شعر ته د رديف ګټې/ عبدالسمیع وحدت

2022-12-14
شعر کې

د پښتو ژبې د شعرونو له لومړيو څرکونو سره- سره، چې ردیف د پښتو ژبې په شعر کې لرغونې مخینه لري، څو ګټې هم لري. لکه:

۱: د موسیقیت له اړخه

په شعر کې  موسیقي ډېر اهمیت لري، دا موسیقي له دوو لارو پیدا کېږي:

یو: د ورته غږونو له محسوس تکرار څخه پیدا کېږي، چې دا موسیقي د کلام ظاهري یا تلفظي بڼه اهنګینه کوي او لوستونکی د ورته اوازونو له پرله‌پسې تلفظه خوند اخلي.یو شور یې د شهرت و، شوم ورپېښ په پېښورحمزه مې په خاموشه هدیرو کې لټاوه

“د حمزه شینواري په دې بیت کې د ( ش) (ې) (ښ) (و) تکرار بیت ته یوه ځانګړې موسيقي او سندریز شور بښلی دی، که موږ د دې بیت یوه کلمه هم وخوځو یا وړاندې وروسته یې کړو؛ نو هغه د غږ جګوالی ټيټوالی او زیروبمي، چې د کلمو په دې تړښت کې ده، هغه به له منځه لاړ شي او دخاوشه هدیرو شور به له شرنګه غورځېدلی وي، (هدیرو) په دې بیت کې د غزل له نورو بیتونو سره قافیه جوړوي. په دې بیت کې د کلام له معنوي اړخه د اوېدونکي یا لوستونکي زیات پام د وینا موسيقي ته اوړي”

(ازمون، ۱۳۹۷: ۷۶)

دوه: د متجانسو کلمو له تکرار څخه هم موسیقي زېږي، چې هغه کلمې په شعرونو کې د قافیې یا ردیف په ډول د دورنو په پای کې راځي.

ردیف د بیتونو په دورونو کې له قافیې وروسته راځي او له قافیې سره د معنوي او مانیزې اړیکې ترڅنګ د قافیې د موسیقيت بشپړونکی هم ګڼل کېږي. که موږ د پښتو غزل تاریخي سیر ته له پیله تراوسه وګورو په غالب ګومان اویا سلنه غزلې ردیف لري، کومې غزلې، چې ردیف نه لري او بې ردیفه یې موسیقي او ښکلا بشپړه شوې، ښایې د ګوتو په شمېر وي؛ خو ردیف لرونکي غزلې بیا له دې استثنا څخه وتلې دي او د شعر په موسیقیت او ښکلا کې یې خپله ونډه  اخيستې ده. د مثال په توګه په پښتو ادب کې لومړی لاسته راغلی غزل د اکبر زمینداوري دی، چې غزل یې د قافیې ترڅنګ ردیف هم لري او دویم غزل د اوسنۍ دورې د ځوان شاعر میوند فدا دی، چې ردیف  نه لري:

چې مدام زه ستا و مخ و ته نظر وړم

د بېلتون له بېرې زړه زېرو زبر وړم

که په ما دي حکم وشي چې خادم شم

دغه ستا د نغري سور انګار په سر وړم

که مې وژنې که مې پېرې رضا ستا ده

ستا وغشی ته مدام موخه ځیګر وړم

چې جمال دي په هجران کې را په یاد شي

هغه دم په تصور شمس و قمر وړم

تا د تورو څڼو خیال هسې طویل دی

تل په زړه کې د غه فکر زه اکبر وړم

(وحدت، ۱۳۹۷: ۵۶)

او بل داسې:

هم تا کړمه خبر د ژوند له خونده

هم تا کړمه بېزار له دغه ژونده

دا تا ویل هرڅه له عبادته

ما ونه موند حاصل له دغه پنده

ته وایې دا سیندونه نه وچیږي

زه وایم ترېنه ډېره زموږ تنده

پهره پرې د غضب پرښتې شولې

وطن دی د دوزخ د لمبو کنده

دا څنګه شوه فدا رسوایي جوړه

دا څنګه شوه د زړه درزا څرګنده

(فدا، ۲۰۱۷: ۱۵۵)

د اکبر زمیندواري پورتني غزل ته که وګورو او د هغه له مانیز اړخه هم ور تېر شو، د شعر ردیف «وړم» ټولې غزلې ته موسیقي ورکړې او غزل یې له کرختوب او بې‌اهنګۍ ژغورلی، چې  د هر بیت قافیه یې د بیت له «وړم» ردیف سره په ګډ سندریز شور او موسيقي را ولاړه کړي او  له ردیف سره په پخلاینه او همغږۍ یې د بیتونو ښکلا زیاته کړې ده؛ خو په دویمه غزله کې سره له دې چې د قافیې ورستي غږ (هـ) د قافیې کلمه له ډېرې وچوالې او کرختوب نه دي ساتلې؛ خو بیا هم سړی د ردیف د موسیقي له نشت پوهېږي، چې نسبت لومړي غزل ته یې موسیقي کمه ده.

۲: ردیف په بیت کې انځور  زېږوي:

د شعر له بنسټیزو توکو څخه یو هم انځور دی، په شعر او کیسو کې انځور ځکه مهم دی، چې لوستونکی به له ځان سره بیایې؛ نو حواس به یې در ګډوې او د مخاطب حواس په تصویرونو درګډېږي، په دې توګه  لوستونکی په کیسه یا شعر کې  پېښه په اساني درک کولای شي او ځان درسره په کیسه کې شریک ګڼي، چې دا انځورونه په شعرونو کې کله  د کلمو له تکراره را‌پیداکېږي. لکه: 

ټپ شي ټپ شي ټکی ټکی پرخه په ګلپاڼو

کله کله سوې قلقله راشې دا زاڼو

(کاروان، ۱۳۹۷: ۷۸)

“که پیرمحمد کاروان دا خبره په بیاني ژبه کړې وای او ویلي یې وای، چې پر ګلپانو پرخه ورېده، یا د زاڼو کتار راغی، د مخاطب په حواسو یې اغېز نه کاوه، په دې ډول خبرو کې د یوې کیسې بیان دی، خو کیسه را باندې ګورې نه، کله چې دی وایي (ټپ شي ټپ شي ټکی ټکی پرخه په ګلپاڼو) د فلم په څېر تاسو هغې صحنې ته دروي او هغه سیمه درباندې ویني، چې د توریو او کلمو له تکراره دا انځورونه را زېږيدلی دی.”

(ښکلی،۱۳۹۰: ۱۰۱)

ځیني وخت  د شعر انځورونه په تشبیهاتو او صنایعو کې جوړېږي.

 لکه:

چې یې خال په مخ کې وینم حیرانېږم

په جنت کې ولې ږدي عاصي یو ګام

د مخ له‌پاره جنت او د خال له‌پاره د عاصي تصویرونه کارېدلي دي، دلته دا تصویرونه د تشبېه په ډول راغلي دي، چې  د مخ  خال یې د جنت له باغچې سره تشبېه کړی او د سړي سترګو ته د جنت باغچه دروي، چې په هغې کې یو ګنهګار سړی ورو- ورو قدمونه اخلي.

 خو ځینې وخت په شعر کې د تکرار او صنعت ترڅنګ انځورونه د کلمو د ترکیب او یوځای‌والي هم  را‌پیدا کېږي، چې یو له هغو نه د قافیې او ردیف ترکیب دی. کله چې قافیه له ردیف سره د موسیقي په غږ وتړله شوه، نو د معنا تار یې هم ورسره مظبوط کېږي او له ردیف سره په ګډه یو تصویر زېږوي.

په دې برخه کې د حمزه شینواري د غزل کمال وینئ، چې هغه د اوږدو ردیفونو او قافيې له پخلاینې سره- سره چې د شعر یوه ځانګړې موسیقي یې برابره کړې، یو ښکلی انځور هم ستاسو سترګو ته دروي. لکه:

ټینګه په وعده نشوې دا څه چل دی

کلکه پښتنه نشوې دا څه چل دی

په دې غزل کې (وعده، پښتنه) د قافیې توري دي، چې د ټولو همغږې برخه یې (ه) ده. (نشوې دا څه چل دی) ردیف دی.

دلته د قافیې له  معنوي او لفظي جوړښت سره یې د شعر تصویر هم جوړ کړی دی، له وعدې سره د ټینګ صفت او بیا پر وعده د پښتنې درېدا هغه تصویر دی، چې قافیه پکې ځان په مرکزي بڼه راڅرګندوي.

۳: د ردیف غږونه د شاعر د احساس او فکر څرګندونکي دي

د شعر له رغنده توکونو څخه یو هم  احساس او عاطفه ده. دا چې شاعر څنګه خپل احساسات بیان کړي او د لوستونکي احساسات را وپاروي؛ نو  ردیف ته مخه کوي او ردیف یو له هغو وسایلو څخه دی، چې شاعر  یې په مټ خپل احساسات بیانولای شي.

په ځینو شعرونو کې د ځینو غږونو نومونه  یا خپله غږونه، چې د دور په پای کې د ردیف په بڼه راځي د شعر له موسیقي سره-سره د شعر  د معنا د ځواکمنتیا لامل هم کېږي.

د ردیف تکرار او په تکرار کې د دا ډول غږونو راوړنه، چې هغه غږونه د قهر، عاطفي یا هم د ویر د احساس زېږونکي وي، کولای شي، چې د لوستونکي یا اورېدونکي په روح او روان باندې اغېز وښندې.

 لکه:

شیطانه وسوسه درغله های های های

مونږ ټول کوو توبه له جنګه، وخ، وخ، وخ

زه ګورم نن هغو سترګو ته ، بیا، بیا، بیا

په کوم لوري به تښتې؟ رنګه، وخ، وخ، وخ

ممتاز په خیال کښې ډوب وساته، جار، جار، جار

در جار د سریندې اهنګه، وخ، وخ، وخ

(اورکزی، ۲۰۱۹: ۱۲۸)

د ممتار اورکزي پورتنی غزل  د کلمو او غږونو د تکرار ترڅنګ، چې د شعر د نننۍ او بهرنۍ موسیقي یې جوړه کړې ده؛ خو د ردیف په مټ یې د بېلابېلو متضادو حالتونو او احساساتو  بیان هم کړی دی، چې (وخ، وخ، وخ) د درد،افسوس، افسرده‌ګي او ویر د احساس استازولي کوي.

۴: ردیف د قافیې ویار (عیب)  پټوي:

په قافیوي ویارونو (عیبونو) کې یو هم د قافیې تکرار دی، چې د قافیې د علم په اصطلاح  که په غزل کې تر اووم بیت له مخې  او په قصیده کې تر دیارلسم بیت له مخې  قافیه تکرار شي، ویار (عیب)  باله شي؛ خو دا ویار (عیب)  ډېر ځلې د ردیف شتون پټوي.

 لکه:

هسې رنګه یې په دا دردانه غوږ شي

نه دې غوږ د چا په غږ شي نه دې غوږ شي

دلته غوږ دوه ځلې تکرار شوي په دې مطلع کې د لومړۍ مسرې غوږ له دردانې سره د ښایست یو انځور او په دویمه مسره کې بیا د قافیې غوږ یوازې د نوم له‌پاره کارول شوی، په لومړۍ مسره کې دردانه د غوږ او په دویمه کې غږ د غوږ ښایست او ارزښت ټاکي. په لومړۍ مسره کې د (ې) او (ا) غږونو تکرار او په دویمه کې د (غ، ږ، ې، ي) تورویو تکرار د ټول بیت موسيقي برابروي. پورتني غږونه او توري د کلام د موزنوالي له‌پاره د قافیې کلمې او ردیف سره په یوه موسیقال غږ تړي، چې تر ډېره یې د قافیې ویار (عیب)  پټ کړی دی.

۵: ردیف د شاعر فکري اړخ روښانه کوي:

هغه شاعران چې د هغوی شاعري مذهبي یا عرفاني وي، لکه: رحمان بابا، ارزاني خوېشکی، عبدالرشید باب او… نو د غزلونو او قطعو ردیفونه یې هم (رب، محمد، رویدار، سبحان…) وي.

 هغه شاعران چې په شاعرۍ کې یې د اورنۍ مینې او مستي  بیان وي، لکه: د حمید مومند، کاظم خان شیدا او… نو په غزلونو او نظمونو کې د (محبت، خال، خط، می، شراب، سپوږمۍ عشق) ردیفونه کاروي.

هغه شاعران چې په خپلواکي، وطنپرستي او ملت میین دي، لکه: خوشحال خټک، سليمان لایق او… د هغوی د شعرونو ردیفونه د خال او خط په ځای  په (توره، کور، انقلاب، انتقام، انجام او…) پایته رسېدلي وي.

درباري شاعران بیا خپله شاعري د غوړه‌مالي او د دربار د ستاینې په خاطر د ( پاچا، سخاوت، عزت، درهم او…) په ردیفونو پایته رسوي.

۶: د شعر نوم د ردیف له توري ټاکل:

ځینې شاعران خپلې غزلې او نظمونه نوموي، دا کار د پښتو ادب په شاعري کې هم ځینو شاعرانو ترسره کړی دی. که موږ د ګل پاچا الفت شاعري یا د اوسني عصر د پیاوړي شاعر پیرمحمدکاروان او عبدالباري جهاني د ځینو غزلونو او نظمونو نومونه  وګورو، د ډېرو غزلونو او نظمونو نومونه به یې له ردیفه اخيستي وي.

لکه:

که وم وم، که نه وم نه وم

پښتو مین په تا یم که وم وم که نه وم نه وم

هر کله به دې ستایم که وم وم که نه وم نه وم

پښتو د بڼ چوڼي یم شور به کړمه پښتنو ته

تل دوی ته په وینا یم که وم وم که نه وم نه وم

۷: ردیف له شاعر سره د معنا مرسته کوي:

دا چې ردیف له یوې خوا شاعر محدودوي، د تخییل او معنا ازادي ترې اخلي؛ خو له بلې خوا شاعر ته د معنا هغه واګې هم په لاس ورکوي، چې شاعر یې تنها د قافیې په مټ نه‌شي ترلاسه کولای. لکه: کله چې  شاعر د «یادونه، ګلونه، اورونه، رنګونه، زړونه او…»  کلمې د قافیې کلمې له ردیفه پرته غوره کړي، د لوستونکي ذهن ته یې ساده او له تکلفه پرته معنا رسېږي، چې په لومړي ځل د هر شاعر ذهن ته رسېږي او تداعي کېږي؛ مګر که دا قافیې د (څراغونه) له ردیف سره د ترکیب په ډول راوړله شې، نو نوی مفهوم او نوې معنا افاده کوي.

لکه:

مړه دي مه شه دا یادونه څراغونه

زما ژوند پرې څراغونه څراغونه

زنده‌ګي مې صدقه شه ماښامیه

دا جامونه دا ګلونه، څراغونه

له تیارو او ساړو مري، ناري وهینه

څوک به بل کړي دا اورونه څراغونه

بې له عشقه چې هر دود ورته مردود دی

فدا! ګڼه هغه زړونه، څراغونه

)فدا، ۲۰۱۷: ۱۴۰)

په پورتني شعر کې د «څراغونه» ردیف له قافیو سره ډول- ډول ترکیب جوړ کړی او رنګارنګ معناوې یې افاده کړې دي، چې په تنهایۍ سره نه قافیې او نه هم ردیف دا کار ترسره کولای شوای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو