پوهنپوهنه/ دوکتور اجمل ښکلی

2022-09-29
پوهنپوهنه له اوږدې مودې راهیسې د بحث مهمه موضوع ده، دلته یې په اړه بشپړ څه لوستلی

موږ علم ته د معلوماتو د راټولولو په سترګه ګورو. هغه سړی راته عالم ښکاري، چې ډېر معلومات ولري. پخوا چې د کايناتو په اړه د معلوماتو د راټولولو وسايل کم وو؛ نو علم زياتره د معلوماتو راټولولو ته ويل کېده. يو سړی به د علم په طلب پسې له وطنه لرې لاړ، استاد ته به يې ګونډه ماته کړه او کتابونه به يې پيل کړل. د پخواني تصور پر بنسټ، د کتابونو او د استاد خبره د کاڼي کرښه ګڼل کېده او د علم زياترو طالبانو د ثابتو حقايقو په توګه زده کول. د استاد احترام دا و چې مخالفت يې ونشي او په دې توګه د علم غوندې د ناياب او مقدس څيز له امله استاد هم مقدس شو. مقدس القاب ورته وکارول شو. تر اوسه موږ پر پخوانيو عالمانو د همدې ټولنيز ذهنيت له امله نقد نشو کولاى؛ خو تر مدرسه يي کلچر مخکني اسلامي فرهنګ کې د استاد د خبرې مخالفت اسانه و او له استاد سره د يوې ماورايي نه؛ بلکې د عادي فرد چلن او احترام يې کېده.

پر بېلابېل فرهنګي په تېره پر بغداد د مغولو تر خونړيو بريدونو او په سلجوقي مدرسو کې د فلسفې تر مخالفت وروسته په اسلامي فرهنګ کې د نقد ځای په پټو سترګو د استاد د خبرې منلو فرهنګ ونيو او د پوهانو په اند له همدې ځايه د اسلامي فرهنګ زوال پيل شو، چې د پوښتنې او شک خوله وروتړل شوه.

اوس د معلوماتو ترلاسی اسانه شوی. خلک پر کتابونو او پخوانو معلوماتو شک د علم موخه ګڼي؛ نو د علمي څېړنو اساس پر نقد ولاړ دی. د نقد تر شا د ناقد قضاوت ولاړ وي؛ خو چې کله دا نقد د علمي اصولو لباس واغوندي؛ نو بيا ورته نقد وايو.

پخوانو د علم د ترلاسي لپاره له ذهن نه د يوې وسيلې په توګه استفاده کوله؛ خو اوسني، انساني ذهن ته د علم د اصلي سرچينې په سترګه ګوري، چې په کتابونو کې پر موجودو معلوماتو نقد کوي او د پرمختګ پر لور ګام اخلي.

کله چې د قضاوت او ذهن خبره کوو؛ نو د علم په اړه د پخوانو او اوسنيو د چلن يو بل توپير ته هم متوجه کېږو. په پخواني فرهنګ کې د علم مخه له ټولنې نه فرد ته وه. فرد په ټولنيزه توګه ورپاتې معلومات زده کول او خپل فردي ژوند يې پرې عياراوه؛ خو اوس د علم مخه له فرد نه ټولنې ته ده. د فردي اصالت (Individualism) په برکت د ټولنې د ړانده تقليد پر خلاف فردي قضاوت او فکر ته اهميت ورکړ شو او چې فرد فکري ازادي ترلاسه کړه؛ نو وروسره علم هم وغوړېد او ټولنيز بدلون ته لار هواره شوه.

پخوانو چې د علم سرچينه ټولنيز شعور ګاڼه، علم ته يې د عينيت په سترګه کتل، چې له انساني ذهنه بهر د ژوند د ثابتو اصولو په توګه موجود دي او افراد يې بايد د سوکاله ژوند د تېرولو لپاره زده کړي؛ خو اوسني په انساني ذهن کې د پيدا شوې فرضيې د علمي کولو لپاره له عينيت نه د يوې وسيلې په توګه استفاده کوي. په بهرني چاپېريال کې ورته مثالونه پيدا کوي يا يې د علم د اصولو پر بنسټ په يوه ټولمنلې نظريه(تيورۍ) د اړولو هڅه کوي.

علم په اصل کې د پديدو ترمنځ د اصولو او اړيکو پېژندل دي؛ نو چې د ذهنيت او عينيت خبري کوو، له دوه ډوله علومو سره مخېږو: يو هغه علوم دي، چې له ټولنې(چې د افرادو ترمنځ فرهنګي اړيکې نغاړي) بهر له طبيعت سره سروکار لري، چې طبيعي علوم ورته وايي. دا د طبيعي پديدو ترمنځ اړيکې څېړي او طبيعي قوانين رابرسېره کوي؛ مثلا: تېزاب څنګه جوړېږي؟ ماده څرنګه په انرژۍ واړوو؟ څرنګه چې طبيعي علوم له انساني ذهنه بهر له طبيعت سره سروکار لري؛ نو پر سر يې اخلاقي نزاع(لانجه) هم نه وي او په متونو کې يې مانيز بدلون نه راځي.

خو دويم ډول ټولنيز علوم دي، چې په ټولنه کې رامنځته کېږي. ټولنيزتوب په اصل کې د افرادو ګډ قراردادي چلن ته وايي او چلن د انسان له ارادې نه منشا اخلي. اراده په ذهن کې وي. زموږ د حواسو د فعاليت تر شا زموږ ذهني اراده ده. کله چې د ګيلاس د پورته کولو اراده وکړو، لاس مو وراوږد شي.

انسان د هر کار اراده د خپل کلچر او نړۍ ليد په رڼا کې کوي. مثلا: زه هڅه کوم، چې داسې خبره ونه کړم، چې مخاطب ته بد ښکاره شم.

ټولنيز علوم د انسان د ذهن او طبيعت له تعامل نه له پيدا شوي کلچر سره تعلق لري او کلچر او فردي ذهنيت تل د بدلون په حال کې وي. له ټولنيزو چارو سره تړلي علومو ته ټولنيز علوم وايي، چې په متونو کې يې د مانيز بدلون د راتلو امکان وي. يو فرد ترې يوه مانا اخلي، بل بله. يو وخت يوه مانا لري، بل وخت بله. په يوه فرهنګ کې يو مانا لري، په بل فرهنګ کې بله.

اوس عالم يوازې هغه نه دی، چې ډېر معلومات ولري، بلکې عالم هغه ته وايي، چې د ژوند په اړه منظم نړۍ‌‌ليد ولري. دا نړۍ ليد ده د ژوند په اړه د تېرو معلوماتو په اړه له نقد او له ژونده له خپلې فردي تجربې نه ترلاسه کړی وي. د عالم هيله دا وي، چې دې خپلو تجربو ته علمي لباس ورواغوندي او د ټولنې د پرمختګ لپاره ترې استفاده وکړي.

چې د علمي لباس خبره کوو، موخه مو منطق او استدلال دی، چې له فردي ذوق او تجربي نه راپيدا شوي فکر ته علمي چوکاټ برابروي.

علم، ژوند د اصولو او چوکاټي کولو له لارې د درک و تفهيم وړ کوي. مطلب دا چې اصول ورته ټاکي؛ خو پخپله علم له کومو اصولو نه په استفاده د اصولو د جوړولو هڅه کوي؟ پخوا چې زياتره علوم په فلسفه کې مطالعه کېدل؛ نو د فلسفې لپاره د منطق علم جوړ شو.

هغه پوهه چې د معرفت اصول راپېژني، پوهنپوهنه(Epistemology) بولي. د Epistemology اصطلاح په لومړي ځل په نولسمۍ پېړۍ کې جيمز فردريک وکاروله. په پسنويتابه(Post-modernism) کې Episteme د يوه مهال مسلط فکر ته وويل شو.

پوهنپوهنې د انګېرلو او پوهې ترمنځ توپير وکړ. موږ انګېرو چې دوه موازي خطونه هېڅ کله يو بل نه قطع کوي؛ خو په خپلو سترګو مو نه دي ليدلي، چې په نهايت کې رښتيا هم داسې ده که نه؟ خو د دې پرخلاف پوهېږو، چې اوبه په سل سانتي ګريډو کې په بړاس او په صفر درجه کې په واوره اوړي. تر څو چې يوه قضيه تجربه نشي، تر هغې پورې د انګېرنې(فرضيې) په حال کې ده او لا نظريه(علمي شوې) نه ده. يعنې تر هغې پورې موږ يوازې انګېرو چې داسې ده؛ خو داسې شوې نه ده.

خو زموږ په معرفت کې داسې شيان هم شامل دي، چې موږ نه دي تجربه کړي. موږ باور لرو، چې تر مرګ وروسته ژوند، حساب کتاب، جنت او دوزخ شته.

پخوانو باور درلود، چې تر ځمکې د قاف غر راتاو دی، چې تر قاف هاخوا اوبه دي. لمر هره شپه تر قاف غره اوړي او په اوبو کې پټېږي، ځمکه هواره ده، چې په بېخ کې يې يو “کب دی، چې لکۍ يې راتاو کړې او عرش معلی ته رسېږي. خپله دغه کب(سمک) په اوومه ځمکه د يوې غوا په ملا باندې ولاړ دی. د دغه غويي څلور زره ښکران دي. له يوه ښکر نه بل ته پينځه سوه کاله فاصله ده. د مسند احمد ابن حنبل د يو روايت تر مخه (د) هم دې اووه اسمانونو ترمنځه پينځه پينځه سوه فاصله ده. دغه ځمکه يې په يوه ښکر ټينګه کړې ده. د دې غويي پوزې ته وړاندې هم ماشی ولاړ دی او دغه غويی د ده له وېرې رپ نه وهي، چې هسې نه سپېږمې ته مې وردننه شي.”(فاران، فيصل. ۲۰۱۵. اساطيري تلميحات په پښتو شاعرۍ کې. کوټه: پښتو اکېډمۍ: ۱۳۰مخ)

معزالله مومند وايي:

چي د فقر مملکت د چا روزي شي

بادشاهي به له سمکه تر سما کا

دا د پخواني معرفت رغنده توکي دي، چې معاصر علم ورپسې د خپلو اصولو سوي راڼه کړل او له بېخه يې وايستل.اوس موږ پر دې باور نه لرو.

پوهنپوهنه(Epistemology) معرفت په درو برخو وېشي:

1- باور(Belief): د معرفت لومړنی بنسټي توکی باور دی. باور هغه اعتقاد ته وايي، چې پرېکنده(قطعي) او جزمي وي. په بله وينا، هغه ژور رواني حالت ته وايي، چې د انسان په عقيده کې د يوه څيز په اړه پيدا کېږي او مخالف يې ورته بېخي ناسم او بې بنسټه ښکاري. په دې توګه هر باور له دوو بنسټونو جوړ دی:

الف: په بهر کې يې پر رښتياينه باور

ب: د شک ځای پکې نه وي، قطعي وي.”(طالبي، محمد حسين. معرفت چيست؟ فصلنامه معرفت. شماره ۴۲)

دا د معرفت لومړۍ درجه ده. په دې پسې دويمه مرحله د دې معرفت د رښتياينې ده.

2- رښتياينه(Truth): باور بايد په بهر کې يو متعلق ولري. که متعلق ونه لري، باور دروغ دی او معرفت نيمګړی دی. دلته معرفت د دروغو او رښتياوو ترمنځ توپير کوي. که قضيه په بهر کې متعلق ولري. رښتيا ده، ګنې دروغ دی. مثلا: زه وايم، باران ووري؛ خو که په واقعيت کې باران نه وي؛ نو سم نه دی. اوس موږ ځکه د پخواني معرفت د هوارې ځمکې تصور ردوو، چې په واقعيت کې سم نه دی. يعنې د دې باور قضيه په بهر کې واقعيت نه لري.

د معرفت په اصولو کې له قضيې(Proposition) سره مخېږو. قضيه ادعا ته وايي. د قضيې دوه شرطه دي. يو دا چې خبري جمله وي، ځکه چې په انشايي جملو(سواليې، تعجبي او…) کې قضيه نه رامنځته کېږي او بل دا چې مفرده وي. قضيه په جمله کې وړاندې کېږې او جمله په فعل ولاړه وي.په جمله کې پر يوه جز خبرې کېږي، چې هغه جز ته موضوع وايي. قضيه بايد متناقضه(پاراډوکسي) نه وي. دا ممکنه نه ده، چې يو حالت او متضاد دواړه دې سم وي. مثلا؛ داسې نشو ويلای شو: متقاعد مامور ترفيع وکړه. پاراډوکس که په هنر کې کمال دی؛ نو په علم کې بې علمي ده.

3- توجيه(Justification): “ښايي رښتينی باور د باور د څښتن په ذهن کې له دليل سره مل نه وي، چې دا د باور بې ثباتي ښيي. پر دې بنسټ معرفت پېژندونکي وايي، چې معرفت بايد په ذهن کې ثابت پاتې شي؛ نو بايد له دليل سره مل وي. يعنې پرېکنده باور بايد په يوه قضيه کې رښتينی دليل ولري. په دې توګه، معرفت پوهانو د معرفت په تعريف کې د توجيه قيد ورزياتوي.”(طالبي، محمد حسين. معرفت چيست؟ فصلنامه معرفت. شماره ۴۲)

کله چې يو باور ولرو او د دې باور لپاره استدلال کوو؛ نو له دې استدلال نه چې کوم معرفت ترلاسه کېږي. دا به د علمي اصولو پر بنسټ رامنځته شوی رښتينی معرفت وي. دې ته پوهنپوهان موجه رښتينی باور(Justified True Belief) وايي، چې لنډيز يې(JTB) دی. مثلا: موږ باور لرو او قضيه وړاندې کوو، چې زموږ په ټولنه کې پر ماشومانو تشدد کېږي؛ نو د دې باور د توجيه لپاره بايد په خپله ټولنه کې کافي شواهد او بېلګې ولرو، چې دا ثابته شي، چې رښتيا هم داسې ده.

که معرفت د داسې باورونو ټولګې ته وايي، چې په بهر کې صادق ولري او په دلايلو ثابت شي؛ نو بيا خو پس له مرګه پر ژوند باور د (JTB) په مټ نه ثابتېږي؛ نو دې ته معرفت نشو ويلای؟ د ځينو معرفت پوهانو له مخې دا معرفت نه دی، ځکه چې په دې کې د استدلال امکان نشته. فرويد دې ته وهم پرستي وايي، چې د انسان له ډار او اميد نه پيدا کېږي. کله چې د وحې او الهام خبره راشي؛ نو هلته د علمي استدلال خوله بنده شي. هلته د عقل ځای نقل او د باور ځای د پټو سترګو عقيده ونيسي. بيا نو لاريب فيه شي، چې مخالف(شک) يې د زغم وړ نه وي.

که خبره دا وي؛ نو بيا له دين سره- چې زموږ د نړۍليد بنسټ دی- څه وکړو؟ يوه خبره دا ده، چې عقل ته تاله واچوو او د جذب و عشق له لارې په پټو سترګو نقل ومنو. د دې خبرې تاريخ تر امام غزالي پورې رسېږي، چې د فلسفي استدلال مخالفت يې وکړ او عشق ته يې اهميت ورکړ. بله لار د مسلمانو مجتهدينو ده، چې د تفسير او تاويل له لارې يې (د وخت له شرايطو سره سم) د دين د توجيه هڅه وکړه؛ خو بيا هم ځينې داسې موارد يې- چې په اړه يې قاطع نص موجود دی يا زموږ د نړۍ پر ځای له ماورالطبيعت سره اړيکه لري يا په ځينو ديني متونو کې د تفسير و تاويل امکان نه وي- په خپل حال پرېښي. د مجتهدينو لار راته په دې وړنده ښکاري، چې دين له انزوا نه ساتي او د يوې فعالې سرچينې په توګه يې د ټولنې په هوساينه او پرمختګ کې کاروي.

د معرفت دا درې شرطه د اپلاتون له وخته راروان دي، چې معرفت بايد پر صادق سربېره موجه وي. يعنې په دلايلو ولاړ وي؛ خو په۱۹۶۳ کې ادموند ګيتيه(Edmund Gettier) په خپله يو څو مخيزه ليکنه( موجه رښتينی باور معرفت دی؟/ Is Justified True Belief Knowledge?) کې د معرفت پر دې درو شرايطو انتقاد وکړ او ادعا يې وکړه، چې د معرفت د ترلاسي لپاره موجه رښتينی باور اړين دی؛ خو کافي نه دی.

د ادموند ګتيه په تصور د معرفت دا درې شرطه د حسيونو يا تجربه پالنې(Empiricism) زېږنده دي. دوی وايي، چې معرفت د حواسو له لاري ترلاسه کېږي. د پوهنپوهنې په اند معرفت هله بشپړ او رسا وي، چې توجيه ولري.يعنې مستدل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو