د تاریخ ماضي/ مصطفی سمون

2022-12-12
د تاریخ لوستل او ګټې یې

تاریخ د ماضي، حال او راتلونکي د اړیکو جال دی، چې د بشر نېکبختۍ او بد بختۍ پکې رانغاړل شوي دي. نېکبختي زموږ په شان د خلکو لپاره وي، دا ځکه چې په ماضي کې خپل اوسمهال تسکینوو او هرې خبرې سره د اړیکو احساس یې په دروني برم کې وينو، چې تېر مو داسې د دبدبې وو؛ نو حال هم په همدې تېر خیالي برم کې محوه او حسي ادراک د ساکت کېدو په دوران کې غلی کوو.
موږ پرسکونه ژوند غواړو؛ خو له بله. دا د ځان نه پېژندنې یو لوېدلی حالت دی، چې د ماضي په مټو کې د حال او راتلونکي رڼایي وینو؛ خو اصل کې باید له اوسمهاله دومره ګټه واخلو، چې راتلونکی او ماضي ښه یاده شي او نورو ته هم بېلګه وګرځو. دا په دې مانا چې حال اوس دی دغه اوسنی سات چې تېر شي ماضي شي او سبا مو راتلونکی دی. د دې پاڼو په روښانولو کې خپل هر څه ښه لیدای شو.
د تاریخ لوستلو یوه ګټه دا ده، چې انساني فکر په ماضي، حال او راتلونکي باندې د حالاتو هنداره ویني.
د انسان د ژوند حالات د هندارې په شان دي. په هنداره کې سړی خپل ځان ویني،چې څه ډول یم او ګرد راباندې ناست دی او که….
ځاني سنبالښت ته سړی متوجه کوي.
هر فرد چې څومره معیاري خبرې له ځان سره کوي، همدومره معیاري راتلونکی یې مخې ته پروت دی. له تاریخ سره باید په احساساتو او غېرشعوري چلند ونه کړو. دا ځکه چې لاشعور جذبات احساست وي، شعور کنټرول دی په هره پېښه او خبرې. د چا چې مغز فعاله وي په فزیکي لحاظ هم ښه لاره انتخابولی شي. د انسان دروني چاپېریال متحرک ساتل د نړۍ لید د پراخوالي نښه ده. له همدې ځایه کوښښ وکړو، چې له تاریخي لیدلوري سره د منطق او شعور له لارې برخورد وکړو. ترڅو د ټولنیزې اګاهۍ په دوران کې انساني برمونه د ځان لپاره بت نه، بلکې کړنلارې یې مطالعه که د ګټې اخستنې وې ګټه ترې واخلو او که نه وو؛ نو لاره به ترې بېلوو.
زموږ تاریخي قضاوتونه اکثریته سطحي وي، یعنې که د کومې ایډیالوژۍ یا خوځښت موافق نظر مطالعه کړو؛ نو مخالف یې رټو. که چېرې مخالف هم مطالعه کړو او وروسته د دواړه له مطالعې نه راوتی قضاوت د خپل چاپېریالي ایډیال په رڼا کې استدلال وکړو؛ نو ایله به د خپلې ماضي، اوس او راتلونکي لپاره د منطق نوې زوایه موندلې وي او له انساني افکارو به مو د بدبینۍ هنداره لرې کړې وي او د تاریخ په اړه به مو ذهني چاپېریال پراخ کړی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو