د آریایي کلتور او مدنیت بيلابیلې سرچینې/ شهسوار سنګروال

2022-09-28
د آریايي فرهنګ په اړه د استاد شهسوار سنګروال

شهسوار سنګروال

د کلتوري ورځې په پلمه،

کله چې لرغونپوهانو، څېړونکي او ختیځپوهان وغواړي او یایې دمخه غوښتي وي، چې د لرغونو اریایانو په اړه کره څېړنه وکړي نو پیل له افغانستانه کوي، دا ځکه چې د پارسي اریایانو او هندي اریایانو رښتنی ټاټوبی افغانستان دی. که څه هم ټول څېړونکي په تیره ایرانیان په دې اړه په یوه خوله ندي، خو د ختیځپوهانو غوښنه برخه باختر د اریایانو پلاز ګڼې .

د هندو اروپایي اریایایي لړۍ چې د انډو اریايي او یا د انډو ایراني په نومونو یادیږي، د دغو وګړو ډېره موهمه سیمه افغانستان دی، چې د دغې څانګې څېړنه، هېواد وا لوته ډېره اړینه ده، دا ځکه چې پښتانه، بلوڅ، تاجک، ساک، پامیریان، اورمړ، پراچکان، نورستانیان، پشه یان، کوردان او نور له همدغې څانګې څخه دي.

پدې بنسټ ویلی شو، چې افغانستان اد لرغونو اریایانو زړه دی او ډېر څه پکې موندلی شو. د دغو وګړو په بیلابیلو اقتصادي، کلتوری او سیاسي چارو کې ژور بدلونونه هم په همدې خاوره کې مینځته راغلي دي، چې بشري مدنیت ته یې لاره پرانستې ده.

پدغه سیمه یانې، د تور سمندرګي له غاړو نیولې، د چین تر پولو، د سر دریا نه راواخله تر پارس خلیج، همدغسې د هند تر سمندر پورې، له میلاد نه د مخه له ۲۰۰۰ کالو نیولې تر اوسه پورې کوم مدنیتونه، چې پدغی پراخه ځمکه کې په بیلابیلو مهالونو کې مینځته راغلي دي د اریايي وګړو تومنه ده.

پدغه خاوره کې مېشتو توکمونو په نړیوال کلتوري بهیر کې داسې رول ادا کړیدی، چې زموږ خلکو ته د دغو کړو وړو د هغوئ د ژوند تمدن، کلتور او تاریخ مطالعه ارزښناکه ده:

د ژوند لومړني توکي

لومړی خو اریایي وګړو هلته واړول، چې په طبعي بڼه د ژوند اسانتیاوې پکې وې، بیا يې ورورو د ژوند لپاره لومړنیو توکو ته مخه کړه.

سړو سیمونه تودو سیمو ته کډه شول، د خواړو سرچینې یې وموندلې، له طبعی شتمنیو یې ګټه واخسته، ځنګلي مېوې د ځمکې مرخېړي، د څاروېیو، ماهیانو او الوتکو ښکار، د ښکار لپاره غېشي، لیندۍ، غولکې او دامونو کارول د څارو ېیو اهلي کول، له یو شمېر بوټونه د خواړو استفاده، ان تر دې، چې اریایي وګړی د غنمو په موندلو هم لاسبری شو.

د کرهڼې په ترڅ کې د غنمو، اوربشو، ږدنو، نسکو، نخودو او ورورو یې د نورو تخمونو د پيدا کولو هڅه وکړه.

د څېړنو په ترڅ کې څرګنده شوېده، چې له زیږدي نه ۴۰۰۰ څلور زره کاله دمخه په باختر او د امو سین دواړو غاړو ته، کرنه په لومړنۍ بڼه پیل شوه.

د کندنو په ترڅ کې داسې څرکونه تر سترګو شویدي، چې د کندهار په ارغنداب کې له میلاد نه شپږ زره کاله دمخه یو شمېر کروندې موندل شوي او د روسي څېړونکي «واویلوف« په اند د افغانستان د غرو او رودونو په لمنو کې یو شمېر داسې لرغوني کڅونه شتون لري، چې د کروندې سرچینې یې ګڼلی شو.

د افغانستان په افسانوي اواستوروي تاریخ کې لاخبره ان تر ګوپت شا «یاګیو مرڅ پورې رسېږي. د همدې دورې د افسانوي پاچا تر لاسه شوې مجسمه کې د ده برنۍ برخه انسان او لاندینئ برخه یې د غوایي بڼه لري، چې اوستایې شپون پاچا بولي .

 له دې څخه څرګندیږی، چې د هغه مهال اریایانو ته کرنه او مالداري ډېره موهمه وه، څاروېیو او په تېره غوايی ته یې ډېر درناوی ځکه درلود چې د کرهڼې چارې او د بارونو لېږد دده په وسیله سرته رسېدې، چې ان د توتمیزم او د څاروېیو درناوی ډېر د پام وړ وګرځید.

دلته دی، چې د کرنې وسیلې، چې کرونده کې به یې پرې کار کاوه یو د بل پسې مینځته راغلې، چې پدې سره اقتصاد وده وکړه او د خلکو په ژوند کې یو ژور بدلون مینځته راغی، ځانته یې کورونه ودان کړل، د پوښاک، څښاک او خواړو اسانتیاوو، پراختیا او پرمختیا ومونده.

ټولنیزو ارزښتونو وده وکړه، چې موږ د کلتور وده او پرمختګ، د ریاست چارې، هنر او انځورګرۍ، موسیقي، ټولنیزدودونه، مذهبي پا لنې او دتوکو لمانځنې دساري په توګه یا دولی شو .

د اریایانو د کلتوري ارزښتونو لومړنۍ بېلګې

باختري اریایانو د خپلو څاروېیو لپاره د څړځایونه لټول نو ځکه شنودرو، ناوونو او ورشو ګانو ته شېوه شول. دا ددې وګړو غټه لاسته راوړنه وه، چې له یوې خوا به یې څاروي روزل اوله بلې خوا به یې د کرهڼې لارې چارې لټولې.

د همدې موخې له مخې اریایان د تاریخ په یوه ځانګړي اقتصادی او ټولنیز پېر کې د اوسني افغانستان په بېلابیلو سیمو کې خواره واره شول.

دوئ په لومړي سر کې د طبعي توکو لمانځنه کوله، چې موږ سیندونه، لمر، سپوږمۍ، بادو باران، بريښنا او نور توکي د ساري په توګه یادولی شو.

په دغو توکو کې کوم څه چې دوېته یې ډېر ګټه رسیده، هغه لمر وه، نو ځکه یې د دوی د عقیدې بڼه خپله کړه، چې اوس یې د لمانځنو په تاریخ کې د لمر لمانځنې او یا مهر، میترا، میر لمانځنه (mitraism) په نوم یادوو.

ښایي د نورو توکو لمانځنه به هم وه، خو «میترا» تر ټولو لوړ د ډیرې ستاینې وړ رب النوع وه، چې په تولو اریایي قومونو کې د درناوي وړ کلتور ګڼل کېده.

د میترا نوم په ویدونو او له ګاټونو پرته په اوستا کې هم ډېر ځله راغلی دی، ان تر دې چې ځانګړی یشت ورته بېل شویدی، ولې په ګاټونو کی یادونه ځکه نده شوې، چې د زردشت دین نه غوښتل، چی د اهورامزدا مقام او درناوي ته زیان ورسیږي.

هغه میخي کتیبه، چې د ترکېې اناتولي د «بغازکويي» په سیمه کې (ما سنګروال لیدلې )موندل شوېده او له میلاد نه دمخه ۱۴ مې پېړې پورې اړه لري، د ویدي زمانې د نورو خدایانو په څنګ کې د میترا رب النوع نوم او ذکر هم راغلی دی.

له دې سربېره د اسوربانی پال (د بین النهرین یو پاچا) د کتابتون په یوه کتیبه کې د میترام نوم د «شمس» رب النوع له نوم سره همغاړی یاد شویدی، میترا په ویدي سرودونو کې د رڼا، ځلا او د سمون رب النوع پنوم یاد شویدی ، خو په اوستا کې میترا ته د خدایي مقام پاتی نشو، خو د ویدي په څېر یې د رڼا او د پرښتې مقام خپل کړ.

د لمر (میترا) د لمانځنې دود پرته له اریایي ټبره په نورو قومونو کې هم دود شو ، چې موږ بین النهرین، هنګری، روم، بریتانیا…..د ساري په توګه یادولی شو… دلندن په موزیم کې داسې بېلګې لروچې دلمراو په څاروېیو کې داوزې لمانځنه او عبا دت کېده .

د میترا په تړا داسې افسانې، استورې او انګېرنی شتون لري، چې میترا لومړی د انسان په بڼه شپڼو ته راښکاره شو او هغو وپېژند… « مېترا mitra خلک کار کولوته هڅوي … مېترا ځمکه اواسمان ساتي… مېترا څښتنانو ته ، زوندېیو خلکو ته … روزي ورکوي » ( وګورۍ ۶۰ سرود )

د دې دین پیروانو عقیده درلوده چې د خیر او شر تر مینځه به جګړه روانه وي، تر هغې چې شر له مینځه لاړ شي.

میترا تر هغه مهاله په اریایانو کې لمانځل کېده، چې زردشتي مذهب وزېږید او ورورو یې د ده د لمانځنې مقام را ټيټ کړ.

په میترا کې سوفیزم او تصوف هم خپل مقامونه او درجې درلودې او کله به چې کوم سوفي د مقام وروستي پړاو ته رسېده، شمېر یې اتو (۸) مقامونو ته لوړېده لکه: ۱- کارغه ۲- پرهیزګار ۳- جګړن ۴- زمرک ۵- اریایي ۶- ابلاغ ۷- لمر ۸- پير (پلار).

د میترا پلویانو او پيروانو به په ورځ کې درې وخته عبادت کاوه:

۱ـ د لمر خاته په مهال

۲- د غرمې په مهال کې

۳- د لمر د پریوتو په مهال.

د عبادت لپاره یې ځانګړې ورځې هم ردرلودلې: د منې (مهرګان) پسرلی (یختر)[1] ( ښایی موخه اختر وي )که څه هم د زرتښت په خپریدو، مترا خپل مذهبي درناوی ورورو له لاسه ورکاوه ولې بیا هم تر ډېره پورې له زرتښت سره یو ځاې یې لمانځنه کېده.

ساکانو د خپل واک پر مهال د میترا لمانځنه کوله، تر هغې چې کوروش پری برید وکړ د دوئ مشره «تامیره tamira نومیده چې زوی یې د هغه له خوا ووژل شو.

بیا همدغې میرمنې (ساکي میرمن تامیرا) په «میترا» باندې داسې قسم یاد کړ که دې سوله را سره ونه کړه او زما زوې دې راخوشې نکړ، نو د ساکو په خدای (د لمر خدای میترا) باندی لوړه کووم، چې زه به ستا تنده په وینو ماته کړم.

د جګړې په ترڅ کې ډېر هخامنشي پوځیان ووژل شول او کله چې تامیرا، د کوروش مړی پیدا کړ نودروایتونواو انګېرنو له مخې ویل کېږي چې د ې وویل ما د ساکو له خدای سره ژمنه کړې چې زه به د هغه تنده په وینو ماتووم، نو ځکه یې د هغه سر له وینو ډک خنک (لوښی) کې ښکته کړ او ورته وې وېل وڅښه!!

هخامنشیان د پارسي ټبر پورې اړوند یوه څانګه وه، چې بیا یې تاریخ کې یو وړ ځای خپل کړ.

اریانا په لرغوني پارس کې ایریا aria یا ایریانا airyana، په سانسګرت کې اریا ورته aryavartta یا ورشه او په «زند » کې اریاني ویجو.  همدارنګه د اریا نوم د هرات لپاره هم کارول شویدی، چې په سنسګرت کې اریا د سپېڅلي او هسک په مانا راغلی دی. د ایران کلمه پهلوي بللی کېږي چې له اریانا اخستل شوېده او د «ایران» د نوم اصلي ریښه ښایي د ساساني دولت له خوا کارول شویوي. د مثال په ډول د ایران هېواد یې «ایرانشهر» او افغانستان یې «کوشانشهر» باله. خو په اسلامي پېر کې عربانو، پارسیانو ته د «الحجم» کله راوړې ده او د پارس کلمه د یوې اریایي قبیلې «پارسووا» parsua څخه اخستل شوېده‌،‌چې په ۱۹۳۵ ز کال پهلوي رضا شاه د پارس نوم په ایران واړوه.

دترکې دسلطا ن محمد خا ن د موزیم په یوې قطب نما کې ، چې په ۱۷۳۸ کال کښل شوېده، دسیمې هېوادونو یا دونه دافغانستان دنوم له څلور خواوې نه داسې شوېده :داوغانستان لودیځ ته حجمستان ،شمال ته سغدانېه، ختیځ ته چین اوجنوب ته هند پراته دي … له دې یا دونې نه مې موخه داوه ، چې په اسلامي پېر کې تر ډېره بریده ایران ته  دحجم اصطلاح کارول شوې ده .

ویدي عصر او ویدي کلتور

هغه مهال، چې د هندو اروپایي له اتو (۸) څانګو، ختیځه اریایي څانګه په درې ډلو اسکايي،آرینی، هندي ووېشلی شوه، خپل یو شمېر دودونه یې هم ځان سره ولېږدول. دغه وګړي، چې کله له نورو څانګونه رابېل شول، د درې زره (۳۰۰۰ م ز کالو) په شاوخوا کې د سیحون او جیحون تر مینځ پراخو سیمو کې ځای پر ځای شول.

کله چې بیا افغانستان ته راکډه شول، په باختر کې واړول او د شمېر د زیاتوالي له کبله او د خپلو څارېیو د روزنی په موخه یې د څړ ځایونو په لټه د افغانستان نورو سیمو ته کډه وکړه.

له میلاد نه د مخه د دوه او دوه نیم زره (۲۰۰۰-۲۵۰۰ م ز) کالو په شاوخوا کې بیا دغو اریایانو له افغانستان نه هجرت وکړ، د پارس او هند په ځمکو کې خواره واره شول. دوئ له ځان سره اریايي مذهب ژبې او یو شمېر نور معنوي ارزښتونه ولېږدول.

په افغانستان کې مېشتو اریایانو د ریګویدا د شاعرانو او ریشانو سرودونه نه یوازې پالل، بلکې خوله، په خوله سینه په سینه یې له یوه نسل نه بل ته د کیسو او افسانو پډول رسول.

د باختریانو د تمدن تاریخی پېر هم له ویدي سرودونو پیلېږي. که باکتریان اوږد استوروي او افسانوي تاریخ لري، خو د ویدي سرودونو پر مټ یې خپل ژبه، اندونه، د ژوند بېلابیل ډولونه، ګروهه او مذهبي دودونه راتلونکو ته په میراث پرې ایښی دي.

ویدي سرودونه د افغانستان د لرغوني تاریخ یوه ستره لاسته راوړنه او یو غوره لاسوند او رېفرنس بللی شو، چې نړۍ ته یې د باختریانو رښتنی انځور ورپه ګوته کړیدی. نو که چېري د باختری اریایانو په ژوند کې د ویدې او اوستایي سرودونو کارنامې نه وی، نو زموږ ډیر تاریخي ویاړونه به را نه غلا شوي وی.

د اریایانو دغه لومړنی کتاب که له یوې خوا د باختري اریایانو، د هغه وخت یو لوړ تمدن موږ ته راپېژني، خو له بلې خوا د اشارو او کنایو له مخې د څېړنیز مېتود په بنسټ دا ښکاره کوي، چې اریایان له افغانستانه هند او پارس ته کډه شویدي.

 د کلتوري مدنیت له مخې هم که چېرې د ویدي سرودونو ارزښت ته تم شونو، وید «د مذهبې پوهې او «ریګوید» د سرودونو ستاینې په مانا دی. څېړنو ښودلی ده چې د دغو سرودونو ریشیان او شاعران د هغه مهال د ټولنې هوښیار او څيرک انسانان ول.

دا پخپله د یوه مدني خوځښت بېلګه ده او له دې سربېره د سرودونو ریشیان او شاعران یوازې نارینه وګړي نه ول، بلکې ښځو هم پکې ونډه درلوده.

لکه د پښتو په ولسي ادب لنډیو، سروکو…کې چې ویونکي یوازې نارینه ندي بلکې ښځینه شاعرانې هم پکې برخه لري. دارنګه په ویدي ادبیاتو کې هم د نرو او ښځو ونډه د ستاینې وړ دی.

ویدي او اوستایي سرودونو کښنه، په تاریخ، ادبیاتو، د سیمو په جغرافیه، په کیسو او داستانونو کی د ستاینې وړ ځای لري.

ویدي سردودونو د اریایانو په ټولنیز زوند کې د پام وړ ارزښت درلود:

۱ـ په افغانستان کې ویدي تفکر تاریخي پېر او بهیر ته لاره اواره کړه او د یوې مدني تولنې پيلامه یې ګڼلی شو.

۲ـ په ویدي مدنیت کې لیک لوست، ادبیات، د فکري او مذهبي عقایدو پراختیا د باختري آریایانو د پرمختګ لپاره یوه سریزه وه.

۳- په ویدی کلتور کې دېته لاره اواره شوه، چې د اقتصادي پرمختګ لوري چټک کړي، نو ځکه یې کرهڼې ته پراختیا ورکړه او د څاروېیو روزني ته وده.

۴- د همدې هڅو پایله وه چې د بخدیم ښار ګوټی جوړ شو او باختریان یې له ښاري ژوند سره  اشنا کړل.

افغانستان په نیمه تاریخي پېر کې هم د ډېرو رزمي او استوروي کیسو څښتن وه، خو څومره چې د ویدی یا (ودا) سرودونو خبره ده، په سنسګرت کې دېته سپېڅلی پوهه ویل شوېده او اریایي کډوال، چې چېرته رسیدلی دی، د سیمو په ستاینه کی شعرونه ویلې دي.

که چیرې موږ دغه سرودونه په دوه برخو ووېشو، ګورو چې ډېر لرغوني سرودونه له مینځه تللي دی او هغه پاتې دي، چې اریایان له باختره مخ په هندوکش روان شویدی تر (هفت دریا=پنجاب) او سنده پورې رسېدلي دي. هفتا ب  ځکه پّه پنجاب واووښت ، چې دوه دریابونه وچ سول .

دوید په سرودونوکې د هرې سیمې، سیندونو، درو او غرونو یادونه او ستاینه شوېده، چې دا زموږ دلرغوني تا ریخ یو تلپا تې دب دبه ګڼلی شو .

په  «‌ اتروید سرودونو» کې بلخ و باختر ته «بلهیکا» ویل شوی، د ګنداریس تر څنګه یې د منجوان غره یادونه هم کړېده . اریایان چې کله له هندوکش نه اوړي د کابل سیند یې، په ویدي سرودونو کې د «کوبها» ، بیا چې تر سنده رسیږي، د «سیندهو» ګوماتي (ګومل)، کمرو (کرم=کرومو) سویتی (سوات) او دا ډول د نورو رودونو ستاینه یې په ویدي سرودونو کې راغلی ده لکه هره ویتی = سره سوتي (ارغنداب او یا اراکوزي)، بهالانه = بولان او الینا یا نې الینګار یادولی شو.

په یوه بل ویدي سرود کې د باد رب النوع نه یې د «ماروت» پنوم ستایلی دی. د ریګوید په دویم ټوک کې د پکته او د دې ټبر د نومیالیو ستاینه، د کابل، کرم او ګومل له یادونې پرته، کله چې اریایي ټبر د هيواد ختیځ  ته مخه کړه پخپلو سرودونو کې د «راسا» د رود یادونه هم کړیده، چې څېړونکي د کونړ سین بولي او په ځنې متونو کې ورکه هم د کونړ رود ګڼل شوی دی .

کوم سرودونه چې تر دی دمه را رسېدلي دي په څلورو ټوکو وېشل کېږي:

۱ـ ریګ وید چی د نورو ویدونو مور یې بولي. ۲- یجور وید ۳- اتر وید ۴- سام وید

که څه هم پخواني ویدي سرودونه لا تر اوسه ندي تر لاسه شوي، خو اوسنی ریګ وید او له دې پرته چې درې نور ویدي سرودونه چې په (هفت دریا=اوسنی پنجاب) کې کاږل شویدي د ویدي کلتور غوښنه برخه ده، خو د ویدی سرودونو معلومه برخه چې د ریګوید لرغونې برخه ګڼل کیږي پخپلو شعرونو او سرودونو کې د کابل، سوات، کونړ، کرم، ګومل او نورو یادونه کړېده.

ریګوید نه یوازې مذهبي ارزښت لري، بلکې ادبي، تاریخي او جغرافیوی ارزښت یې هم د پام وړ دی.

دا چې د ویدي سرودونو، د څلورو برخو یادونه شوي، مانا دا چې په بېلابیلو سیمو او وختونو کې لیکل شویدی او نه یوازې د ویدي کتابونو او ویدي ژبو لیکنی ډیر لوي توپیر نلري بلکې د اوستا یې سرودونو لیکنې، چې د سیند په لودیځه ورشو کې پیدا شویدی بشپړ نږدیوالی لري.

د دې توپير په تړاو «دوت dutt» لیکلي دی، چې د ویدي سرودونو په ژبه کې څرګند بدلون دا ښېي، چې له دغو سرودونو دمخه یو شمېر نور سرودونه هم ول، چې تر موږه ندي رسیدلی او ورک شویدي»[2]

د هغو سرودو وېیونه او ټکي او یا د ویدي او سنسګریت پخوانی لغتونه چې په پښتو او پارسي ژبو کې ریښې لري، دغه ژبنیز یو والی، دا ښېي، چې د ریګوید او یا ورک شوي سرودونه په لرغوني افغانستان کې ویل شویدي.

«ارتر مکدونل» پخپل کتاب د سانسګرت ادبیات او تاریخ کې لیکلي دي:

«د ریګوید ټول سرودونه، چې کتابي بڼه یې خپله کړېده، په څو سوه کلونو کې کښل شویدي.

که چیری د ټولو سرودونو د ویناو سبک، د شعرونو تخیل او دا د بي ښوونځيو او مد ر سو پېرونه او توپیرونه په پام کې ونیسو، نو دا به ومنو چې ریګوید له څو سوه کلونو لا ډېر وخت نیولي دی.

تر لاسه شوي د «ریګوید معلوم او څرګند سرودونه په باختر کې همغه وخت کښل شویدي چې هندي او پارسي څانګی له باختر نه کډه شوې وي……ریګوید د خپل نوښت له مخې د رنسانس بڼه درلوده چې د خپلو نیکونو سرودونه ومومي.

د بلهیکا او باختر ورک شوي سرودونه که تر لاسه شوي وی، ښايي زموږ د لرغوني تاریخ ډېر تت ګوټونه بی روښانه کړي وی، نه یوازې لرغوني ویدی سرودونه ورک شویدي، بلکې یو شمېر اوستایي سرودونه هم له مینځه تللې دي چې دغې لوې ضایعه شوې شتمنۍ زموږ د هېواد لرغوني تاریخ ته ډیر زیان رسولی دی، مثال په ډول په ویدي سرودونو کې د لسو اریایي ټبرونو جګړه یاده شوېده، چې د پنجاب راوي سین په غاړه پېښه شوې او نومونه یې داسی په ګوته شویدي: د الینا قبیله، بولان، شیوا، پورو، پکته او نور.

 «ارتر مکدونل» د ریګوید د شعرونو لرغونې برخه د تېر پېر د یاد په ستاینه کې، د تېر سوو په اند داسې کاږل دي:

«دوی غوښتل، چې د خپلو تېر سوو لرغوني سرودونه ورغوي، نو ځکه خو یې پدې هیله د هغوئ د لرغونو شعرونو یادونه کړېده.»[3] موږ د بولان، شیوا، پورو، الینا او پکته قبیلو یادونه وکړه او د ریګوید په دویم ټوک کې د «پکته ټبر څانګی او د واکمنو یادونه هم شوېده، چې موږ د یوه نامتو واکمن «تور وینه او یا دمخه مو د کیومرث (ګومرد=ګوپت شا)، چې په ۱۹۳۹ ز کال سمرقند ته نږدې په «تل برزو» کې پر خاورین لوښي یو انځور وموندل شو، چې نیمه تنه یې د انسان او نیمه تنه یې د غوایي وه، د اریایانو لرغونی پاچا او نور د ساري په توګه یادولی شو.

له دې سربېره چې په سمرقند کې یا د انځور موندل شویدی، د ارغنداب د هراوت (هره ویتی) په وادي کې د پني، پراوټه، بریسه …په یادښت کې راغلي دي، چې څېړونکي یې اوسني بړیڅ، پني، ډاسو (سلیمانخیل)، پروټ (الکوزي) ګڼي.

په ویدي کلتور او مدنیت کې یو شمېر لرغونو دودونو، جشنونو، میلو او د ملي ورځو ستاینو شتون درلود. لکه د سبها او سمتي جرګی، د سوما، او سامانه پنوم مېلي، اتڼونه، ډول ډول نڅاوې، ښوونیز او روزنیز فعالیتونه، د مذهبي هڅو او دیني دودنو د لمانځنو په لړ کې د اسمان رب النوع (ارونا)، د جګړې رب النوع (اندرا)، د لمر رب النوع (سوریا)، د اور رب النوع (اګني)، د باد رب النوع (ماروت)، د سوما (هوما) د بوټي د تولولو دودونه او نور د یادولو وړ دي.

داګنی ستاینه په ۹۹سرود ، داندرا ستا ینه په ۹۸سرود ، مېترا په ۶۰ سرود ، دسوما جشن یادونه به ۱۱۳ سرود اونورلسګونه سرودونه يادولی شو،چې نه یوازې د ریګوید په دغه سرودونوکې دیادوتوکولمانځنه شوې ده ، دارنګه دنورو سپېڅلوتوکو یا دونه هم شوې ده ، چې په ریګویداکې بېلګې موندلی شو .

د ویدي شعرونو او لمانځنو تاریخي بهير:

میر غلام محمد غبار د ریګوید او د ریګویدا د شاعرانو په تړاو داسې کښلي ديL«د مخزیږدي ۱۴ مې پېړۍ، د ریګویدا لرغونی کتاب کې د افغانستان د رودونو لکه کابل، کرم ګومل، سوات (د کوبهه پنوم)، کرومه، ګومتي، سو وا ستو یادونه او همدا ډول د افغانستان د یو شمېر قومونو او پېښواوجګړو یادونه هم په ریګویدا کې شوېده. چې موږ د لسو پاچاهانو جګړه چې پکتیانو (پښتنو)، الینا (د نورستان شمال ختیځ خلک)، بهلا تاسي [د بولان دره]، سواها (اندس ته نږدې) او نورو تر مینځ پېښه شوه یادولی شو.»[4]

ویدي عصرچې د زرتښتي دین تر راتګه پورې دوام مومي…..چی پدغه موده کې یو شمېر ټولنیزو ارزښتونو ته لاره اواره کړېده  څو بېلګې داسې دي:

۱ـ د ارباب الانواع د ستاینو او لمانځنو لپاره یې منظومې ترانې وکښلې، چې خوله په خوله به لېږدېدلې.

۲- داسې شاعران وروزل شول، چې د ویدي سرودونو ارزښتونه یې ماورالنهر وګړو پوري ورسول او دغه سپېڅلی ترانې د افغانستان، هند او د سیمې نورو وګړو ته واورولي.

۳- دغه شعرونه داسې نه وو چې یوازې د ولسي او شفایی ادبیاتو په تاریخ کې د پام وړ وه بلکې اریایي وګړو ته یې ورپه ګوته کړه چې کرهڼه او لاسي صنعت د ټولنیز ارزښت یو اصل دی.

۴- شاعرانو او ناظمانو د ویدي سرودونو د تشریح او تفسیر لپاره نوری رسالې هم ورونښلوې لکه:

ـ سمهیتا samhita یا سنهیتا د ویدونو توضیح.

ـ ارنیکایان aranyakas د بېلابیلو متونو ټولګه ده چې په ځنګله کې وکاږل شوه.

ـ او پانیشادونه upanishada د ویدي تفکر بیان او څېړنه.

۵- د امورود دواړو غاړو او په ټوله کې د لومړنیو اریایانو ګډه ژبه اریک نومېده، خو وروسته دوئ بېلابیلی لهجې او ژبې رامینځته کړې، په دوئ کې د ریګویدا، ګاټونو…….ژبې چې یو شمېر ژبپوهان یې دوه بېلې ژبې ګڼي، که څه هم ختیځپوهانو (یو شمېر) د ګاټونو ژبه د ویدي ژبې اوښتې بڼه ګڼي.

۶- د کسبونو ایجاد او د هنر ودې او پرمختګ ته پاملرنه او نور د ساري په توګه یادولی شو.

۷- ویدي سرودونه د افسانوي او اساتیري تاریخ بڼه هم لري، لکه د یما (جمشید) یادونه، چې دی يې د مړو رب النوع رود «اوخروي» نړۍ شفاعت کوونکی ګڼل شویدی.

۸- په ویدي سرودونو کې د بلهیکا، بلخیکا، بلخیان او دېته دور ته کلمو یادونه. د اریایانو لېږد، چې له یوې سیمې نه بلې سیمې ته کډه شویدي.

موږ په لرغوني تاریخ کې د اریایانو د ډلو ټپلو یادونه ګورو، لکه د بهاراته پیاوړې ډله چې د اندوس (سند) دواړو غاړو ته اباده وه او د ویدي سرودونو وروستۍ برخه یې کښلې ده، چې زموږ د افسانوی او استوروي تاریخ غوښنه برخه جوړوي. له دغې قبیلې سره د «سرنجیا» قبیله هم متحده وه.

۹- د لسو پاچایانو په قبیله کې یوه بله ډله او یا ګروپ د «یادو «پنوم یادېده، چې پنځه قبیلې ورسره متحدې وې لکه تور واشا، درهیو، انو، اوپورو او پخپله یادو، چې د دوئ اتحادې ته یې «پنګه جانا» یا د پنځو قبیلو د یووالي ټولنه وېلې.

۱۰- د پکتها ګروپ: تر ډېره بریده ختیځپوهانو او یو شمېر څیړونکي دغې ډلې او قبیلي ته د « پختها ،پښتا» ګروپ هم ویلی دي، چې د پنکها په څېر د پنځو قبیلو یووالی په ګوته کوي لکه: شیوا-بهالانا-الینا-ویشانن او پخپله د پکتها قبیله یادولی شو.

په ویدي سرودونو کې د ګڼ شمېرو قبایلو یادونه شوېده، چې اوس د افغانستان په ګډون یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو کې نښې نښانې تر سترګو کېږي.

یو شمېر څېړونکي ددغوڅانګواو ګروپونو په تړاو داسې لیکلی دي چې «یادو» ګروپ او «پکتها» ګروپ یو تر بله سره د نسل له مخې نږدی او د بهاراته ګروپ څخه نسبتاً لری وو.

«له بله پلوه په ویدي سرودونو کې «دیادو» ګروپ قبایل د «پارسوا» قبیلې سره نږدې ښودل شویدي، نو له دې څخه داسې ښکاري، چې پښتانه هم او ساک هم د بهارتیانو په نسبت د پارسیانو سره نژدې او خپلوان ول.»[5]

۱۱- ریګویدا د یوه لرغوني لاسوند په توګه د هغه مهال د لرغونو ټبرونو د یوې جګړې کیسه، د هغه وخت د یوه رب النوع «اندرا» له خولې داسې کوي، چې خیر محمد ساد یې پخپل کتاب کې یادونه کړیده:

«ما ځمکه اریه ته وبخښله او باران د هغو کسانو له پاره دروم، چې ماته نزر راوړي…..د سوما په مستۍ کې مې د شمبري shambara ۹۹ کوټونه وران کړل-سلم کوټ مې هغه وخت وران کړ چې د «دېوداس اتهتکوه» سره مې مرسته کوله….»[6] دا د بهاراته قبیلې اړوند کیسه وه. دغه قبیله د اباسین رود او د اټک دواړو غاړو ته ودانه وه. د اریایانو د بیلابیلو قبیلو تر مینځ له اباسین نه راواخله د «راوي»  رود او سین پورې جګړې کېدلې.

د دغې سیمې، چېرته چې د بهاراته قبیلې استوګنه درلوده او ددغو سیمو پراخې ورشو ګاني په ولکه کې وې پاچايې «دیوداس» نومېده او د «سوداس» له قبیلې څخه وه.

دا چې «دیوداس اتهتکوه» یاد شویدی، ښایي «دیوداس» له اباسین نه د راوي تر سینده پورې ځمکې  د ده په ولکه کې وې او یا په بله اصطلاح ووایو، له اټک نه راواخله تر پنجابه (هفت رود) پورې خاوره د دوئ په واک کې وه.

د «اتهتکوه=اتکوه» کلمه د «اتک=اټک» کلمې سره سر خوري ، ښا یي داسې وانګېرل شي، چې دیوداس دوه پلازمېنې درلودې، چې یوه پلازمېنه یې «برهان» ته څېرمه د «اټک» غاړه وه.

۱۲- موږ دمخه وویل، چې د ویدی په څلورو کتابونو کې ریګوید له ټولو لرغونی کتاب دی او لرغونو اریایانو به دغه سرودونه اسماني الهام او ډالۍ ګڼله.

دریګویدا په ۱۸۵ سرود کې داسمان سپېڅلتیا ته په خطاب کې کښلي دي چې اسما ن موږ له بدي ساتي …‌‌ »

د دغو سرودونو تاریخي ارزښت پدې کې دی چې د یو شمېر سیمو، رودونو او غرونو یادونه کوي چې موږ «یوپائي ری سنا» (هندوکش)، سپیتاګوناګېري (سپین غر)، سندهو (سیند)، کو بها (کابل)، کرومو (کرم)، ګندهارا ګوماتي (ګومل)، سراسواتي (ارغنداب)، راسا (کونړ)، سواستو (سوات)، سپیته سندهو (هفت رود) او یو شمېر نور جغرافیوی نوم د ساري په توګه یادولي شو.

باید دا هیر نکړو چې په ریګوید کې د بلخ او باختر نوم نه دی یاد شوی ولي په «اتروید» کې د بلهیکا نوم یاد شویدي.

۱۳- په ټوله کې ویدي سرودونه په دوه برخو وېشل شویدي، چې یوه برخه یې «سروتي» cruti، چې له الهام سره تړاو ورکړ شویدی او بله برخه یې دغه ځانګړتیاوې نه لري.

د «ساکالاکا» د مدرسې پر بنسټ، ریګوید ۱۰۲۸ سرودونه په لسو (۱۰) کتابونو وېشل شویدي، چې د هرې برخې مینځپانګه یې خپلی ځانګړنې لري. لسم کتاب چې د ریګوید وروستی کتاب دی، تر ډېره بریده پکې ادبي سرودونه راغلي دی.

په نهم ټوک د «سوما» سرودونه ګورو، چې د هغه ستاینې ته ځانګړي شویدی، خو په ټوله کې ریګوید، چې په لسګونو کالو په موده کې بشپړ شوېدی او ګڼو شاعرانو پکې برخه اخستې… د مینځپانګې له مخې دغو توکو ته ځانګړی شوېده:

لکه ادبیات، د خلکو دودونه او کلتور جشنونه، تاریخ او جغرافیه، د خلکو ټولنیز ژوند او د ټولنیز ژوند د ارزښتوو توضیح او نور.

۱۴- بېلابیلو لرغونپوهانو لکه «دوسن مارتن» موسیو واله دوپوسن، ماکس مولر، ادمایر، موسیوونترنیتس winernits او په لسګونو نورو د ریګوید په بېلابیلو اړخونو په بڼې او مینځپانګې څرګندونې کړیدی.

پدغه لړ کې ادمایر eodmeyer پدې اند دی ،چې د لرغونی ریګوید لرغونې برخه ښایي ۱۵۰۰ م ز په شاوخوا کې کاږل شوې وي او له یو شمېر نورو څرګندونو ښکاري، چې د ریګوید سرودونه د ۱۰۰۰-۱۵۰۰ م ز، ۲۰۰۰-۳۰۰۰ م ز شاوخوا ویل شوي وي.

د اریایې یا باختري ټبر شتون د افغانستان په لرغوني تاریخ کې وړ ځای لري. د آریا او د ایریا په نومونو یا د قومونه او خیلونه، چې په لومړي سرکې د هندوکش دواړو غاړو ته مېشت او ودان ول، د خپلې ټولنې، ټولنیز ارزښتونه وپالل او د مادي او معنوي کلتور په رڼا کې دیني، مذهبي، ادبي، تهذیبي او نوری انساني ښېګڼې پخپل نسل او راتلونکي نسل ولورولې.

د دغه پېر تاریخي معلومات د ویدي ادبیاتو او ویدی سرودونو په رڼا کې تر سترګو کېدلی شي ځکه، که چېرې موږ د لرغونو اریایانو په تړاو، غواړو څېړنه وکړو نو کولی شو، چې له ویدیک ادبیاتو نه د یوه لاسوند په توګه ګټه واخلو.

د دې له پاره چې د اریایانو بېلابېل مېشت ځایونه په ګوته کړو او وښېیو، چې دوئ په ټولنیزو، کرهڼیزو او کلتوري چارو کې څه پرمختګونه کړي وو،په کومه ځمکه او په کوموکومو ټاټوبو استوګن ول ؟ معلو مات وړاندې کړو… نولومړی پيل له مرکزي اریایانو څخه کوو:(پاتې نور)

) یختر ښایي د اختر مانا ولري.[1]

[2] ( the aryanisation of india by nripendra kumar dutt, m. a ph. D p54-55

[3]( a history of Sanskrit literature by Arthur a. macdonell. M.A. PH.D london

) غبار میر غلام محمد تاریخچه مختصر افغانستان ۹ مخ.[4]

) کاکا خیل ظفر پښتانه د تاریخ په رڼا کې ۱۱۹ مخ [5]

) ګزیده سرود های ریګویدا ۹ مخ. او د لرغوني اریان ۷۴ مخ[6]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو