د کتاب کتنه/ شفیق امیرزی

2022-12-17
کتاب ته کتنه څه

په وروستیو کې ډېر ځوانان د هغو کتابونو په اړه معلومات خپروي چې لوستلي یې دي او یا یې په لوستلو بوخت دي. دا یوه ښه چاره ده چې له یوې خوا نور خلک د کتاب لوستلو ته هڅوي او بلخوا د کتاب له مینه والو سره دا معلومات وي چې کوم کتاب د کومې موضوع په اړه دی او د اړتیا پر مهال یې نوم تیار په ذهن کې وي.

کتاب ته کتنه یا (Book Review) د ځینو لپاره دنده، د ځینو لپاره بوختیا او ځینې بیا حافظې ته د کتابونو د سپارلو لپاره دا چاره ترسره کوي. په دې مانا چې ځینې کسان په رسنیو یا چاپي نشریو کې کتاب ته د کتنې دنده لري. دا چاره تر ډېره د نیویارک ټایمز یا واشنګټن پوسټ یا د نیویارکر په څېر نشریو کې ترسره کېږي. هلته د کتابونو د کتنې لپاره ځانګړي بورډونه دنده لري او تر ډېره د ورځپاڼې اېډېټران هم پکې ښکېل وي. دوی نوي چاپ شوي او مشهور شوي کتابونه لولي او د لوست نچوړ یا د کتاب په اړه خپل نظر بیا په همغه ورځپاڼه کې چاپوي.

د ځینو چې بیا د ډېرو کتابونو لوستل عادت وي هغوی بیا د خیر دا نیت هم لري چې نور له دې معلوماتو برخمن شي، نو ځکه پر کتاب لنډه لیکنه کوي او یا یې پر مهمو برخو خپل نظر لیکي. داسې کسان هم شته چې غواړي یو متن یې تر ډېره په حافظه کې وي نو ښه لاره یې د کتاب،‌ لیکنې،‌ مقالې یا هر بل متن لنډیز لیکل او ځان سره ساتل وي.

کتابونو ته کتنه نن سبا نه یوازې یوه فردي چاره ده بلکې په کاروبار اوښتې ده. لومړی خو مې مثال درکړ چې په مهمو ورځپاڼو کې لیکوالان پر کتابونو لیکنې کوي،‌ خو ځینې ورځپاڼې او نشریې یا خپرندویې ټولنې داسې هم شته چې پخپله د کتاب لوستلو او پر هغې د کتنې لپاره ځانګړي ټیمونه یا بورډونه نه لري نو دا چاره له خپلې ادارې بهر د کتاب لوستونکو پر مټ مخ ته وړي. دوی هغه کسان په نښه کوي چې کتابونه لولي او دوی ته یې خپلې کتنې لېږي. په دې برخه کې په نړیوال انلاین بازار کې هم د مادي ګټې امکان شته. د امازون په څېر مشهورې وېبپاڼې هم د کتابونو د کتنې او نچوړ په برخه کې لیکوالانو ته حق الزحمه ورکوي،‌ نو دې چارې ته د ښې انګلیسي زده کول په کار دي.

خو په ټوله کې به دې ته راشو چې کتاب ته کتنه کې کومې خبرې مهمې دي او څه ته باید پام وکړو. ځکه ځینې کسان به مو په ټولنیزو رسنیو کې لیدلي وي چې کتاب ته کتنه وکړي بیا د کره کتنې نوم ورکړي‌ او یا کره کتنه وکړي نو کتاب ته کتنه نوم یې ورکړی وي. دا دواړه سره لرې بحثونه دي. کره کتنه پر اثارو مستدله او مستنده کتنه ده. باید د یوه ځانګړي او مشخص کره کتنیز مکتب په چوکاټ کې پر یوه اثر کره کتنه وشي او د یوې څېړنېز مقالې په څېر د خپلو دلالیلو روښانولو ته له ماخذ هم ګټه اخیستل مهم وي. خو کتنه کې بیا داسې نه ده. تاسې آن کولی شئ خپل شخصي نظر ولیکئ،‌ شخصي احساس پکې ګډ کړئ ان کله کولی شئ لوری وپالئ. خو کره کتنه کې دا چاره ناممکنه ده.

کتاب ته کتنه کې کومو مسایلو ته باید متوجه وو؟

لومړنی کار چې کتاب ته په کتنه کې مهم دی، د کتاب نچوړ (Book Summary) دی. که تاسې یوه کتاب ته کتنه کوی یا یې په اړه لیکئ نو کتاب مو لوستلی نه وي او یو نچوړ مو یې په ذهن کې نه وي، نو څنګه به یې په اړه لیکل وکړئ؟ دا ناشونې ده، تر هر څه مخکې باید کتاب ولولئ، لنډیز مو یې په ذهن کې وي، خپله لیکنه هم په همدې لنډیز پیل کړئ او لوستونکی هم طبعاً همدا غواړي چې لومړی د کتاب په محتوا ځان پوه کړي.

داسې کسان هم شته چې کتاب نه لولي، د کتاب پر څټ چاپ شوی لنډیز لولي او بیا خپل نظر ورسره شریکوي، دا چاره تر دې ځایه سمه ده چې نور به د کتاب لوستلو ته وهڅوو،‌ خو دا برخه یې بیا سمه نه ده چې هم ځان تېرباسو او هم لوستونکی. ښه به دا وي چې کتاب ولوستل شي ځکه د کتاب پر څټ یا د کتاب په اړه پر وېبپاڼو خپاره شوي معلومات ډېر وخت د خپرندویو ټولنو سوداګریزې موخې پالي چې کېدای شي کتونکی او لوستونکی تېر باسي.

نو اوس که تاسې یوه کتاب ته کتنه کوئ،‌ فرض کړئ یوه ناول ته کتنه کوئ، هغه ولولئ،‌ لنډه یې محتوا تشریح کړئ،‌ اصلي پېښه، اصلي‌ کرکټر او فرعي کرکټرونه یې معرفي کړئ. په دې توګه به ستاسې د لیکنې پيل د لوستونکي‌له جذبولو سره مرسته وکړي‌ او هغه به پوه شي چې کتاب مو لوستی او خبرې مو مسوولانه دي.

دویمه مرحله ارزونه ده. په دې کې به څه کوو؟

تاسې ناول ولوست اوس وګورئ چې په اړه مو یې ارزونه څه ده؟ دې پوښتنو ته ځواب مو شخصي احساسات کېدلی شي،‌ کیدای شي همدا پوښتنې بل لوستونکی په بڼه ځواب کړي.

  • د کتاب اصلي پېښه څنګه وه؟ ستاسې لپاره زړه راښکونکې وه کنه
  • غوټه یې مناسبه وه کنه؟ ستاسې له تمې سره سمه مخ ته تلله کنه؟
  • د لیکوال سبک څنګه دی؟ ستړی کوونکی که خوندور
  • ډیالګونه څنګه وو؟ ستاسې له تمې سره سم کنه؟
  • پېښې څنګه وې؟ ستاسې د تمې خلاف که د وړاندوینې وړ وې؟

که مو ډېر کتابونه لوستي وي له بل سره یې پرتله کولی شئ. دا له کوم بل لوستي کتاب سره ورته والی لري کنه؟ محتوا یې یا سوژه یې نوې ده که زړه او تکرار. یا دا هم ویلی شئ چې راغلې سوژه لیکوال له مخکینیو هغو سره په څه توپیر راوړې ده. ددې د بیان بڼه ښه ده که د مخکینیو.

کتاب ته په کتنه کې آن دا هم کولی شئ ووایئ چې کتاب مې خوښ نه شو، ښه احساس یې را نه کړ او څه مې چې ترې تمه وه هغه پوره نه شوه. خو دې ته مو پام وي چې دا ستاسې فردي احساس او اخیستنه ده، کېدای شي همدا کتاب د ګڼو نورو لوستونکو لپاره ښه او د خوښې وړ وي. دا هم مه هېروئ چې یوه لیکوال د یوه کتاب پر لیکلو پوره وخت لګولی دی، هغه ارو مرو دا هڅه کړې چې کتاب یې لوستونکی راکاږي،‌ نو د کتاب د لوستونکي په توګه تاسې سره دا ښايي‌ چې کتاب ته په کتنه کې د لیکوال پوره درناوی وکړئ او غبرګون مو توند او کتاب دښمنه نه وي. دا هم مهمه ده چې پر کتاب د کتنې پر مهال پر لیکوال ډېر تمرکز و نه کړئ او د هغه شخصیت او ذهنیت ته د ننوتو هڅه و نه کړئ.

بله برخه چې د کتاب په کتنه کې ضرور ده هغه د وړاندیز (Recommendation) برخه ده. تاسې دغه کتاب چا ته وړاندیزوئ چې دوی یې ولولي او ولې یې ولولي؟ کومه کټه ګوري خلک یې ولولي. د بېلګې په توګه تاسې د یوه ساینسفیکشن ناول په اړه خپل نظر لیکئ،‌ نو دې مرحلې ته رسېږئ چې دا اوس کومه ډله لوستونکي ولولي. تاسې دې ته متوجه کېږئ چې محتوا یې د نویو ځوانانو لپاره ګټوره ده،‌ نو وایئ چې د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکي او تنکي‌ ځوانان دې دا کتاب ولولي. دا برخه مو باید ارو مرو په لیکنه کوي.

ځینې نور مهم ټکي چې په کتنه کې پاملرنه ورته په کار ده.

د کتاب پر لنډیز باید ډېر تمرکز و نه شي. که تاسې پر دې برخه ډېر لیکل وکړئ، یو خو به کتنه بې خونده شي او بل به لوستونکی د کتاب لوست پرېږدي او پر همدې لنډيز به بسنه وکړي.

د کتاب په اړه ارو مرو خپل نظر ولرئ. تاسې باید فعال لوستونکی وی او یوازې د کتاب خبرې مه لیکئ، کتاب ته په کتنه کې آن د خپل شخصي احساس پر بنسټ رامنځته شوی نظر هم لیکلی شئ.

بله خبره دا چې خپل نظر او خبرې د بېلګو په راوړلو قوي کولی شئ. تاسې د بېلګو راوړلو حق لرئ.

دا هم مهمه ده چې پوه شئ کتاب ته کتنه د چا لپاره کوئ؟ مخاطبان مو څوک دي او چېرته یې خپروئ. نو له همدې امله که کتاب ته کتنه ستاسې رسمي دنده وي د خپلو لوستونکو او د دوی د کاري‌ او مطالعاتي حوزو پېژندل مهم دي.

یو بل څه چې په نوره نړۍ کې د کتابونو کتنه کې دود دي هغه امتیاز ورکول یا (Rating)‌ دي. دا په ډېرو نړیوالو ورځپاڼو، د کتابونو انلاین پلورنځایونو او نشریو کې تر سترګو کېږي. دوی د ستورو یا هم کټه ګوریو (A,B,C…) یا درجو (1,2,3…) په اساس کتابونو ته امتیاز ورکوي. د بېلګې په توګه با صلاحیته کتاب کتونکي یا مشهور لیکوالان یو کتاب لولي،‌ بیا وايي‌ چې د کتاب محتوا، یا ډیزاین یا کرکټرونو ته زه پنځه ستوري‌ ورکوم، یا د درېیو ستورو ارزښت لري. یا د لومړۍ درجې کتابونو په ډله کې راځي یا دا کتاب خورا مهم دی او د ارزښت له مخې په (A) کټه ګورۍ کې دی. دا امتیازونه کېدای شي فردي وي او هر کس یوه کتاب ته له خپلې خوښې سره سم امتیازونه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو