د جملو تعبير/ دکتور اجمل ښکلی
موږ په خپله ژبپوهنه کې جملې د نحوي واحدونو په توګه ځانته مطالعه کوو او پر ګرامري جوړښت او ډولونو يې غږېږو؛ خو ادراکي ژبپوهنه جملې په وينا کې دننه مطالعه کوي. وينا د ويناوال فيزيکي او فرهنګي فعاليت دى.
ويناوال ته په دې ژبپوهنه کې مفهومساز وايي، چې يوه صحنه مفهومسازي کوي. مفهومسازي د يوې پېښې انځورنه ده. ويناوال اورېدونکي ته د ژبنيو واحدونو په مټ يو انځور جوړوي، چې په دې ډول د مفهومسازۍ په بهير کې واقعيت، د واقعيت په اړه د ويناوال ذهني برداشت او د ژبې اصول درېواړه هممهاله ښکېل وي. داسې، دا نظريه نحوي واحدونه د انسان له ادراک او حسي تجربو سره په تړاو کې مطالعه کوي.
زموږ ژبپوهنه چې مانا له ګرامره بېله ګڼي، د ګڼو ماناوو لپاره د يوې جملې او د يوې مانا لپاره د ګڼو جملو کارونه ممکنه ګڼي، چې له لومړي ډول نه څومانيزې جملې او له دويم ډول نه هممهانا جملې زېږي، چې د ډېرې نېژدې، نېژدې او لرې بېلابېلې درجې لري. د دې پرخلاف په ادراکي ژبپوهنه کې چې مانا او ګرامر د نوک او ورۍ غوندې يوځاى مطالعه کېږي، ډېرې نېژدې جملې هم د تعبير پر بنسټ له يو بل سره توپير لري.
تعبير(Construe)، چې د انسان د ادراکي بهيرونو يو ډول دى، د ويناوال له خوا په بېلابېلو بڼو د يوه ډول وضعيت مفهومسازۍ ته وايي، چې د رونالډ لنګکر د ۲۰۱۳ کال په (Essentials of Cognitive Grammar) اثر کې د ټاکلتيا(مشخصوالي/ Specificity)، ځيرتيا(تمرکز/ focusing)، جوتتيا(Prominence) او نندارې(منظر/ Perspective) په ډلبنديو وېشل شوى دى.
د تعبير مفهوم به په ځينو بېلګو کې راساده کړو:
۱- الف: احمد د بريال ورور دى.
ب: بريال د احمد ورور دى.
زموږ په ژبپوهنه کې دا دواړه د مانا له پلوه هېڅ توپير نه لري؛ خو ادراکي ژبپوهنه دا ډول متقارنو جملو کې هم د تعبير له پلوه توپير ويني.
انسان چې يوې صحنې ته ګوري، پر يوه څيز يې تمرکز ډېر وي، چې د ګشټالټ ارواپوهنې له مخې متمرکز د څيز(figure) او بل د چاپېر(ground) په توګه ټاکي. د ګشټالټ دا اصل ادراکي ژبپوهنې پور کړىدى؛ نو د ادراکي ژبپوهنې په وينا، ويناوال د مفهومسازۍ په پروسه کې يو څيز مخ ليدسازي (Foregrounding) او بل شاليدسازي(Backgrounding) کوي، چې له دې نه تمرکز پيدا کېږي. په (الف ۱) بېلګه کې چې تمرکز پر “احمد” دى، د جملې سر ته راغلى دى؛ خو په دويمه کې چې “بريال” ته توجه ډېره ده، پر همدې توک د مفهومساز تمرکز ښيي. په جمله کې د ژبنيو توکيو د ترتيب د بدلون او خجنتيا تر شا د تمرکز اصل ولاړ وي.
د تمرکز ځانګړنه د عينې صحنو او ملکيت په انځورنه کې لا ښه ليداى شوي، مثلا لاندې په (الف ا) جمله کې چې د ويناوال تمرکز پر “پينسل” دى، د ملکيت مفهوم د پينسل له زاويې بيان شوى؛ خو په (ب ۲) جمله کې چې تمرکز پر “احمد” دى، د ملکيت مفهوم د احمد له زاويې بيان شوى:
۲- الف: پينسل د احمد دى.
ب: احمد پينسل لري.
زموږ په دوديزه رغښتي ژبپوهنه کې دا دواړه جملې د جوړښتونو له توپير سره هممانا ګڼل کېږي. د دې جملو انعکاسي بڼې(د احمد پينسل دى/ پينسل احمد لري) هم د تعبير د بهير زېږنده دي؛ خو په پښتو کې تر (الف او ب ۲) جملو کمې قراردادي دي، ځکه يې کارونه کمه وينو.
خو د يوې صحنې په انځورنه کې د تعبير نور ډولونه هم ښکېل وي. په پاسنيو (۱ او ۲) بېلګو کې د جوتتيا اصل هم وينو. په (الف ۱) جمله کې احمد تر بريال او په (ب ۱) جمله کې بريال تر احمد جوت دى، چې دا جوتتيا د يوه بل فرعي ادراکي بهير زېږنده ده او هغه پروفايلول دي.
په پاس بېلګو کې چې کوم توک جوت دى، هغه مفهومساز پروفايل کړى دى. د مفهومساز له خوا د جوتولو د بهير په پايله کې چې کوم څيز تر بل ډېر جوتېږي، هغه ته خوځند(Trajector) او کوم چې په دويمه درجه کې جوتېږي، هغه ته ځاينښه(Landmark) وايي. په (الف ۱) بېلګه کې “احمد” خوځند او “بريال” لېنډمارک دى اوپه (ب ۱) کې برعکس، ځکه چې د مفهومساز د ليدزاويه(Vantage) مختلفه ده.
د ليدزاويه د مفهومساز د نندارې(Perspective) توپير ښيي. که زه په درېېم پوړ کې يم او ووايم چې “لاندې په دويم پوړ کې زينه ده” خو که په لومړي پوړ کې يم او ووايم چې ” پاس په دويم پوړ کې زينه ده”. دا د “لاندې” او “پاس” په مټ دوه مختلف نندارې ښيي. ننداره د تعبير د نورو ډولونو غوندې د مهال د مفهومسازۍ په ګډون د ژبې په هر ډول مفهومسازۍ کې وينو.
لاندې بېلګې هم که د مانا له پلوه ورته دي، د صحنې په اړه دوه مختلف تعبيرونه لري او داسې نشو ويلاى چې دا يوه سمه او دا بله ناسمه ده:
۳- الف: پلار مې لمونځ کوي.
ب: پلار مې په لمانځه ولاړ دى.
په (الف ۳) جمله کې د ويناوال پاملرنه(تمرکز) چارګر(پلار) ته ده، هغه يې د جوتولو په مټ پروفايل کړى، چې د لمانځه په لينډمارک کې د خوځند په توګه واقع شوى. په دې ډول ننداره د “پلار” له لوري مفهومسازي شوې؛ خو (ب ۲) کې بيا “ولاړ دى” حالت پروفايل شوى او ننداره هم له همدې ګوټپيره وړاندې شوې ده، چې مخاطب پکې په لمانځه ولاړ کس ويني. د دې پرخلاف په (الف ۳) جمله کې مو ذهن ته د قيام جوت انځور نه راځي.
همداسې د “ورور مې ډوډۍ خوري” او “ورور مې په ډوډۍ ناست دى” بېلګې هم درواخلئ.
ويناوال صحنې ته له يوې زاويې ګوري او مخاطب وربولي، چې د ده له زاويې صحنه وګوري؛ نو دا پايله راايستلاى شو، چې ژبه د انسان له ذهني بهير سره په تړاو کې مطالعه کول پکار دي او دا چې هممانا او متقارنې جملې که د مانا له پلوه هر څومره نېژدې وي، د يو بل پر ځاى يې کارونه دقيقه نه ده، ځکه مختلف تعبيرونه لري.
وروستۍ خبره دا چې تعبير راته وايي، چې په يوه ژبه کې د ګڼو جملو د شتون مانا دا نه ده، چې يوه بڼه يې ناسمه او بله سمه وبولو.
ځواب دلته پرېږدئ