پېښې/ مصطفی سمون

2022-10-12
پدېدې پېښې زېږوي، پېښې اشخاص زېږوي دا په بشري تاریخ کې د هغو کسانو د ژوند برخه ده، چې نن د کتابونو په پاڼو کې لیدل

پدېدې پېښې زېږوي، پېښې اشخاص زېږوي دا په بشري تاریخ کې د هغو کسانو د ژوند برخه ده، چې نن د کتابونو په پاڼو کې لیدل کېږي. ژوند د متضادو افکارو په مجموعه کې ښه رشد کولی شي. دا ځکه چې هر انساني تصور په ذهني او فزیکي لحاظ د ټولنې د عمق په اړه فکر کوي. دا د تېر ژوند له هغو پېښو متاثر اشخاص دي، چې د ده تفکر او کړنلاره کې اغېزمن تمام شوي دي. موږ د هر څه په اړه د خیال برخه درنوو. ژوند په فکر او فکر په ژوند ښه ښکاري. همدغو څیزونو د ټولنې د بدلون پاڼې سپړلې دي. کله چې دروني غوښتنې په ټولنیزو غوښتنو باندې خپل سیوری خور کړي؛ نو هله د ژوند کولو په اړه تصور په نشت حساب شي. دا ځکه چې انسان د همدې تاثر له مخې متاثر کېږي. موږ په ټولیز ډول د همدې بدبینیو او ښېګڼو په رڼا کې ژوند تر سره کوو.

هیلې په همدې درېدلي حالت کې د خپل فکر په تاوان خپل تاثر وړاندې کوي یا ځینې وخت له همدې پېښو د اشخاصو فکر له یوې محدودې راوځي د ځان، کور او ټولنې په اړه د فکر کولو ذهني چاپیریال پراخیږي. له دې سره کېدای شي د انساني ژوند د بدلون نښې هم ورسره تړلې وي؛ نو ویلی شو، چې بدلون د فرد په سالم تفکر پورې هم تړلی. که موږ د لیکوالانو ، فلسفیانو او نورو ټولنیزو اشخاصو ژوند لیکونه ولولو؛ نو  پوهېږو چې دوی د ستر فکر او متحوله ژوند د غوره کولو ایډیال یې له ستونزو او ناخوالو  زده کړي او غواړي ژوند د نورو په روزلو او فکري بدلون ته سیخ کړي.

تاریخ په ټوله کې خبر دی، چې له پخواني فکر او ژوند سره مو اشنا کوي او د هرې پدېدې په وړاندې مو حساسوي. فرد هغه وخت د ازادۍ احساس کوي، چې له هر څه وړاندې په ټولیز ډول د یو مسوول په توګه مبارزه وکړي، بیا د انساني عواطفو په درک نه خطا وځي بلکې استقامت او مقاومت اختیاروي. ټولنه هم د همدې پراخ فکرۍ په ډنډ ورګډوي.؛ نو په ټوله کې ویلی شو ، چې پېښې د بدلون نښې دي، چې د تحول په غېږه کې وده کوي او ټولنې ته د ژوند زاویې پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو