د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې

2022-08-26
د نړۍ په کچه یو مشهور

ژباړه: صفیه وردګ

د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې کتاب لیکواله ان فرانک ده، چې له خپلې کورنۍ سره د هټلر او نازیانو له ظلمه په تېښته وه. له ډېر کړاو او ظلم ګاللو وروسته د ختیځ المان په برګن بالسن کې په ۱۵ کلنۍ کې مړه شوه. د هغې خاطرې د هټلر او نازیانو د ظلمونو په اړه لیکل شوې، چې په تېرو سلو کلونو کې د نړۍ په ډېرو خرڅ شویو او لوستل شویو کتابونو کې شمېرل کېږي. دغه خاطرې صفیې وردګ پښتو کړې او تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شوې دي.

ان فرانک چې په ۱۹۴۵ کال کې مړه شوې وه، له مرګ دوه کاله وروسته یې پلار اوتو فرانک د هغې خاطرې لومړی د «پټې پسخانې» په نوم او بیا د «یوې ځوانې نجلۍ د ډایري» په نوم چاپ او د یوې ماشومې نجلۍ د شهکار یادګار په توګه یې نړۍ ته د هغې کتاب وړاندې کړ. دا کتاب څه باندې ۳۵ میلیونه ځله چاپ شوی او د نړۍ په ۶۷ ژبو هم ژباړل شوی دی.

یهودۍ ټبره ان لیزه ماري فرانک په ۱۹۲۹ کال کې د المان په فرانکفورت کې وزېږیده او وروسته له هغې چې د المان نازیانو په یهودیانو ظلمونه کول، وړوکې ان له خپلې کورنۍ سره یوځای له المان څخه د هالنډ امستردام ته چې نازیان په کې واکمن وو؛ مهاجرت وکړ.

د ان کورنۍ په هالنډ کې د دوو کلونو لپاره په یوه پټ ځای کې اوسېده، چې له دوو کلونو وروسته د یوه نازي عکسر (ګشتاپو) لخوا ونیول شول. په پټنځای کې ان فرانک، خور یې مارګوت فرانک، پلار یې اتو فرانک او مور یې ایدیت فرانک له یوې بلې درې کسیزې کورنۍ او د منځني عمر له یوه ډاکتر سره اوسېدل. له دې اتو کسانو څخه ټول د نازیانو لخوا ووژل شول، خو یوازې د ان پلار اوتو فرانک ژوندی پاتې شو.

د یوې ځوانې نجلۍ خاطرې په اصل کې د ان فرانک د زړه خبرې دي، چې د هالنډ په امستردام کې یې له ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۴مو کلونو کې ولیکلې، چې ان ورته Annexe یا پسخانه هم وایي. دا خاطرې هره ورځ د لیک په ډول د ان لخوا هغه خیالي کرکټر ته لیکل شوې، چې نوموړې یې کېټي بولي.

هغه څه چې د ان یاد له مرګ وروسته د خلکو په منځ کې ژوندی ساتي، دا دي چې وړوکې ان د نازیانو ظلمونه لیدلي، لیکلي یې دي او په تاریخ کې یې ثبت کړي دي. د خاطرو دغه ټولګه له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نازیانو د ظلمونو او نسل وژنې یو سند ګڼل کیږي، که څه هم د ان دا کتاب شخصي خاطرې دي.

د یادښتونو په یوه برخه کې ان د ژوند له سختۍ خبرې کوي، د خوړو کموالی، د جامو زړښت، له نیولو او وژلو څخه ډار، وېره او اندېښنه، ناروغۍ، درد او د وسلو د اوازونو درز او د هر کړاو او مصیبت یې یاد کړی دی.

ان فرانک د ۱۹۹۴ کال د اپریل په ۱۱مه لیکي: «په تکراري ډول دا حقیقت اورو چې موږ یهودیان بې له کومې خبرې له زرګونو سختیو سره په بند او زولنو کې یو، موږ باید احساسات لرې کړو، باید زړور او قوي واوسو، له سختیو سره بې له شکایتونو پر مخ لاړ شو، هر څه مو چې په وس کې وي، باید تر سره یې کړو او په خدای ایمان ولرو. یوه ورځ به دا جګړه پای ته ورسیږي، هغه ورځ به راورسیږي چې موږ به یو ځل بیا انسانان شو؛ نه یوازې یهودان.»

ان فرانک په بله برخه کې داسې لیکي: «زه په زړورتیا سره ګام اخلم، پوهیږم چې ښځه یم، له زړورتیا او قوت سره که خدای ژوندۍ وساتلم، نه پریږدم چې غږ مې چوپ شي، له دې تنګ ځایه به وځم او د انسانیت لپاره به کار کوم، پوهیږم مېړانه او له ځانه تېرېدل د بریا لپاره اړین او دوه لومړني عنصره دي.»

د ځوانې نجلۍ خاطرې درته ډېرې کیسې کوي، هغه کیسې چې ډېری به یې حتمن ستاسې په ژوند کې هم پېښې شوې وي. که غواړی چې دا کیسې واوری، د کتاب لوستلو ته مټې بډ وهئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو