د ژوند خبرې

محمد مصطفی سمون‎‎
2022-05-18
دا مو د ژوند په اړه ذهني او ورځنۍ پوښتنې دي، چې موږ یې له سرګردانه سرنوشت سره مخ کړي یو. د دې پوښتنو په مقابل کې موږ په ذهنې او فزیکي ډول عکس العمل ښیو؛ خو داسې عکس العمل ښودل پکار دي، چې د انساني فکر په مثبت اړخونو خپل اغېز پرېباسي، فرد او ټولنې ته د نوي لیدلوري یو اړخ وښیي؛ ترڅو په ژوندانه کې مو د دې پوښتنو څه نا څه اړخونو ته ځواب
د مطالعي وخت : 27 دقیقې

موږ ولې ژوند غواړو؟
موږ ولې له دې حالته ستړي یو؟
موږ ولې په سرګردانه خوځښتونو کې ښکېل پاتې یو؟
موږ ولې د ورکې احساس کوو؟
موږ ولې د ژوند کولو هنر هېر کړی؟
موږ ولې د ناورینونو ښکار یو؟
موږ ولې د ماضي په ارمان یو؟
موږ ولې د حال سره په ټکر کې یو؟
موږ ولې راتلونکي ته خپه یو؟

دا مو د ژوند په اړه ذهني او ورځنۍ پوښتنې دي، چې موږ یې له سرګردانه سرنوشت سره مخ کړي یو. د دې پوښتنو په مقابل کې موږ په ذهنې او فزیکي ډول عکس العمل ښیو؛ خو داسې عکس العمل ښودل پکار دي، چې د انساني فکر په مثبت اړخونو خپل اغېز پرېباسي، فرد او ټولنې ته د نوي لیدلوري یو اړخ وښیي؛ ترڅو په ژوندانه کې مو د دې پوښتنو څه نا څه اړخونو ته ځواب ویلی وي. موږ ژوند ځکه غواړو، چې هر انساني فکر د دې حق لري، چې د فردي، ټولنیزه ،اقتصادي، سیاسي ازادي ولري او د ژوند له هر اړخه د خپل فکر او وړتیا په اساس ګټه واخلي.

د دې حالت د ملامتۍ بار بېرته زموږ په اوږو دی، ځکه چې د هر انسان خپل ځان ته بدلون ورنکړ د نورو د بدلون فکر هم نه کوي، له دې سره د حالاتو بدلون هم ناممکن دی.

بله دا چې په دې سرګرادنه حالاتو کې زانگو اصلي عوامل د فرد، کور او ټولنې له اصلاحاتو سره منفي عکس العمل ښودل دي، انسان په طبعي توگه د نقد پر وړاندې دریږي، چې دا د ټولنې د بدلون مخه نیسي او په داسې جالونه کې یې ښکېل پاتيږي، چې ډېر په سختۍ په دې حالت کې د ژوند نفس اخلي.

موږ ځکه د ورکې احساس کوو، چې ټولنه مو د طبیعي بدلون په تمه پریښي وي، خپله د څه کولو او نوښت فکر نه کوو.

د ژوند کولو هنر ځکه رانه هېر دی، چې تل د بل چا بدلون او لیدلوري ته گورو او هر څه مو د خپل ځان په اعتماد بناء نه دي، بلکې د تقلید په زانګو کې زانګو.
موږ د ناورینونو سره د مبارزې پر ځای بل ناورین زېږوو، د یوې پېښې ټول اړخونه تر نظر لاندې نه تېروو، بلکې له پېښو سره احساساتي برخورد ترسره کوو.

دا انساني خوی دی، چې په ماضي کې خپل ژوند ښکلی ويني؛ خو اصلاً د انسان حال د هغه راتلونکي او ماضي سره تړلی جال دی، چې په هنر سره ورته لار مومي او د ژوند متحوله او متحرکه اړخونه پکې راسپړي.

د حال سره د ټکر لامل په ماضي کې د خوښیو سره برخورد دی، چې خپلې دروني غوښتنې او غرایز پکې اشباع کوو، تل له ماضي خوند اخلو او له حال سره د نابلدې پدیدې په څېر برخورد کوو او په هیلو کې ورک اوسو.

د راتلونکي لپاره د یو منسجم پلان نشتوالی او د هر انساني فکر دورني اړخونو ته د ژوند کولو او ژوند پاللو لارې نه ښودل، د دې لامل شوې، چې د انساني تهذیب ارزښتونه او یو بل منل پکې منعکس نه شي. په ټوله کې د ژوند کولو او پاللو غږ هر لوري ته خورول پکار دي؛ ترڅو د انسانانو ترمنځ د یووالي او د ژوندکولو خبرې انتقال ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو