جومپا لاهیري/ وږمه وردک

2022-11-06
د جومپا لاهیري ژوندلیک

جومپا لاهیري (Jhumpa Lahiri) هندي الاصله امریکایۍ لیکواله ده چې د ۱۹۶۷ز کال په جون کې، په لندن کې زېږېدلې ده. پلار او مور یې بنگالي وو. درې کلنه وه چې کورنۍ یې امریکا ته کډواله شوه او لاهیري په سهیلي کېنگسټون، روډ ایلنډ، کې لویه شوه. پلار او مور یې پر خپل هندي اصالت ډېر ولاړ وو او غوښتل یې دا فرهنگي میراث خپل راتلونکي نسل ته هم ولېږدوي. د روزنې همدا چاره سبب شوه چې د مهاجرت او دوو متفاوتو هېوادونو ژوند موضوع د لاهیري په ذهن کې ځای ونیسي.

جومپا لاهیري له ښوونځي تر فراغت وروسته، په ۱۹۸۹ز کال کې، د کلمبیا پوهنتون له انگلیسي ژبې او ادبیاتو د لیسانس سند ترلاسه کړ. وروسته بوسټون پوهنتون ته لاړه او ماسټري یې په درېیو برخو: انگلیسي ژبه، نوښتگره لیکوالي او ادبیات او تطبیقي هنرونو کې پای ته ورسوله. په ۱۹۹۷ز کې وتوانېده چې له بوسټون پوهنتون نه د رنسانس مطالعاتو  برخه کې د دوکتورا سند واخلي.

جومپا لاهیري او لیکوالي

لاهیري د پوهنتون په دوره کې او تر هغې وروسته خپلې څو لنډې کیسې په ځینو مجلو لکه نیویورکر او هاروارډ کې خپرې کړې؛ د دې زیاتره لنډې کیسې به د خپروندویو ټولنو له لوري رد کېدې. لاهیري تر څه وخت وروسته دا لنډې کیسې یې راټولې او (د دردونو ژباړن) په نوم ټولگه کې خپرې کړې. په دې ټولگه کې ټولټال ۹ لنډې کیسې وې چې ځینې یې په کلکته او ځینې نورې یې د امریکا ختیځ سواحلو کې پېښېدې او موضوع یې پر واده، کډوالۍ او پردي‌والي څرخېده. دا اثر په امریکا کې ډېر وستایل شو او د ۲۰۰۰ز کال د پولیټزر جایزه یې ترلاسه کړه؛ خو د هندي نقادانو نظر د دې اثر په اړه مثبت نه و، ځکه د دوی په اند لاهیري په دې ټولگه کې د هند ناسم انځور لوستونکو ته وړاندې کړی و.

جومپا ورو ورو ناول لیکلو ته مخه کړه او د (هم‌نومي) په نوم ناول یې په ۲۰۰۳ز کال کې خپور کړ. هغې په دې ناول کې د شخصي هویت او کډوالۍ کړاوونو موضوع ځای کړه او د یوې بنگالي کورنۍ د اړیکو څرنگوالی یې په امریکا کې بیان کړ.

دې لیکوالې په ۲۰۰۸ز کې یو ځل بیا د خپلو لنډو کیسو دویمه ټولگه د (پردۍ ځمکه) په نوم خپره کړه. د دې اثر موضوع هم کډوالي او له پردي فرهنگ سره برابري وه. دا ټولگه تر خپرېدو وروسته، د نیویارک ټایمز د ډېرو خرڅ شویو کتابونو په لړ کې راغله.

جومپا ۵ کاله وروسته، د (نانځکه) په نوم ناول خپور کړ او د دوو بنگالي وروڼو متفاوت مسیرونه یې انځور کړل. د دې اثر هم پراخ هرکلی وشو او گڼو ادبي جایزو ته نوماند شو.

جومپا لاهیري د خپلو فرهنگي او ټولنیزو هڅو په پایله کې، په ۲۰۱۴ز کال کې، له بارک اوباما نه د بشري علومو ملي مډال واخیست.

د لاهیري سبک او لیدلوری

د جومپا د لیکوالۍ سبک ته هم ساده او هم ژورنالیستي سبک ویلی شو. دې په خپلو اثارو کې پېچلې او مرکبې کلمې، مجازي ژبه او مبهمې جملې نه دي کارولې.

کډوالي او پردي هېواد کې ژوند هغه موضوعگانې دي چې د لاهیري پام یې ځان ته اړولی دی. لیکنې یې تر ډېره پر یوازېتوب، ناروغۍ یا ناخوښ گډ ژوند راڅرخي. که څه هم د جومپا د کیسو اصلي موضوع د کورنۍ غړو د اړیکو څرنگوالی دی، خو بیا هم د دغو ټولو ستونزو بنسټ او ریښه د مهاجرت تجربه او له پردۍ ټولنې سره د برابرۍ په هڅه کې نغښتې بولي.

د جومپا ځینې منتخبې جملې

•  کتابونه، پرته له دې چې قدم واخلې، تا په لرې سفر له ځان سره بیایي.

•  چې څومره ځان تر نورو ټیټ گڼم، هومره ځان ژوندی احساسوم.

•  د انسان ژوند که هر څومره تریخ وي، د منلو وړتیا یې زړه کې لري.

•  چې کتاب دې تر څنگ و، مجبور نه یې بل ملگري پسې وگرځې.

•  چا مې د بریا راز وپوښت؛ ماته هغه ورځ را یاد شوه چې ذهن ته مې ناڅاپه یو غږ راغی: دا کار وکړه!

•  ته لا هم ځوان یې، ازاد یې، پر ځان ورحمېږه؛ مخکې تر دې چې ډېر ځنډ شي، پاڅېږه او څومره چې کولی شې نړۍ وگوره.

جومپا لاهیري اوس‌مهال ۵۵ کلنه ده او تر دې دمه یې لسگونه مقالې، لنډې کیسې، ناولونه او شعري ټولگې خپرې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو