چارلز بابېج/ استاد نجیب منلی

2022-10-10
د چارلیز بابېج

Cahrles Babbage (1791-1871)

غضنفر:-  د بشر د فکر او فرهنگ د سرلارو په لړۍ کې داسی یو څوک در پېژنو چې په افغانستان کې یې شاید ډیرو لږو کسانو نوم اوریدلي وي مګر د بشر په پرمختک کې یې لویه برخه درلودلې ده.

منلی :- د فکر او فرهنګ په سرلارو کې کله کله له ځینو داسې نومونو سره هم سره مخ کېږو چې حتی د هغې تخصصي څانګې  ماهرین یې هم پوره نه پیژني خو لاسته راوړنو یې د دنیا مخ ته تغیر ورکړی وي. په دغو کسانوکې یو چارلس بابېج دی. چارلس بابېج دانګلستان د اتلسمې او نولسمې پیړۍ یو ریاضي پوه او مخترع دی چې داسې یو څه یې اختراع کړي دي چې نن زموږ د دنیا له سره تر پایه تر ټولو پورې تړلې ده.

 چارلس بابېج د انګلستان د یو شتمن بانکر زوی و. په ۱۷۹۱ز کال کې زیږيدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په په ریاضیاتو کې په ټرينيټي کالج (Trinity Colleg) کې کړې دی، په انګلستان کې او په ۱۸۱۲ز کال کې د د یوویشتو کلونو په عمر له خپلو نهو نورو همکارانو سره د انګلستان د تحلیلي ټولنې بنسټ ږدي.

غضنفر:- وبښی دا تحلیلي ټولنه یو ډول؟

منلی :- د تحلیلي ریاضیاتو ټولنه وه. له کامبریج  یې په ۱۸۱۴ز کال کې یعنې په درویشت کلنۍ کې د ریاضی دیپلوم واخیست. کله چې له پوهنتون نه خلاصیږي پخپله خوښه له یوي نجلۍ سره واده کوي. له دې امله له پلارنۍ شتمنۍ هم محرومیږي او مجبورېږي چې د خپل ژوند له پاره هاخوا دېخوا لاس ووهي. په ۲۴ کلنۍ کې د انګلستان د یو ډېر مهم بنسټ، رویال سوسایټي (Royal Society) ، غړیتوب ترلاسه کوي.

غضنفر :- رویال سوسایټي په انګلستان کې تقربیاً دغسي یو مقام لري لکه په فرانسه کې چې یې د فرانسې اکاډيمي لري؟

منلی :- ډېر ستر ځای دی او دی یوازې د لندن د اکاډيمۍ غړی نه دی په عین حال کې د ایډمبرا (Edimburg) ، چې د سکاټلنډ پایتخت دی، د هغه ځای د اکاډيمۍ په غړیتوب هم منل کېږي.

دی له اختراعګانو سره ډېره علاقه لري او بعضی شیان اختراع کوی. هماغه ځواني کې یې سرعت سنج اختراع کړ چې کولای یې شول د ګاډیو او د ریلونو (چې په هغه وخت کې ریلونه راوتلي وو) سرعت وسنجوي. د بابېج د ځوانۍ په کالونو کې یو بل کار چې حتی اوس هم مهم دی هغه دادی چې ده د انګلستان د مړینو جدول جوړ کړ د مړینو جدول داسې یو جدول دی چې د یو زمان نفوس را اخلي او دا څېړي چې په دې موده کې کې څومره وګړي مري او څومره ژوندي پاتې کېږي او هغه چې مري له کومو علتونو مري. نن دغه جدولونه د نړي د بیمې په کمپنیو کې کارول کېږي. په دې برخه کې د بابېج هڅې د انګلستان په کچه ډېرې اساسي هڅې وې.  

غضنفر :- دا کار خو ظاهراً یو قسم احصایه ده؟

منلی :- دا د احصایې د علم یوه تطبیقی برخه ده. نو بابېج چې د احصایې عالم و او ډېر کارونه یې په احصایه باندی کړي وو، دا کار یې هم په هماغه سلسله کې کړی دی. تر ده مخکي هم د مړیني جدولونه جوړ شوي وو مګر د هغوی عملي جنبه دومره قوي نه وه. بابېج دې ته عملي جنبه ورکړه او تر ننه پورې د بیمې کمپنۍ د بابېج په جدولونو باندې کار کوي.

غضنفر :- په احصایه کې هغه شی چې نسبتاً پیچلی دی هغه د سمپل اخیستلو طریقې دي، چې دوی یې اخلي او هغه ته ځیني بنیادونه لري او دا بیا کله کله پیچلې ریاضي ته هم ضرورت لري. ایا بابېج چې کوم کار کړی دی د مړینو د احصایو داخیستلو به حصه کې نه یواځې دا چې یو نوی کار دی دا باید وشي دغه پیچلتیا یې مهمه ده؟

منلی :- پیچلیتا یې مهمه ده او  دغه کار ته د حل لارې پيداکول تر ټولو مهمې دي. خلک پیدا کېږي او خلک مري خو ددې محاسبه اسانه خبره نه ده ځکه چې دا یوه دوامداره پروسه ده څنګه کولی شو چې په یوه زماني مقطع کې  موږ داسې  یو سیستم را وباسو چې د یو تعدا محدودو پېښو  په نتیجه کې موږ هغې ته د ټولنې به سطحه تعمیم ورکړو. دغه تر ټولو پیچلې برخه ده. که چېرې تاسې وغواړئ چې یو د اورلګیت ډبلی وازمایئ چې ټول تیلي یې کار کوي یا یې نه کوي یواځیني لاره یې دا ده چې تاسې ټول تیلي یو وار امتحان کړئ. خو کله مو چې ټول تیلي امتحان کړل نو تاسې سره نور تیلي نشته چې استفاده ترې وکړئ. د احصایې علم تاسې ته دا در زده کوي چې د یو یا دوو تیليو په استعمالولو تصمیم ونیسئ چې د دغه اور ډبلي ټول تیلي د کار وړ دي او ورسته، له هغو څخه ترې استفاده وکړئ.

غضنفر :- خو باریکي په کې داده، هغه علمي ظرافت او مهارت او دقت په کې دا دی چې هغه دوه تیلي به کوم وي.

منلی :- هغه دوه تیلي به څنکه انتخابیږي چې تاسو ته د تیلیو د هغې ټولې مجموعې په اړه دقیق او کافي معلومات درکړي. یو بل ډیر جالب شی چې ده اختراع کړي دي هغه د مېښو ضد وسیله ده: کله چې ریل حرکت کوي کله کله یې مخي ته حیوانات راشي او که چېری ریل له حیوان سره ټکر وکړي نو دا کیدای شي چې د ریل د چپه کیدلو باعث شي. ده د رېل په مخ کې داسی وسیله نصب کړله چې نن یې هم موږ کاروو. د واورو د پاکولو لپاره. دې وسیلې کولاي شول که چیرته کوم حیوان د رېل پر لاره پروت وي دا یې په ډیره اساني سره یوي خواته کړي او ریل خپل حرکت ته دوام ورکړي. داسې یو د «وي» («V»)  په شکل شي چې ده د ریل مخي ته نصب کړ. نن موږ له همدغه شي د واورې په پاکولو کې او د موانعو په لرې کولو کې استفاده کوو. دی همدغه راز یو بل شي ته متوجه شو چې اوس هم ډیر مهم رول لري: کله چې تاسې یوه ونه پرې کړئ د ونې پر پرې شوې ډډ دایروي کرښې ښکاري. ددغو کرښو پېړیوالی د هماغه کال آب اوهوا سره ارتباط لري.کله چې ونه پرې کړئ داسی دایروي کرښې په کې ښکاري. د ونې په منځ کې دغه کرښې د ونې عمر هم معلوموي، ځکه چې هره کرښه یو کال ښکاره کوي. مګر دی دې ټکي ته هم متوجه شو چې د د غو کرښو پیړوالي د هغه کال اب اوهوا هم ښکاره کوي چې دا کال باراني و که وچ و. او له دې څخه هم بیا ورسته په علمي څېړنو کې ډېري زیاتې استفادي وشولې.

خو دده تر ټولو مهم کار د میخانیکي حساب په برخه کې، د میخانیکي ریاضیاتو په برخه کې، و. په اووه لسمه پېړۍ کې فرانسوي عالم بلېز پاسکال (Blaise Pascal) د جمعې ماشین جوړ کړ چې دوه عددونه یې سره جمع کولای شول. د پاسکال ماشین ته بیا بل ریاضي پوه، جرمني لایبنيڅ (Leibnitz) وده ورکړه او د ضرب ماشین یې را  وایست.

په اتلسمه او نولسمه پیړ ۍ کې د کيښتیو صنعت ډېره وده وکړه او بحري سفرونه ډیرزیات شول. د بحري سفرونه له پاره ، د فاصلو د سنجولو او د لاری د پیدا کولو له پاره، یوه وسیله چې ډیره زیاته په کار ده هغه د لوګاریتم د جدولونو جوړولو وسیله ده. دغه جدولونه له ډیر پخوا راهیسې په لاس جوړیدل مګر هر هغه کار چې څوک یې په لاس کوي ستړی کوونکی دی. دا ستړیا بیا د بې فکرۍ لامل کېږي او ممکن چې په محاسبه کې غلطي پیدا شي او د همدغو غلطیو له امله کیدای شي چې ډیر خطرناک ټکرونه رامنځ ته شي. بابېج دې خبرې ته متوجه شو او ویې غوښتل چې داسې یوه وسیله جوړه کړي چې په اوتوماتیک ډول لوګاریتم محاسبه کړای شي. لوګاریتم په ریاضی کې نسبتا یو پیچلی مفهوم دی. د جمعې، ضرب او تقسیم نه  ور اخوا دی. ده چې کومې هڅې وکړې او کوم لومړني ماشینونه یې  چې د رویال سوسایټي پوهانوته وړاندې کړل د هغوی قناعت یې حاصل کړ او دده ته یې لازمې پیسي ورکړې چې دغې وسیلې ته انکشاف ورکړي. دی په همدې وسیلو کې لګیا و او ویې غوښتل چې داسې یو ماشین جوړ کړي، د تحلیلي ماشین په نامه، چې پیچلي موضوعات حل کړي.

له ده سره د یو ستر شاعر لاربایرن (Lord Byron) لور، ادا لاولېس (Ada Lovelace)، چې هغه هم ریاضي پوهه وه، یوځای شوه او دوی په ګډه دغه چاره پر مخ بيوله. ادا لاولېس د دې ماشین په اړه وایي چې د دې ماشین وظیفه دا نه ده چې نوي شیان پيدا کړي مګر هغه څه چې موږ یې دې ته لارښوونه کولای شو هغه په ډېره ښه توګه اجراکوي. ځینې خلک به داسې فکر کوي چې ددغه ماشین اساس پر ریاضیاتو، پر حساب، ایښودل شوی دی نو پرته له حسابه به بل کار نه شي کولای. مګردا یوه اشتباه ده. دا ماشین به نه يوازې دا چې محاسبې وکړای شي، بلکې د سمبولیکو علامو په کارولو باندې به پیچلي علمیات هم تر سره کړای شي.

غضنفر:- دا اشاره الجبري عملیاتو ته ده ؟

منلی :- الجبري عملیات هم او سمبولیک عملیات هم. ادا حتی دې نتيجې ته هم رسېدلې وه چې دا ماشین به وکړای شي چې معادلې حل کړي اومعادلې په لیکل شوې بڼه حل کړي.

نو اوس فکر کوم چې تاسي ددغه ماشین په باره کې کافی معلومات ترلاسه کړي دي. دغسی ماشینونه نن زموږ د هر یوه په جېب کې پراته دي، کمپیوټر ورته وایو او دا د چارلز بابېج او د ادا لولېس اختراع وه.

غضنفر:- هغه ماشین په هغه وخت کې کامیاب شو؟

منلی :- هغه ماشین په هغه خت کې کامیاب نه شو. ځیني ابتدایې بڼې یې کامیابې شوې چې پر همدې اساس رایل سوسایټي دوی ته د کال پينځلس سوه پونډه پیسې منظورې کړې چې کار پرې وکړي. خو سره له دې چې دوی ۱۷ زره پونډه ولگول بیا هم دوی بریالي نه شول چې هغه پیچلي ماشین چې د چارلس بابېج په پلانونو کې وه هغه عملاً جوړ کړي.

د دوی د ناکامۍ ستر او بنسټيز علت دا و چې دوی د ساعت جوړونې له صنعته الهام اخیسته او د دوی له خوا جوړ شوي ماشینونه په څرخونو، په ګراړیو او په پېچونو او فنرونو کار کاوه خو د هغو پېچلو عملیو لپاره چې دا ماشین یې باید بریالی کړی وای دا وسیلې مناسبې نه وې.

غضنفر:- داخو د انسان د ذهن یو عادت دی چې غواړي ځان ته چارې اسانه کړي او د چارو د اسانولو یوه طریقه دا ده چې موږ غواړو د هر شي اول کس معلوم کړو: اول څو ک و چې برق یې جوړ کړ، اول څوک وه چې پښتو کې یې لنډه کیسه ولیکله، او ل څوک و چې په دنیا کې یې ناول ولیکه… خو کله چې بیا دغو ساحو ته راځو بیا راته معلومېږي چې دغه اول معلومول سخت کار دی. تر هر اول تر مخه هم یو څوک  شته چې که څوک ووایې چې دا پلانی اول دی نو بیا به هم چندانې غلطه خبره نه وي. کله چې د کمپیوټر تاریخ لیکل کېږي، د کمپیو ټر د اختراع هغه تاریخونه چې لیکل شوي دي، چارلز بابېج ته یې کوم مقام ورکړی دی؟

منلی :- دغې خبرې ته به لږ ورسته راشو.

دغه کمپیوټر چې چارلز بابېج یې  نقشه یې جوړه کړه، د دې جزيیات یې تشریح کړل، خورا پېچلي وو. کله چې په ۱۹۸۵ز کال کې د انګلستان ځینو پوهانو تصمیم ونیو چې د چارلز بابیج دوه سومه کليزه ولمانځي نو دوی د چارلز بابېج پلانونه او هغه تشریحات راواخیستل او د هغه د جوړولو امکانات یې وارزول. د هغو وسایلوپه مرسته چې په هماغه وخت کې موجود وو، د بابېج په ژوند، له هغوي نه په استفاده یې دده ماشین جوړکړ. دغه ماشین اته زره پرزې لري. پنځه ټنه وزن لري. دری متره اوږده دی. دوه متره لوړوالی لري او پنځه څلویښت سانتي  متره پیړ والي لري  اوکولای شی چې دریاضي ټول مسایل حل کړي. دغه ماشین نن فعال دی او د لندن په یوه موزیم کې ایښودل شوی دی. یانې که هغه وخت هم د چارلز بابېج فکر ځینو نورو تخنیکي مسایلو ځان ته نه وای ور اړولای، نو هغه وخت یې هم کولای شول چې خپل ماشین جوړ کړي. له بده مرغه چې داسې و نه شول او د کمپيوتر اختراع د هغو کسانو په نوم ثبت شوه چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال یې کمپيوټر، یا کمپیوټر ته ورته وسایل یې د جنګ په ترڅ کې، د جاسوسۍ لپاره وکارول. هغه مهال جرمنیانو د شفر (په رمز کې د مالوماتو د لېږد) یو ډېر پیاوړی سیستم جوړ کړی و او امریکایانو غښتل چې دغه شفر مات کړي. د دې شفر د ماتولو لپاره یې په ۱۹۴۳ز کال کې د کولوسوس مارک یو (Colossus Mark 1)  په نامه یو ماشین جوړ کړ چې په ثانیه کې یې پينځه زره عملیې ترسره کولای شوی.  بیا د جنګ په جریان کې یو بل پوه فون نیومن (Von Neuman)  هغه ماشین ته وده ورکړه، الکترونیک او نوې مفکورې یې په کې وکارولې.

د چارلز بابېج ماشین یوازې میخانیکي ماشین و، کولوسوس یوازې برقي ماشین و، د فون نیومن ماشین الکترونیکي ماشین و. د دغو پرمختګونو په نتیجه کې په ۱۹۴۵ز کال کې لومړی ريښتینې، فعال کمپيوټر جوړ شو چې الکترونیک عددي توحیدوونکی او حسابگر (ٍ Electronic Numerical Integrator And Computer : ENIAC)  نومېده. دغه ماشین ۲۷ ټنه وزن درلوده ۲۴ متره اوږد و. ۹۰ سانتي متره پیړ و او دری متره لوړ وه. ۱۵۰کیلو واټه برق یې مصرفاوه او داسې ویل کیدل چې که چیرته په نیویارک کې دا ماشین چالان شي د نیویارک په ټولو کورونو کې برق قطع کېږی. بله جالبه خبره داده چې ددغه ماشین د سړولو لپاره هر ورځ شاوخوا دوه ټنه یخ استعمالېده.

اوس نو دې خبرې ته بېرته راځم چې اوس څوک لومړی دي؟ موږ چې د کمپیوټر په باره کې خبرې کوو د فون نیومن ماشین په اول کې راځي د کمپیوټر په تاریخ د فون نیومن له ماشین سره تړل کېږي.

د چارلس بابیچ هڅې د ځینو ډېرو خاصو څېړونکو په یاد دی، مګر د چارلس بابېج نه مخکې یو بل کس هم و، یو فرانسوي جولا یا ټوکر اوبدونکې چې هغه یو ماشین اختراع کړ چې په اوتوماتیک ډول  یې ډیر ټوکرونه جوړل. په دي ټوکرونو کې یې د شکلونو د جوړولو په خاطر یوه وسیله اختراع کړه. یوه کاغذي قطعه یې واخیسته په هغي کې یې سوری وکړل چې ددغو سوریو په واسطه د اوبدلو د ماشین ستنې په خاص وخت کې خاص ځای ته رسېدلې او دوی کولای شول چې مربع  شکله او مستطیل شکله تصویرونه په یوه ټکر کې و اوبي. دغه وسیله چارلس بابیچ د خپل ماشین د هدایت لپاره وکاروله یعنی کله چې چارلس بابیچ خپل ماشین جوړاوه په هغي کې یې ددی وسیلی نه استفاده وکړله.

کمپیوټر درې شیانو ته ضرورت لري یو ډیټا ته ضرورت لري چې ورته معلومات ورکړې چې د دغو مالوماتو په اساس یو کار وکړي، بل امر ته ضرورت لري چي ته ورته امر وکړې چې څه کار وکړي او بل دې ته ضرورت لري چې د دغه امر د اجرا نتیجه تاته ښکاره کړي. چارلز بابېج د خپل کمپیو ټر له پاره له هماغو وسایلو څخه استفاده وکړله چې تر ده مخکی د نساجی لپاره جوړ شوي وو.

ددې خبرو په نتیجه کې داسې ویلای شو چې په علمي او تخنیکي اختراعاتو او پرمختګونو کې هیڅ داسې پرمختګ نه شته چې هغه دې بی ارزښته واوسي. یو څوک یو شd د یو خاص مقصد لپاره پيداکړي بل څوک د همغه شي لپاره نوي وظایف پیدا کړي. په همدغه ډول علم پرمختګ کوي.

د بابېج ماشین پنځه ټنه وزن درلوده. انیاک اوویشت ټنه وزن درلوده او ۵۰۰۰ عملیې يې په یوه ثانیه کې اجراکولای شوې. تر هغه وروسته په ۱۹۷۶ز کال کې، دا د ډیرې لنډې مودې خبرې دي، (په ۱۹۴۶کال کې انیاک جوړشوی دی) د وایجر دوه په نامه یوه سفینه (فضایي بېړۍ) فضاته واستول شوه چې د هغې کمپيوټر ۶۴ کیلو بایټه میموري درلوده (۶۴ کیلو بایټه میموري د اوسنیو تلیفونو تقریباً میلیونمه برخه راځي) او په هغې باندې دغه سفینه وتوانیده چې د شمسي نظام نه ووځي او تر نن پورې عکسونه ځمکې ته راولیږي. نن موږ هر یو په جېب کې داسې وسایل لرو چې وزن یې تر سلو ګرامو زیات نه دی مګر قدرت یې د دیرش کاله پخوا تر ټولو کمپیوټرونو هم زیات دی نو دغه د پرمختک یو بهیر دی چې یو په بل باندې تکیه کوي او بالاخره یو ځای ته رسیږي. په علم کې هیڅ کله داسې نه دي شوي چې څه شی جوړ شوي وي د یو مخه ړنګ شي او نوی شي منځ ته راشي فکر کوم چې د چارلز بابېج له ژونده که دغه درس واخلو چې په هره لارکې لومړی قدم تر ټولو سخت قدم دی مګر لومړی قدم  نورو قدمونو لپاره لاره پرانیزي او دغه لارې په واټونو باندې بدلیږي او دغه واټونه په لویو لارو بدلیږي.

غضنفر :- او دغه لومړی قدم له ځینو جهتونو لومړی قدم وي او له ځینو جهتونو لومړی قدم نه وي.

منلی :- د ډیرو نورو قدمونو نتیجه وي فکر کوم که موږ د بابیچ له ژونده دا نتیجه واخلو نو دا به یو ډیر مناسب درس وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو