ښه خوب/ لېمه ودان

2022-10-23
لنډه کیسه

له کړکۍ مې پرده پورته کړه، لمر تیارې پسې اخيستې وې؛ خو لا یې لمنه پوره نه وه غوړلې. مور مې په ورور پسې غږ کړ:

  • زویه! کوم څه خو به دې نه وي پاتې؟ قلم، کتاب؟
  • نه مورې، نه دي پاتې.

ووت. دې وخت کې چيغې شوې. بلې کوټې ته مې ورمنډه کړه، مينه په ځای کې ناسته وه. پردېسه موسکا یې په شونډو راستنه وه. زر زر یې ساه اخيسته. مکتب مکتب یې ويل.

  • مينې! څه شوي؟ څه ګډې وډې وایې؟
  • شنبه مکتب شروع کېږي!

په خپله خبره شکي غوندې شوه، له ښه ځنډ وروسته مې ځواب ورکړ:

  • خوب دې لیدلی!؟

ترخه موسکا یې وکړه، غلي یې وویل:

  • ښه خوب و.

لېمه ودان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو