په ځان برلاسي اوسئ

2022-05-14
که په ځان برلاسي نه اوسئ، تاسې خپله د خپل ځان دښمن جوړېږئ. په ځان برلاسي کېدل له هغه کنترول څخه عبارت ده چې تاسې يې په خپل نفس، غوښتنو او عادتونو باندې لرئ. تاسې باید خپل ټول منفي او ښه عادتونه کنترول کړئ که داسې ونه کړئ، دغه عادتونه به تاسې

خدیجه عزیزی

که په ځان برلاسي نه اوسئ، تاسې خپله د خپل ځان دښمن جوړېږئ. په ځان برلاسي کېدل له هغه کنترول څخه عبارت ده چې تاسې يې په خپل نفس، غوښتنو او عادتونو باندې لرئ. تاسې باید خپل ټول منفي او ښه عادتونه کنترول کړئ که داسې ونه کړئ، دغه عادتونه به تاسې کنترولوي.

ډېری کسان د قهر حالت کې ځان نشي کنترولولای او داسې کړنې ترسره کوي چې وروسته بیا پرې پښېمان وي. ځينې کسان نوي محیط/افرادو ته په کتو سره هیجان کې راځي او داسې خبرې یا کړنې ترسره کوي چې وروسته بیا پښېمان وي.

په ځان د برلاسي کېدو لپاره ښه لار داده چې د کوچنیو بدو/منفي اعمالو نهي څخه پيل وکړو مثلا ً: ناوخته ویده کېدل د صحت او ورځني ژوند کارونو لپاره ډېر ضرر لري نو بیا ولې په وخت ویده نشو؟ که د یو سریال کتل زمونږ د خوب وخت خرابوي او مونږ دومره نشو کولای چې د تلویزون آف کړو نو څرنګه به د ژوند لویو مسایلو په وړاندې په ځان برلاسي اوسو؟ که یو کوچني بد عادت/ غوښتې په وړاندې “نه” نشو ویلای نو څرنګه به غټ بد عادتونه مهار کړو؟

د کوچنیو بدو کړنو په وړاندې “نه” ویل، په ځان د برلاسي کېدو ستر ګام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو