طلايي عمر/ استاد اسدالله غضنفر
څو ورځې له مخه د استاد بختاني لیدو ته لاړم. استاد چې د عمر دوه نوي یم کال پیل کړی دی، تازه رامعلوم شو. ویل یې، لکه د مکتب شاګردان چې کله کله له درسونو ځان پټوي، زه هم په ځینو ورځو کې له لیک لوسته مخ اړوم، خو په اکثرو ورځو کې ځان ورباندې بوخت ساتم. ویل یې، یو وخت چې مې تقاعد وکړ، خوابدی وم، او اوس خوشحاله یم چې تقاعد شوم، ځکه په کور کې لا ښه کار کولای شم.
تېر کال چې د لوړو زده کړو نوي قانون د استادانو د تقاعد عمر پنځه شپیته کاله وټاکه، د پاخه عمر ګڼواستادانو ورسره مخالفت وکړ. له تقاعد سره د دوی معاش نه کمېده نو دوی ولې نه غوښتل چې په کور کښېني؟
ځینې مامورین په رشوت تورن دي، ځینې چارواکي له دې خوند اخلي چې د عسکرو موټر ورپسې وي ، په مجلسونو کې تر نورو بر کښېني او خلک یې د قدرت احترام وکړي. د پوهنتون یو استاد معمولا نه د رشوت تمه لري او نه یې د استادي په قدرت کې فزیکي اړخ شته. معنوي قدرت خو هسې هم تقاعد نه پیژني. دی که له څو دیرش کاله تدریسه وروسته په کور کښېني، ظاهرا باید خوشحاله وي.
په تقاعد باندې د استادانو د نه خوشحالېدو یو علت دا دی چې دوی زړبودن نه مني. خوشحال خټک وایي:
ما وې ګوره لا به کله زه زړیږم
پیري مخې ته راتله په استقبال
موږ معمولا د خوشحال خټک غوندې د زړبودن د راتلو په باره کې فکر نه کوو او په روحي لحاظ ورته تیار نه یو. پخوانو متل کړی دی چې بلا په مخ وهلې ښه ده. زړبودن چې زموږ استقبال ته خامخا راځي، موږ ولې استقبال ته ورنه شو؟ که یې موږ تر راتلو له مخه ومنو او بندوبست ورته وکړو، بیا به په بلا نه بلکې د عمر په یوه خوږه مرحله بدله شي. ما استاد بختاني ته وویل چې زړبودن د عمر طلایي پړاو دی. استاد وویل، روسان د زاړه عمر واده ته طلایي واده وایي.
خوشحال فرمایي:
په بوسه د شکر لبو زوړ ځوانیږي
دا خبره تجربه ده په خوشحال
البته، د روسانو منظور باید دا وي چې د پاخه عمر جوړه د تجربې په برکت په دې باندې پوهیږي چې څنګه ارام ژوند ولري او یو بل وزغمي.
خوشحال خټک د پښتو تر بل هر کلاسیک شاعر د زړبون په باره کې ډیرې خبرې کړې دي. ده نه یوازې له زړښته بلکې له زړې ښځې هم شکایتونه کړي دي او یو ځای یې زړه ښځه د مني باد بللې ده چې زنځونه پیدا کوي.
خوشحال د زړبودن په غندنه کې وایي:
زه وایم چې تل به د ښایسته وو ننداره کړم
شرم د پیریه په دا منځ راته خلل شي
او یو بل ځای وایي:
چې غاښ مې پریوتل فساد راوشو
که هر څو غوښې خورم په غوښې موړ نه یم
د غاښونو نشتوالی د دې سبب کیږي چې له خوړو پوره خوند وانه خیستل شي.
رحمان بابا چې د خوشحال خټک غوندې یې نسبتا اوږد عمر کړی دی، د زړبودن په اړه په یوه غزل کې وایي چې په پيري کې سپین مخونه تور کودي او سم قدمونه کاږه لرګي شي. بابا شکایت کوي چې څښاک خوراک سخته شي او بالاخره:
دا ځواني ده چې څه اورې یا څه وینې
نه لیدی نه اوریدی شې په پیري کې
خو په اوسنۍ زمانه کې د طب او طبي وسایلو د پرمختګ په برکت زړبودن اسانه شوی دی. په غوږونو درانه کسان کولای شي په غوږ کې د اورېدو وسایل ولګوي او د غاښ او سترګو طبابت هم زیاته وده کړې ده.
له بلې خوا پخوا به یوه نیم کس د خوشحال یا رحمان بابا غوندې څو اویا او څو اتیا کاله عمر کاوه خو اوس ورځ په ورځ د هغو کسانو شمیر زیاتیږي چې تر نوي کلونو یې عمر اوړي. په تیر یو، یونیم کال کې په کابل کې د هیواد د لویو ادیبانو پوهاند میرحسین شاه، استاد زین الله منلي او استاد بختاني لمانځغونډې جوړې شوې. دوی دریو واړو د عمر نوي کاله پوره کړي دي او امید دی چې د سل کلني جشن یې هم ولمانځو. دا د نوي علم او وسایلو برکت دی چې عمرونه اوږده شوي دي خو د دې لپاره چې د زړبودن عمر په طلایي وخت بدل شي، دوو ټکو ته پام پکار دی. یو دا چې په ځوانۍ کې لا زړبودن ومنو او په دې غور وکړو چې د زړښت د ښه تیرولو لپاره څه، څه کولای شو. بله دا چې کورنۍ او ټولنه باید له مشرانو سره خپل چلند لا بهتره کړي.
موږ که څه هم ادعا کوو چې مشرانو ته په درنه سترګه ګورو او دا ادعا مو اوسنۍ هم نه ده، خوشحال خټک څو پیړۍ پخوا ویلي وو چې :
په هر چا د سپینې ږیرې حرمت ډیر وي
خو په نجونو قدر نشته د سپین ږیري
مګر د دغه درناوي کلتور مو نیمګړتیاوې لري. سپین ږیري یوازې دا نه غواړي چې لاس یې ورښکل کړو. دوی د خپلو غاښونو مطابق پاسته خواړه غواړي، دوی معمولا په غوږونو درانه وي او له نورو په لوړ اواز خبرې غواړي. بوډاګان شاید د شور ماشور حوصله ونه لري خو د نورو د مجلس سخت لیوال دي. ایا زموږ په کورنیو کې ځوانان دې ته تیار شوي دي چې خپلو مشرانو ته وخت ورکړي او له هغوی سره خبرې د هغوی د احترام برخه وګڼي؟
له استاد بختاني چې راپاڅیدو، راته ویې ویل: داسې مه کوئ، کله کله راځئ، یوازې مې مه پریږدئ!
اوس چې د ډیر عمر د کسانو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي، له دوی سره د خپل چلند کلتور باید لا غني کړو.
له بلې خوا ځوانانو ته او هم هغوی ته چې ځواني یې تیره کړې ده، پکار ده، د زړبودن په عمر باندې غور وکړي او د ژوند دا مرحله خوږه کړي.
په ماشومتوب او زلمیتوب کې د درسونو او امتحانونو فشار وي، په ځوانۍ کې د کورنۍ او ټولنې مسولیتونه وي، خو په زړبودن کې نه د درس او امتحان غم وي او نه د ځوانۍ د عمر غوندې اجتماعي مسولیتونه لرو چې د رحمان بابا غوندې ووایو:
په هر کور کې رنځوران راته زبیرګي کا
لاس مې نه رسي د هیچا په دوا
د مسولیتونو د کموالي او د وخت د زیاتوالي له اړخه که ورته وګورو ، بوډا توب واقعا یو طلایي دوران دی. د خوشحالي په باب د څیړنو په مختلفو رپورټونو کې مې لوستي دي چې تر ځواني په زړبودن کې خوشحالي زیاتیدلای شي. البته، که صحي مشکلاتو، یوازې کیدلو او ځینو نورو خبرو ته وګورو، زړبودن جدي جنجالونه لري. په زړبودن باندې له غور کولو منظور دا دی چې دغو جنجالونو ته حل لارې ومومو.
اوسنی پرمختللی طب به تر یوه حده صحي ستونزې راکمې کړي، مګر که موږ د صحي کلتور خپلولو ته تیار نه یو، د روغ صورت تمه لرل به بې ځایه وي.
وړمه ورځ د کابل په یوه روغتون کې د کندز د یوه سپین ږیري پوښتنې ته ورغلم. حاجي د فشار او پښتورګو تکلیف لري او ډاکتر ورته د مالګې د لږ خوړو ویلي وو خو میرمن یې شکایت کاوه چې حاجي احتیاط نه کوي. د حاجي دلیل دا و: چې ورځ دې پوره وي، راګرځېدل دې نشته.
زموږ اکثره سپین ږیري توقع لري چې د اوداسه اوبه دې هم بل ورته تیارې کړي او بستره خو باید بل ورته وغوړوي، حال دا چې ورزش او د جسمي فعالیت زیاتوالی د دوی له روغتیا سره لویه مرسته کولای شي.
مشران باید د کورنۍ د غړیو او دوستانو په مجلس ډیره تکیه ونه کړي. دوی ته پکار ده چې خپل وخت په خپله خوږ کړي.
زما انا څو اویا کلنه وه چې زموږ کورنۍ مهاجره شوه. مهاجرت موږ ټولو او په تېره مور او انا ته سخته و. انا که څه هم تر مور کابو دیرش کاله مشره وه، خو په لږ وخت کې یې د مهاجرت ژوند په ځان باندې اسانه کړ. مور مې ګومان کوم تر پایه پورې حاضره نه شوه چې د ګاونډي ملک تلویزیون ته کښېني او وخت ورباندې واړوي ، ولې انا له نوي چاپیریال سره د بلدتیا لپاره د کرکټ په اصولو ځان پوه کړ او د تلویزیون له لارې یې د دې لوبې ډیرې نندارې وکړې. انا د زړبودن عمر نسبتا اسانه تیراوه.
استاد بختانی د لیک او لوست بختور عادت لري خو اکثره کسان په لیک لوست عادت نه دي. هغوی ته پکار ده چې د ځان لپاره مصروفیتونه پیدا کړي. انا په قطعو باندې د فال لیدلو عادت هم کاوه. د فرهاد دریا په یوه تلویزیوني سندره کې چې د قطعو د فال ننداره وینم، ګومان کوم دا فال یې زما له انا زده کړی و، ځکه دی زما د انا وراره و او د دې فالونه یې ډیر لیدلي وو. په وطن کې چې مو کور لوی و، انا د ګلونو پاللو ته زیات وخت ورکاوه خو په هجرت کې چې کور تنګ شو، انا د کرکټ سیل ته مخه کړه.
که ځوانۍ کې لا د زړبودن د معاشي تنګسې لپاره لارې ولټوو، که صحي کلتور رعایت کړو او که د وخت اړولو طریقې وپیژنو، زړبودن په طلایي عمر بدلیدلای شي. البته، هغوی چې په نورو باندې د کلانکاري او لاسبري شوق لري، د عمر په هیڅ مرحله کې خصوصا زړبودن کې خوشحالیدلای نه شي. د خوشحاله اوسېدو لپاره د ځانولي او خودپرستي له شره خلاصون پکار دی.
عبدالقار خټک سمه خبره کړې ده چې : یم ویل په حقیقت کې مشرکي ده. یو ځای مې لوستي و چې ځینې کسان په شل کلني کې مري خو په اتیا کلني کې خاورو ته سپارل کیږي. د دې خبرې مطلب دا و چې که نورو ته د احترام او له نورو سره د مینې استعداد ونه لرو نو که شل کلن هم یو، روح به مو مړ او روحیه به مو مړاوې وي.
ځواب دلته پرېږدئ