د بوږنوونکو پېښو هنر/ اسدالله غضنفر

2022-12-25
کیسو کې د پېښو

  د سپیدې مجلې د یوویشتمې  ګڼې د دوتنې په څلورم مخ باندې د یوه جنګ ځبلي افغان عکس دی چې پښې او لاسونه یې غوڅ شوي دي. دا مجله ما د لاهور په شرکت پرس کې چاپ کړې وه او دغه عکس ما ورته غوره کړی و. په هغه وخت اوس شاوخوا پنځه ویشت کاله تیر دي ، خو هر کله چې مې هغه مجله لیدلې ده، زړه یې را په تنګ کړی دی.هغه وخت  زما مطلب دا و چې له خپلو مظلومو  وطنوالو سره د لوستونکو خواخوږي جلب کړم ، مګر په خپل مقصد کې ناکام شوم، ځکه اکثره خلک د بوږنوونکو منظرو د لیدلو تاب نه لري.

  د فلم ماهران معمولا هڅه کوي چې ډیرې غمجنې صحنې له لږ لرې  فاصلې راوښیي.دوی په دې پوهیږي چې لیدونکي که بوږنوونکې صحنه له جزییاتو سره وویني، زړه یې ورته په تنګیږي.

  تکړه کیسه لیکوال هم په دې پوهیږي چې له بوږنوونکو صحنو څخه د لوستونکي فاصله څنګه تنظیم کړي. که زه کیسه لیکوال یم او د یو چا د عذاب کشه کیدلو منظره په تفصیل سره لیکم، لوستونکي به دا منظره یا ونه لولي او یا به یې له لوستلو وروسته سړه سا وباسي او کیسه به له قهره هیسته خطا کړي.

  دا سمه ده چې په دنیا کې د ډبر زړیو کسانو کمی نشته. د هیټلر په باره کې یو رپورټ وایي چې د لومړي نړیوال جنګ په موده کې په یوه ګوښه ځای کې ولاړ و او په خوند خوند یې د یوه مقتول د وراسته شوي جسد ننداره کوله.په اوسني افغانستان کې ځینې کسان په خپلو موبایلونو کې د اعدامونو، قصاصونو او قتلونو صحنې ساتي او په ننداره یې نه ستړې کیږي. مګر دغسې وګړي باید د ذوق او تهذیب په لحاظ له هغو کسانو بیل وګڼو چې له هنري آثارو خوند اخلي. کیسه لیکوال خپل اثر مهذبو خلکو ته لیکي.

  د کیسې د بوږنوونکې صحنې مفصل او نیغ بیان تر هرڅه ړومبی له کیسې څخه د لوستونکي  د بیزاره کیدو باعث ګرځي خو بوږنوونکې صحنې ته کامیابه اشاره ، بې له دې چې لوستونکی له مطالعې منع کړي، هغه ته په ترخه تجربه کې د تخییلي ګډون فرصت وربخښي.

  په انګلستان کې تلویزیونونه د وینو او قتل صحنې معمولا د شپې له نهو بجو وروسته ښیي. د دوی منظور دا وي چې ماشومان یې ونه ګوري او بد اثر ورباندې ونه کړي. واقعیت دا دی چې لویان هم یوازې تر یوه حده پورې د بوږنوونکو صحنو د لیدلو زغم لري. په تیرو زمانو کې به اعدامونه د ښار په چوکونو او میدانونو کې کیدل. د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د کابل ښار په مرادخاني کې د اعدام لپاره بیل میدان و چې ښاریان یې ننداره وکړي او عبرت واخلي. مګر د وخت په تیریدو سره د ښکاره اعدامونو رواج کم شو او دې ته توجه واوښته چې تر ګټې یې تاوان ډیر دی.

     د سپیدې مجلې هغه ګڼه چې چې د بې لاسونو او بې پښو انسان عکس یې په دوتنې باندې و، ډیرو کمو کسانو واخیسته. د هغې مجلې مطالب تر نورو ګڼو کمزوري نه وو خو عکس تاوان پیښ کړ. له مظلوم سره د خواخوږي د پیدا کولو لپاره د بوږنوونکو پیښو مفصل او دقیق بیان نه په هنري لحاظ کامیاب کار دی او نه په رواني لحاظ مثبتې نتیجې لري.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو