د ژبې ټولنپوهنه/ عبدالسمیع وحدت

2022-11-21
د ژبې

د ژبې ټولنپوهنه د ټولنیزې ژبپوهنې د یوې مهمې څانګې په توګه پېژندل شوې ده. په دې څانګه کې په دې بحث کېږي، چې په کومو ژبو او د ژبو په کومو ډولونو په بېلابېلو ټولنو کې خبرې کېږي او د دغه رنګارنګي، پراخوالي او کارولو سبب څه شی دی، مثلا: له دغو لاملونو څخه یو هم د ټولنیز سیاست مسئله ده او دا هغه وخت مطرح کېږي چې په اختیاري ډول د ژبنیو برنامو په جوړولو لاس پوري شي، ځکه د ژوند نوې لارې او د نړۍ سیاستونه هم د دې سبب کېږي، چې ژبې سره جلا او په څو برخو ووېشلې شي، لکه: صربي او کرواتي دوه ژبې، چې د (۱۹۹۱م) کال له جګړې مخکې، چې پخوانۍ یوګوسلاویا لا تجزیه شوې نه وه، د یوې واحدې ژبې په توګه پېژندل کېدې او (صربوکروات) نوم یې درلود. د دغو ژبو عمده توپیر دا و چې صربي ژبه په سیریلیک الفبا لیکل کېده او کرواتي په لاتین الفبا. د کورنیو جګړو له پیل وروسته د یوګوسلاویا ژبپوهانو او غیرمتخصصینو د دغو دوو ژبو د جلاوالي له‌پاره هڅې پیل کړې.

د ژبې ټولنپوهنې عنوان که څه هم یو نوی عبارت دی، چې د رامنځته کېدو یې یوازې څو لسیزې تېرېږي، او لومړی سړی چې دغه عبارت یې وکاراوه “کری” و چې په ژبپوهنه کې یې د نوې لارې د پرانیستلو ادعا کوله. مګر د تاریخي مدارکو کتنه دا را ښیي چې د ژبې د ټولنپوهنې بحثونه ډېر پخواني دي او ددې موضوع مهم او مطرح شوي مسایل کېدای شي (۴۸۰ ق م) د هراکلیتوس په وخت کې رامنځته شوي وي.

بیا هم ټولمنلی نظر دا دی، چې د ژبې ټولنپوهنه د محتوا له لحاظه یوه کس نه ده پیل کړې او تر اوسه یو جامع او بشپړ تعریف هم د دغې څانګې له‌پاره نشته، په دې اړه “دل هایمز” وایي، چې “دغه علمي څانګه د ژبپوهانو له خوا په بېلابېلو بڼو تعریف شوې ده او د ژبې د ټولنپوهنې څو تعریفونو ته په کتو سره به ممکن دا مسئله یو څه روښانه شي.” نو لومړی یوڅو تعریفونو راوړو:

ــ “د ژبې ټولنپوهنه د ژبې د ځانګړنو، ډولونو او د دغو ډولونو د رول کتنه ده.”

ــ “د ژبې ټولنپوهنه هڅه کوي، چې د ژبې، د ژبې د ډولونو او ټولنیزو جوړښتونو تر منځ د اړیکو یو منسجم تعریف وړاندې کړي.”(۵۸: ۴۵)

ــ “د ژبې ټولنپوهنه د ژبې د ویلو او وړاندې کولو په ټولو ټولنیزو اړخونو ټینګار کوي.”

ــ ” ژبې ټولنپوهنه فرهنګي او ټولنیز مفاهیم مطالعه کوي او دا څېړي چې دغه مفاهیم څه ډول د ژبې په چوکاټ کې ځای پر ځای کېږي.”

ــ د ژبې ټولنپوهنه د ژبپوهنې له هغې برخې عبارت ده، چې ژبه د یوې فرهنګي ـ ټولنیزې پدیدې په توګه تر څېړنې لاندې نیسي.

ــ “د ژبې ټولنپوهنه د ژبې د تغیير جریان ته راجع یوه څانګه ده او دا مطالعه کوي چې څه ډول بېلابېلې ژبې د مختلفو ټولنیزو فکرونو د بیان له‌پاره د خلکو له‌خوا کارول کېږي او موضوع یې داده، چې خبرې کوونکی د اورېدونکي پر وړاندې د ځان په اړه څه احساس کوي او څه ډول تشخیصوي چې په ځانګړو ټولنیزو شرایطو کې له کومې ژبې ګټه واخلي.”

ــ “د ژبې ټولنپوهنه له ټولنې سره د ژبې اړیکې څېړي.”

په پورتنیو تعریفونو کې چې ګډ ټکی لیدل کېږي، دا دی چې ټول تعریفونه د ژبې پر ټولنیز اړخ بحث کوي. همدارنګه له پورتنیو تعریفونو څخه معلومېږي چې د ژبې د ټولنپوهنې تر چتر لاندې مختلف موضوعات راځي؛ لکه: د ژبې فرهنګ، فردي او ټولنیز اړخونه، د خبرو ستراتیژي، سبک پوهه او داسې نور؛ چې د دې ټولو دنده د ژبې د تنوع او ډولونو څېړنه ده.

د ژبپوهنې په دې برخه کې دغه ابهام او پېچلتیا د نظر له خاوندانو لرې نه ده پاتې. “دوکمپ” وایي د ژبې ټولنپوهنه اصلا د یوه علمي څانګې په بڼه راغلې، چې نظري اساس او بنیاد نه‌لري. “دل هایمز” چې د ژبې د ټولنپوهنې له بنسټګرو څخه دی، له یو څه وخت وروسته په ۱۹۷۴ وویل: چې “امکان لري د ژبې ټولنپوهنه لکه یوه سرګردانه بېړۍ چې د بهر د څپو پرمخ له زور وهلو وروسته، له ځغلولو وروسته پاتې شي او بیا د یوه پراخ اقیانوس په بڼه راشي.”

“کري” عقیده لري چې اوس هماغه وخت راغلی چې له علمي نظره، دې برخې ته سروسامان ورکړو او یو دقیق او واقعي ټولمنلی تعریف یې وکړو. دی وايي چې د ژبې د ټولنپوهنې په برخه کې مو ډېرې علمي څېړنیز او بېلابېل نظریات وړاندې کړل، مفصل بحثونه او ویناوې مو وکړې؛ خو زموږ ازمایښتونه او څېړنې لا هم تیوریکي بڼه نه‌لري او لا هم د علمي وحدت او انسجام خاوند نه دی.

“مایکس” د ژبې په دې برخه کې د ژبپوهانو د نه پاملرنې له وجهې د خپلې نا خوښۍ په څرګندولو وايي “چې زموږ ژبپوهنه د څېړونکو له پرمختګ سره بیاهم په وروستیو شلو کلونو کې د ژبې د ټولنپوهنې له څنګه په بې پامۍ تېر شوي دي او هغې ته یې پاملرنه نه ده کړې او خپل ځان یې د ژبې د ټولنپوهنې له پرمختګونو څخه محروم کړی.” (۵۳: ۸۹)

له دې خبرو هدف دادی، چې د ژبې د ټولنپوهنې په برخه کې د موجوده څېړنو په اساس له فلسفي چوکاټونو، ټولنيز تحليل او ژبې څخه باید یو تعریف ولرو او د ژبې ټولنپوهنې په قلمرو کې کوم موضوعات شامل، کوم مسایل چې د همدې ژبپوهنې د بحث وړ نه دي له دې مباحثو بهر کړو. خو بیا هم “د ژبې د جزوي او داخلي مسایلو په اړه بحث د فلسفي او کلي چوکاټ په نظر کې نیولو سره یو بې ځایه کار دی. که څه هم ځینې ژبپوهان د دغسې فلسفي نظري چوکاټونو په اړه د نظر ورکولو څخه ځان ساتي، ځکه هغه باور لري چې دغه فلسفي مسایل باید فیلسوفانو ته پرېښودل شي.”

خو بیا هم د ژبې په هکله او د ژبې پېژندلو په برخه کې په کلي ډول دوه لیدلوي موجود دي، په یوه لیدلوري کې ژبه د کاربرد څخه د جلا او مستقلې پدیدې په توګه څېړل کېږي او په بل لیدلوري کې ژبه د کاربرد څخه جلا او مستقله نه ګڼل کېږي په دې برخه کې جلا او بېلابېل عبارتونه کارول شوي چې (له خبروپرته ژبه) او (د خبرو په اساس ژبه)

د ژبې ټولنپوهنه په ټوله کې د فکر ښکاره کولو له‌پاره د ټولنپوهنې له اصولو څخه پیروي کوي، مګر دا چې ټولنپوه د ټولنیزو پېښو د ښکاره کولو اوبیانولو له څه ډول اولګو څخه ګټه اخلي؟ او ایا دا اولګو کولای شي د ژبې په ټولنپوهنه کې هم ترې ګټه واخلي یا نه؛ جلا بحث دی.

په هر حال هماغسې چې یو ټولنپوه پدیدې، له یوه روان‌پوه نه متفاوتې څېړي، د ژبې یو ټولنپوه هم، ژبه د بېلابېلو نظریاتو له مخې څېړې، مثلا: دورکیم د خپلو نظریاتو اساس په (خودکشي) نومې رساله کې، چې په ۱۸۹۷ کال خپره کړه، دی په کلي ډول پر دې معتقد و، چې ټولنیزې پدیدې باید د وګړي له ځانه بهر په نظر کې ونیول شي؛ ترڅو شخصي فکرونه، نظریات او مخکیني جوړ شوي قضاوتونه پرې اثر ونه کړي. هغه وایي که د ځان وژنې مسئله موږ په دقت سره وڅېړو،ګورو چې د ځان وژنې کچه په ځینو ټولنو کې، ځینو ټولنیزو طبقو کې او په ځینو هیوادونو کې نسبت تر نورو ځایونو لوړه سلنه ولري، ځکه ځان وژنه یوه فردي کړنه نه ده. ټولنیز ځانګړي عوامل او شرایط ددې لامل کیږي چې ټولنیز وګړي کله چې په هغه عواملو او شرایطو کې قرار نیسي، په دغه عمل لاس پورې کوي. په بل عبارت په حقیقت کې دا په ټولنیزو شرایطو پورې اړه لرې چې سړی د ځانوژنې خوا ته بیایي. په بل عبارت په هره ټولنه کې د ځان وژنې لامل د ټولنیزو طبقه بندیو او د حاکمو بنسټونو او له هماغو بنسټونو سره د اړوندو ارزښتونو ته په کتو باید پیدا وکړو.

سوسور ژبه د هغه نظام په توګه پېژني چې نښې يې یو له بله سره په اړیکه کې او داسې اجزاوې لري چې دهغوی کړنې او کسب شوی ارزښت يې له کل سره د هغوی د مناسباتو(اړیکو) له مینځه سنجول کیږي. دی د ژبې لاسته راوړنې په دریو ټکو ویشي:ژبه ،وینا ،او د نطق ځواک.

دی وایې چې وینا یوه ټولنیزه او ډلیزه پدیده ده او یو ځانګړي کس ته اړوند نه ده. سوسور عقیده لري چې وینا یا خبره ټولنیزه جنبه لري او ژبپوهنه یو ټولنیز علم دی چې د منطق او ریاضي د قوانینو تابع دی. ژبه د شطرنج د لوبې په څېر ده چې د لوبې منفرد عناصر يې تخته یا هغه قطعات دي چې دانې پر هغو اېښودل کیږي. دړه او د هغو دانو مادي بڼه چې د شطرنج په خونو کې اېښودل کیږي هیڅ ارزښت نه‌لري؛ بلکه د هر یوې دانې ځانګړی رول او ارزښت چې د نورو دانو پر وړاندې يې پیدا کوي د اهمیت وړ دی.په حقیقت کې هغه څه چې د اهمیت وړدي هغه د لوبې قواعد دي چې د هرې دانې او شکلونو له‌پاره ټاکلې دنده ټاکي. معنا د هرې دانې رول د نورو دانو پر وړاندې چې په ټولیزه توګه د اړیکو یو نظام جوړوي ټاکل کیږي، چې په ټوله کې د قواعدو دغه مجموعه چې اړیکې، موقعیتونه،او متقابله اړیکې جوړوي،د جوړښت په نوم یو کلیت افاده کوي. پر دې اساس«رغښتواله»د عناصرو له مجموعې او د لوبې د قواعدو مطابق د هغوی تر مینځ له اړیکو پرته بل څه نه دي.

د ژبپوهنې او ټولنپوهنې تر منځ همکاري او د دغو دوو پوهو په منځ کې نظري توازن د دورکیم او دوسوسور له دورې راهیسې موجوده ده. د بېلګې په ډول، د دوسوسور له خوا د ژبې جلا کول له وینا څخه او د دورکیم لید لوری له ټولنې څخه د یوه بهرني امر په توګه د یوه شخص او د هغه د کړنو پر وړاندې چې د ټولنې تر واکمنۍ لاندې اجرا کیږي.یو له بل سره نيږدې دي.

په ټوله کې د ژبې ټولنپوهنه، ژبه د بیلابیلو ابعادو لرونکې موضوع ده، چې د پوره پېژندنې له‌پاره يې باید ټول ابعاد له بیلابیلو زاویو وليدل ش، مثلا: د ژبې یو بعد د ژبې رول په ټولنه کې او د ټولنې اغېز پر ژبه باندې دی. هایمز وايي ژبنی ځواک هغسې چې چامسکي وايي له خپله ځانه بسنه نه کوي؛ بلکې ژبنی ځواک له ژبنۍ اړیکې سره یو ځای شي چې د ژبې بشپړ او جامع تعریف مو وړاندې کړی وي.یو ټکی چې هایمز د ژبې او د هغې د ټولنیز رول په اړه او دا چې یوازې ژبنی ځواک د ژبې د تعریف له‌پاره بسنه نه کوي،او د بشپړ تعریف له‌پاره باید ژبنۍ اړيکې د ژبې په مطالعاتو او پلټنو کې دننه د ژبې پر بیلابیلو برخو کې مشاهده کړو په دې توګه بيا یو سړی کولای شي چې یوه منسجمه وینا پر ټولنیزه برخه او ټولنیز مناسبت کې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو