مخانګېرنه/ دکتور اجمل ښکلی

2023-03-21
په ماناپوهنه کې د کلمو مانا له نورو کلمو او جملو سره په جمله او د جملو مانا له نورو جملو سره په ليکلي متن کې دننه مطالعه کېږي، چې په دې توګه په ماناپوهنه کې سياق اهميت لري او د کلمو مستقيمه او عامه مجازي مانا پکې رابرسېره کېږي؛ خو په کارونپوهنه(پراګماتيکس) کې چې ژبه په عمل کې مطالعه کېږي، بهرني چېنلونه له ژبنيو توکيو سره د مانا په
اجمل ښکلی

په ماناپوهنه کې د کلمو مانا له نورو کلمو او جملو سره په جمله او د جملو مانا له نورو جملو سره په ليکلي متن کې دننه مطالعه کېږي، چې په دې توګه په ماناپوهنه کې سياق اهميت لري او د کلمو مستقيمه او عامه مجازي مانا پکې رابرسېره کېږي؛ خو په کارونپوهنه(پراګماتيکس) کې چې ژبه په عمل کې مطالعه کېږي، بهرني چېنلونه له ژبنيو توکيو سره د مانا په رسولو کې مرسته کوي.

د ژبې موخه پوهاوى راپوهاوى دى. د پراګماتيکس له ليدلوري، ژبه په يوازې ځان دا دنده بشپړه نشي ترسرولاى، د بهرنيو چېنلونو مرستې ته اړه ده؛ مثلا: يو سړى بل ته وايي: “هغه تور را” ماناپوهنه راته وايي، چې دا يوه امري جمله ده، چې “هغه” د اشاري نومځري په توګه يوه څيز ته اشاره کوي، “تور” صفت دى او “را” پلوي نومځرى دى. د ماناپوهنې دا شننه راته هغه مانا نشي راښوداى، چې د ويناوال مراد ده، ځکه نو اړ يو چې پر هغه شرايطو پوه شو، چې دا جمله پکې رامنځته شوې.

څرنګه چې ژبه بالفعل په وراشو(مکالمو) کې رامنځته کېږي. کارونپوهنه مکالمې ته پام کوي؛ خو دا مکالمه په يوه قرينه کې رامنځته کېږي. قرينه يا د موقعيت وي يا فرهنګي. تر څو چې له فرهنګي او د موقعيت له قرينې سره اشنا نشو، د يوه ليکلي متن په بشپړه مانا نشو پوهېداى.

کارونپوهنې د متن مانا هم پراخه کړه. پخوا متن ليکنى او د کتاب هغه مرکزي برخه چې د حاشيو پر وړاندې واقع وي؛ خو کارونپوهنې غږ(اډيو)، ويډيو، مکالمه او موقعيت او فرهنګ هم د قرينې پر مانا ورزياته کړه. څنګه چې جمله په ليکني متن کې رامنځته کېږي، ليکنى متن د موقعيت او فرهنګ په لوى متن کې رامنځته کېږي.

د کارونپوهنې او ماناپوهنې يو بحث مخانګېرنه دى، چې په پښتو کې ورته د وړانداند نومونه هم کارېږي.يوه ادعا ده. يوه بيانيه جمله ده، چې کېداى شي رښتيا وي يا کېداى شي دروغ وي. يعنې کله چې د يوې جملې د معلوماتو په رڼا کې سړى نور اطلاعات ترلاسه کړي او ادعا وکړي، داسې شرايطو کې کېداى شي يوه جمله د بلې جملې لپاره د معلوماتو وړانداند وګڼل شي؛ مثلا؛

ا-الف: د احمد ورور ډاکټر دى.

۱- ب: احمد ورور لري.

په پورتنيو جملو کې ب جمله د الف جملې لپاره وړانداند ګڼلاى شو. (ارغند، ۱۳۹۶، ۱۶۱)

هغه چې ويناوال(يا ليکوال) يې واقعيت انګېري يا اورېدونکى پرې مخکې له مخکې پوهېږي، مخانګېرنه ده. (يول، ۱۳۸۷: ۱۶۲)

د مخانګېرنې دا تعريف د مانا پر قضيه يي نظريې ولاړ دى. د دې نظريې له مخې ژبه د واقعيت غبرګوونکې ده او مانا يې له واقعيت سره د اړيکې پر بنسټ معلومولاى شو. څرنګه چې د جملې خبري وجه په څرګنده يوه بهرني واقعيت ته اشاره کوي، نو د واقعيت له مخې ويلاى شو، چې دا جمله دروغ که رښتيا ده.

مشهور فيلسوف ويتګنشټاين دا اړيکه معکوسه کړه. نوموړى پر تېرو فلسفو د نيوکې لپاره ژبې ته متوجه شو، چې دا اغېز يې د شلمې پېړۍد دويمې نيمايي د پسنويتابه(پوسټ ماډرنيزم) پر فيلسوفانو هم وينو، چې ژبې ته د مانا له امله اهميت ورکوي. ويتګنشټاين د “ژبنيو لوبو” په نامه تيوري وړاندې کړه، چې نڅوړ يې پر واقعيت د ژبې اغېز دى.

ژبه بهرنى واقعيت چې څرنګه دى، هغسې نشي بيانولاى، بلکې چي څرنګه يې خوښوي، هغسې يې بيانوي. پر دې سربېره ژبه د يوه واقعيت ټول اړخونه نشي راښوداى، مثلا:

۲- ځه!

له دې جملې يوازې دومره پوهېږو، چې وسمهال کې مفرد مخاطب ته اشاره کوي؛ خو د مخاطب منګ، جنس، پوړ، وزن، د ويناوال او اورېدونکي اړيکه او دا چې پلى و، که سپور غوندې واقعيتونه نه راښيي. (حميدزۍ، ۱۳۹۶، ۱۲۶). ژبه کله واقعيت سيده او کله ناسيده بيانوي. هغه واقعيت چې ويناوال لاسي غواړي، چې اورېدونکي ته يې ولېږدوي، مستقتيم او د متن او مکالمې په مرکز کې وي؛ خو هغه واقعيت چې د وينا د مرکزي واقعيت په لېږد کې مرسته کوي، نامستقيم بيانېږي. دا نامستقيم بيانېدونکى واقعيت مخانګېرنه ده، چې وينا له پامه غورځولې ده او ويناوال فکر کوي، چې اورېدونکى پرې پوهېږي:

۳- د افغانستان ټول غرونه په ځنګلونو پوښلي دي.

په پاسنۍ بېلګه کې يوه خبره دا ده، چې که جمله مثبته که منفي وي، مخانګېرنه يې يوه مثبته خبري جمله ده. (Varga, 2010, 78)؛ نو که (الف ۴) p قضه ولري او (ب ۴) q قضيه ولري، (ب ۴) د (الف ۴) مخانګېرنه ده:

۴ الف: د افغانستان ټول غرونه په ځنګلونو نه دي پوښلي.

ب: افغانستان غرونه لري.

د پاسنيو دواړو جملو اړيکه په دې ډول ښودل کېږي:

q >> q & NOT p >> p

سره له دې چې دوه ويناوال د (۳) او (الف ۴) جملې له مخې اختلاف لري؛ خو دواړه په مخانګېرنه کې وبله همغږي دي. دا په مثبت او منفي دواړو جملو کې د مخانګېرنې ټيکاو ښيي. (يول، ۱۳۹۱، ۴۰-۴۲(

بله دا چې ويناوال/ليکوال او اورېدنکى/ لوستونکى دواړه پوهېږي، چې افغانستان غرونه لري يا دا چې ويناوال فکر کوي، چې اورېدونکى په دى پوهېږي، چې افغانستان غرونه لري. د دې مانا دا ده، چې د ويناوال او اورېدونکي ترمنځ پوهاوى وي او د دې پوهاوى په پايله کې مخانګېرنه رامنځته کېږي يا دا اړيکه معکوسه هم کېداى شي. يعنې د ويناوال او اورېدونکي ترمنځ پوهاوى رامنځته کوي:

۵- زما د درېيم ماما واده دى.

اورېدونکى يا لوستونکى په دې ډول له دې جملې نه دا استناط کوي، چې ويناوال ماماګان لري،ځکه يې د درېيم واده دى.

په لومړي حالت کې چې د ويناوال او اورېدونکي ترمنځ مخکې له مخکې نه پوهاوى موجود وي، مخانګېرنه د وګړمنځي اړيکې زېږنده ده. که مخاطب خبر وي، چې ستا (درېيم) ماما نشته، په دې صورت کې د مخانګېرنې قضيه دروغ ده او دا د جملې قضيه هم دروغجنوي. يعنې واده نشته او که وي، د (درېيم) ماما نه دى. که اورېدونکى/لوستونکى خبر نه وي، چې ستا (درېيم) ماما شته، مطلب دا چې پوهاوى نشته او دا جمله مفهومي ابهام لري. په دې حالت کې مخاطب پوښتنه کوي: “ستا(درېيم) ماما شته؟” چې کله دا جمله په “هو” ځواب شي، هله ۵ له ابهامه راوځي. که ويناوال پوه شي، چې اورېدونکى خبر نه دى، چې زه(ويناوال) ماما لرم؛ نو مخانګېرنه بالفعل حالت ته راوځي او د يوې صريحې قضيې په توګه وړاندې کېږي:

۶- زما(درېيم) ماما دى، د هغه واده دى.

او دا خبره د ټولو مخانګېرنو په اړه سمه ده. په ۳ جمله کې هم:

۷- افغانستان غرنى هېواد دى، چې غرونه لري او څه غرونه يې په ځنګلونو پوښلي دي؛ خو نور يې سپېره دي.

په ۷ جمله کې پوه شو، چې ۳ جملې څو مفاهيم څنګ ته کړي وو؛ خو د ملکي ترکيب او “ټول” قيد يې پرېښي وو، چې دې مخانګېرنو ته اشاره وکړي، چې افغانستان غرونه لري او څه غرونه يې په ځنګلونو پوښلي دي.

مخانګېرنه په جمله کې د جملې په بېلابېلو ټوکونو کې ځان ښيي، چې کريستوفر ګوکر(۱۳۹۲) يې په څلور ډوله وېشي:

د پرتلې وييکي:  “ميلو سويچ هم جنګي جنايتکار دى.” د “هم” په کارونه اورېدونکى داسې انګېري، چې له ميلوسويچ پرته نور يا بل جنګي جنايتکار هم شته. که د “هم” ځاى وخوځوو، د جملې په مخانګېرنه کې بدلون راځي: “ميلوسويچ جنګي جنايتکار هم دى.” يعنې دا مخانګېرنه ترلاسه کېږي، چې پر ميلوسويچ نور تورونه هم دي.

څرګنديز(اعلامي) رغښتونه: “مت خبر دى، چې ليکنه يې په ځنډ چمتو کېږي.” د ويناوال لپاره د دې جملې مخانګېرنه دا ده، چې د مت ليکنه په ځنډ تياريږي.

ملکي رغښتونه: “د چمپلين خوښينه هلته ولاړه ده” د دې جملې مخانګېرنه دا ده، چې د چمپلين مېرمن خور لري.

اسنادي رغښتونه: “زما ساعت دې هلک نه دى پټ کړى.” د دې جملې مخانګېرنه دا ده، چې د ويناوال ساعت غلا شوى دى.( ۳۵)

له پاسنيو جملو دا پايله اخلو، چې ويناوال پيغامونه د اورېدونکي د مخانګېرنې له مخې ترتيبوي؛ مثلا:

۸- ميلوسويچ هم جنګي جنايتکار دى.

د دې جملې رښتياوالى په دې پورې تړلى، چې بايد د دواړو اړخو له خوا دا انګېرنه(فرض) تاييد شوې، چې پر ميلو سويچ سربېره نور يا بل x هم جنګي جنايتکار دى.(ګوکر، ۱۳۹۲، ۳۶)

سمير امامى(۱۳۹۶) چې پر کارونپوهنه يې دکتورا اخيستې، مخانګېرنه لومړى په دوو لويو ډولونو وېشي:

کاروني: چې له ژبې بهر معلومات نغاړي او د ليکني متن يا وينا له ګرامري يا مانيزې تشې پيدا کېږي؛ مثلا:

۹- نګولى دې پوخ دى.

په دې جملې هېڅ ډوله ګرامري نښه نشته، چې موږ ته مخانګېرنه راکړي؛ خو موږ په عملي ډګر کې له ژبې بهر د تجربې پر بنسټ پوهېږو، چې کله نګولى پوخ شي، بيا څه کول پکار وي؟

سياقي: هغه مخانګېرنه چې د جملې يا متن له سياقه پيدا کېږي او په دوه ډوله ده:

الف: ارجاعي: چې په جمله کې يوه څيز يا چا ته ارجاع کوي:

۱۰- د فرانسې پاچا طاس دى.

مانا دا چې فرانسه پاچا لري. پاس مو وليدل، چې دا ډول مخانګېرنه ګوکر د ملکي رغښت زيږنده بللې؛ څرنګه چې د کارونپوهنې پر بنسټ له ارجاع نه راټوکېدلې، اغلې سميرا په ارجاعي مخانګېرنه کې شمېرلې ده.

ب: مانيز: هغه چې د سياق پر بنسټ د جملې له مانا نه پيدا کېږي:

۱۱- بريال د ګټلو هڅې وکړې.

له دې جملې دا مخانګېرنه اخلو، چې بريال پر هڅو برلاسى شو، دا بېله خبره ده، چې ويې ګټله که نه.(امامى، ۱۳۹۶، ۱۳۸-۱۴۱)

مخانګېرنه هغه موضوع ده، چې ويناوال تر ويناييزې ټوټې مخکې واقعيت منلى وي. پر دې بنسټ مخانګېرنه د اړمنتيا(استلزام) پر وړاندې د ويناوال اړونه ده. استلزام د ويناييزې ټوټې د جملې منطقي پايله وي:

۱۱- د حميد ورور درې اسه واخيستل.

“د حميد په نامه يو کس شته”، “حميد ورور لري” د پاسنۍ جملې مخانګېرنه دي؛ خو “د حميد ورور يو څه واخيستل”، “د حميد ورور درې/دوه واخيستل” د دې جملې اړمنتياوې(استلزامونه) دي. استلزامونه چې د جملې د منځپانګې اړوندېږي، په کارونپوهنه کې پرې بحث نه کېږي. (سميرا، ۱۳۹۶، ۱۳۵-۱۳۶(

په دې توګه ويلاى شو، چې وينا د مخانګېرنې په مټ ځينې يا کله ډېر مفاهيم څنګ ته کوي، ځکه چې په وينا کې د دې ټولو مفاهيمو د بيان امکان نه وي او کله که بيان شي، ډېر وخت نيسي يا ابهام پيدا کوي؛ خو که د مخانګېرنې په بڼه ورسره ابهام مل وي، بيا د وينا ښکاره برخه ګرځي او مخاطب يې بيانوي.

وييزېرمه:

  • Presupposition
  • Propositional
  • Language games
  • Interpersonal
  • Contrastive Particles
  • Factives
  • Possessives
  • Cleft Constructions
  • Implicature

ماخذونه:

  • ارغند، ذبيح الله صاحب. ۱۳۹۶. ماناپوهنه. کابل: پکتوس خپرندويه ټولنه
  • امامى، سميرا. ۱۳۹۶. زبان شناسى کاربردشناسى. رساله براى دريافت درجۀ دکتوراى رشتۀ زبان و ادبيات فارسى درى
  • حميدزۍ، راحله. ۱۳۹۶. ګذار از مقوله و ميزان به دستور نقش ګراى هاليدى. رساله داکترى
  • ګوکر، کريستوفر . ۱۳۹۲. واژه هاى بدون معنى. ترجمه کورش صفوى. تهران: نشر علمى
  • يول، جورج. ۱۳۸۷. بررسى زبان. ترجمۀ على بهرامى. چاپ دوم. تهران: سمت
  • Varga, Laszlo. 2010. Introduction to English Linguistics(A companion to the Seminar). Budapest: Eotvos Lorand University

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو