د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ او څو ټکي | ګل رحمن رحماني

2024-02-22
د مورنۍ ژبې اهمیت او

د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په نامه نمانځل کېږي. دوه اساسي مسایل ورسره تړلي دي، یو ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د حق ورکول او دویم هم د فرهنګي هویت او تنوع لپاره د مورنۍ ژبې ساتنه. موږ ولې هېواد ته پلرنی وايو او ژبې ته مورنۍ؟ خو کله چې بیا هېواد یا خاوره یادوو بېرته یې له مور سره تشبېه کوو، دا چې مور د مینې او عاطفې سېمبول ده، بلکې خپله مینه، مهرباني او عاطفه ده، همداسې مورنۍ ژبه هم د یوه ماشوم په وجود کې دا ځانګړنې را ژوندۍ کوي او ساتي یې، خو که کوم ماشوم ورڅخه محروم وي؛ نو په ټولنه کې د یوه نورمال او عاطفي انسان په توګه هم نه شي را څرګندېدلی.

             هغوی چې په مورنۍ ژبه له زده کړې محروم دي، یا یې خپله مورنۍ ژبه په لوی لاس هېره کړې ده، د فرهنګي شخصیت او هنر یوه برخه یې له ځان ورکه کړې. په دې اړه ګڼو بنسټونو او اشخاصو خپلې څرګندونې کړې دي. د ملګرو ملتونو کلتوري سامان یونسکو وايي: څوک چې په خپله مورنۍ ژبه خبرې نه شي کولی، بې سواده یا نالوستی ګڼل کېږي.

فرانسوي لیکوال او ژبپوه، لفونس دوده، چې د مورنۍ ژبې د ودې لپاره یې کار کړی داسې نظر لري: هر ملت چې خپله مورنۍ ژبه هېره کړي، د هغه زنداني وګړي په څېر دی چې د خپل زندان کیلي یې ورکه کړې وي. د اروپا یو بل داستان لیکوال میلاند کوندرا هم عجیبه نظر لري: کله چې نیواکګر غواړي، یو ملت غلام کړي، لومړی یې خپله ملي ژبه له ذهنه پاکوي، بله ژبه ورباندې تحمیلوي او په نورو ژبو یې د تازه کتابونو لوستنې ته را بولي. د هند د ازادۍ اتل او د بې تاوتریخوالي مبارزې مخکښ ګاندي دا وینا هم ډېره مشهوره ده: چا چې خپله ملي ژبه اوادبیات نه وي لوستي، په حقیقت کې یې خپل تاریخ نه دی لوستی او څوک چې په خپل تاریخ ونه پوهېږي، نو راتلونکې نه لري.

د مورنۍ ژبې ورځ څنګه رامنځته شوه؟

په ټوله کې دغه ورځې درې پړاوونه وهلي دي:

 په لومړي پړاو کې، چې له بنګله دېش څخه پیل شوی، نږدې دوې لسیزې یې دوام کړی چې په کې د پلازمینې ډاکې د محصلینو او فعالانو غورځنګونه شامل دي او په ۱۹۵۲ کال کې پیل شول، کله چې بنګله دېش د پاکستان یوه برخه و، اردو ژبو واکمنو پر بنګالیانو اردو ژبه تحمیل کړې وه او د مورنۍ ژبې په توګه یې د بنګالي ویلو حق ورڅه تروړلی و. د دوی غورځنګونه او لاریونونه ثمر ته ورسېدل او کله چې له پاکستان نه د جلا هېواد خاوندان شول، نو ژبه یې هم پیدا کړه. بنګالي په غوره ژبو کې راغله، تر دې چې د رابندراناتهـ ټاګور په نامه د ادبیاتو ستره څېره یې هم نړۍ ته وړاندې کړه.

دویم پړاو د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان پرېکړه وه چې د بنګالي مبارزینو هڅو او غوښتنو ته په پام سره یې د نړۍ محرومو مورنیو ژبو ته پام واړه او په ۱۹۹۹زېږدیز کال یې د فبروري ۲۱مه د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه قبوله کړه، چې د ګڼو فرهنګي فعالینو او د ژبپوهانو د بنسټونو له هر کلي سره مخ شوه. درېیم پړاو هغه مهال پیل شو چې کله د ملګرو ملتونو عمومي غونډې (مجمع) په ۲۰۰۸م کال کې د مورنۍ ژبو حیثیت تائید کړل او هغه سیاسي او دیکتاتوري نظامونه یې وغندل چې وګړي په تحمیلي ژبو کې ساتي او یا یې له خپلو مورنیو ژبو تبعیدوي، چې دلته موضوع له کلتوري اړخ پرته په سیاسي او ټولنیز لحاظ هم مطرح شوه او د نړۍ د حکومتونو پام یې ورته راواړه.

واقعیت دا دی چې ژبه یوه ټولنیزه ښکارنده، د افهام او تفهیم وسیله ده، په ټولنه کې رامنځته کېږي او په ټولنه کې له منځه ځي، زموږ په هېواد کې په تېرو څو لسیزو کې ژبې او قومونه د یووالي او رنګینۍ د یوه فرصت او زمینې پر ځای د امتیاز غوښتنې، تعصب او ظلم په برخه کې کارېدلي، په ژبو جنتي او دوزخي ټاپې وهل شوې، ډلو، تنظیمونو او حکومتونو ورڅخه ناوړه ګټه اخیستې ده. داسې مشران هم وو چې د خپلې ژبې تر څنګ به یې دوه درې بهرنۍ ژبې زده کړې وې، خو د خپلې ملي ژبې زده کړې ته به یې ملا ماته وه.

د ښوونې او روزنې په برخه کې باید څرګنده کړو چې په مورنۍ ژبه زده کړه د هر ماشوم حق دی. ارواپوهنه وايي کله چې یو ماشوم په مورنۍ ژبه زده کړه کوي، سل په سلو کې ورته پرانېستی ذهن لری، مفاهیم اخذ او تحلیل کولی شي، خو که په غیر مورنۍ ژبه وي، د هغه ذهن ۵۰ سلنه د دویمې ژبې په زده کړه لګېږي او ایله پنځوس سلنه مفاهم اخیستلی شي.

دا د یوه نړیوال بحران خبره هم ده، د شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ کې ۷۰۰۰ ژبې موجودې دي چې ۴۰۰۰ زره یې د لیک لوستې ژبې دي، همداسې د نړۍ ۴۰ میلیونه وګړي د استعماري اغېزو او کډوالو په سبب په خپله مورنۍ ژبه له زده کړې محروم دي.

اوس د مورنۍ ژبې تعریف څنګه کولی شو؟ مورنۍ ژبه څه ته وايي؟ هغه ژبه چې ماشوم ورباندې له زېږون وروسته لومړی ځل خپلې هیلې او غوښتنې څرګندوي او یا یې هم له خپلې مور څخه اوري، مورنۍ ژبه ده. ځینې هغه ټکي چې بحث ورباندې کېدی شي. ځینې ژبپوهان دا موضوع یوازې په مور پورې هم نه تړلي، بلکې هغه چاپېریال ته هم مور وايي چې ماشوم په کې لوېږي، یا د چاپېریال حاکمه ژبه هم مورنۍ ژبه بولي چې دا نظر زیات پلویان نه لري. د مورنۍ ژبې د ورځې په بهانه څو ټکي اړین دي، چې دلته یې یادونه کوم.

ژبه او فرهنګي هویت: ژبه د فرهنګي چوپړ او کار اصلي محور جوړوي، څومره چې مورنۍ ژبې ته پام کېږي، په حقیقت کې هومره فرهنګي هویت ته پاملرنه شوې ده او ورسره خوندي کېږي، برعکس هغوی چې په مورنۍ ژبه زده کړه، لیکنه او خبرې نه کوي، فرهنګي هویت یې نیمګړی دی.

ژبه او ښوونه او روزنه: تر څو چې مورنۍ ژبه د نسل د ښوونې او روزنه ژبه نه شي، ښونیز او اداري نصاب ته ونه لوېږي، ښوونکي او ښوونځی ونه لري، هسې په یو شعار وي، د پوهنې وزارت او نورې ښوونیزې همکارې موسسې باید په بېلابېلو ښوونیزو او روزنیز مرکزونو کې ماشومانو ته د هغوی په ژبه ښوونیز کتابونه او ښوونکي ولري، دا موضوع تر شپږم ټولګي پورې بیخي اړینه ده او تر څنګ یې د دویمې ژبې د ور زده کولو لپاره هم کار کېدلی شي. ځکه د ماشوم ذهن دا مهال د یادونې لوړ ظرفیت لري.

فصاحت او بلاغت: یو کس هغه وخت په ژبه کې له فصاحت او بلاغت څخه په لوړه کچه برخمن کېږي، چې د زده کړو پیل یې په مورنۍ ژبه کړی وی، یا په بله اصطلاح د مورنۍ ژبې په چاپېریال کې را لوی شوي وي. که څه هم ځینې کسان شته چې په دویمه او درېیمه ژبه کې هم د لوړې کچې فصاحت او بلاغت لري، خو هغه فرهنګي مفاهیم او اداراکي تحلیلونه چې په مورنۍ ژبه کې یې لري، هلته یې ادا کول یا کارول ورته ګران دي.

کډوال او نیواک: افغانستان او زموږ په څېر نور هېوادونه له کلونو راهیسې له جګړو سره لاس او ګرېوان وو، له بده مرغه چې کډوالي او نیواک ددې سبب شوی چې کورنۍ بې ځایه شي، میندې وځورېږي، ماشومان یې یا خو نا لوستي پاتې شي او یا هم د هغو سیمو او هېوادونو په ژبه زده کړې وکړي چې په کې مېشت دي.

ماشوم ادبیات: له ښوونې او روزنې پرته په ازاده برخه کې د لیکوالو او فرهنګیانو مسوولیت دی چې د ماشوم ادبیات د هغوی په مورنۍ ژبه وپنځوي او څومره چې د ماشوم ادب د هغوی په مورنۍ ژبه کې بډای وي، د ماشومانو راتلونکی هومره روښانه دی، دا ادبیات د ښوونې او روزنې لپاره تقویتي اړخ لري او بیا ډېر زیات پياوړی شي.

لیک لوست او کتاب: مورنۍ ژبه یوازې په شفاهي کارونه وده نه کوي، حق یې نه ادا کېږي او نه پالل کېږي، غوره به دا وي چې وګړي با سواده ( لوستي) شي، د کتاب لوستنې دود عام شي هغه هم په مورنۍ ژبه چې په دې صورت کې مورنۍ ژبې ته هم پام اوړي او هم وده کوي. دا موضوع د مور یا میندو په برخه کې ځکه مهمه ده چې لوستې مورګانې لوستي ماشومان لویوي او هغه مورنۍ ژبه چې لوستې مور یې کاروي، تر نالوستې مېرمنې د ماشوم پر راتلونکي زیات اغېز لري. په مورنۍ ژبه د څېړنې او ورته د ژباړې چاره هم ډېره کلیدي موضوع ده.

رسنۍ او ټکنالوژي: اوسمهال د رسنیو او ټکنالوژۍ دور دی، په مورنۍ ژبه خبري مواد، خپرونې او همداسې د ټکنالوژۍ پر مټ په ټولنیزو شبکو، وېبپاڼو او انلاین بحثونو کې د مورنۍ ژبې کارونه هم د ژبو د ودې سبب ګرځي. هر وخت مو چې په خپله مورنۍ ژبه ګوګل او نورو پلټونکو پاڼو کې د یوه مطلب د موندلو غوښتنه ورکړه، څه مو تر لاسه کړل، نو مانا یې داده چې مورنۍ ژبه مو له ټکنالوژۍ سره پخلاینه لري، خو که نه و، بیا د تاسف ځای دی او باید کار ورته وشي.

حکومتونه او مسوولیتونه: ژبه یوازې په فردي هڅو پرمختګ نه شي، کولی، حکومتونه او واکمن په ځانګړي ډول د پوهنې او اطلاعاتو او کولتور وزارتونه مستقیم مسوولیت لري چې مورنۍ ژبې وپالي او داسې فرهنګي پروګرامونه رامنځته کړي چې د وګړو تر منځ د هېواد په بېلابېلو ژبو د پوهېدو کچه لوړه شي. د افغانستان اسلامي امارت چې کله قطرت او نورو هېوادونو کې د سولې خبرو پروسه مخته وړله، نږدې ټولو غړو په مورنیو ژبو خبرې کولې، ځکه چې له خلکو سره په دې باب پوښتنې نه وې او هر څه ورته څرګند وو، خو برعکس د حکومت اړخ به د نړیوال توب په بانه د کوربنو یا بهرنیانو په ژبه خبرې کولې او پر نړیوال دریځ د مورنۍ ژبې محرومیت به خلکو ته هم ابهام او پوښتنې رامنځته کولې.

د ادبیاتو پوهنځيو او اکاډمۍ مسوولیتونه: د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي شته، په علومو اکاډمي او د پوهنې وزارت اړوندو بنسټونو کې هم د ژبې ډیپارټمنټونه شته دي، ددې پوهنځیو څخه ادیبان، ښوونکي او فرهنګیان فارغېږي چې له ژبو سره مسلکي اشنايي لري، د دوی بل مهم مسوولیت دا دی چې په مورنۍ ژبو د ملي او محلي ژبو لپاره اثار رامنځته کړي او ژبې ژوندۍ وساتي.

ښاري او تمدني اغېزې: ښار او په اصطلاح ځینو متمدنو ټولنو ته هم کله کله د مورنیو ژبو د ګور په سترګه کتل کېږي، ځکه چې فکر کوي له خپلې ژبې لرې کېدل او د اکثریت یا حاکمیت ژبې زده کول به کوم پرمختګ وي، په دې کې کله کله په لوی لاس هم ځینې مفاهیم بدلېږي او د مورنۍ ژبې حثیت ته زیان رسوي.  مور یوه سپېڅلي کلمه ده، خو د بهرنیانو د نیواک پر مهال چې کله په اچین ولسوالۍ تر ټولو ستر بم وغورځول شو، «د بمونو مور» نوم یې وکړ، دا خپله د مور کلمې ته، چې د مینې او عاطفې نښه ده، یو سپکاوی و، خو د بم کاروونکو له اعلامیې وروسته له بده مرغه چې همداسې عام شو. د جمهوریت په دوران کې د پوهنې وزارت یو افغان الاصله بهرنی سلاکار د ښوونې او روزنې د ارزونې لپاره کوم لرې ولایت ته د سفر پر مهال خپل افغان همکار ته د لارې په اوږدو کې د یوه مخابراتي شرکت له لوري د واټن معلومولو په نیت د لګېدو لوحو په اړه، چې اسماءالله ورباندې لیکل شوي وو، ویلي وو: دلته د عربانو راتګ پر خلکو او فرهنګ دومره ناوړه اغېز وکړ چې اوس یې د کلیو نومونه هم په عربي اېښي دي!

            د هغه ورځې په هیله چې هر څوک په ځانګړي ډول هر لوستی د خپلې مورنۍ ژبې لپاره تر خپل توانه پورې کار او خدمت خپل اصلي مسوولیت وبولي او پانګونه ورباندې وکړي. هېره دې نه وي چې اوسمهال د نړۍ تر ټولو مخکښه ژبه انګلیسي ده، چې ۱۳.۱ میلیارد وګړي ورباندې خبرې کوي، ورپسې چینايي ده چې ۱۱.۱ میلیارد وګړو ژبه ده. ورپسې عربي، روسي او هسپانوي ژبه راځي. د پېچلو او سختو ژبو په لړ کې چینايي او الماني سختې ژبې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو