سورریالېزم/ عتیق الله حمیدي

2022-09-19
سور ریالیزم یو نړیوال ادبي مکتب دی چې په دې لیکنه په بشپړه توګه معرفي شوی

لنډیز

په شلمه پېړۍ کې ځینې خوځښتونه رامنځته شول چې ادبیات یا په ټوله کې هنر یې ډېر اغېزمن کړ. په دې خوځښتونو کې سورریالېزم هم و چې تر دادایزم وروسته په فرانسه کې پیل شو. د سورریالیزم بنسټګر انډري‌برټن دی. ده په (۱۹۲۴ز) کال د سورریالیزم مانیفیسټ ولیکه او په دې کې یې د دې مکتب ځینې آرونه بیان کړل. سورریالېزم تر واقعیت پورته مانا ښندي او دوی په خپلو لیکنو کې هم داسې څه وړاندې کول چې تر واقعیت به پورته وو. سورریالیستان له زیاترو تېرو نظریو مخ واړوه او ځان ته یې بېله لاره وټاکله. دوی د لاشعوري خیالونو د لیکلو هڅه وکړه او د خیال مخې ته یې هېڅ ډول دیني، فرهنګي، ټولنیز او… خنډونه نه منل. فکري ازادي او له شته دودونو سرغړاوی یې د لیکوال د نوښت کلي وبلله. سورریالېزم په خپل مکتب کې د فرویډ له ارواپوهنې څخه ډېره ګټه اخیستې ده.

دې لیکنه کې د سورریالېزم پر پېژندلو، د رامنځته کېدو پر عواملو، د دوی د پنځونو پر کړنلارو، فکري منابعو، لیکوالانو، اثارو، ادبي او سبکي ځانګړنو غږېدلی یم. دغه راز، پښتو ادب او اثارو کې د سورریالیستي نخښو شتون ته مې هم یوه ځغلنده کتنه کړې ده. په پای کې مې دې مکتب باندې شوې نیوکې او د دې مکتب ګټې او د پای ته رسېدو لاملونه بیان کړي دي.

کلیدي کلمې: سورریالېزم، دادایزم، اتوماتېزم، شعور، تحت الشعور، لاشعور، ابهام… .

سورریالېزم

پېژندنه

سورریالېزم د شلمې پېړۍ مکتب دی چې په فرانسه کې رامنځته شو. سورریالېزم ته (Super Realism) هم وايي چې د واقعیت تر شا، تر واقعیت وراخوا، تر واقعیت پورته یا د مافوق واقعیات مانا ښندي. په فرانسه کې سورريالېزم مکتب د انډري برټن[1] (۱۸۸۰-۱۹۶۶) لخوا رامنځته شو؛ خو دا اصطلاح په لومړي ځل (۱۹۱۷م) کال کې نامتو فرانسوي شاعر ګيوم اپولينير (Apollinaire) د خپلې مشهورې  ډرامې “Less Mamellas De Tireasias” (د تېرزياس تي‌لرونکي ځناور) لپاره وکاروله. ډاکټر يوسف حسين خان د فرانسوي ادب په تاريخ کې د اپولينير په اړه ليکي:

«د اپولينير پر شاعرۍ د کيوبېزم د نقاشۍ او د فرويډ د اروا شننې اغېز پروت دی. ده غوښتل چې په خپلو خيالونو خلک ګوته په غاښ کړي. ده به پر څنګه ويلو ټينګار کاوه او  داسې خبرې به يې کولې چې تا به ويل ګنې پر اورېدونکو جادو کوي. د مادي ژوند خوندونو ته یې هم ارزښت ورکاوه؛ خو زیاتره وخت به یې په شاعرۍ کې د خوبونو او جادويي واقعيتونو موضوعات وو. په لومړي نړۍوال جنګ کې دى سخت ټپي شو. ده د ناروغۍ پر مهال يوه ډرامه وليکله او (د تېرزياس تي‌لرونکي ځناور) نوم يې پرې کېښود، دا یوه ماورا واقعيت ډرامه وه. ده په لومړي ځل د مافوق/ماورا واقعيت (Surrealism) کلمه وکاروله او دې کلمې بیا وروسته په فرانسه کې يوه ځانګړي ادبي خوځښت ته لاره جوړه کړه. په دې ډرامه کې اپولينير د انسانيت لپاره رښتينولي اړينه بللې ده او په موجوده تمدن کې چې د انسان کوم بې خونده، بې رنګه او بې دبدبې ژوند و، د هغه تصوير يې وړاندې کړی دی. اپولينير د ښايست او ښکلا پلټونکى و، ده به په بدرنګۍ کې هم ښکلا لټوله. د يوه شاعر په توګه د ده ټوله هڅه دا وه چې خپل تحت الشعوري ویده یادونه راويښ کړي. ده غوښتل چې ليکلي واقعيتونه يې مازې د بهرنيو ښکارندو (پديدو) ساده خبرې نه وي، بلکې بايد د مافوق واقعيت وړانګې پکې ننداره شي. د ده د ليکنو يوه ځانګړنه دا ده چې لوستونکي يې هره شېبه له نویو او د تمې‌خلاف داسې خبرو سره مخېږي چې په ګومان کې يې هم نه وي. د اپولينير د شاعرۍ موضوعات د خيال او حقيقت ګډوله دي. د ده شاعري هم اغېزناکه او هم تحت الشعوري ده. ځينې وخت يې په شعرونو کې استعارې داسې پرله‌پسې کارولي، لکه د سينما پر پرده چې صحنې يو په بل پسې ځي-راځي. اپولينير د ریمبواډ (Arthur Rimbaud) او لافيورګيو غوندې ازاد نظم پر دوديزو اصولو غوره وباله، قافيه او رديف یې د خيال په لاره کې خنډونه وګڼل.» (۳: ۴۶۴-۴۶۵)

له پورتني بحث څخه د اپولينير د شعرونو او ډرامو موضوعات را څرګند شول، همدا موضوعات بيا وروسته سوررياليستي شاعرانو او اديبانو هم کارولي دي. د اپولينير د ډرامې ګټه دا وه چې د فرانسې په “ليټريچر” جريدې کې انډري‌برټن، پاول ايلوارد[2] او نورو ليکوالانو خپل خيالونه تر همدې عنوان لاندې خلکو ته وړاندې کول. پر دې سربېره سورريالېزم تر هغې پورې د يوه مکتب بڼه غوره نه کړه؛ څو چې دادايزم پاى ته ونه رسېد.

تر (۱۹۲۲ز) کال وروسته انډري‌برتن د ليټرېچر مجلې اداري کارونه خپله کول او له دې لارې يې خپل هم‌فکره ملګري ځان ته نږدې کړل. دغو هم‌فکرو په خپلو ليکنو کې ناارادي یا اتومات ليکل، شاعرانه جادوګري، د فرويډ د خوب او د تحت الشعور اړوند له بېلابېلو نوښتونو څخه ګټه واخیسته او د یوه نوي مکتب بنسټ یې کېښود. د دې مکتب لارويان به یا د انډري‌برتن او پاول ايلوارد په کور او یا به په يوې قهوه خانې کې تر نيمو شپو سره کښېناستل او پر ادبي موضوعاتو به يې بحثونه کول. د همدې ناستو په پايله کې انډري‌برټن په (۱۹۲۴ز) کال د سورریالیزم مینیفیسټ “Manifesto of surrealism” ولیکه. په دې مینیفېسټ کې دى د سورريالېزم پېژندنه (تعريف) داسې کوي:

«سورريالېزم په بشپړ ډول يوه اتوماته رواني چاره ده چې موخه يې په الفاظو د خيال انځورګري ده. يانې سورریالیزم د خيال انځورګري په داسې مهال کې کوي چې خیال پکې د ښکلاييزو او اخلاقي اصولو له قيد څخه ازاد وي[3]

په دې مینیفیست کې دا هم ویل شوي و چې هر اديب بايد خپل لاشعوري خيالونه په يوه نه يوه هنر کې ځاى پر ځاى کړي؛ هغه که د رسامۍ، شاعرۍ، نڅا او… هنرونه وي. له دې خبرې څخه يې بله موخه دا وه چې لاشعوري خیالونه چې څه ډول زموږ شعور اغېزمنوي، هماغه ډول دې پرته له لاسوهنې څخه وليکل شي. دوى د خپل خيال مارغه ازاد پرېښوده او چې له لاشعوره به يې هرڅه راوړل، کټ مټ به يې هماغسې ليکل. که څه هم سورریالېزم د هنر په ټولو څانګو کې ځان ښودلی؛ خو د سیالۍ اصلي ډګر یې شعر و. د سورريالېزم لارويانو به خوبونه، وهمونه او لاشعوري خيالونه د شعور او عقل له لاسوهنې پرته ليکل. دوى خوبونو ته ډېر ارزښت ورکاوه. وهمونه _که شعوري وي یا لاشعوري _  هغه مهال د انسان ذهن ته راځي چې د خيال مارغه یې د اخلاقو، ټولنیزو نورمونو او ښکلاييزو لومو څخه ازاد وي. د دې کارونو په مرسته سورريالېستي ليکوالو هڅه کوله چې له دوديزو، روایتي او تعليمي خنډونو څخه ځان ازاد کړي. دوى په دې اند وو چې انسان هغه وخت له نورو او خدای سره ښه اړیکه ټینګولی شي چې ازاد وي. د دوی په ادب کې هم له دودونو، کورنۍ، ټولنې او حتا له خداى او مذهب څخه بغاوت ليدل کېږي. انډري‌برټن وايي:

«د انسان ډېر ژور احساسات هغه وخت په ټوله معنی تجلی کوي، چې موهوم تصورونه ټولو شیانو ته لارښوونه وکړي او د انساني منطق او برهان واګې له لاسه ووځي» (۵: ۴۱۵)

سورریالیستانو به چې کله پنځونې هم کولې؛ نو له ډېرو هېښندو لارو چارو څخه به یې ګټه اخیسته. د بېلګې په توګه، دوی هر یوه به پر کاغذ یوه یوه کلمه ولیکله، بیا به یې دا کلمې سره څنګ په څنګ کېښودې او ترکیبونه به یې جوړول. کله کله به یې داسې کول چې هر یوه به له ځان سره یوه یوه جمله لیکله، دوی به خپلې جملې وبله ته نه ویلې. په پای کې به یې همدا جملې سره یوځای کړې او یو متن به ترې جوړ شو، حتا ځینې اثار یې هم په همدې ډول لیکلي دي. د دوی زیاتره داسې جملې او ترکیبونه به بې‌مانا وو؛ خو ځینې وخت به تصادفا ډېر ښه ترکیبونه او جملې هم جوړېدلې. ځینې نمونې یې دا دي؛ (خوندور جسد به تازه شراب وڅښي) (وزر لرونکي بخار، قلف شوې مرغۍ غولولې ده) او داسې نور. ځینې وخت به یوه سورریالیستي لیکوال له ځان سره پوښتنه ولیکله او پرته له دې چې مقابل کس ته پوښتنه ووایي، هغه ته به یې ویل چې ما یوه پوښتنه لیکلې ده او ته ورته یو ځواب ولیکه. کله به چې هغه ځواب ولیکه، بیا به یې دا پوښتنه او ځواب سره څنګ په څنګ کېښودل او نادرې خبرې به ترې جوړې شوې. د بېلګې په توګه:

«پوښتنه: پسرلی څه دی؟
ځواب: هغه څراغ چې سوځېدونکي یې اوراورکي دي.
پوښتنه: سپوږمۍ څه ده؟
ځواب: د کار د حیرانتیا ښیښه ګري.» (۶: ۲۴)

مهال او شرایط:

«په اروپا کې د (۱۸۷۰) له جګړو وروسته یو څه نسبي ارامي راغله. په هغه وخت کې په اروپا کې د رومانتېزم مکتب د ختمېدو په حالت کې و؛ ریالېزم، نیچهرلیزم او سمبولېزم د ودې په حالت کې وو. په دغو کلونو کې اروپايي فکر یو خاص جوړښټ درلود چې تر یوه حده انقلابي او تر یوې حده د وړې بروژوا د مفکورې جوړښت و او په دې منجر شول چې لومړی نړیوال جنګ رامنځته شي. نو یو شمېر ځوانانو چې ګڼ یې د کم عمر ځوانان او د اولس، اتلس کلونو وو، داسې و انګېرله چې دغه مکتبونه او فکرونه چې په دې ټولنه کې مخکې حاکم وو، د دې جنګ سبب شول. نو د حاکمو فکرونو په مقابل کې یو عکس العمل پیدا شو. دغه غبرګون اول په سویس کې د دادایزم مکتب په نوم څرګند شو. دادایزم داسې یو مکتب دی چې ټول اصول ړنګوي او ټول قواعد ماتوي. که مبالغه ونه کړو نو وبه وایو چې د اوتو بوتو مکتب دی او علت یې دا دی چې دا ټول ژوند دوی ته اوتې بوتې ښکاري.» (۷: ۶۶۷)

دادایزم د (۱۹۱۵ او ۱۹۲۲م)کلونو ترمنځ تېر شوی دی. هغه هنرمندان چې د لومړي نړۍوال جنګ د ویجاړۍ له وېرې په زیوریخ (Zurich) کې پټ شوي وو، له دوی څخه ځینې سره یو موټی شول او د انځورګرۍ، مجسمه‌سازۍ او د ادب په ډګر کې یې نوی خوځښت پیل کړ. د دې مکتب د نوم ايښودلو کیسه هم په زړه پورې ده؛ یو کس ډیکشنري پرانیځي او تصادفا یې د دادا په کلمه سترګې ښخېږي او همدا نوم ورته ټاکي. د دادا کلمه هم د دې مکتب د شاعرانو د شعرونو غوندې بې مانا ده. دادا په فرانسوي ژبه کې د ماشومانو اسونو ته وايي چې د دې مکتب له موخو سره هېڅ اړخ نه لګوي. دا مکتب اصلا له لومړي نړۍوال جنګ څخه د ذهني تېښتې لپاره رامنځته شوی دی او رومانیایي شاعر تریستان تزار یې له بنسټګرانو څخه ګڼل کېږي. یو ټوکمار د دادایزم د پېژندنې په اړه وايي چې یوه خوله کې ټولې کلمې واچوئ، بیا د پچې اچونې له لارې یوه یوه بېرته راوباسئ، بس د دادایزم والاوو نظم به ترې جوړ شي.

د سورریالېزم زياتره لارويان لومړى له دادايزم سره وو. په (۱۹۲۴ز) کال کې انډري‌برتن د دادايزم مکتب پرېښوده؛ ځکه چې دا مهال دادايزم داسې لوري ته روان شو چې د انډري‌برتن له ذوق سره يې هېڅ اړخ نه لګاوه. دى د دادايزم له ټولو نندارو سره مخالف و. ده وویل چې که دې مکتب سره پاتې شم، خپلو نظرياتو ته عملي بڼه نشم ورکولاى؛ هماغه و چې له دې مکتبه جلا شو. د دې کار پايله یې دا شوه چې د دادايزم ټوله ډله سره جلا شوه او دادایزم وشړېده. اندري‌برتن چې کله له دادايزم څخه جلا شو، له سوپو سره يوځاى شو او د ناارادي يا (Automatic) او ناترتيبه ليکنې يو متن یې د چسپکي/مقناطیسي ډګرونه ” The magnetic field” تر عنوان لاندې په (۱۹۲۲ز) کال کې خپور کړ. د سورريالېزم د آرونو سره سم دا لومړنۍ ليکنه وه چې د سورريالېزم په اړه تیوري پکې بحث شوې و. تر دې مخکې هم ځينې خودکار يا اتومات متنونه ليکل شوي وو؛ خو دومره ښه نه وو.

پر لومړي نړۍوال جنګ او دادایزم سربېره درېیمه مهمه خبره چې د سورریالیزم په شالید کې د پام وړ ده، هغه د نامتو ارواپوه زېګمونډ فرويډ شتون دی. دوی د فرويډ د ازادې تداعۍ له میتود، خوبونو او د لاشعور له نظریو څخه ډېره ګټه اخیستې ده. فرويډ د انسان ذهن په درېو برخو ووېشه؛ شعور، تحت الشعور او لاشعور.

«شعور د ذهن هغه برخه ده چې موږ ترې خبر یو یا په اسانه ورته لاسرسی لرو. مثلا؛ تاسو دا مقاله لولئ، ترڅنګ مو راډیو کې سندره چالانه ده، مخامخ هوا د کړکۍ پرده رپوي، په کوټه کې ستاسو کوچنیان لوبې کوي، دا هر څه ستاسو شعور دی؛ ځکه چې بې له هڅې او زیار څخه یې تاسو پر شتون پوهېږئ. شعور د روانې ویالې په څېر دی، هره شېبه بدلېږي او نوي خیالونه او تصورات د شعور ساحې ته راروان وي. ځینې وخت مو د یوه لیدل شوي فلم نوم له یاده وځي. دا نوم د حافظې شاوخوا د مرغۍ په څېر الوځي را الوځي؛ خو د شعور په دام کې نه نښلي. کله چې لږه هڅه وکړو، بیا مو په یادېږي. دا هېر شوی نوم په تحت الشعور کې و. که شعور اوس مهال وګڼو، تحت الشعور نږدې تېر مهال ګڼلی شو. دا د هغه ګودام په څېر دی چې بېکاره شیان پکې ساتو. پر دې پوهېږو چې فلاني وخت کې مو فلانی شی هلته ایښی و؛ خو کله او چېرته؟ د دې لپاره لږې لټې ته اړتیا وي، ورته کیسه د تحت الشعور هم ده. ځینې مهال تېرې او هېرې خبرې مو ژر رایادې شي یا د شعور دروازه مو وټکوي؛ خو ځینې وخت بیا له ډېرو فکرو وروسته رایادې شي، دا خبرې چې ژر یا له لږ ځنډ وروسته مو رایادېږي، د ذهن په تحت الشعوري برخه کې پرتې وي؛ خو تل دومره نېک‌مرغه نه اوسو چې هېره شوې خبره دې ژر رایاده شي. لاس په سر به ناست یو، د شپې خوبونه به حرام کړو؛ خو لکه تېر مهال بیا به مو د شعور دروازه ونه ټکوي. دا داسې وي لکه په تیاره خونه کې چې سیورې پسې ګرځو، ځان ستړی او ستومانه کړو؛ خو سیوری نه‌وي. همدارنګه ځینې هېرې شوې خبرې له ډېرو شعوري هڅو سره هم شعور ته نه‌شو راوړای. داسې وګڼئ چې د سمندر سطح شعور دی. تر هغې چې د سمندر څپې وینو، تحت الشعور دی او تر هغې اخوا لاشعور.» (۱: ۵۶-۵۷)

فرویډ وویل چې په لاشعور کې زموږ هغه ټولې غوښتنې او خواهشات پراته دي چې موږ د یوه نه یوه لامل له مخې ځپلې وي یا مو له شعور څخه شا ته لاشعور ته ټېل وهلي وي. کومې هیلې چې د لاشعور کندې ته غورځوو، دا هلته ارامې نه کینې، دا غوښتنې د مار غوندې په دې کنده کې تاوېږي راتاوېږي او د راوتلو هڅه کوي. فرويډ وايي دا غوښتنې بیا له څو لارو څخه راوځي. یا به د خوبونو له لارې زموږ دا ځپل شوې غوښتنې خړوبېږي یا به د خبرو او یا هم د لیکنو یا قلم له لارې راوځي؛ ځکه خو فرويډ وایي چې هېڅ کړنه تصادفي نه وي، بلکې لاشعور له مخکې څخه ورته پېښېدل ټاکلي وي؛ خو په داسې بڼه پېښېږي چې شعور یې تصادف یا ناارادي ګڼي. سورریالیستانو د فرويډ همدا نظریې د خپلو پنځونو لپاره اساس وباله. دوی وویل چې د هنر اصلي سرچینه خو په لاشعور کې پرته ده او هڅه یې کوله چې همدا لاشعوري خیالونه د هنر په ژبه بیان کړي. د دې په اړه به نورې خبرې د سورریالیستانو په سبکي ځانګړنو کې ولولو.

سورریالیزم پر فرويډ سربېره د کارل مارکس له نظریې او د هیګل له فلسفې څخه هم اغېزمن و. دوی له هیګل څخه د ایډیالېزم مفکوره راخپله کړه. «یعنې آیډیا ته په واقعیت باندې ترجیح ورکول. په سورریالېزم کې مادي واقعیتونو ته لکه څنګه چې دي، هاغسې ارزښت نه ورکول کېږي. د دوی په نظر د هر مادي واقعیت تر شا یو بل واقعیت پروت دی. د مثال په توګه، نامتو سورریالیست انځورګر، ماګریت، یو پیپ رسم کړی دی او تر پایپ لاندې یې لیکلي دي چې دا پیپ نه دی. د ده په خبره کې دا واقعیت نغښتی دی چې دا انځور چې ده ایستلی دی دا پیپ نه بلکې د پیپ رسم دی. یعنې هغه څه ته چې موږ واقعیت وایو، هغه په حقیقت کې واقعیت نه دی. یعنې موږ د سورریالیستو په توګه یو قدم وړاندې ځو.» (۷: ۶۷۳)

لیکوالان او اثار:

کله چې د سورریالېزم د لیکوالانو او شاعرانو په اړه غږېږو؛ نو په سر کې د دې مکتب د بنسټګر انډري‌برټن نوم راځي. د ده په ناول چسپکي/مقناطیسي ډګرونو کې پرېمانه سورریالیستي عناصر لیده شي. دغه راز، د ده په ازادو نظمونو کې هم سورریالیستي نخښې شته. په دې برخه کې د ده یو ازاد نظم (Free union) ډېر مشهور دی چې په (۱۹۳۱ز) کال کې یې ویلی دی. په سورریالیستي شاعرانو کې بل مهم کس فرانسوي شاعر رابرټ ډیسنوس (۱۹۰۰-۱۹۴۵) دی. دی هم د سوریالیستي ډلې غړی و او په ناارادي لیکنه (Automatic writing) کې ډېر تکړه و، ګڼ شعرونه یې لیکلي دي او په شعرونو کې یې سورریالیستي ځانګړنې له ورایه ښکاري. د ده ځینې شعرونه ډېر مشهور دي، لکه؛ ما ستا ډېر ارمان کړی دی، اسماني سندره، د ستورو ګوتمۍ، که یوازې ته پوهېدای او داسې نور. د ده په شعري ټولګو کې  (د رابرټ ډیسنوس غږ) او  (مینې ته خپلواکي) ډېرې مشهورې دي. د (ما ستا ډېر ارمان کړی دی) له شعر څخه یې یوه برخه دلته راوړم:

ما ستا ډېر ارمان کړی دی
خو ته نوره په رښتیا نه یې
ایا له ما سره به دومره وخت وي!؟
چې تا ته ځان در ورسوم
خوله دې ښکل کړم
او خوږ غږ دې بیا راژوندی کړم…[4]

بل مهم سورریالیستی شاعر پاول ایلوارد (۱۸۹۵-۱۹۵۲) دی. ده بېلابېل شعرونه ویلي دي، لکه؛ خوبونه، که ته مې هېر کړې، ګرځبندیز، یوه موسکا، د درد پلازمېنه، زموږ ژوند او داسې نور دي. هغه شعرونه یې چې سورریالیستي ځانګړنې لري، له هغو څخه د (ستا د سترګو بڼه) او (keeping alive) د یادونې وړ دي.[5] بل مهم کس فیلپ سوپولټ (۱۸۹۷-۱۹۹۰ز) دی، دی د سورریالېزم په مهمو بنسټګرانو کې شمېرل کېږي. چسپکي ډګرونه اثر ده او انډري‌برټن په ګډه لیکلی دی. دغه راز، ګڼ نور شعرونه او کتابونه لري. بل مهم کس لویس اروګن (۱۸۹۷-۱۹۸۲ز) دی. دی د شاعرۍ ترڅنګ ښه ناول لیکونکی او ژورنالیست و. د ده په شعرونو کې (The free zone) او (The red poster) ډېر مشهور دي او د سورریالېزم څرګندې نخښې پکې لیده شي. پر دې سربېره ډېر نور سورریالیستي شاعران او لیکوالان هم تېر شوي دي چې د ادب په برخه کې یې ډېر کارونه کړي دي، لکه:

د Aragon نامتو اثر “Le Onhrement Pothel” په (۱۹۲۵ز)کې چاپ شوى دى.
د Rene Crevel نامتو اثر “Elons Vons Fons” په (۱۹۲۹ز)کې چاپ شوى دى.
د Robert Desuose نامتو اثر “Corpset Biens” په (۱۹۳۰ز)کې چاپ شوى دى.
د Paul Eluard نامتو اثر “Lamour La Poesis” په (۱۹۲۹ز)کې چاپ شوى دى.
د Benjzmin Paret نامتو اثر”Le Grand Jerk” په (۱۹۲۸ز) کې چاپ شوى دى. (۲: ۲۴۹)

د سوریالیستي انځورګرۍ په برخه کې هسپانوي انځورګر سلویډور ډی‌لي (۱۹۰۴-۱۹۸۹) ډېر کار کړی دی. دی د فرويډ ډېر مینه‌وال و. کله چې له هسپانیې څخه فرانسې ته راغی، سیاست ته یې مخه کوله او هیله یې دا وه چې له دې لارې په نړۍ کې انقلاب راولي؛ خو نور ورسره همغږي نه وو. د سورریالیستانو غټه موخه دا وه چې نړۍ ځان ته ګوته په غاښ کړي، ډی‌لي د دوی دا ارمان پوره کړ. د ده انځورګري رښتیا هم په لیدلو ارزي او په ټولو انځورګریو کې یې سورریالیستي آرونه پلي کړي دي. ده به لاشعوري انځورونه کاږل او تر ټولو مشهوره انځورګري يې د ویلې کېدونکي ساعت/وخت انځورګري ده. ده یو لنډ سورریالیستي فلم هم جوړ کړی دی چې (Un Chien Andalou) نومېږي. دا فلم ډېر وېروونکی دی او کله چې یې څوک ګوري، داسې اندي لکه خوب چې ګوري.

د سورریالېزم ادبي او سبکي ځانګړنې:

د سورریالېزم له نوم او مکتب سره تر ډېره اشنا شو. اوس به پر دې وغږېږو چې د دوی ادبي او سبکي ځانګړنې څه وې؛ یا په بله مانا، موږ به سورریالیستي اثر یا شعر څنګه پېژنو؟

۱ـ اتوماتېزم[6]: سورریالیستان د اتوماتېزم پلویان وو، دوی به اتوماتې یا ازادې لیکنې ډېرې کولې. دوی به ویل چې ذهن ته مو هرڅه راځي، د شعور له لاسوهنې پرته یې کټ مټ ولیکئ. د تریستان تزار د (Volt) په نومنظم د اتوماتې لیکنې ښه بېلګه ده.

۲ـ څنګ پر څنګ ايښودنه[7]: سورریالیستانو به په خپلو لیکنو کې له عامو دودونو خلاف دوه داسې شیان سره څنګ په څنګ ايښودل چې هېڅ اړخ به یې سره نه لګاوه. دا کار دوی په ادب کې د الفاظو په واسطه کړی دی او په انځورګرۍ کې یې د انځورونو په واسطه. د بېلګې په توګه، په انځورګرۍ کې به یې انسان او ونه سره ګډول. که د مخ انځور به یې کښه؛ نو د زنې پرځای به یې بوټ رسم کړی و. دوی به تر ډېره پورې شیان (Decentralized) کول. په شعرونو کې به یې هم دوې داسې کلمې سره څنګ په څنګ ايښودې چې له یو بل سره به یې هېڅ اړیکه نه وه او په دې ډول به یې ترکیبونه جوړول. د دې کار موخه یې دا وه چې دوی به ویل؛ هنر ته باید له یوې بلې زاویې څخه وکتل شي، دې کار ته به دوی (Juxtaposition) وایه. دا ځانګړنه د رابرټ ډیسنوس په شعرونه کې زیاته لیده شي.

۳ـ ګرامر ماتونه[8]: د دوی په اثارو کې بې درېغه ګرامري ماتونې لیدل کېږي. دوی د هنر او خیال په مخه کې هېڅ خنډ نه مانه؛ ځکه یې نو ګرامري اصولو ته هم چندان پام نه کاوه.

۴ـ له منطقه ازادي[9]: د سورریالیستانو په لیکنو او انځورونو کې به داسې نمونې ووینئ چې د منطق ګرد هم پرې نه دی پروت. دوی به ویل چې ضرور نه ده چې د هرې خبرې تر شا دې منطق ولټوو، ځینې بې‌منطقه خبرې هم ځانګړی خوند لري.

۵ـ د عقلانیت خلاف[10]: په دې برخه کې لږ غوندې اختلاف شته دی. استاد نجیب منلی وايي چې «دوی د عقلانیت خلاف نه دي، مګر په هنري پنځونه باندې د عقل د دیکتاتورۍ مخالف دي.» (۷: ۲۷۵) خو ډېر نور بیا په دې نظر دي چې دوی د عقلانیت خلاف وو؛ ځکه چې د دوی په لیکنو کې یو سړی ناڅاپه پر یوې مرغۍ واوړي. ماشوم پکې په تېږه واوړي او داسې نور. دوی به ویل هم، که د خیال په لاره کې عقل ودرېږي، بیا شاعر نوښت نه‌شي کولای. په دې برخه کې د فرانتس‌کافکا د مسخه (The Metamorphosis) ناول یادونه کولای شو چې د ناول کرکټر پکې یوې خزندې باندې اوړي او عقل داسې یوه پېښه نه مني.

۶ـ ازاده تداعي[11]: ازاده تداعي او اتوماته لیکنه تر ډېره سره ورته دي؛ خو دوی د ازادې تداعۍ میتود د فرويډ له نظریو څخه راخیستی دی. په ازادې تداعۍ کې به دوی یوه کلمه ټاکله او د هغې کلمې اړوند به چې هر څه د دوی ذهن ته راتلل، هغه به یې پرته د شعور له لاس وهنې لیکل. انډري‌برټن په (Free union) ازادو نظمونو کې د ازادې تداعۍ له میتود څخه ګټه اخیستې ده.

۷ـ خوبونه: کله چې د فرويډ کتاب (د خوبونو تعبیر) چاپ شو، دوی له دې څخه ډېره ګټه واخیسته. فرويډ وویل چې لاشعور زموږ ځینې غوښتنې په خوب کې پوره کوي او خوبونه لاشعوري دي. سورریالیستان خو هسې نه هم د لاشعوري خیالونو لیکلو ته هنر وایه. دوی به خپل خوبونه لیکل او ویل به یې چې دا لاشعوري پنځونې دي. خوبونو ته د پنا وړلو بل لوی لامل دا و چې لومړي نړۍوال جنګ په ټولنه کې ډېرې ویجاړۍ رامنځته کړې وې او د دوی رښتونی ژوند ډېر خراب وو. کله چې د یو چا واقعي ژوند خراب وي، بیا خوبونو ته پر واقعي ژوند ډېر ارزښت ورکوي. «سورریالیستان وايي چې هر انسان په خوب کې خپلو هیلو او غوښتنو ته په اسانۍ رسېږي، هلته هېڅ خنډ او بهانه نه وي، د سورریالېزم سبک هم همداسې ازاد دی، هر یو باید هڅه وکړي چې په واقعي ژوند کې هم له خنډونو خلاص ژوند ولري او خپلې هیلې عملي کړي.» (۴: ۷۳-۷۴)

۸ـ  د موقعیت بدلون[12]: دا ځانګړنه د سورریالستانو په لیکنو کې هم لیدل کېږي؛ خو په انځورګرۍ کې یې ترې ډېره ګټه اخیستې ده. د بېلګې په توګه، د دوی په انځورونو کې کورونه په سیند کې جوړ شوي وي او کښتۍ پر وچه ولاړې وي. د انسان د څېرې په رسم کې به یې د پوزې پر ځای غوږ او د غوږ پر ځای پوزه رسموله. دوی منطق پسې نه ګرځېدل او هر د دود خلاف کار ورته نوښت ښکارېده.

۹ـ خپلسرې[13] مانا: د سورریالیستي لیکنو او انځورونو یوه ځانګړنه دا ده چې ټاکلې یا کانکريټي مانا نه‌لري؛ بلکې هر لوستونکی ترې خپله مانا اخلي. بل دا چې د دوی د لیکنو په مانا کې لوستونکی ډېر فعاله وي. ځینې خبرې نیمګړې پرېږدي چې لوستونکی یې ورپسې پوره کوي. انځورونه یې هم داسې مبهم غوندې وي او ځینې نیمګړې برخې یې لیدونکی په ذهن کې بشپړوي.

۱۰ـ د ژباړې پېچلتیا: د سورریالیستي اثارو ژباړه سخته ده؛ ځکه چې سورریالیستي لیکنې ډېرې مبهمې وي، په اصلي ژبه کې یې څوک په مفهوم سم نه پوهېږي، بیا چې نورو ژبو ته وژباړل شي؛ نو بېخي له بدو بدتر شي.

سورریالېزم او پښتو ادب:

په پښتو ادب کې سورریالېزم یو داسې عنوان دی چې یوه بله خوندوره مقاله پرې لیکل کېدای شي؛ خو دلته به ورته یوه ځغلنده کتنه وکړو. پښتو ادب کې سورریالېزم ته چا شعوري کار نه دی کړی؛ خو ګڼ داسې شعرونه او کیسې شته چې د سورریالېزم ځینې نخښې او ځانګړنې پکې لیدلای شو. استاد نجیب منلی بیا لږ څه بېل نظر لري، دی وايي:

«سورریالېزم پخپله د شرق له ادبیاتو نه الهام اخیستی دی. زموږ لنډۍ په سلو کې نوي سورریالیستي مفکورې دي.

سبا به بیا کډې بارېږي
  د دښت ګلان به ستا لمنې بویوینه

ګل پخپله بویول کوي. دا معکوسه خبره ده.» (۷: ۲۷۴)

په پورته لڼډۍ کې رښتیا هم سورریالیستي نخښې شته دی. واقعیت خو دا دی چې ګل خپله بوی کوي، دا چې ګل راپاڅېږي او د یو چا لمنه بویوي؛ نو دلته موږ تر واقعیت پورته یو څه وینو. د سورریالېزم یوه ځانګړنه موږ د موقعیت بدلون وښوده چې دوی به په انځورونو کې د پوزې پر ځای غوږ او د غوږ پر ځای پوزه رسموله. د موقعیتونو دا بدلون موږ د سید شاه سعود په لاندې بیت کې وینو:

سترګې چې پټې کړم رڼا اخلمه
               زه په لاسونو باندې ساه اخلمه

هم دغه زخم راله ژوند راکوي
            هم دغه زخم نه دوا اخلمه

               (سید شاه سعود)

د لومړي بیت په دویمه میسره کې ګورو چې په لاسونو ساه اخیستل، سورریالیستي ځانګړنه ده. د دویم بیت لومړۍ میسرې ته چې ځېر شو، دلته هم تر واقعیت پورته یو څه وینو. واقعیت دا دی چې ځينې زخمونه له انسانه ژوند اخلي؛ خو دلته ویل شوي دي چې زخم راته ژوند راکوي او دا تر واقعیت پورته خبره ده. د دویم بیت دویمه میسره کې زخم نه د رنځ پر ځای دوا اخیستل هم سورریالیستي خبره ده او یو واقعیت ته پکې له بلې زاویې څخه کتل شوي دي.

خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي معنا
پروت يم سر مې ايښې د خپل يار په زنګانه

خوب وينم چې پورته په هوا لکه د باز شومه
کېناستم په بام د محمود سترګې د اياز شومه
پورته د خاموش زړګي نه خوږ د مينې ساز شومه
خرڅه مې په حورو کړه د ‌ډمو زمانه
            خوب وينم عالمه که يې څوک راکړي معنا… 

      (غني خان)

دا کلام د (جېلخانې خوب) تر عنوان لاندې غني خان لیکلی دی. ما یې یوه لنډه برخه راوخیسته؛ خو ټول کلام تر پایه خوب دی. ممکن دا خوب حقیقي وي یا خیالي؛ خو سورریالیستي ځانګړنه پکې شته ده. هغوی به هم خوبونو ته ارزښت ورکاوه او لیکل به یې، غني خان هم ورته کار کړی دی. پښتو ادب کې ځای ځای نورې ډېرې بېلګې هم په نثر او نظم دواړو کې لیدلای شو. د سورریالېزم ګټه دا ده چې موږ په ادب او هنري پنځونو کې د سوررریالیستانو له دوو میتودونو څخه ګټه اخیستلی شو:

«یو دا چې د ذهن مارغه ازاد پرېږدو، چې که څه یې راوړل، بیا به پرې د شعور په رڼا کې قضاوت کوو، چې سيپۍ ده، که مرداره او بل دا چې هڅه وکړو، چې د تخییل په مټ د نویو شعري ترکیبونو د ایجاد لپاره په خپلو کې د نااشنا کلمو ترمنځ په لیکني او شفاهي بڼه اړیکې وپلټو، ښايي په دې طریقه موږ د هنري منطق پر بنسټ ډېر نوي ترکیبونه ومومو، مثلا؛ د ښيښو مارغه، ډبرین سړی، توره سپوږمۍ، درې ګوټیزه دایره، الوتونکی کتاب، زهرجنې سترګې، راپرېوتی اسمان او… خو د ا هم شونې ده، چې ډېر ترکیبونه پکې بې مانا وي او تر شا یې هنري منطق ونه مومو، مطلب، د شعور غلبېل به راسره وي، چې کوم راته په منطق برابر نه ښکاري، هغه به له دې غلبېله نه وځي.» (۶: ۲۵)

په سورریالیزم باندې ډېرې نیوکې هم شوې دي. مثلا؛ سورريالېستان وايي چې د دوى ليکنې يوازې د لاشعور ترجماني کوي او دوى په خپلو نظمونو او نورو هنرونو کې يوازې هغه څه انځور کړي دي چې له واقعیت پورته دي او عقل يا شعور پرې حکومت نشي کولاى. اوس دا پوښتنه را ولاړېږي چې آيا ذهن يا شعور يوه داسې تجربه هم له ځانه سره ساتي چې دى پکې دخيل نه وي؟ تر کومه چې د عامو انسانانو خبره ده، د ا ناشونې ده. تر ننه داسې ليکنه نه‌شته چې يوازې دې پکې د لاشعوري حالتونو د بيانولو هڅه شوې وي؛ نو د سورريالېستانو دا خبره له عقله ليرې برېښي چې له لاشعوره دې يو څه نېغ په نېغه وليکل شي او شعور يا عقل دې پکې دخيل نه وي. له لاشعور څخه هېڅ داسې لاره نه‌شته چې هغه دې له شعوره پټه تېره شوې وي؛ نو د سورريالېستانو پنځونې، که څه هم له لاشعور سره به يې اړيکه درلوده؛ خو د شعوري هڅو په پايله کې رامنځته شوي دي. يعنې دوى د لاشعور د وړاندې کولو شعوري هڅه کړې ده. له همدې لامله دا ويل به سم نه وي چې ګواکې د سورريالېزم اثارو کې هډو عقل شته نه. همدارنګه دوی به خوبونه لیکل چې ګواکې دا لاشعوري سرچینه لري؛ خو هر خوب یې لاشعوري نه ګاڼه. دلته هم ورباندې نقد کېدای شي چې لاشعوري خوبونه به له نورو خوبونو څخه څنګه بېلوو؟ د استاد ښکلي خبره: «که انسان هر څومره د خوب یا هنر له لارې له شعوره د وتو هڅه وکړي، بیا هم د شعور له جاله نه شي وتی، کب به له سیند، سمندر ته لاړ شي؛ له سمندره به چېرته ځي؟ وچې ته خو نه شي راوتی او له کب سره خو سیند سم سمندر ته ورغلی دی؛ نو که د لاشعور سمندر هر څومره لوی وي، وي به خو بیا هم کنارې لري او د خپلو کنارو له ظرفه نه شي وتی.» (۶: ۲۵)

د دې مکتب د پای ته رسېدو له لاملونو څخه یو لامل ابهام و. بل لامل یې دویم نړۍوال جنګ و چې د دوی ټوله ډله یې سره وپاشله. استاد روهي وايي چې «د فاشېزم حملو یو شمېر سور ریالیستان له درانده خوبه راویښ کړل او د ناخبره شعور له صحنې څخه راووتل، دوی د مبارزې صف ته ورننوتل او سورریالېزم ته يې مخه ښه وویله.» (۵: ۴۱۷)

پایله

سورریالېزم د شلمې پېړۍ د دویمې لسیزې مکتب دی چې په فرانسه کې د انډري‌برټن لخوا رامنځته شوی دی. انډري‌برټن لومړی د دادایزم په مکتب کې و؛ خو وروسته یې له دادایزم څخه لاره بېله کړه او له نورو ملګرو سره یوځای یې د سورریالېزم بنسټ کېښود. ځینې لا دا هم وايي چې سورریالېزم د دادایزم صیقل شوې بڼه ده. د سورریالېزم له تېرو ټولو مکتبونو سره مخالفت وښوده او وې ویل چې د همدې مکتبونو له کبله لومړی نړۍوال جنګ پېښ شو. دوی یوه نوې لاره ونیوله او له مذهب، قانون، دودونو او هرڅه څخه یې ازادي غوښتله. دوی ویل چې موږ تر واقعیت پورته یو څه پنځوو. د همدې موخې د ترلاسي لپاره یې د هنر لمنې ته لاس واچو او د انځورګرۍ او ادبیاتو له لارې یې خپل لاشعوري خیالونه کښل. دوی له هغو ټولو اصولو سره وران وو چې د خیال په لاره کې به خنډ وو او له هغوی سره به یې هم نه لګېدله چې دا ډول اصول به یې جوړول. د سورریالېزم فکري منابع د زېګمونډ فرويډ او کارل ګوستاو یونګ ارواپوهنه، د کارل مارکس نظریه او د هیګل فلسفه وه.

پښتو ادب کې سورریالېزم چا شعوري نه دی تعقیب کړی چې خپلې ټولې لیکنې دې د سورریالېزم په چوکاټ کې وکړي؛ خو د ګڼو شاعرانو په اثارو کې ځای ځای د سورریالېزم ځینې ځانګړنې تر سترګو کېږي. د سورریالېزم ګټه دا ده چې فکري ازادۍ ته ژمن وو او ویل به یې چې نوښت هله کېږي چې د خیال له پښو د عقل زولنۍ خلاصې کړو. سورریالېزم له ډېرو داسې پوښتنو سره مخ شو چې د دې مکتب رنګ یې ورځ په ورځ پیکه کاوه. د دې مکتب د پای ته رسېدو له لاملونو څخه یو ستر لامل ابهام و. ګټه یې دا وه چې سورریالېزم خلکو ته وښودل چې خوبونو ته په سپکه مه‌ګورئ، دې کې ډېرې خبرې پټې وي. دغه راز، موږ ته راښيي چې خپل هغه پټ فکرونه راوسپړو چې د شرم یا بلې وېرې له کبله مو ځپلي او د لاشعور کندې ته مو ټېله کړي دي.

ماخذونه

۱ـ اختر، ډاکټر سلیم. (۲۰۱۶ز). تین بڑے نفسیات دان (فرائڈ، ژنګ اور ايڈلر کے حالات زندګی اور بنیادی تصورات کا مطالعه). لاهور: سنګ میل پیلی کیشنز.

۲ـ پروفیسر ظهور الدین. (۲۰۰۵ز). جدید ادبی اور تنقیدی نطریات. نئی دہلی: اداره فکر جدید.

۳ـ حسین خاں، یوسف. (۱۹۶۲ز). فرانسیسی ادب. علی ګڑھ: انجمن ترقی اردو (ہند).

۴ـ رحماني، ګل‌رحمن. (۱۳۹۹). د نړۍ ادبیات. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.

۵ـ روهي، محمد صدیق. (۱۳۸۶). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۶ـ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۶). ادبستان. ننګرهار: کلاسیک خپرندویه ټولنه.

۷ـ غضنفر، اسدالله او نجیب منلی. (۱۳۹۹). د ادبیاتو دنیا (پر ادبي موضوعاتو مرکې او بحثونه). کابل.


[1] Andre Breton

[2] Paul Eluard

[3] H.H. Arnason- History of Modren Art. P-322

[4] https://mypoeticside.com/poets/robert-desnos-poems

[5] https://youtu.be/wHYKMw3wMKs

[6] Automatic Writing

[7] Juxtaposition

[8] Broken Syntax

[9] Free logical/non Logical

[10] Irrationalism

[11] Free association

[12] Dislocation

[13] Arbitrary

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو