صدره(فولکلور)/ لېمه ودان

2023-01-05
فولکلوریک

صدره صدره څه غواړي یوه کاسه اوړه غواړي!!!
هې!! هې!!!
صدره راوړئ د دین او د دنیا!
دا د هغو پښتنو د دود نارې دي چې د اختر په شپه په ټول کلي کې کور په کور ګرځي او یو جالب پښتني دود ترسره کوي. صدره ټولونکي ځلمي او ځلمکي هلکان وي. د دوی په ډله کې یو کس له ځانه ملنګ جوړوي، چې د یاد دود مرکزي رول لوبوي. ملنګ په خپل نقش کې مسلکي وي، چې د کليوالو د خوشالۍ لپاره جالب حرکتونه هم کوي. دا دود پخوا ډېر لمانځل کېده، چې صدره ټولونکو ته به یې اوړه ورکول، هغوی به بیا په خپل منځ کې سره وېشل؛ خو په دې وروستيو کې، چې دا دود ډېر پیکه(کم رنګه) شوی هم دی، صدره اوړه یا پیسې وي.
دا د اختر د شپې هغه دود دی چې زموږ په سیمه کې لمانځل کېده او اوس هم په کمه کچه لمانځونکي لري. دې دود ته څه ناڅه ورته بل دود هم شته چې رمضاني یې بولي. د صدرې او رمضاني یو توپير دا دی چې رمضاني د روژې میاشتې په پينځه‌لسمه شپه لمانځل کېږي؛ خو د صدرې دود د اختر په شپه لمانځي. نور توپيرونه هم لري چې دلته یې له یادونې تېرېږو. ښایي دې ته ورته دودونه په نورو سيمو کې هم وي چې موږ به ترې خبر نه يو کېدای شي داسې ډېر دودونه د ژوند په کاروان کې زموږ له سترګو پناه شوي هم وي.
صدره او دې ته ورته نور دودونه د پښتني فرهنګ ښکلا ده، چې په لیکلو یې پښتو ادب هم رنګين کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو