جادوګر ليکوال/ دکتور اجمل ښکلی

2022-12-18
جادویي ریالیزم څه
اجمل ښکلی

د نوبل د جايزې د ګټيالي ليکوال ګابريل ګارسيا مارکېز سبک ته يې د جادوګر رياليزم اصطلاح وکاروله. هغه د ځان لپاره د دې اصطلاح کارونه سمه نه بولي.

عام رياليزم د ژوند يواځې ظاهري اړخ بيانوي، هغه ظاهري اړخ چې ساينس ورته واقعيت وايي. دوى هڅه کوي، چې ژوند له ساينسي واقعيتونو سره همنوا کړي، ځکه انسان له تمدن او د ژوند د واقعيت له منلو نه همدغو ناساينسي تخيلي عناصرو لرې کړى.

جادوګر رياليزم هم چې ژوند څنګه دى، هغسې رااخلي؛ خو د عام رياليزم پر خلاف له تخيله زېږېدلي اسطوري عناصر، کږنې او انګېرنې ورسرهوي او جادو ته د يوه ټولنيز واقعيت په سترګه ګوري.

ښايي رياليزم هم بشري ميټافزيکي موضوعات راونغاړي؛ خو دلته به پرې د ساينسي نظر له مخې نيوکه کېږي، چې نوى انسان ولې داسې خرافات مني.

خو جادوګر رياليزم به ورته د عامه ذهنيت له زاويې نه ګوري او د دې پوښتنې نامستقيم ځواب به وايي، چې انسان د واقعيت په توګهولې جادو، کږنې او انګېرنېمني او چې ويې مني، په ژوند کې کوم بدلونونه احساسوي.

د جادوګر رياليزم د دې کړنې مانا د خرافاتو منښته نه ده، بلکې د دوى په اند چې ژوند څنګه دى، هغسې بايد راواخيستل شي. جادوګر رياليزم د ژوند پر واقعيت ساينسي نظر نه تحميلوي.

جادو د فزيکي نړۍ په ماهيت کې بدلون نه راولي؛ خو له دې نړۍ سره زموږ په نظر کې لاس وهي او زموږ اړيکې ته رنګ ورکوي. دا به پر سراب د اوبو ګومان وي؛ خو سراب پخپله هم يو واقعيت دى.

که موږ د کيسه ليکوال په توګه ژوند ته د يوه ساينسي واقعيت په سترګه وګورو، ډېر اړخونه او رنګارنګي به يې رانه پټ پاتې شي. ژوند لکه د زيارت د منجاور پيوندي جامې، په يوه کميس کې شل رنګه وي. ليکوال هله لوستونکى اغېزمنولى شي، چې د پېښو په واقعيت کې ناسمه زاويه ونه کاروي.

په ۱۹۸۱ز کال پيترايچ ستون له ګابريل سره مرکه وکړه. کابريل وويل، چې موږ په کيسه کې هر څه ويلى شو؛ خو په دې شرط چې لوستونکي ته قناعت ورکړى شو. د لوستونکي د قناعت خبره د ليکوالۍ د هرې بڼې غوښتنه ده.

ګابريل ګارسيا مارکېز له کيسو سره سره له ژورناليزم سره هم تړلى و. د  نوموړي په ژورناليستي ژانرونو کې له کيسه ييزو خصوصيتونو او په کيسو کې د ژورناليزم له روشونو نه استفاده وکړه.

د ګابريل په وينا، که ووايو، چې فيلان الوځي؛ نو لوستونکى پرې باور نه کوي؛ خوکه ووايو، چي په هوا کې څلور سوه فيلان راروان وو؛ نو ښايي لوستونکى يې درسره ومني. (د يواځيتوب سل کاله) له همداسې شيانو ډکى دى.

نوموړى وايي، چې دا طرز مې له خپلې نيا نه زده کړى. هغې به چې راته کيسې کولې داسې به لګيا وه، لکه دا هر څه يې چې په خپلو سترګو ليدلي وي.

د ګابريل له دې خبرې دوه مطلبه اخلو، يو دا چې کيسه ليکوال له مبالغې پرته داسې لګيا وي، لکه د يوې واقعي ترافيکي پېښې رپوټ چې راکوي. دا د ژورناليزم اصل دى.

له بل پلوه راوي د راحت زاخېلي د کونډې نجلۍ پرخلاف له عاطفې پاک دى. هره دردوونکې کيسه درته داسې کوي لکه د کامرې سترګه يې چې ويني. د راوي له دې چلنه موږ له يوه پلوه د راوي پر ناپېيلتوب باوري کېږو او پېښه راته واقعيت ښکاري او له بله پلوه د کيسې د پېښو او د راوي د بې تفاوتۍ ترمنځ تشه انګېرو، چي موږ ناارادي د راوي دا چلن ځوروي، ځکه دنيا ورانه شي؛ خو دى اف ونه کړي. د ګابريل (بېمخه سيلۍ) همداسې يوه کيسه ده، پر څوارلس کلنه نجلۍ د جنسي تيري لپاره خلک په کتار کې ولاړ وي، نجلۍ ستومانه شي، سلګۍ وهي، د نيا يې همغسې د خپلې ماڼۍ په تاوان کې سترګې وي؛ خو راوي سپڼ نه کوي. له دې کيسې نه د خوند يو لامل د راوي سوړ طبيعت دى. بل لامل يې د نيا چلن دى. د نجلۍ په دې دنيا يواځې نيا ده، چې دې ته ګرانه ده؛ خو دې يو جرم کړى، د نيا ماڼۍ يې سېځلې ده او بايد په بدلمنۍ سره دا تاوان پرې کړي. د نيا يې هېڅ زړه نشته؛ خو بيا هم ورته ترخه خبره نه کوي، لور ورته وايي. د نجلۍ نيا موږ ته د ګابريل ګارسيا مارکېز نيا رايادوي، چې د کيسو په اورولو کې همدومره بې پروا وه، لکه د نجلۍ نيا چې د خپلې لمسۍ بد حالت او سلګيو ته نه ګوري.

د ګابريل خبره ده، چې له خپل واقعي ژوند نه يې مستيقم نامستقيم په خپلو کيسو کې ډېره استفاده کړې ده.

ګابريل په دې مرکه کې وايي، چې له خوبونو نه يې په خپلو کيسو کې هم ګټه اخيستې او د خوبونو تعبير خوند ورکوي. د جاودګر رياليزم او د خوبونو ترمنځ ژوره رابطه وينو. په خوبونو کې هغه څه کوو، چې په ويښه يې نه شو کولى او د خوب په وخت راته دروغ هم نه ښکاري. په خوب کې د واقعيت له محدود چاپېرياله انسان راووځي. دلته د اسطوري ذهنيت او چاپېريال ترمنځ رابطه پيدا شي او په همدې اړيکې پسې جادوګر رياليزمګرځي.

د ګابريل د کاميابو کيسو مهم لامل جادوګر رياليزم ګڼل کېږي او له دې ځايه په يوه بله خبره هم پوهېږو او هغه دا چې که کيسه هر څومره له واقعيته لرې وي، د ماهيت پرېکړه به يې د خپل داخلي جوړښت له مخې کېږي. که پلاټ يې امکانات ولري، په کيسه کې هر څه شوني دي. هغه د ګابريل کارسيا مارکېز خبره شوه، چې بس لوستونکي ته قناعت ورکړه، نور چې هر څه وايې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو