمل ښکلی هم د ژبپوهنې نظریې په ۱۷۹ او ۱۸۰یمو پاڼو کې کاږي((د ژبپوهنې د معاصرې تیورۍ پر بنسټ ژبې ته په ټوله کې د یوې معنا زېږوونکې سرچینې په توګه وکتل شو، چې له فونولوژي نه نیولي تر نحوي پورې علوم یې د مانا تر شا پر فزیکي جوړښتونو غږیږي او مان پوهه لهدې علومو نه په استفاده راته ماناوې ښندي.))(ښکلی،179-1801401)

په یوه ژبه کې له فونولوژيک ، مورفولوژیک او نحوي بدلونونو ور اخوا سیمانټيک او معنایي بدلون هم طبیعي چاره ده. او دا سفر ټولو ژبو طی کړی. راځم لومړۍ د انګریزي ژبې هغه کلمې لېستوم چې د وخت په تېرېدو پکې بدلون راغلی.

ګڼه                                   ویی                            پخوانۍ معنا                              اوسنۍ معنا

۱                                      bird                  وړوکی کورنی مرغه                     هر الوتونکی مرغه

۲                                      aunt                                         عمه                              عمه او خاله

3                                      meat                          هر ډول خواړه                                         غوښه

۴                                       dog                           ښکاري سپی                                    هر سپی

۵                                      silly                                   کمزوری            احمق(شیرانی:۱۴۰۱)

اوس څو دري کلمې راوړو چې تحول یې کړی.

ګڼه                                   ویی                            پخوانۍ معنا                              اوسنۍ معنا

۱                                    کثیف                                      فشرده                            آلوده، چرکین

۲                                   سفینه                                     کشتی                        سفینه، هوا پیما

۳                                    تماشا             ګردش ګردن/راه رفتن                     دیدن، نګاه کردن

۴                               باز کردن                 تراشیدن مو، کندن                                     ګشودن

اوس راځو او د پښتو ادب په لرغوني دوره کې ټول نظمونه  ګورو او پیدا کوو چې کومو کلمو او له کوم اړخه معنایي تحول کړی.

هسک: د هسک کلمه ډېره عامه ده او تقریبا ټولو استاذانو د بېلګې په ډول راخیستې. د هسک کلمه پخوا د اسمان لپاره کارېدله چې اوس د هر لوړ شي لپاره کاریږي. داکلمه په جنوب لویدیځه حوزه کې پراخه استعمال لري. یعنې دې کلمې خپله پخوانۍ معنا بایلودې او نوې معنا یې خپله کړې. په تذکره الاولیا کې د بیټ نیکه په راغلي مناجات کې دا کلمه وینو.

هسک او مځکه نغښته ستا ده

د مړو وده لتا ده(ماکو،1396:۳۸)

همدارنګه د شیخ متي بابا په لوړ عرفاني او وحدت الوجودي شعر کې یې هم تر سترګو کیږي:

نه هسک نه مځکه وه تورتم و

تیاره خپره وه ټول عدم و(د پټې خزانې اخځ:۲۹)

د جهان پهلوان امیر کروړ په ویاړنه کې:

زما د بریو په خول تاویږي هسک په نمنځ او په ویاړ(پورته اځځ:۳۴)

همداشان د شیخ اسعد سوري په مرثیه کې چې د امیر محمد سوري پر مرګ یې ویلې:

ننګیالیو لره قید مړنیه ده ځکه

سه یې والوتله هسک ته په دې لار(پورته اخځ:۴۴)

۲-سټه: دا کلمه په پټه خزانه خصوصا د متي بابا په عرفاني شعر کې د اصل و تهداب په معنا راغلي. لومړی هماغه بند رااخلو او وروسته یې توضیح کوو.

زه چې څرګند پر دې دنیا سوم           د ښکلي مخ په تماشا سوم

ستا په جمال باندې شیدا سوم          له خپلې ((سټې)) را جلا سوم

په ژړا ژاړم چې بیلتون دی

یمه پردیسی بل مې تون دی(پورته اخځ:۲۹)

استاد حبیبي ددې شعر لاندې په حاشیه کې لیکی: ((سټه به زورکی اول و دوم بعمنی بیخ و تهداب و اساس است.)) لیکن د سټه کلمه پر دې سرپېره دوې نورې معناوې هم لري. سټه د شخص او شخصیت معنا هم ښندي چې د انګريزي له (figure) سره معادله ده.

لکه: حبیب الله رفیع د پښتو ادب لویه سټه ده. بله معنا یې وجود او ځان ده. دا تعبیر یې په کوچیانو او غرشینو کې شته. د بېلګې په ډول، دوی وایي: په سټه څنګه یې؟

خلاصه دا چې ددې کلمې معنا پراخه شوې.

۳ـ ګوښی: په لرغونی ادب کې خصوصا د رضی لودی په پاړکي د پس ته او وروسته معنا ښانده. د شعر هماغه پاړکی را اخلو:

لرغون ولې ګروهېدلې             چې دې ګوښې اړاوه(هماغه اخځ:۷۰)

استاد حبیبي د همدې پاڼې په حاشیه کې لیکي: ((شاید در قدیم بمعنی (بعدوپس) هم بود.)) (پورته اخځ:۷۰)

ګوښی اوس دتنها او یوازې معنا لري او په جنوبي حوزه کې لوی لاس کاریږي.

لکه: ولې ګوښی ناست یې؟ یعنې دې کلمې خپله پخوانۍ معنا بایللې او نوې معنا یې خپله کړې.

۴ـ دریځ: دې کلمې سره په لرغونې متونو کې لومړۍ پلا  د جهان پهلوان امیر کروړ په شعر کې مخیږو. هماغه برخه یې رااخلم.

په لویو غرو مې وینا درومي نه په ځنډ و په ټال

نړۍزما ده نوم مې بولي پر دریځ ستایوال

په ورځو، شپو، میاشتو کال                 له ما اتل نسته(هماغه اخځ:۳۶)

همداشان ښکارندوی غوري هم په خپله مدحیه قصیده کې داکلمه راوړې.

په رڼا اوسې ته تل د دین شهابه

نوم دې تل وه پر دریځ پر نمزدکونه(پورته اخځ: ۵۸)

پر دریځ کلمه لومړی د لوی استاد خبرې رااخلم:((دریځ کلمه است که اکنون مستعمل نبوده، و در اثار متوسطین هم بنظر نرسیده و شاید در عصر قدما متداول بوده.))(هماغه اخځ:۵۸)

پر دې برسېره د همدې کلمې لا وضاحت په خپل بل معتبر او مستند کتاب د ادبیاتو تاریخ کې په دا ډول کوي: ((دغسې د دریځ پخوانۍ کلمه ده، چې اوس یې موږ نه لرو.که د ژبې اصلیت له پلوه ددغې کلمې عنصر ته وګورو بایدله (درېدل) او (ځای) څخه جوړه شوې ده.))(حبیبي،۱۳۹۷:۴۶۹)

داسې ښکاري چې  دغه کلمه د لوی استاد په عصر کې لا نه وه ژوندۍ. د ارواښاد پر خپل قول:(که اکنون مستعمل نبوده) ښکاري چې دا کلمه د جمهوریت(۲۰۰۱ز ) تر برپا کېدو سره سمه را ژوندۍ شوې او د خلکو خولو ته لوېدلې. اوس دریځ سټېج(د ویناوالۍ مېز) ته هم وایي همدا شان د موقوف او لیدلوري په معنا هم راځي. لکه: ستا دریځ ددې موضوع په اړه څه دی؟. همدشان نن سبا د (دریځ)کلمه ډېرو خلکو د تخلص په بڼه ځانته خوښه کړې. نو پوی شو چې ددې کلمې مانا پراخه شوې.

۵- پلاز: دا کلمه د لرغونې دورې په منظومه برخه کې د تخت او سریر په معنا راغلې. لومړی هماغه بیت رااخلو:

کله غورځوي واکمن له پلازونو

            کله کېنوې په خاورو کې بادار(هماغه اخځ:۴۲)

((پلاز: این کلمه بسکون اول در بین قدما بمعنی تخت و اریکه(.؟) بوده، و اکنون از استعمال افتاده.))(هماغه اخځ:۴۲)

د پلاز کلمه خو په عین بڼه بېشکه له منځه تللې؛ خو په ترکیبي بڼه یې په پلازمېنه کې وینو چې پلاز د تخت او مېنه د ځای او تون معنا لري. دا کلمه د دري له پایتخت سره معادله ده. اوس نه پوهیږو چې دې کلمې ته د لوی استاد ورپام شوی نه دی که پلازمېنه کلمه هاغه وخت وه نه.

۶-ژوی: د څاروي او حیوان په معنا ده چې ژوی یې مفرده او ژوي یې جمعه بڼه ده.دا کلمه د بیټ نیکه په مناجات کې راغلې. نو راځو د تذکره الاولیا پاڼې اړوو او همدغه بند پکې مومو:

لویه خدایه، لویه خدایه!         ستا په مینه په هرځایه

غر ولاړ دی درناوی کې           ټوله((ژوي)) په زارۍ کې

دلته دي زموږ لمنې                زموږ کېږدۍ دې پکې پلنې

دا وګړي ډېر کړې خدایه                     لویه خدایه لویه خدایه(ماکو:۳۷)

لومړی د لوی استاد توضېح راوړم(( ژوي اوس څوک د مخلوق او حیوان په معنی نه وایي، فقط  په زړو ادبیاتو کې کله کله وینو او که دغه کلمې په فعلي بڼه معنا واخلو یعنې(ژوندي کول) دا تعبیر هم زوړ دی او اوس مستعمل نه دی.))(ماکو:۴۵)

ژوی اوسمهال د لیکنۍ او محاوروي ژبې برخه ګرځېدلې: خو یوازې دڅارویو لپاره کاریږي، نه د انسانانو لپاره. نو وایو چې ددې کلمې معنا تنګه شوې.

7- کټاره: دا کلمه د پښتو په لرغوني ادب کې دوه ځایه راغلی. لومړی د شیخ اسماعیل او دویم ځل بیا د ماکو په تذکرة الاولیا کې راغلې. دلته یې دواړه برخې رااخلم:

تښته وکړه له ابلیسه                چې ابلیس لعین ښکاره سي

هلته ورکه پلوشه سي              ټول نړۍ توره تیاره سي

سړی وران سي له ابلیسه                    غوڅ د پس په کټاره سي(ماکو:۲۳)

او دا هم د تذکره الاولیا بېلګه:

(( لیرې نه ده چې مسلمانان سي د کفارو په کټارو پوپنا او دښنه بری وکړي، ناڅاپه شیخ ملکیار راغی او پر دښمن یې یرغل وکاوه او ډېر زښته یې ووژل.))(ماکو:۵۲)

معلومه سوه چې کټاره په مفردې بڼې د تورې په معنا کارېده چې جمع یې کټارې دي. خو اوس همدا کلمه هغو پنجرو اوسیخانو ته کاریږي چې د کور پر بام نصبیږي او د کور د سقف د ساتنې کار کوي. بعدا وایو چې ددې کلمې معنا مثبته شوې؛ ځکه چې توره د وژلو او ژوبلولو اله ده، خو کټارې د ځان ساتلو او محافظت.

8- ختې: دا کلمه یوازې د ښکارندوی غوري په قصیده کې وینو چې خت د کمیس مانا لري. لومړی هماغه یت رااخلو:

زرغونې اغوستې دي دې غرونو

بټ بیدیا هم پسوللی وي ځانونه(هماغه اخځ:۵۶)

زرغونې ختې اغوستې وي دې غرونو، مانا چې غرونو شین کمیس اغوستی و؛ لیکن دغه کلمه اوس ټولې هغه البسې او سامان ته وایي چې د خسر له کوره د نامزادې نجلۍ کور ته وړل کیږي. دا کلمه په موږ کې رواج ده او ختي یې بولو. نو وایو چې ددې کلمې معنا پراخه شوې او یوازې دکالیو  په معنا نه کاریږي.

پایله

لکه څنګه مو چې وړاندې وویل د ژبې تحو ل او وخت په وخت پکې بدلون یوه طبیعي چاره ده چې هره ژبه دغه مرحله تر شا پریږدي. د ژبې بدلانه به یا په نحوي یا به په فونولوژيیک یا به په سیمانټيک لحاظ وي. یعنې موږ به له همدغو اړخونو له رویه ژبې ته ګورو او بدلون ته به یې متوجې کیږو. په فونولوژیک او موروفولوژیک بدلون کې ګورو چې یوې کلمې کوم غږ بایللی، کوم یې اخیستی او کوم غږ یې پر بل بدل سوی. په نحوي لحاظ تېر متن ته ګورو او په اوسني متن کې یې مطالعه کوو او وینو چې پخوا زموږ د جملې ساختار کوم ډول  و؟ آیا همدغه جوړښت د روزمره محاورې هم و، که څنګه؟ بل په زړه پورې بحث پکې د معنايي بدلون دی. په دې بدلون کې موږ  د کلمو په معنا پسې ګرځو او یوازې له معنا سره سروکار لرو او له لفظ سره زموږ اړیکه پرې کیږي. وینو چې د یوې کلمې معنا له پخواني دوده  تر ننه مثبته شوې، منفي شوې، تنګه شوې او که پراخه شوې. ما په دې مقاله کې پښتو منظوم ادب (لرغونې دوره) تر سترګو تېره کړې اونږدې تر لسو مې مې داسې کلمې وموندې چې معنایي تحول یې سړی یقیني کوي.همداشان مې د لوی استاد حاشیې او تعلیقات په پوره احتیاط را نقل کړي او خپلې مې ورسره ضم کړي. د پښتو ادب لرغونې دوره زر کاله طوالت لري: خو په دغو زرو کالونو کې یوازې (۳۲) ټوټې نظمونه موندل شوي. دغه ټوټې هم به تیته بڼه لاسته راغلي؛ خو د ژبې له صلابت، استحکام او د وینو له سوچه والي او خپلو اوزانو دې ته رسوي، چې زموږ ډېره نوره پانګه د زمانې په لاسونو کې مروړل شوي وي.

اخځلیک

۱ـ حبیبي، عبدلحی(۱۳۹۷). د پښتو ادبیاتوتاریخ(لومړی او دویم ټوک). درېیم چاپ. کابل: دانش مطبعه

۲- چمتو، محمدقسیم. (۱۴۰۱). د پښتو فونولوژیکي او مورفولوژیک بدلون. کابل: سمون خپرندونه ټولنه

۳ـ شیرانی، ضیاالاسلام.(۱۴۰۱). د لسانس دورې لکچرنوټونه: کابل پوهنتون.

۴- ښکلی، اجمل.(۱۴۰۱). د ژبپوهنې نظریې. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

۵ـ ماکو، سلیمان.(۱۳۹۶).تذکرة الاولیا. سریزه او نښلونې: عبدلحی حبیبي. کندهار: صداقت خپرندویه ټولنه.

۶- هوتک، محمد. (۱۳۳۱). پټه خزانه. مقدمه، مدون او مصحح: عبدلحی حبیبي. کابل: کابل پوهنې وزارت دارلتالیف ریاست.

۷- هیوادمل، زلمی.(۱۳۷۹). د پښتو ادبیاتو تاریخ(لرغونې او منځنۍ دورې). پېښور: دانش خپرندویه ټولنه

۸یون، محمد اسماعیل.(۱۳۷۹). (۱۳۹۴). ادب تارخ( د پښتو ادبیاتو لرغونې دوره). کابل: د ملي تحریک فرهنګي څانګه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو