شعر مو ژوند بدلولی شي؟/ ګل الرحمن رحماني

2022-11-26
شعر

د یار خیال چې راولي د زړه تر کوره

په قدم کې يې ګوهر له سترګو توی کړه

اوسنۍ ستړې او لالهانده نړۍ ته پام سره موږ ټول دې ته اړتیا لرو چې په ذهن کې د خوښیو لپاره یو پناه ځای ولرو او کله چې له غم او اضطراب سره مخ کېږو، نو هلته په کې مېشت شو، د خپلې نړۍ او راتلونکي په اړه زموږ لیدلوری زموږ د ژوند پر کیفیت اغېز کوي.

  دا شېبه چې موږ په کې ژوند کوو، د هغه ابدیت یوه برخه ده چې تر موږ وړاندې و او اوس مو مخکې ولاړ دی، یاني هغه ماضي او راتلونکې چې زموږ په تصوراتو او خوبونو کې نقش شوي، یو ارام ذهن موږ په اوسمهال کې ساتي چې له همدې امله مینه اوهنرونه ددې دوام لپاره اړین دي، څو د ناورینونو پر مهال هم یوه داسې لاره پیدا کړو چې موږ ورباندې دروني سولې ته ورسېږو.

    کله چې د شعر په اړه خبرې کوو، نو په حقیقت کې د هغه څه په اړه یو متفاوت لید لوري ته پام اړوو چې تر دې  وړاندې مو ورسره تل سرسري یا ساده چلند کړی دی.

    شعر یو ښکلی بیان دی چې د ژوند په اړه  په ډېر ظرافیت سره د شاعر لیدلوری او ژور تخیل څرګندوي. شاعر ددې توان لري چې د ژوند په واقعیتونو مو مین کړي، هغه موقعیتونه چې په ښکاره راته عادي او معمولي ښکاري، یو ځل بیا یې په ځانګړي دول وویني او زموږ احساسات یې ملتیا ته را وبولي.

    د شعر کیفیت هغه مهال ښه څرګندېږي چې ووینو له لارې يې پر انساني ارزښتونو او اعتقاداتو څومره بحث شوی دی او د مخاطب ذهني غوټې تر کومه ځایه خلاصولی شي. شعر کولای شي چې انسان ته د ازادۍ او خلاصون پیغام ورکړي، دې ته یې وهڅوي چې له جهل او شر څخه خپله لار څنګه بېله کړي؟

     څوک چې شعر وايي د ناعادي بصیرت لرونکی وي، هر څه ورته زړه را ښکوونکي او عاشقانه ښکاری، ممکن زېړه زرغونه(د بوډۍ ټال)، د سمندر څپې، د ګلو یوه څانګه، د مرغانو اوازونه، د رمې غږ، لرې غره کې د شپېلۍ نغمه او … زموږ لپاره جذابې پدیدې وي او د یوې شېبې لپاره زموږ شوق وپاروي، خو شاعر د همدغه شېبو د بیان او په اړه د احساساتو د پارولو لپاره له ډېر ظرافت څخه کار واخلي.

سحر سبا د چینې غاړه او روانې اوبه

جانانه ما له خدایه غواړه او روانې اوبه

د خپل تصوير په تماشه تصوير اوبو وړي دي

جينۍ ده ځاي په ځاي ولاړه او رواني اوبه

نثار

    په لښتي کې د روانو اوبو پر غاړه دا ننداره زموږ ټولو لپاره جالبه ده، خو د شاعر ځانګړې پاملرنې او نظر هغه له معمولي بڼې را اېستلې او موږ یې دې ته ځیرکړي یوو چې موږ د طبیعي منظرو له اړخه دومره شتمن یوو. په ژبه کې همدا هنر او مهارت ددې لامل ګرځي چې شعر د ژوند له واقعیتونو سره ډېرې نږدې اړیکې پیدا کړي، د شعر له لارې حقایق په ښه ډول ومومي.

    کله کله چې یو شعر لولو، په ډېره چټکۍ سره زموږ په وجود کې هم مشابه حس را ژوندی کوي، داسې چې ګني شاعر د شعر په وسیله یوه مشترکه تجربه بیان کړې ده، یوې داسې شېبې ته یې زموږ پام اړولی چې موږ ورسره ډېر سرسري چلند کړی یا مو حتی په سترګو هم نه ده لیدلې، په همدې سبب له یوه شعر سره ملتیا کوو او تر څنګ یې پاتې کېږو.

    نو دا ډول شعر کولای شي چې زموږ د شخصي ژوند حریم ته داخل شي، د ژوند مانا راته څرګنده کړه، درد او رنځ راڅخه واخلي او د بېلابېلو موضوعاتو او موقعیتونو په اړه زموږ د لیدلوري په بدلون کې راسره نهايي مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو