د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخه کې د شانګهای سازمان رول/ رویا کابیري

2025-09-05
‫ نننۍ نړۍ د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ننګونو له جدي ګواښ سره مخ ده. د صنعتي پرمختګونو، غیرمسؤلانه اقتصادي فعالیتونو او د طبیعي سرچینو بې پروا کارونې له امله طبیعت ته ستر زیان رسیدلی دی. د تودوخې زیاتوالی، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا، د ځنګلونو ویجاړي او د بیولوژیکي تنوع کمښت هغه ستونزې دي چې نه یوازې یوې سیمې ته محدودې دي، بلکې ټول

‫ نننۍ نړۍ د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ننګونو له جدي ګواښ سره مخ ده. د صنعتي پرمختګونو، غیرمسؤلانه اقتصادي فعالیتونو او د طبیعي سرچینو بې پروا کارونې له امله طبیعت ته ستر زیان رسیدلی دی. د تودوخې زیاتوالی، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا، د ځنګلونو ویجاړي او د بیولوژیکي تنوع کمښت هغه ستونزې دي چې نه یوازې یوې سیمې ته محدودې دي، بلکې ټول بشریت یې له خطر سره مخ کړی دی. دا ننګونې یوازې د یو هېواد یا سیمې په کچه نه حل کېږي، بلکې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO)، چې د نړۍ د سترو اقتصادي او جغرافیایي ظرفیتونو لرونکي هېوادونه لکه چین، هند، روسیه، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونه پکې شامل دي، د زرغون پرمختګ او چاپېریال ساتنې په برخه کې د همکارۍ لپاره یو مهم پلیټفارم دی. د ۲۰۲۵ کال په چین (تیان جین) کې د SCO سرمشریزه د زرغون پرمختګ او چاپېریال ساتنې لپاره یوه تاریخي موقع ده. دا سرمشریزه نه یوازې د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره مهمه ده، بلکې نړیوالې ټولنې ته د یووالي او مسؤلیت پیغام هم وړاندې کوي.

زرغون پرمختګ یو داسې اقتصادي او ټولنیز نظام دی چې د پرمختګ ترڅنګ د چاپېریال ساتنې، طبیعي سرچینو مسؤلانه کارونې، د پاکو انرژیو پراختیا او ټولنیز عدالت اصول په پام کې نیسي. دا تګلاره د اوسني نسل اړتیاوې پوره کوي، پرته له دې چې د راتلونکو نسلونو حقونه له خطر سره مخ کړي. د SCO غړي هېوادونه، چې د نړۍ د نفوس او اقتصادي تولید لویه برخه جوړوي، د خپلو جغرافیایي او اقتصادي ظرفیتونو له امله د زرغون پرمختګ په برخه کې د پام وړ رول لوبولی شي. 

‫د تیرو کالونو په پرتله د شانګهای سازمان تمرکز نه یوازې په امنیتي برخو دی، بلکې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او صنعتي پراختیا په برخه کې هم بې ساری کار او زیار ایستلی دی.

‫د زرغون پرمختګ مفکوره د هغه اقتصادي نظام تمثیل کوي چې د پرمختګ پر مهال د چاپېریال ساتنه، د طبیعي منابعو مسؤلانه کارول، د نوي او پاکو انرژیو پراختیا، او د ټولنیز عدالت اصول پکې په پام کې ونیول شي. د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي هېوادونه، چې ځینې یې د نړۍ ستر صنعتي هېوادونه (لکه چین، هند او روسیه) دي، او نور یې د پراخو طبیعي شتمنیو لرونکي هېوادونه دي (لکه قزاقستان، ایران، او ازبکستان)، دا ظرفیت لري چې په ګډه سره د زرغون پرمختګ پر لور عملي ګامونه واخلي. د دوي چټګ ګامونه په نړۍ کې د زرغون بهیر د پراختیا او په دې برخه کې د سرلاري رول لوبولی شي.  

‫د شانګهای سازمان ځواکمن هېوادونو د نړۍ نورو ډیرو هېوادونو ته د خپل نوښت شه کار ښکاره کولای شي. چین یې غوره بیلګه ده، د ټکنالوژۍ پراختیا او بادي انرژي تولید یې هغه مهمې کړنې دي چې د نړۍ په سطحه یې د ثبات لپاره لار پرانیستلې ده.  

‫د شانګهای همکاریو سازمان مطرح غړی چین د خپلو ابتکاراتو په برخه کې د زرغون کمربند ګډه طرحه وړانده کړه چې د سیمې او نړۍ هېوادونه به د کمربند په څېر سره نښلوي او د نورو هېوادونو د ښیرازۍ لپاره هڅې کوي. د منځنۍ آسیا لپاره د اوبو مدیریت بله هغه طرحه ده چې د پراخه دښتو او سیمو د زرغونولو لپاره په پام کې نیول شوې ده، د هېوادونو ترمنځ د اقلیمي بدلونو لپآره شریک بستر رامنځته کول بله هغه هڅه ده چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي‌ هېوادونه پرې کار کوي.  دغه ټولې هڅې د نړۍ د ښیرازۍ په موخه ترسره کیږي.

‫د زرغون پرمختګ مفهوم د اقتصادي ودې، ټولنیزې هوساینې او چاپیریالي پایښت ترمنځ توازن ته اشاره کوي. دا هغه تګلاره ده چې د اوسني نسل اړتیاوې پوره کوي، پرته له دې چې د راتلونکو نسلونو اړتیاوې له خطر سره مخ کړي. د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه، چې د نړۍ د اقتصادي او جغرافیایی ظرفیتونو ستره برخه لري، د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخو کې د همکارۍ لپاره ځانګړي فرصتونه لري. دا سازمان د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ د پالیسیو همغږي کولو، د پاکې انرژۍ پراختیا، د اقلیمي بدلون کمول او د چاپیریال ساتنې په برخو کې د کډو پروژو د پلې کولو لپاره یو مهم بستر چمتو کوي.

‫‫د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د زرغون پرمختګ په برخه کې همکاري په بیلابیلو برخو کې لیدل کیږي، لکه د پاکې انرژۍ پراختیا، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پایښت لرونکې کړنې او د ترانسپورټي شبکو د جوړولو لپاره د چاپیریال لپاره دوستانه ټیکنالوژۍ کارول.  د بیلګې په توګه د چین یوه کمربند او یو لار نوښت چې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له خوا ملاتړ کیږي، د زرغونو بنسټونو او تاسیساتو جوړول او د انرژي تولید پاکو سرچینو ته وده ورکوي. دا نوښت نه یوازې اقتصادي همکاري پیاوړې کوي بلکي د چاپیریال ساتنې لپاره د غړو هېوادونو ژمنتیاوې هم پیاوړې کوي.

‫د شانګهای همکارۍ سازمان نه یوازې د خپلو غړو هېوادونو ترمنځ همکاري پیاوړې کوي، بلکې د نړیوالې ټولنې لپاره هم مهم چوپړتیاوې وړاندې کوي. د زرغون پرمختګ او چاپیریال ساتنې په برخو کې د دې سازمان هڅې د یادونې وړ دي.

‫د اقلیمي‌ بدلون سره مبارزه: د شانګهای همکاریو سازمان غړي‌ هېوادونه په ځانګړې توګه چین او هند د نړۍ د کلخانه  ګازونو د خپریدو کمولو په برخه کې مهم رول لوبوي. د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو او د پانګونې اسانتیاوې له لارې، دا سازمان د نړیوال اقلیمی بدلون سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي.

‫د پاکې انرژۍ پراختیا د بیولوژیکي تنوع ساتنه، د عامه پوهاوي او فرهنګی همکاریو زیاتوالی هغه مهم عوامل دي چې د سیمې او نړۍ د ښیرازې سبب کیږي.  د SCO غړي هېوادونه د چاپېریال ساتنې په اړه د عامه پوهاوي د زیاتولو لپاره همکاري کوي. د بېلګې په توګه، د شانګهای سازمان د چاپېریال ساتنې په اړه نړیوال کنفرانسونه او ورکشاپونه جوړوي، چې پکې د غړو هېوادونو کارپوهان، پالیسي جوړونکي او مدني فعالان ګډون کوي. دا پروګرامونه د چاپېریال ساتنې په اړه د ټولنو د پوهې کچه لوړوي او د زرغون پرمختګ کلتور خپروي.

د SCO په چوکاټ کې د زرغون پرمختګ او چاپېریال ساتنې هڅې د پام وړ دي، خو یو شمېر ننګونې هم شته:

اقتصادي او سیاسي توپیرونه: د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اختلافات کله ناکله د پالیسیو همغږي کولو مخه نیسي. د دې ننګونې د حل لپاره، د SCO غړي هېوادونه باید د دوه اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو له لارې همکاري پیاوړې کړي.

د مالي او تخنیکي سرچینو کمښت: د منځنۍ آسیا هېوادونه د پرمختللې ټیکنالوژۍ او مالي سرچینو له کمښت سره مخ دي. د چین او هند په څېر پرمختللي غړي هېوادونه کولی شي د مالي مرستو، تخنیکي پوهې او د ظرفیت لوړولو پروګرامونو له لارې دا ستونزه حل کړي.

د پوهې او تجربو شریکولو نشتوالی: د غړو هېوادونو ترمنځ د تجربو او غوره کړنو تبادله باید زیاته شي. د SCO په چوکاټ کې د پوهې تبادلې پروګرامونه او د ظرفیت لوړولو ورکشاپونه کولی شي دا خلا ډکه کړي.

د زیربناوو ننګونې: د زرغونو زیربناوو جوړول، لکه د پاکې انرژۍ تاسیسات یا د چاپېریال دوستانه ترانسپورټي شبکې، لوړ لګښتونه او تخنیکي مهارتونه غواړي. د SCO غړي هېوادونه باید د نړیوالو مالي موسسو لکه د آسیایي پرمختیایي بانک سره همکاري زیاته کړي.

‫د شانګهای سازمان  ‫د غړو هېوادونو ترمنځ د زرغون پرمختګ او چاپېریال ساتنې په برخو کې همکاري د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو د دې همکارۍ اغېزمنتیا د یو شمېر ننګونو له امله محدوده شوې ده. د بېلګې په توګه، د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي توپیرونه کله ناکله د پالیسیو د همغږۍ په وړاندې خنډونه رامنځته کوي. سربېره پر دې، د مرکزي اسیايي هېوادونو لپاره د مالي سرچینو کمښت او د پرمختللې ټیکنالوژۍ نشتوالی د زرغون پروژو د پلي کولو په وړاندې یوه لویه ننګونه ده. د دې ننګونو د حل لپاره، د SCO ‫غړي هېوادونه د پرمختللو هېوادونو (لکه چین او هند) له خوا د مالي او تخنیکي مرستو د زیاتولو او د پوهې تبادلې پروګرامونو د پراخولو په لټه کې دي.

‫ د پاکې انرژۍ پراختیا، د اقلیمي بدلون سره مبارزه، د بیولوژیکي تنوع ساتنه او د عامه پوهاوي زیاتوالی د یاد سازمان د هڅو مهمې برخې دي. د SCO ‫غړي هېوادونه، د خپلو اقتصادي او جغرافیوي ظرفیتونو په کارولو سره، نه یوازې د خپلې سیمې لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د پایښت لرونکي پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي. د دې سازمان بریالیتوب به د غړو هېوادونو د ژمنتیا، پالیسیو د همغږۍ او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په پیاوړتیا پورې اړه لري

د شانګهای سازمان زرغون بهیر د زرغون چاپیریال په رامنځته کولو کې تر ټولو مسولانه چلند کوي‌، او هڅې یې تل د دې ښکارندوي کوي چې د ښیرازه نړۍ لپاره داسې ماحول رامنځته کړي چې نړیوال اقلیمی بدلون او د انرژي ثبات پکې تر ټولو مهم لومړیتوبونه وګڼل شي. د شانګهای سازمان تاریخي شالید ته په کتو ویلي شو دا سازمان د راتلونکي‌ لپاره ستر امکانات او فرصتونه رامنځته کوي او په دې برخه کې اغیزمن کار به د نړیوالې ټولنې لپاره یو مثبت مثال وګرځول شي.

د یادونې وړ ده چې د شانګهای سازمان د هڅو په پایله کې یو لړ پروژې رامنځته شوې چې د زرغون بهیر او چاپیریال ساتنې په برخه کې کلیدي رول لوبوي. د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز په مرسته په کال کې ۳،۲ میلیارد کیلو واټه پاکه بریښنا تولیدوي‌. چې د ۵ میلیونو خلکو اړتیاوې پوره کوي. دا پروژه د پاکستان د بریښنا د کمښت په کمولو او د چاپیریال ساتنې لپاره خورا مهم رول لوبوي.

د کاپشاګای فوټوولټایک پروژه ( قزاقستان) دا د لمریزې انرژۍ پروژه ده چې د چین په مرسته جوړه شوې ده د ازبکستان د بخارا بادي پروژه بله هغه پروژه ده چې د پاکې انرژي د تولید او پاک چاپیریال په جوړولو کې د پام وړ رول لوبوي. که دې ورته د نورو پروژو ماهیت په ځیرکۍ وڅیړل شي، نو دا به ښکاره شي د دې پروژه تر ټولو لویه موخه د ښیرازه چاپیریال لپاره د چین او نورو غړو هېوادونو هڅې دي چې نړۍ پر پاک ځای بدلوي.

د شانګهای سازمان تر ټولو مهم کار د چاپیریالي معلوماتو د شریکولو بستر دی چې په ۲۰۲۱ کال کې فعال شو، دا بستر د غړو هېوادونو د قوانینو، پالیسیو او معیارونو په شریکو کې تر ټولو چټک عمل کوي او تل یې د سوداګریزو فرصتونو په موندلو کې مرسته کړې.

دا د سازمان لپاره تر ټولو لویه نېکمرغي ده چې د چاپیریال او ګڼ شمیر نورو مسایلو په برخه کې په پوره اندازه فرصتونه او امکانات په لاس کې لري او ددې فرصتونو نه د ګټې اخیستلو لپاره یې تل کوټلي ګامونه پورته کړي دي. هیله ده چې د شانګهای سازمان د خپلو هڅو ساحه نوره هم پراخه کړي‌ او نړیوال ثبات، اقتصادي پراختیا او پاک چاپیریال د رامنځته کولو کې د بشریت لپاره یو اغیزمن او تاریخي‌ مثال وګرځېدلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت
ټول مادي او معنوي حقوق د کړکۍ اکاډمۍ سره حفظ دي.
ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو