خورېدل/ مصطفی سمون

2023-05-13
ذهن مو لکه خورېدلې ځمکه له پالنې او راټولېدنې بې سیکه شوی، تل د یوې نوې لارې په لټون کې دی، چې د ذهن خورېدونکي اړخونه له دې نا منسجم حالته د منسجموالي لوري ته و هڅوو او خپل ذهني مسیر د ښو او با درکه ټولنې له ریښو سره وصل کړو؛ ترڅو په دې شته غوښتنو فرصتونو کې د ذهني تمركز پر اړخونو باندې کار وکړو. هیلې خورې ښې دي، دا ځکه چې انسان تل د

ذهن مو لکه خورېدلې ځمکه له پالنې او راټولېدنې بې سیکه شوی، تل د یوې نوې لارې په لټون کې دی، چې د ذهن خورېدونکي اړخونه له دې نا منسجم حالته د منسجموالي لوري ته و هڅوو او خپل ذهني مسیر د ښو او با درکه ټولنې له ریښو سره وصل کړو؛ ترڅو په دې شته غوښتنو فرصتونو کې د ذهني تمركز پر اړخونو باندې کار وکړو. هیلې خورې ښې دي، دا ځکه چې انسان تل د خپل ځان په اړه مثبت انګېري او دا هڅه کوي، چې څنګه په دې محور کې د ځان لپاره سهولتونه برابر کړي؛ ترڅو په ژوند کې له شته غوښتنو او اړتیاوو پوره کولو څنګه خوند اخیستی شي. ځینې وخت ذهني خورېدا په دې مانا ده، چې انسان متجسس کوي تل د یو څه په اړه له بېلابېلو زاویو کتل د ژوند او پوهې اړخونه هم ورسره را برملا کېږي، چې له دې سره انسان ته د فکر کولو فرصت په لاس ورکوي او دې ته یې هم هڅوي، چې دا خور شوی مسیر په داسې محور راټول کړي، چې د خوره شوو هیلو لپاره یو مناسب چاپېریال وټاکل شي او داسې کړنلارې ورته میسرې شي، چې خپل تیت ذهن په یو منسجم ګرداب کې راټول کړي. دا بیا د هر انسان په فردی ظرفیت پورې اړه لري، چې څنګه کولای شي، دا چارې مدیریت کړي او د شرایطو مطابق د فکر مزي ورسره وصل کړي؛ ترڅو داسې ټولنه را جوړه کړي، چې افراد پکې خپل ځان او د ټولنې نا سپړل شوي اړخونه پکې ووینې، چې له دې سره د خلاق ذهن دټوکېدو امکان هم شتون لري.خلاق ذهنونه یوازې دې اړخ ته پام نه کوي، چې څنګه نوښت رامنځته کړی، بلکې د ټولنې د وګړو ترمنځ د پوهولو او راټولولو یو مسیر جوړوي، چې خلک د یو بل د درک کولو هنر او د ټولېدنې داسې ذهنیت او افکار را ټول کړي، چې د افرادو تر منځ د پوهولو ژبه رامنځته شي او ټولنې ته د ذهن جوړونې ژبه ور وښیي. له دې سره د افرادو ترمنځ خور شوی او پاشل شوی فکر د یووالي په دایره کې راټول شي او انساني ژوند به له نوې زاویې د ژوند ساه واخلي او ټولنه به د ښه افکارو او منلو لور ته خوره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو