د جبران خليل ژوند او فکر / عبدالنافع همت

2022-10-03
د جبران خلیل ژوند، فکر او

لنډيز:

جبران خليل د (خليل) زوی او د شلمې پېړۍ نابغه انځورګر، موسيقي پوه، فلسفي ليکوال او شاعر و چې د ۱۸۹۵ ميلادي کال د جنوري د مياشتې پر شپږمه نېټه د لبنان په شمال کې د البشری په کلي کې وزېږېد. د ۱۹۳۱ ميلادي کال د اپريل د مياشتې پر لسمه نېټه د (۴۸) کالو په عمر مړ شو چې جنازه يې د لبنان په يوه مسيحي معبد کې خارو ته وسپارل شوه.

عبدالنافع همت

جبران د خپل عصر له ادبي چوکاټونو، دودونو، عقايدو او حاکم نظام له قوانينو څخه عالمانه او هنري سرکښي وکړه او د زړې لارې پر ځای يې نوې علمي او هنري لاره غوره کړه چې دا ځانګړتياوي د جبران په اثارو کې ښه له ورايه ښکاري، د ده په نثري اثارو کې بغاوت ډېر ليدل کېږي او په ديکتاتور نظام کې د بېوزلو خلکو تر څنګ ولاړ دی، نو له همدې امله په عربي ادب کې د رومانتيزم د مکتب بنسټګر بلل کېږي.

د جبران ټول شپاړس کتابونه چاپ شوي چې نومونه يې په دې ډول دي: موسيقي، د صحرا ناوياني، سرکښه روحونه، مات وزرونه، اوښکې او موسکاوي، المواکب قصيده، لېونی، شل انځورګرۍ، پيغمبر، د ځمکې خدايان، مخکښ، تناقصات او خرافات، ځګ او شګې، عيسی د انسان زوی، توپانونه او عاشقانه ليکونه. د جبران د اثارو د شمېر په اړه اختلاف شته، ځکه ځينې اثار د ده خپل دي، ځينې اثار نورو لیکوالو د ده په اړه ليکلي او چا بيا د ده له څو اثارو يو غورچاڼ جوړ کړی دی.

د استاد ګل پاچا الفت په اثارو کې د جبران خليل رنګ ښه څرګند او له ورايه ښکاري، ځکه الفت صاحب هم د جبران غوندې په نثر کې د شعر ژبه کارولې چې (غوره نثرونه) يې ښکاره بېلګه ده. الفت صاحب هم خپل فلسفي فکر په نثري ټوټو کې په ډېرو ښکليو الفاظو بيان کړی چې له يوې خوا يې الفاظ د موسيقي غوندې خوند لري او له بلې خوا يې يوه ژوره فلسفي مفکوره ورسره تړلې ده.

سريزه:

کله چې د نړيوال ادب، په تېره بيا شرقي ادب خبره کېږي، نو په دې لړ کې جبران خليل هم د سړي سترګو ته درېږي، داسې افغان ليکوال به نه وي چې د جبران نوم به يې نه وي اورېدلی او يا به يې لږ تر لږه د هغه يو اثر نه وي لوستی، دا په دې مانا چې جبران څومره افغاني ټولنې ته نژدې دی يا يې داسې موضوعات غوره کړي چې موږ هم اړتیا لرو پر دې موضوعاتو بحث وکړو.

ما دېرش کاله پخوا د جبران ځينې داستاني اثار لوستي و، ډېر خوند يې راکړی و، هغه وخت مې يې معنوي ژورو اړخونو ته نه و پام شوی، خو الفاظو يې د موسيقۍ په شان خوند راکاوه، موضوعات مې يې هم ډېر خوښېدل، خو په راز يې نه پوهېدم، کله چې مې د ادبياتو په اړه مطالعه وکړه او خپله مې هم څه ناڅه داستاني اثار وليکل، نو په دې راز پوه شوم چې د جبران یو لوی کمال دا دی چې نثر يې د شعر په ژبه ليکلی دی.

که څه هم د منثور شعر په اړه مې ډېر څه اورېدلي وه، خو د منثور شعر د تعريفونو تحليل هم اسانه کار نه و، کله چې مې (نثر د شعر په ژبه) اصطلاح واورېده، نو د منثور شعر تعريفونه هم راته اسانه شول. وروسته مې په پارسي او اردو ژبو کې د جبران نور اثار هم ولوستل، په وروستيو دوو لسيزو کې يې نور اثار هم پښتو ته وژباړل شول، آن دا چې یو اثر يې دوو ليکوالو ژباړلی دی.

په دې مقاله کې مې د جبران ژوند او اثارو ته لنډه کتنه کړې ده، په فرعي موضوعاتو کې د هغه ژوند په لنډ ډول تشريح شوی، د هغه د ليکنې پر سبک او مکتب بحث شوی او په لنډ ډول د هغه اثار معرفي شوي دي، په دې اړه هم لنډ بحث شوی چې په افغانستان کې د جبران د سبک او مکتب لاروی څوک دی؟

اصلي موضوع

الف: د جبران خليل ژوندليک (۱۹۳۱ ـ ۱۸۸۳)

جبران د ۱۸۹۵ ميلادي کال د جنوري د مياشتې پر شپږمه نېټه د لبنان په شمال کې د البشری د کلي د جبران په کور کې وزېږېد. هغه مهال لبنان د عثماني سلطنت يو ایالت و چې سوريه او فلسطین هم ورسره تړلي وه. هغه مهال په لویه سوريه کې مسلمانان، عيسايان او يهوديان ګډ اوسېدل چې جبران خليل د مسيحي دین د (ماروني) مذهبي فرقې ته منسوب و. د جبران پلار (خليل) او مور يې (کامله رحمه) نومېده چې د يوه کشش لور وه. جبران خليل د (پيټر) په نوم تر ځان يو مشر ورور او د (ماريانه) او (سلطانه) په نوم تر ځان دوې کشرانې خويندې هم درلودې. 

د جبران پلار خليل يو بې مسئولیته، بې پروا، لټ او شرابي سړی و چې د ده له لاسه يې کورنۍ د بېوزلۍ کندې ته لوېدلې وه. جبران يو منزوي، غلی او متفکر ماشوم و چې د خپلې سيمې جګو جګو غرونو، ابشارونو او باغونو ته به يې په ځير ځير کتل او خوند به يې ورکاوه چې دې کتلو وروسته د هغه په انځورګرۍ کې ستر نقش ولوباوه. څرنګه چې د جبران کورنۍ بېوزله وه، نو له ده څخه هم رسمي زده کړې پاته شوې او په کلي کې يې د کليسا له کشش څخه د ديني، تاريخي او عربي ژبې په برخه کې مروج علوم څه ناڅه زده کړل.  

جبران اته کلن و چې پلار يې د ماليې نه ورکولو له امله د حکومت له خوا زنداني شو او حکومت هر څه ځنې ضبط کړل، له همدې امله د جبران مور پرېکړه وکړه چې د ژوند ښه کولو لپاره له خپلو اولادونو سره امريکا ته کډه شي. د جبران پلار (خليل) که څه هم په ۱۸۹۴ ميلادي کال کې له زندان څخه راخوشي شو، خو دا چې د کورنۍ په اړه يې د مسئوليت احساس نه کاوه، په لبنان کې پاته شو.

 جبران په دوولس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د امريکا په باسټن ښار کې استوګنه پيل کړه او د کډوالو د يوې خيريه ټولنې په مرسته په ښوونځي کې شامل شو. په دې ښوونځي کې د ده لپاره لومړۍ ننګونه انګرېزي ژبه وه چې بايد زده کړې يې وای.

جبران په ۱۸۹۶ ميلادي کال کې له يوه هالنډي عالم سره وکتل، هغه جبران له يوناني استورو، نړیوال ادب او عکاسۍ سره اشنا کړ. جبران په ۱۸۹۸ ميلادي کال کې انځورګرۍ ته مخه کړه، خو د دې لپاره چې د خپلې انځورګرۍ لپاره طبيعي منظرې وويني او ښه سوژې ومومي او له بلې خوا عربي ژبه هم ښه زده کړي، بيرته لبنان ته ولاړ. 

کله چې جبران په ۱۸۹۸ ميلادي کال کې د لبنان مرکز بيروت ته ولاړ، په عربي او انګرېزي ژبو يې ښه خبرې کولای شوای، خو سم ليکل يې نه شوای ورباندې کولای، هغه و چې د (ماروني) مسيحي فرقې په «مدرسه الحکمه» ښوونځي کې شامل شو، خو ذهن يې له دې مذهبي باور سره سمون نه درلود، اکثره وخت به له ښوونځي څخه تښتېده، د ښوونځي کورنۍ وظيفه يې نه اجرا کوله، د مسيحي کششانو خبرو ته يې غوږ نه نيوه او ځان به يې په انځورګرۍ بوخت ساته. په دې موده کې د ښوونځي له يوه ټولګيوال يوسف حواییک سره اشنا شو او وروسته يې له هغه سره په ګډه د (المناره) په نوم د يوې مجلې خپرول پيل کړل. (۱)

جبران په ۱۹۰۲ ميلادي کال پوهنتون خلاص کړ، اوس نو په عربي، انګرېزي او فرانسوي ژبو ښه پوهېده او په شعر ويلو يې پيل کړی و، خو په دې وخت کې يې مور په سرطان او خويندې يې د کولمو په ناروغيو اخته شوي وې چې څو مياشتې وروسته يې خويندې يو په بل پسې مړې شوې. په څو مياشتو کې دومره لوی غم جبران له ذهني پلوه سخت متاثر کړ، ځکه پر هغه خپلې خويندې ډېرې ګراني وې، څه موده وروسته يې مور هم مړه شوه چې جبران د دې غم له امله تورې وينې قی کړې.

جبران د پوهنتون تر فراغت وروسته فرانسې ته ولاړ او هلته دوه کاله پاته شو، په دې موده کې يې د انځورګرۍ بېلابېل مکتبونه مطالعه کړل، دغه ډول يې په عربي ژبه خپل يو کتاب، (سرکښته روحونه) هم وليکه چې په بيروت کې چاپ شو.

جبران په ۱۹۱۰ ميلادي کال کې بيا امريکا ته ولاړ او هلته يې د نيويارک په لسم واټ کې دفتر پرانيست، دا هغه ځای و چې دی له ډېرو عربو او امريکايي فرهنګيانو او هنرمندانو سره اشنا شوی و، خو د ډېرو دوستانو سره سره يې چا سم لاسنيوی و نه کړ، يوازې د جبران د ماشومتوب د ښوونځي مديرې ماري هسکل هغه ته د همکارۍ او خواخوږۍ لاس وراوږد کړ چې دا اړيکه وروسته ورو ورو په مينه واوښته، جبران دېرش کلنې ماري ته د واده وړانديز وکړ، خو دا چې ماري تر جبران لس کاله مشره وه، نو دا وړانديز يې و نه مانه، اما بيا به يې هم د جبران انګرېزي ليکنې ښه په مينه ايډيټ کولې. ماري به جبران وهڅاوه چې له عربي څخه ژباړه پرېږدي او په انګرېزي ژبه ليکنې وکړي. ماري که څه هم له جبران سره واده و نه کړ، خو د دوی تر منځ د مينې څرک د هغوی (د مينې ليکونه) له کتاب څخه ښه ترا څرګندېږي چې يو بل ته يې ليکلي دي.

په ۱۹۲۳ ميلادي کال کې ماري د امريکا په جنوب کې د (فلورانس مینیس) په نوم له يوه ځمکه وال کره ولاړه او درې کاله وروسته يې له هغه سره واده وکړ. جبران د ماري پر ځای د (ماريانا) په نوم يوه بله ايډېټره او مرستياله پيدا کړه. ماريانا هم د جبران په ادبي کار کې ستر رول ولوباوه. جبران د ۱۹۳۱ ميلادي کال د اپريل د مياشتې پر لسمه نېټه د (۴۸) کلنۍ په عمر د ينې د سرطان له امله مړ شو او جنازه يې د ده له وصیت سره سم په لبنان کې خاورو ته وسپارل شوه. (۲)

ماريانا او ماري د هغه تر مړينې وروسته د هغه ناچاپ اثار راغونډ او چاپ کړل چې وروسته د پښتو ژبې په ګډون د نړۍ ډېرو ژبو ته وژباړل شول. (۳)

ب: د جبران خليل د ليکوالۍ مکتب

د جبران ادبيات تر ډېره حده د رومانتيزم له مکتب سره تړلي دي. د ده د ادبي مکتب په اړه د فلسطين مشهوره ليکواله او شاعره ډاکټره سلمى صبحي الخضراء الجيوسي وايي، که د رومانتيزم د مکتب ځانګړتياوو ته پام وکړو، نو ويلای شو چې په عربي ادبياتو کې جبران د دې مکتب بنسټګر دی. د سوريې مشهور ليکوال او ادبي کره کتونکی علي احمد سعيد چې په آدونيس مشهور دی وايي، د جبران رومانتيزم ذاتي او فطري دی، فطري په دې مانا چې هغه د رومانتيزم د ادبي مکتب په اړه مطالعه او په دې اړه له چا سره مباحثه نه ده کړې، بلکې دا ځانګړتياوي يې په خټه کې اغږلي او نغښتي دي.

د رومانتيزم مکتب د کلاسيزم پر ضد جوړ شوی چې د کلاسيکو قواعدو څخه بغاوت، فکري ازادي، انفراديت، منظرکشي، طبيعت پرستي، تغزليت، مقصديت، ازادخيالي، نوي تصويرونه او نوي چوکاټونه يې عمده ځانګړنې دي. د جبران په نثري اثارو کې بغاوت ډېر ليدل کېږي او په ديکتاتور نظام کې د بېوزلو خلکو تر څنګ ولاړ دی، خو په شعرونو کې يې بيا د مينې پله درنه ده. (۴)

ج: د جبران خليل اثار:

۱: موسيقي

دا د جبران لومړی اثر دی چې پوره نوم يې (نوبطاح فی فن الموسیقی) او په ۱۹۰۵ميلادي کال چاپ شوی دی. په دې کتاب کې د موسيقۍ ګټې بيان شوي دي، مثلا يو ځای ليکي چې، موسيقي د مسافرو ستړيا لرې کوي، لاره لنډوي، د شپانه د يوازيتوب ملګرې ده، موسيقي د څارويو هم خوښه ده، که شپانه د رمې په منځ کې پر يوه ډبره کښېني او خپله شپېلۍ وغږوي، نو پسونه د ډاډ احساس کوي او په خوښۍ څرېږي.

۲: د صحرا ناوياني (عرائس المروج)

دا د لنډو کیسو مجموعه ده چې په ۱۹۰۶ ميلادي کال کې چاپ شوې ده. په دې مجموعه کې د عصري لنډې کيسې ليکنې له ډېرو برياليو تخنيکونو څخه کار اخیستل شوی او د ليکوالو لپاره خورا ښه لارښود کېدای شي. په دې مجموعه کې درې کيسې راغلي لکه (د نسلونو ايرې او تلپاتی اور)،(هغه فلسفه چې د وجود يووالي بلل کېږي) او (مارتا جوړوونکی). په دې کیسو کې جبران په ټولنه کې د ښځو ناخوالي انځور کړي دي، ياني دی د ښځو مدافع وکيل شوی او د هغوی له حقوقو دفاع کوي، دی هغه شتمن خلک غندي چې څنګه د بېوزلو خلکو ښځې د خپل هوس وسيله ګرځوي او يا ساده ښځې د پيسو په وسيله غولوي.

۳: سرکښه روحونه (الارواح المتمرده)

(سرکښه روحونه) د لنډو کيسو مجموعه ده چې په ۱۹۰۸ میلادي کال کې په نیویارک ښار کې چاپ شوې ده، په دې کتاب کې څلور کیسې راغلي دي لکه: د خوښۍ ګلاب، د قبرونو چیغې، د ناوې بستره او کافر خلیل. په دې کیسو کې ښودل کېږي چې دا روحونه څنګه د حاکمې طبقې، ناوړه دودونو، قوانينو او هر هغه څه پر وړاندې بغاوت کوي چې د انسان خپلواکي سلبوي او يا يې فکر محدودوي، خو په ورته وخت کې يوې ډلې ته امتيازات ورکوي. په دې کتاب کې جبران له هوښيارانو سره لېونی، له حاکمانو او ظالمانو سره سرکښ او له مظلومانو سره خواخوږی ښکاري، دی هغه څوک هم په نښه کوي چې په حقیقت کې ملحدين دي، خو په ظاهره ځان دينداره ښيي. د دې کتاب تر چاپ وروسته جبران د کليسا له خوا کافر وبلل شو او کتاب يې د سوريې د دولت له خوا سانسور شو. ځينې سياسي مشران دا کتاب د ځوان نسل لپاره زهر بولي، ځکه نو دا کتاب تر چاپ وروسته د لبنان په مرکز بیروت کې د وخت د حکومت له خوا وسوځول شو.

۴: مات وزرونه (الأجنحة المتکسرة)

دا د لنډو کيسو مجموعه ده چې په ۱۹۱۲ ميلادي کال کې چاپ شوې او يوولس کيسې پکې راغلي دي. په دې کتاب کې د یوه مين ځوان او پېغلې د مينې کيسه راغلې چې د کلیسا کشش يې په زور خپل نااهله وراره ته ودوي او پر لومړي لنګواله مړه کېږي. په کیسه کې که څه هم مین سخت کړول کېږي، خو بيا هم نه ناهيلی کېږي، ځکه دی باور لري چې تر مرګ وروسته به یوه ورځ خامخا له دوی سره انصاف کېږي. (۵)

۵: اوښکې او موسکاوي (دمعة و ابتسامة)

دا کتاب شعري مجموعه ده چې په ۱۹۱۴ ميلادي کال کې چاپ شوې او د عربي ادبياتو په نړۍ کې یو ځانګړی غږ او هره کلمه يې ځانګړی آهنګ لري. د دې کتاب د ليکنې سبک او افادې ډول د هغه وخت د عربي ادبياتو له سبک سره په ټکر کې و، ځينې ادبپوهان دا اثر په عربي نړۍ کې د رومانتيک مکتب پيل ګڼي. جبران هڅه کړې چې لوستونکي د کلمو د مانا پرته د کلمې له تلفظ څخه هم خوند واخلي، کټ مټ لکه موسيقي. کله چې دا کتاب چاپ شو، نو سمدلاسه د مصر، سوريې او نورو هېوادونو په ورځپاڼو کې د شاعرانو او ليکوالو د پام وړ وګرځېد. د دې شعرونو موضوعات نوي او له هنري پلوه پوره نوښت پکې ليدل کېږي، موضوع يې د انسان له روح او باطني هيلو او اجتماعي ژوند سره تړاو لري چې د جبران ځانګړې فلسفه ده. (۶)

۶: د المواکب قصيده

دا يو سمبوليک نظم دی چې ځينو ادبپوهانو قصيده هم بللی دی، دا نظم د (صور) له شپېلۍ څخه په الهام سره ليکل شوی دی. د صور د شپېلۍ يادونه د اسلام د سپېڅلي دين په ګډون په نورو اديانو، فلسفي نظرياتو او استورو کې هم شوې ده. د دې نظريې پلويان باور لري چې ازلي شپېلۍ د انسان په تحت الشعور کې شته او په ادبياتو کې د سمبولونو په ډول راڅرګندېدل يې په ليکنه کې هنري ښکلا زياتوي. د صور شپېلۍ د انساني ژوند له مرګ، بيا راژوندي کېدو او تلپاته ژوند څخه بحث کوي. په دې قصيده کې جبران په خپل خيالي سفر کې جنت، مور، ښکلا، ځنګل، شپېلۍ، سندره او بيرته مکان او مکان ته راګرځېدل انځور کړي چې څو بندونه يې ما په دې ډول پښتو ته راژباړلي دي:

شپېلۍ و ماته راکړه

او ته سندره وايه

چې دا خوږه سندره

راز د بقا او ژوندون

کله چې مړه شي هستي

او ژوندون پاته نه شي

خو د شپېلۍ نغمه به

بيا هم ژوندۍ پاته وي…

۷: لېونی

دا د جبران لومړی انګرېزی کتاب دی چې په ۱۹۱۸ ميلادي کال کې چاپ شوی دی. په دې کتاب کې شپېته لنډې کیسې او یو شعر راغلی چې موضوع يې په پراخو کايناتو کې د روح انعکاس دی. په دې کتاب کې د انسان پر روحي ناروغيو بحث شوی چې څنګه لومړی تشخيص او بيا يې درمنله وشي. دغه ډول جبران د کلیسا د کششانو پر هغو صلاحیتونو هم انتقاد کوي چې د پاک خدای په استازيتوب يې په درواغو ځانونو ته ورکړي دي، له اسماني کتابونو څخه ناوړه ګټه اخلي او خلکو ته درواغ وايي، د دې کتاب د ليکلو تخنيک دا دی چې یو لېونی خبرې کوي، خو د هغه په خبرو يوازې هوښيار خلک پوهېږي. (۷)

۸: شل انځورګرۍ

دا کتاب الیس رافيل Alice Raphael)) د جبران د ژوند او هنري اثارو په اړه ليکلی او په ۱۹۱۹ ميلادي کال کې په انګرېزي ژبه چاپ شوی دی.

۹: پيغمبر (النبي)

دا کتاب (۲۶) ادبي ټوټې دي چې د “مصطفی” په نوم د یوه نابغه شخص عالمانه خبرې دي. دا نابغه انسان تر دوولس کلني تبعيد وروسته له یوه خیالي ټاپو څخه په بېړۍ کې خپل هېواد ته د ستنېدو هوډ لري. دا ادبي ټوټې که څه هم په جلا جلا برخو کې ليکل شوي، خو د مرکزي او فرعي کرکټرونو د جوړښت له مخې ناول ته ورته ښکاري. د دې ټاپو اوسېدونکي تر تګ مخکې له مصطفی څخه غواړي چې خپل حکمت په ټولنيز ژوند کې ورسره شريک کړي، لکه مینه، مرګ، کورنۍ او داسې نور مسايل چې مصطفی هم په نوبت د هرې طبقې په استازيتوب هر يوه ته جواب ورکوي.

دا کتاب د شلمې پېړۍ په دريمه لسيزه کې ډېر مشهور شو او په اوومه لسيزه کې په ځینو مدني غورځنګونو کې سپېڅلی کتاب وګڼل شو. د میشیګن پوهنتون تاریخ پوه استاد (کول) چې د “پیغمبر” کتاب ځینې برخې یې له عربي څخه انګرېزي ژبې ته ژباړلې وايي: ” د دې کتاب تر لوستلو وروسته ډېرو خلکو کلیسا ته شا او جبران ته مخه کړه.”

پروفیسر کول وايي چې د جبران د دې کتاب پټ راز لوستونکی له “تعصب” پرته له روحاني نړۍ سره تړلی ساتي، مانا دا چې له کومې ځانګړي عقيدې سره يې نه تړي او لوستونکی له مطلقو احکامو څخه لیري ساتي، خو لويديځه نړۍ لا اوس هم په دې کتاب سمه نه ده پوهېدلې. دا کتاب چې څوک لولي، نو د هيڅ ځانګړي دين اغېز ورباندې نه ښکاري، په تېره بیا مسلمان، يهودي او مسيحي خو داسې فکر کوي چې دا کتاب د دوی په دين پورې تړلی دی. دا کتاب د پښتو ژبې په ګډون د نړۍ (۱۲۰) ژبو ته ژباړل شوی او له لومړي چاپ څخه بيا تر اوسه پورې په پرله پسې ډول چاپېږي چې تر ۲۰۱۲ ميلادي کال پورې يوازې په انګرېزې ژبه کې نهه ميليونه ټوکه چاپ شوی دی. له دې کتاب څخه د نړۍ ډېر ليکوالان، شاعران او سياستوال متاثر شوي، لکه د امريکا پخوانی ولسمشر کينيډي او د هند بابای ملت متما ګاندي.  

د اکسفورډ پوهنتون د معاصر عربي ادب استاد ډاکټر محمد صلاح الدين العمري وايي: دا کتاب د ژوند په ګڼو حالاتو او شېبو کې لوستل کېږي؛ همدا وجه ده چې خلک يې خپلې معشوقې، ماشوم د زوکړې او یا د دوست د مړینې په مراسمو کې ډالۍ کوي. (۸)

د پيغمبر د کتاب بېلګه:

مصطفی مېړوښو ښځو ته داسې توصيه کوي: له خپلې جنسي مينې څخه نارينه وو ته ځنځير مه جوړوئ، ستاسې تر منځ بايد د اسمان غوندې ازاد واټن وي، تاسې بايد د موسيقۍ د آلې د تارونو په شان اوسئ چې هر يو يې جلا جلا اواز لري، خو په ګډه يوه نغمه جوړولای شي، تاسې بايد د جومات د ستنو په شان اوسئ چې هره يوه يې جلا او خپلواکه وي، خو د چت د ساتلو لپاره په ګډه ولاړه وي. تاسې دواړه په ګډه څپې ووهئ، لکه سمندر چې د خپلو دواړو غاړو لپاره څپې وهي، تاسې خپله ډوډۍ له يو بل سره شريکه کړئ، خو يوه ډوډۍ مه نيمه کوئ، بلکې يوازې هغه ډوډۍ يو بل ته ورکړئ چې تاسې خپله ګټلې وي. (۹)

۱۰: د ځمکې خدايان

دا کتاب د لنډو کیسو مجموعه ده چې په ۱۹۲۰ ميلادي کال چاپ شوې ده، په دې کتاب کې په سمبوليک ډول د انسان، خدای او مينې په اړه له دريو خدايګوټو (اله) سره مرکې شوي دي. په دې فلسفي اثر کې جبران د کلماتو د خيالي وزرونو په زور له مکان او زمان څخه دباندې د ماورالطبيعت په هېنداره کې د شرقي نړۍ د ژوند ننداره کوي، لکه د مرګ او ژوند تر منځ، د بدرنګي او ښکلا تر منځ، د برياليتوب او ناکامۍ تر منځ تقابل ته ګوري.  

۱۱: مخکښ (The Forerunner)

دا د لنډو کیسو مجموعه ده چې په ۱۹۲۰ ميلادي کال کې چاپ شوې ده. دا کيسې په سمبوليکه ژبه لیکل شوي چې د عرفاني عقيدې په رڼا کې يې د ایمان، طمع، دوستۍ، توبې، خپلواکۍ، ظلم او بيدارۍ موضوعات څېړلي دي.

۱۲: تناقصات او خرافات (البدائع و الطرائف)

دا د فلسفي او عرفاني مقالو مجموعه ده چې په۱۹۲۳ ميلادي کال کې خپره شوې او  اساسي موضوع يې ښکلاپېژندنه ده. جبران ښکلا په دوو برخو کې بيانوي چې يو د کلمې او بله نظري يا د ليدلو ښکلا ده. څرنګه چې دی يو ښه انځورګر هم و، نو ښکلا يې هم د انځورګرۍ او هم د ادبياتو له نظره څېړلې ده، مثلا دی بې له دې چې د جګړې اړخ ته پام وکړي، د لبنان طبيعي ښکلا انځوروي، د ده په اند جګړه د لبنان اصلی څېره نه، بلکې دا يې يو مصنوعي اړخ دی. دی په خپل فلسفي بحث کې د بلخي ابن سينا، امام غزالي او نورو فيلسوفانو او عارفانو نظريات هم څېړي.

۱۳: ځګ او شګې

دا د ادبي ټوټو مجموعه ده چې په ۱۹۲۶ ميلادي کال په انګرېزي ژبه چاپ شوې ده. په دې ادبي ټوټو کې په لنډو الفاظو کې خورا لوړ فکرونه او ژور خيالونه بيان شوي چې ځينې يې په دې ډول دي:

۱: هغه څوک چې ډېر زغم لري، په حقيقت کې د تکبر په ناروغۍ اخته دي.

۲: جنت څه شی دی؟ د ثوابونو نړۍ؟ نه نه، جنت د سپېڅلو زړونو نوم دی.

۳: دوزخ څه شی دی؟ د کړاوونو کور؟ نه نه، دوزخ يوازې له مينې خالي کور ته وايي.

۴: لوی انسان څوک دی؟ هغه څوک چې لويه چوکۍ ولري؟ نه نه، لوی انسان هغه څوک دی چې لویه چوکۍ په لغته ووهي.

۵: ذليل څوک دی؟ هغه څوک چې په پښو کې يې زولنې وي؟ نه نه، زولنې خو کله کله تر امېلونو هم ارزښتناکې او سپېڅلي وي. (۱۰)

۱۴: عیسی د انسان زوی

دا کتاب يو رومان دی چې (۷۷) برخې لري او هره برخه يې هغه مطالب دي چې د عيسی (ع) دوستانو او دښمنانو هغه ليدلی او يا يې پېژني. جبران په دې کتاب کې ځان نه د عیسی (ع) دوست او نه دښمن بولي، بلکې هغه څه چې يې اورېدلي، بس هغه خبرې يې کټ کټ رانقل کړي دي. په دې کتاب کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مسيحيان عيسی (ع) د خدای (ج) زوی، خو جبران يې د انسان زوی بولي. دا رومان (۷۸) کرکټرونه لري چې هر کرکټر يې د عيسی (ع) په اړه جلا نظر لري، د کرکټرونو تر منځ د نظر اختلاف په رومان کې د کشمکش او تلوسې لامل شوی او رومان يې لا په زړه پورې کړی دی. (۱۱)

۱۵: د مينې ليکونه

دا د مينې ليکونه د جبران او هغه د ايډېټرې او معشوقې ماري هسکل (Mary Haskell) تر منځ تبادله شوي چې د ده تر مړينې وروسته مشهور برازيلي ليکوال پاولو کويلهو راغونډ کړي او چاپ کړي دي. دا ليکونه داسې منظم سره اوډل شوي چې د جبران او ماري د ژوند د عاطفي اړخ بشپړ انځور ښيي. د جبران په دې ليکونو کې عارفانه، عاشقانه او جذاب روايتونه راوړل شوي چې لوستونکی له ځانه سره د انسان د معنوي ژوند لوړو ژورو ته بيايي. جبران په دې ليکونو کې د خپلې کورنۍ، خپل وطن او دوهمې نړیوالې جګړې ناخوالې هم انځور کړي دي. (۱۲)

۱۶: توپانونه (العواصف)

په دې ناول كې جبران د ژوند، مرګ او مينې په اړه فلسفي استدلال کوي. دی خپله فلسفه د ګلونو او ونو په ژبه بيانوي او په دې ډول پټ اسرار راسپړي. د جبران په دې کتاب کې د مرييتوب کلمه د انسان د ژوند په بهير کې د هغه په نقش پورې تړلې بلل شوې چې يو اړخ يې تابعیت او بل اړخ يې سرکښي ده. شرقي نړۍ يې داسې ښودلې چې د دې پر ځای چې د وبا د ناروغۍ له درد سره عادت شي بايد ځان بدل کړي، ځان په يوه داسې قوي پديده بدل کړي چې وبا هيڅ اغېز ورباندې و نه کړي. جبران په دې اثر کې هم د زړو دودونو پر ضد بغاوت کوي.

پايله:

تر دې څېړنې وروسته دې نتيجې ته رسېږو چې جبران په عربي ژبه کې د رومانتيزم د مکتب بنسټګر دی، ځکه د ده په ليکنو کې د رومانتيزم ټولې ځانکړتياوي ليدل کېږي. د دې تر څنګ دی کايناتو ته له عرفاني زاويې ګوري او بيا له دې زاويې څخه د مسيحيت مسخه شوې بڼه په نښه کوي، دی هغه ټګان کشيشان ټکوي چې د دين په نوم خلک غولوي، خلکو ته درواغ وايي او د ساده خلکو مال او عزت لوټوي.

بله خبره د جبران د نثر ده، جبران نثر د شعر په ژبه ليکي، د دې ډول نثر ښېګڼه دا ده چې کله ناکله د شعر ژبه د وزن پوره کولو له امله بې ځايه اوږدېږي او يا په شعر کې کله ناکله ګرامري قواعد ماتېږي او شعر د انسان له طبيعي ژبې څخه لاره جلا کوي، خو هنري نثر د انسان فطري ژبې ته ډېر نژدې وي او د موزون کلام په شان نيمکړتیاوي نه لري.

په افغانستان کې به ډېرو ليکوالو او شاعرانو د جبران اثار لوستي وي او له افکارو څخه به يې څه ناڅه متاثر شوي وي، خو د استاد ګل پاچا الفت په اثارو کې د جبران خليل رنګ ښه څرګند او له ورايه ښکاري، ځکه الفت صاحب هم د جبران غوندې په نثر کې د شعر ژبه کارولې ده چې (غوره نثرونه) يې يوه ښکاره بېلګه ده. الفت صاحب هم خپل فلسفي فکر په نثري ټوټو کې په ډېرو ښکليو الفاظو بيان کړی چې له يوې خوا يې الفاظ د موسيقي غوندې خوند لري او له بلې خوا يې يوه ژوره فلسفي مفکوره ورسره تړلې ده. بل طرف ته که وګورو، نو د الفت صاحب په اثارو کې هم علمي او منطقي بغاوت ډېر څرګند دی، داسې بغاوت چې جبران ته ډېر ورته دی.

د الفت صاحب د انتقادي تفکر یوه نثري بېلګه:

د زيارت ډېوې:

د جمعې مبارکه شپه وه، خلک زيارت ته تلل او شمعې به يې بلولې، ځينو به په خپلو ډېوو کې کې تېل اچول او ډېوې به يې لګولې. په زيارت کې ډېوې روښانه شوې او خلک بيرته خپلو کورونو ته لاړل.

هلته هيڅوک پاتې نه شول او ډېوې ټولې د زيارت پر ارواوو بلې وې. زه چې کور و کلي ته راغلم په کلي کې د غريبانو کورونه تياره وو، هغوی تېل نه درلودل، ځکه په تورتم کې ناست وو.

څوک چې په ثواب پسې ګرځېدل، ټولو د زيارت ډېوې لګولې، د خوارانو غريبانو له حاله ناخبره وو.

هو! د غريبانو په کورونو کې تياره وه، ځکه چا نه ليدل، پر دوی باندې يوازې د خدای نظر و او بس.

د دوی ډېوې دې خدای ولګوي، موږ به د زيارت ډېوې بلوو. (۱۳)

ماخذونه:

۱: سيد جاويد، ۲۰۰۳ ميلادي کال، کليات خليل جبران، (اردو)، ۱۷ مخ، فیکشن هاوس، مزنګ روډ، لاهور.

۲: اريانا دایرة المعارف، دوهم دور، دریم ټوک، ث – ذ، ۴۵ مخ، علومو اکاډمي، کابل.

۳: زهير، عصمت الله، ۲۰۲۰ ميلادي کال، د لبنان وياړ جبران، ۱۲۰ مخ، فکر نو ادبي فورم، پښین، جنوبي پښتونخوا، کوټه.

۴: حيران، اميد،  ۱۳۹۴ ه، زهر او اوبه، ۱۴ مخ، د افغانستان ملي تحريک فرهنګي څانګه، کابل. 

۵: خليل، جبران،  ۲۰۰۸ ميلادي کال، مات څانګونه، د ډاکټر خالق زيار، پښتو ادبي جرګه، ملاکنډ، پېښور.

۶: خليل، جبران، ۱۳۸۴ ه ش کال،  اوښکې او موسکاوي، د حيدر شجاعي پارسي ژباړه، څلورم چاپ، خيابان وليعصر، تهران، ايران.

۷: خليل، جبران،  ۱۳۹۲ ه ش کال، لېونی، د عبدالحميد عثماني بهيج پښتو ژباړه، کابل.

۸: د بي بي سي راډيو پښتو څانګې راپور، د ويب پاڼې لينک يې دا دی: https://www.bbc.com/pashto/interactivity/2012/05/120513_hh-gibran_prophet

۹: جبران خليل، ۱۳۳۶ شمسي کال، هغه وويل، ۱۵ مخ، د عزيزالرحمان سيفي ژباړه، پښتو ټولنه، کابل.

۱۰: خليل، جبران، ، ۱۳۸۴ شمسي کال، ماسه و کف، د حيدر شجاعي پارسي ژباړه، څلورم چاپ، خيابان وليعصر، تهران.

۱۱: خليل، جبران،  ۱۳۸۳ شمسي کال، مسيحا، د مسيحا برزګر پارسي ژباړه، خانه معنا، تهران.

۱۲: خليل، جبران، ۱۳۸۲ شمسي کال، نامه های عاشقانه، د پاولو کويلهو راټولنه، د ارش حجازي پارسي ژباړه، کاروان، تهران.

۱۳: یون، محمد اسماعيل، ۱۳۹۰ شمسي کال، د الفت نثري کليات، څلورم چاپ، ۶۷ مخ، دانش خپرندويه ټولنه، کابل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو