اسطوره/ سمیع وحدت

2023-01-01
اسطوره څه

اسطورې لرغونې افسانوي کیسې دي، چې بشریت د خپل خلقت سره سمې رامنځته  کړې دي، اسطورو ته په یوناني ژبه کې (میت) وایي او ډیری یې په یونان او اوسني هند کې رامنځته  شوې دي. د اسطورې علمي څېړنې ته میتولوژي وایي. په پښتو معاصره شاعرۍ کې تر بل هر وخت اوس اسطورې ډېرې استعمالېږي.

 شعر او اسطوره پخپل منځ کې کومې خاصې اړیکې نه لري. داسې نه ده چې د اسطورو نه‌استعمال د شعر نیمګړتیا ده او یا د اسطورو ډېر استعمال د شعر غوره‌والی دی. د اسطورو استعمال په شاعر پوری اړه لري، خو اسطوره په ادبیاتو کې خصوصا په معاصرو ادبیاتو کې حیاتي رول لري. اسطوره په نوي شاعري کې د صنعت په توګه پېژندل کېږي؛ خو په لرغونې شاعرۍ او بلاغي علومو کې د تلمېح په توګه راغلې، چې خپله د تلمېح صنعت ته د اسطورې اساس هم ویلای شو. پوهاند زیار د اسطورې په اړه وایي:

” راځو دېته، يو شاعر، چې هرڅومره ډېره او هراړخيزه ((مېتولوجي)) راخپله کړای شي، هغومره نوښتگر پرېوځي. په دې لړ کې پر بېلابېلو ذهني انځورونو او سېمبولونو سربېره ((اسطوره)) هم پوره په پام کې ونيسي. داسې هم نه، چې پر دوديزو پښتني(دېو، ښاپېرۍ…) او سامي (هابل و قابل، ليلا او مجنون…) اسطورو بسيا پاتې شي، بلکې لا زيات زور پر آريايي (اگنيو، اسورا، دېوتا…)، آرياني (اهورا، اهريمن، ميترا…) او بيا پر نړۍوالو، لکه: يوناني (زيوس، پرومېتوس، لوگوس…)، رومي (افروديتا، فلورا…)… هغو واچوي. ځکه دواړه لومړنۍ دا ډېرې سولېدلې او د چا خبره گړسره د کرغېړنتيا (ابتذال) تر بريده رسېدلې، هغه هم له ډېر لږ جوليز او مانيز ادلون بدلون سره!”

(زیار، ۱۳۸۸: ۱۷۶)

 اوس به د اسطورې یوه لنډه پېژندنه وکړو، بیا به ووایو، چې له ادبیاتو سره څه تړاو لري. عموما که موږ د یو انسان ماشومتوب په نظر کې ونیسو، له دریو مرحلو څخه تېرېږي:

 يو:

 د ماشومتوب مرحله ده، چې تعقل پکې ډېر نه وي بارز، په دې وخت کې ماشومان له خیالونو سره تړلی وي، مثلا که یوه طبیعي پېښه ویني یا لوبې کوي، له تخیل سره یې تړي. په لښته باندې، چې پښه واړوي د اس ګومان ورباندې کوي، یا نانځکې، چې ودوي د رښتیا د واده دومره خوند ورڅخه اخلي. مور و پلار د کایېناتو تر ټولو لوی موجودات ورته برېښي. ستوري او سپوږمۍ لنډ موجودات ورته ښکارېږي، دوی خبرې ورسره کوي. له کاڼو، بوټو او هرڅه سره تخیلي اړیکه لري.

دوه:

د انسان د تعقل مرحله، په دې مرحله کې انسان ورو- ورو پوهېږي، هغه څه چې موږ تصور کړی و، داسې نه وو. د شیانو ځینې فزیکي ځانګړنو ته متوجه کېږي

درې:

د تجربې مرحله په دې مرحله کې  دوی ځینې شیان تجربه کوي؛ مثلا دوی په ماشومتوب کې اور ته هم ورنږدې کېږي، ګومان کوي، چې ښکلی د لوبو شی دی؛ خو وروسته داسې وخت هم راځي، چې اور تجربه کړي، وسوځي، له دې وروسته د اور په اړه تجربه‌وي پوهه ورته پیدا شي، چې دا خو د سوځولو ځانګړنه هم لري.

د بشر تاریخ که وګورو، بشریت هم د ماشوم په څېر له دغسې دورو څخه تېر شوی دی. د بشر لومړنۍ تاریخي دوره له تخیلاتو، تصوراتو، کیسو او داستانونو سره یو ځای دی. لومړني انسانان، چې کله د طبیعت پېښو او حوادثو ته ځير شول؛ نو حیراني ورسره پیدا کېده، چې دا څه شی دی. همدا پوښتنه، چې له حیرانۍ وروسته پيدا کېږي، په موږ کې د هغې د پېژندلو یوه هڅه تحریکوي.

 له پخوانیو انسانانو سره تجربوي، فلسفي یا ساینسي علم نه و، د دوی د معرفت وسيله تخیل و. دوی به د هرې طبیعي پدیدې شاته د ماورا طبیعي قوت لاس احساساوه، فکر یې کاوه، چې باران ځکه کېږي، چې پورته په اسمان کې د باران خدای دی او هغه ورېځې په ګورزونو وهي. بوټي ځکه راټوکېږي، چې د نباتاتو د راټوکولو له‌پاره یوه الهه ده، چې هغه فرېبا نومېږي، چې له حاصلخېزۍ سره اړیکه لري. همدغسې د هرې ښې پېښې شاته دوی د یوه خدای یا د یوه ماورا طبیعي قوت لاس احساساوه او د هرې بدې پېښې شاته یې د یوه شریر قوت یا اهریمن لاس احساساوه. په دې خاطر د دوی په ذهنونو کې د یزدان او اهریمن ترمنځ یو توازن و. دوی به فکر کاوه، چې که ځمکه له خدایانو سره وي؛ نو اباده به وي، بارانونه به کېږي، ځمکه به بوټي راټوکوي او که د شریرو قوتونو سره وي، بیا به بوټي نه راټوکېږي، وچکالي او وبا به راځي.

وروسته په یونان کې د فلیسوفانو په نوم یوه ډله پیدا شوه، هغوی د معرفت دا وسيله بدله کړه، چې د هر شي معرفت به د تخیل په واسطه کېده. فلیسوفانو په دې کیسو باندې نقد وکړ، چې خلکو د علت او معلول په بنسټ جوړې کړې وې. هغوی د عقل په واسطه ځينې مسایل کشف کړل او کومه پوهه، چې د عقل په رڼا کې محاصره وه، هغې ته یې فلسفه وویله. هغه کیسې، چې پخوانیو انسانانو د پوهې په نشت کې جوړې کړې وې، هغوی ته یې نیتوس یا تصوري کیسې وویلې.

 فلیسوفانو عقل ته لوګوس وویل، په دې معنا هغه پېښې، چې له میتوس څخه زېږي او تخیلي لاملونه لري، هغه فلیسوفانو د باور وړ ونه بللې او ویې ویل، چې اصلي علم دا دی، چې په عقل جوړ سي او د لوګوس لاس پکې شامل وي، ځکه نو د زیاتره پوهو په پسوند کې راځي، مثلا: کله چې وایو بیولوژي، لوژي یې، چې اوس وایو د ژوند په معنا ده او میتوس د اسطورې او تصوري کیسو په معنا ده. هغه کیسې او هغه داستانونه، چې پخوانیو انسانانو د طبیعي پېښو او حوادثو د تشریح له‌پاره جوړ کړي وي، هغوی ته اساطیر یا میت وایي او هغه علم، چې اساطیر او تصوري پېښې تر څېړنه لاندې نیسي، هغې ته میتولوژي وایي.

وروسته داسې علم هم رامنځته شو، چې وسيله یې نه عقل و او نه تخیل، بلکې وسيله یې تجربه وه، چې هغه علم ته ساینس وایو او ساینس د فلسفې او اساطیرو دواړو لمن رامحدوده کړې ده، ځکه ساینس وایي، چې هغه د معرفت وسیلې نه دي او حقایق باید تجربه شي.

که څه هم په اوسنۍ زمانه کې د اساطیر لمن ډېره راټوله شوې ده او د اوس وخت انسان تجربوي انسان دی، خو زرګونه کاله یې له اساطیرو سره ژوند کړی او خلک وایي، چې د پخواني انسان اساطیري تصوراتو زموږ په جمعي لاشعور کې رسوب کړی، نو اوس هم موږ له اساطیرو سره یو ډول لاشعوري اړیکه لرو.

اسطورې په ګڼو موضوعاتو خبرې کوي، ځينې اسطورې دي، لکه: موږ، چې په علوموکې وایو، یو ډول یې طبیعي علوم دي، چې د طبیعت په اړه بحث کوي، لکه: فزیک، کیمیا او… یو دین دی، چې د ماورا طبیعي قوتونو په اړه بحث  کوي، د خدای په اړه، د خدای د ذات په اړه…. او یو تاریخ دی، چې د تېر په اړه بحث کوي.

په اساطیرو کې هم دغسې کټګورۍ شته، ځینې دي، چې د طبیعت د مختلفو حوادثو د تحلیل له‌پاره جوړ سوي دي؛ مثلا طبیعت څنګه پيدا شو، دنیا څنګه پیدا شوه، باران څنګه کېږي، باد څنګه راځي؟  ځینې دي، چې د پخواني انسان عقاید ورځخه څرګندېږي، د ماوراطبیعي قوتونو په اړه خبرې کوي، چې د دې  خدای څنګه و؟ هغه خدای څنګه و؟ ځینې اساطیر داسې دي، چې د مافوق البشري پهلوانانو کیسې پکې کېږي، چې دا د حماسې سره نزدې دي، خو نیمه اساطیري کیسې یا لیجنس ورته وایي؛ په دې کې لوبېدونکي اتلان تر بشر پورته ځانګړتیاوې لري. مثلا د ګیلګمیش په اړه، چې د نړۍ لومړۍ حماسه ده، د ده په اړه وایي، چې ګیلګمیش دوه برخې انسان او یوه برخه خدای و.

پخوانیو انسانانو یا فیلسوفانو اسطورو ته د پخوانیو انسانانو خيال‌بافي ویله. خو اوسنۍ څېړنې په اساطیرو باندې دا ښیې، چې نه اساطیر د ډېرو جدي مقاصدو له‌پاره جوړې شوې دي. مثلا کومې اسطورې، چې د طبیعت د پیدایښت په اړه جوړې شوي دي، موږ ته دا پوښتنې حل کوي، چې طبیعت څنګه پیدا شوی دی، دا دنیا له کومه شوي ده. هغه اسطورې، چې حماسې پکې دي، جنګونه لري، اتلان پکې دي، د انسان د هغه ایډيالوژي په اړه، چې څنګه جاویدان شي. اتلان په هماغو اسطورو کې له ډېرو سختو پېښو سره مخ کېږي، ښاماران وژني، طوفانونه له انسانانو سره ټکر کوي، غرونه د دېوانو مخې ته راځې… یا اتل پخپل یو میشن/هدف کې بریالی کېږي، دا په اصل کې انسان متلقي کوي، چې د انسان د تلپاتي کېدو یا جاویدانه کېدو له‌پاره څه پکار دي، نو په دې توګه څنګه، چې پخواني بشر د عقایدو په ډول منلې وي، د اوسني بشر له‌پاره هم ډېر په زړه‌پورې مطالب لري.

د اسطورې ځانګړتياوې

یو:

اسطوره په سیمبولیکه ژبه غږیږي او د ابتدایي انسان وېرې، اندېښنې، تجربې، وهمونه او فکرونه پکې په استعاري انداز بیانیږي.

دوه:

اساطیر د انسان د وېرو، اندېښنو او ارزوګانو لاشعوري خیالونه او انځورونه دي. له مرګه وېره او له لوږې وېره د نسان ډیرې بنیادي اندېښنې دي، چې د ځینو پوهانو په نظر اکثره اساطیر د همدې دوو اندېښنو د کرارولو په خدمت کې دي.

دری:

اسطورو د هرې زمانې شاعرانو، لیکوالو او هنرمندانو ته الهامونه ورکوي. کله نا کله په یوه اثر باندې د اسطورې اغېز ډیر مستقیم وي او ډیر ځله بیا د اسطورې او اساطیري مضامینو غیرمستقیم اثر وینو. یو اثر چې څومره د اسطورو له لرغوني حکمته اغېز اخلي، دغسې له خپلې زمانې هم اغېزمن وي او ممکن موږ ته بیخي معاصر ښکاره شي.

څلور:

 اسطوره  معمولا د روایت ( نکل، حکایت…) په جامه کې وي، د اسطورې نکل ممکن واقعي یا خیالي او یا د خیال او واقعیت ګډوله وي.

پينځه:

د اسطورو د پېښو کرکټرونه خدایګوټي او خارق العاده بنیادمان وي.

شپږ:

اسطوره، چې په پیل کې شفاهي وي، د تاریخ په اوږدو کې مختلفو ملتونو له نویو کرکټرونو او متضادو روایتونو سره منلي ده.

اووه:

په اساطیرو کې، جمادات، نباتات او حیوانات د انسانانو مقابله کوي او دوی ته انساني ځانګړتیاوي ورکولې کېږي، مثلا، ونې او بوټې خبرې کوي، غرونه د انسان مقابلې ته را دانګي او حیوانات له انسانانو سره عاطفي چلند کوي.

اته:

په اساطیرو کې د کرکټر، هیرو یا اتل ځانګړتیاوي له عادي انسانانو څخه ډېر توپیر لري، دومره غلو پکې شوي وې، چې حتی په تنهايي باندې د دیوانو او پیریانو مقابله کوي او هغه ټول مغلوب کوي. نهه؛ اساطیر په پیل کې مقدس وي، باور پرې کېږی؛ خو وروسته د خرافاتو بڼه غوره کوي.

نهه: 

اسطوره اصلا سېمبول ده؛ خو په دې توپير، چې پر سېمبول باندې پوهېدل اسانه دي او دا کار د کتنې (مشاهدې) او لوستنې اورېدنې له لارې کېږي، خو اسطوره يي سېمبول د پوهېدنې له‌پاره څه غور و ژورتيا اړينه برېښي. د ساري په توگه بې له دې څوک پر ((اهريمن)) نه پوهېږي، چې څه راسېمبولوي او موخه معنا يې څه ده!

که په لنډه ووایو هره اسطوره او بيا اسطوره يې شعر و کيسه دننه دننه له سېمبولونو سره کار لري، په بله وينا، د اسطورې ژبه له آره سېمبوليکه ده. نو کله چې د اسطوره يي سېمبول نومونه کاروو، موخه مو په ټوله کې د هماغې ټاکلې اسطورې يو بياځلي سېمبولايزېشن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو