خپلواک متن شته؟ | شفیق امیرزی

2024-01-14
متن د پوهېدو لپاره باید په پخوانیو متنونو کې رېښې

تاسې به ډېر کله اورېدلي وي چې شاعران او لیکوالان پر یو بل د فکر یا سبک د غلا تورونه لګوي. دوی پر اوسنیو یا پر پخوانیو لیکوالانو دا بحثونه کوي چې ګواکي پلاني له پلاني شاعر دا فکر یا د شعر یا لیکوالۍ دا بڼه غلا کړې ده. په متن څېړنه او متن شننه کې دا موضوع بیا بیخي بل ډول ده. متن پوهان په دې باور دي چې مفکورې ټولنیزې پدېدې دي او کومه پدیده چې ټولنیزه وه نو ښکاره خبره ده چې په یوه کس پورې اړه نه لري. دا مفکورې بیا متن ته راځي نو چې کله یوه مفکوره په ټولنه کې د یوه کس خپله او مستقله نه وه، داسې په متن کې هم مستقله او خپلواکه نه ده.

انسانان وده کوي او یوه مفکوره یا نظریه د نورو مفکورو او نظریو د تکامل او ټکر په پایله کې رامنځ ته کېږي خو که داسې نه وي او یوه مفکوره په ناڅاپي توګه له اسمان راوغورځي او ترمخ یې په اړه له خلکو سره د فهم لپاره معلومات او خاکه نه وي،‌ نو دا پدیده به خلکو ته ناپېژانده پاتې شي. موږ هغه څه پېژنو چې لږ تر لږه مو یې په اړه معلومات لرلي وي او یا ورسره تعامل ولرو.

دا مسئله په ادبیاتو کې هم شته. له ادبي موضوعاتو رانېولې بیا تر ژانرونو پورې. هر ادبي موضوع چې رامنځ ته کېږي نو په هغه ټولنه کې به هغه موضوع ګرمه وي. له ګڼو شاعرانو،‌ لیکوالانو او آن د شعر او یا بل متن له لوستونکو سره به د هغې موضوع په اړه مخکیني معلومات وي،‌ همدا به متن د افهام وړ کړي. اوس که شاعر راپورته کېږي چې زه یو نوی شعري فورم رامنځ ته کوم چې له اوسنیو فورمونو یا ژانرونو سره سل سلنه توپیر ولري، نو دا چاره شونې ده؟ لکه یو خياط چې ووايي زه داسې جامې ګنډم چې له اوسنیو جامو سره سل سلنه توپیر ولري، دا کار کولی شي؟ که د شاعر د شعر فورم او د خیاط جامې په ټولنه کې د جامو او فورم له شته تصور سره ورته والی و نه لري، نو څوک به د شاعر شعر ته نوی شعر یا د خیاط جامو ته نوې جامې ووايي؟ دا کار به و نه کړي ځکه یو څه چې سل سلنه توپیر وکړ بیا هغه پخوانی شی نه ګڼل کېږي. فرض کړئ یو کس راپاڅېد نوی فورم یې رامنځ ته کړی هغه ته یې ټپیزه وویله، نو اوس د ټپیزې فورم کوم نوی فورم دی؟ سل سلنه نوښت دی؟ معلومه خبره ده چې نه. موږ په ټپه پوهېږو نو ځکه راته ټپیزه د پوهېدو وړ ده. له همدې امله د متن شنونکي په دې باور دي چې سل سلنه نوې مفکوره او سل سلنه نوي ژانرونه رامنځ ته کېدل ناشونی کار دی.

څېړونکي په دې باور دي چې شاعران او لیکوالان د ټولنې د نورو غړو په څېر په ټولنه کې له حاکمو مفکورو اغېزمن شي او همدا یې په متنونو کې رابرسېره شي. اوس که د څو لیکوالانو د متن محتوا او بڼې سره ورته وي دا په دې مانا نه ده چې دوی به ارو مرو له یو بل غلا کړې وي. ادبي کره کتونکي په دې باور دي چې د مفکورو له ورته والي سره سره داسې متني نښې نښانې شته چې د یوه پنځګر پنځونه له بل بېلوي. په دې ځانګړنو او نښو کې یوه د لیدلوري اصالت دی. کره کتونکي په دې باور دي چې ډېر وخت د مسایلو په اړه د پنځګرو یا متن پنځونکو لیدلوري له یو بل سره توپیر لري. د بېلګې په توګه که دوه شاعران راواخلو کاظم خان شیدا او حمید مومند، د دوی دواړو له زاویې ژوند څه ډول و؟ حمید بابا ژوند ته له کومو زاویو کتلي او کاظم خان شیدا له کومو زاویو. یا که بیا دا د هندي سبک له معاصر لاروي استاد صدیق پسرلي سره پرتله کوو، نو دې ته به ګورو چې هغه وخت مهم ټولنیز موضوعات څه وو او د استاد پسرلي‌ په زمانه کې څه وو؟ دوی ژوند او انساني مسوولیتونو ته له کومو زاویو کتلي دي. کېدای شي د دوی د متن سبک او موضوعات سره نږدې وي خو د لیدلوري اصالت یې توپیر لري.

په ټوله کې دا ویلی شو چې متنونه مستقل یا خپلواک نه دي او ارو مرو به په یوه ټولنه کې له خپلو معاصرو یا ډېرو پخوانیو متنونو سره اړیکه لري. همدا اړیکه او همدا رېښې یو متن د ټولنې وګړو ته د پوهېدو وړ کړي. همدا له پخوانیو متنونو سره د یوه متن اړیکه دا ثابتوي چې لیکوال پر ځان او فکر څومره خواري کړې ده. متن پوهان وايي‌ چې چورلټ نوی فکر او چورلټ نوی سبک په ادبیاتو کې رامنځته کېدلی نه شي او که داسې وشي بیا نو د پېریانو خبرې دي چې له خلکو سره یې د مانا د پوهېدو وسیلې نشته دي.

یوه بله خبره چې کره کتونکي او متن څېړونکي یې کوي هغه د سترو او یا تلپاتې متنونو موجودیت دی. دوی په دې باور دي چې ستر متنونه له پخوانیو یا شاوخوا متنونو سره د ارتباط یا اړیکې یوه پراخه او پېچلې شبکه جوړوي. د دوی په باور څومره چې دا شبکه پراخه وي او څومره چې دا شبکه پېچلې وي دومره دا متن اوږد عمر کولی شي او دومره دا متن ستر او تلپاتې دی. موږ د سترو شخصیتونو اثار لولو، پېړۍ وړاندې لیکل شوي خو اوس هم زموږ درد دوا کوي. فرض کړئ د خوشحال بابا متن اوس هم زموږ ادبي تنده خړوبوي او تر څنګ یې یو فکر راکوي،‌ لامل یې دا دی چې ښايي دا زموږ د ټولنې له نورو متنونو او موضوعاتو سره ژوره رېښه ولري. لامل یې دا هم دی چې مسئله په ټولنه کې له هغه زمانې تر ننه شته ده او موږ یې لا هم د حل په لټه کې یو. ستر متنونه همداسې دي، دوی د استقلالیت تر څنګ د یوې سترې ونې په څېر له ګڼو نورو ونو سره تړلې رېښې لري، د پوهېدو وړ وي او همدې اړیکو او رېښو د دوام قوت وربښلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو