کیسه لوستل مو عمر اوږدوي؟/ ژباړه: عتیق امید

2022-12-22
د کتاب لوستلو

په ارام ذهن کیسه ولولئ او د هوساینې له ډالۍ یې برخمن شی.

په کتاب لوستلو سره مو د سټرېس کچه ټيټېږي. له ستړیاوو خلاصېږی، ټولنیز مهارتونه مو پیاوړي کولی شی او ان ستاسې عمر اوږدوي. مهم ټکی دا دی چې دا هوساینه د کیسې، ناول او داستان په لوستلو ترلاسه کېږي نه د ورځپاڼې، مجلې او غیر داستاني متنونو په لوستلو.

له سټرېس د خلاصون غوره لار

د ځينو لپاره مطالعه غوره بوختیا ده او له مطالعې پرته یې ورځ نه تېرېږي. د ځينو لپاره بیا مطالعه سخته وي او له کتاب لوستلو پرته نور هر کار ته غاړه ږدي. هغوی چې ډېره مطالعه کوي؛ نور ښه درک کولی شي، له زړه یې خبر وي او نړۍ د نورو له عینکو کتلی شي.

پورفیسور مار وایي « چا چې د ژوند په اوږدو کې تر نورو ډېر داستانونه او کیسې لوستې وي، کولای شي چې د نورو فکر او احساسات درک کړي».

یوازې دا نه ده چې کیسه لوستل د ماغزو د ټولنیزې روزنې ارزښتمنه لار ده، بلکې کیسه لوستل مو له نړۍ خبروي؛ په ځانګړې ډول د نړۍ له هغو برخو چې موږ مستقیمه اړیکه ورسره نه لرو. کتاب لوستل د عمر په هره برخه کې یو ګرانبیه او ارزښتمنه تجربه ده.

د عمر د اوږدوالي لپاره مطالعه

څېړنې ښيي چې په بوډاتوب کې مطالعه د درک قوه زیاتوي. یوې څېړنې ثابته کړې چې د ورځې ۳۰ دقیقې مطالعه ژوندبښونکې ده. او په اضافي وخت کې مطالعه کول له جنسیت، روغتیایي حالت، ټولنیز موقیعت او زدکړۍ پرته عمر هم اوږدوي.

د حیرانتیا خبره خو دا ده چې د عمر دا زیاتوالی په هغو خلکو کې چې ورځپاڼې، مجلې او غیر داستاني متنونه مطالعه کوي، نه لیدل کېږي. یوازې د کیسو لوستل دا لاسته راوړنه لري.

د څه لوستل مهم دي؟

د مطالعې د موضوع په انتخاب کې مجبور نه یاست چې حساس واوسی. ښاغلی پروفیسور مار وایي: « داسې باید احساس نه کړئ چې مطالعې ته مو ځان مجبور کړی. هغه څه چې لولی باید ستاسې ذهن مصروف کړي او علاقه مو ورسره پیدا شي. نو ټولې ګټې او ډالۍ پکې دي».

اړینه دا ده چې خوند واخلی. د هغه څه لوستل چې تاسې خوند ترې اخلی، د دې سبب کېږي چې د داستان له کرکټرو سره اړیکه ټینګه کړی. دا اړیکه له ټولنې ورهاخوا ده. پروفیسر مار وایي:« زموږ د خوښې وړ کتابونو شخصیتونه زموږ لپاره واقعي جنبه پیدا کوي او ورنږدې کوي مو». هغه باور لري چې دا ډول ټولنیزې اړیکې له داستاني شخصیتونو سره د کتاب لوستلو ګټې او ډالۍ دي.

توپير نه کوي که ستاسې د خوښې وړ کتاب (له وینو څښونکو سره د زامبي قاتلانو جګړه) یا ( په مینه کې د ټوکې پایله) وي. خو ستاسې په ټولنیزو مهارتونو، د ذهن په تګلارې او د عمر په اوږدوالي مثبت اغېز لري.

دا مهمه ده چې کتاب لوستل په دایمي عادت بدل شي، له لوستلو یې خوند واخلی او دوام ورکړئ.

که کتاب لولی د خوند لپاره یې ولولئ او که مو په پیل کې د کتاب له لوستلو خوند نه اخیستل اندېښنه مه کوئ. لکه پروفیسور مار چې وایي « دا بوختیا باید په تدریج سره زده او خپله کړئ».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو