شعري استعداد/ عتیق الله امېد
د شعر په اړه چې فطري استعداد دی او که کسبي؛ بحثونه شته. زموږ په پوهنځي کې چې مشاعرې کوو زیاتره ځوانان وینم چې د شعرلیکلو خواري کوي. ځیني شعرونه یې کره کتنې ته هم وړاندې کېږي. موږ چې په لومړي صنف کې و، کابو نیمایي صنف مو شاعران و. اوس چې څلورم ته رارسېدلي یو دا شمېره دوو – درېیو ته راټیټه ده. ما خپله چې په اول سمستر کې د شعر لیکل تجربه کړي، په لومړییو کې د شعر لیکلو اصل د مساوي څپو مسرې لیکل او په پای کې د هم قافیه کلمو راوړل و. له بې تجربې او لمړنیو شاعرانو سره احساسات ډېر وي او په لومړنیو شعرونو کې یې زیات احساسات ځای کړي وي. دوی هڅه کوي لومړی شعر باید د مخاطب توجه جلب کړي، ټول احساسات یې درک کړي، واه واه او چک چک وکړي، شعر او شاعر دواړه وستایي. دا چې د شاعر لومړنی شعر دی، تجربه او شعري هنر یې کم وي نو احساساتو ته مناسبې کلمې نشي پیدا کولی چې په کوزه کې سیند ځای کړي. ځکه نو کلمې په خپله اوله مانا راوړي. په شعر کې عادي خبرې ترې کېږي او قافیې ته داسې کلمې پیدا کوي چې د شعر د دېوال مږکان وي. لومړنی شعر تقریبا له کلیشو ډک وي. شاعر دا باور لري چې یار باید ظالم وي، هر عاشق د مجنون په کتار کې ولاړ وي او ټولې سترګې وژل کوي. دا د شاعرانو لومړني خواص دي چې وروسته تغیر کوي. څوک چې د شعر لیکلو وړتیا لري ځان ته نوي مضامین پیدا کوي او په نوښت پسې ځي او په وچ زور شاعران بیا پلونه لتوي چې څه وخت د چا په پل، پل کېږدي. د ادبیاتو محصلین په اولو کې فکر کوي چې د ادب محصل باید شاعر وي. د شاعري تجربه په ځان ازمایي خو د استعداد خاوندان بریالي ترې راوځي. دا استعداد په شاعر کې موجود وي چې په معمولي ریاضت یې رابرسېره کوي. یو چا څه ښه ویلي چې انسان د شاعرانه طبیعت خاوند دی. نور یې ګونګ شاعران دي او هغه چې اظهار یې کولی شي موږ یې د شاعر په نوم پېژنو.
د ادبیاتو پوهنځی شاعرانه ذوق روزلی شي، د شاعري په تخنیکونو او جوړښت بحث کولی شي، محصل ته په شعر د پوهېدو وړتیا ورکولی شي خو د شعر لیکلو استعداد نشي ورکولی. د پښتو د روان عصر کوم عظیم شاعران چې زه پېژنم زیاتره د ادب له پوهنځیو لرې دي خو شاعري یې له فنونو ډکه ده. برعکس هغوی چې په فنونو خبر دي شاعري کوي خو هغسې له نویو خبرو، تول او شرنګ مالامال نه وي لکه د هغو نورو. هرڅوک به شاعرانه ذوق لري خو د شعر لیکلو هنر نه لري. ما په خپلو ملګرو کې تجربه کړل، هغوی چې د شعر فن او هنر لري په لږ امکاناتو ښه شاعري کوي، سور تال یې برابر وي او مفهوم په ساده الفاظو کې وړاندي کوي چې په زړه ښه لګېږي. خو هغوی چې د شعر هنر نلري له ډېرو هلوځلو سره بیا هم ښه شاعري نشي کولی. دوی ډېر لوست کوي، د لغاتونو ښه ذخیره راټولوي، ښه مفهوم ورته ټاکي خو شعر هغسې نشي تراشلی لکه څنګه یې چې د شعر د هنر خاوندان کوي.
د لیکوالي په اړه ویل کېږي چې ولیکئ، ولیکئ، ولیکئ یعنې ډېر لیکل وکړئ تر څو لیکوال شی. خو د شاعري لپاره تر اوسه دا خبره نده شوې. البته د ښې شاعري لپاره مطالعې او ډېر شعر لیکلو ته اړتیا ده، خو چې شاعر د شعر لیکلو هنر ولري. د ادب په اړه یوه ادعا چې په ادب ښه خبر شو، ښه ذوق ولرو او لیکوالان شو د ادب په چاپېریال کې اوسېدل دي. ادبي چاپېریال د ادبي شخصیت په روزلو کې لویه ونډه لري. مګر د شعر لیکلو طبیعي استعداد نه لرل په شاعري دا قاعده نشي عملي کولی. یو څوک ډېر شعرونه وایي، هرځای مشاعرې ته ځي، د ټولو لویانو شاعرانو دیوانونه او شاعري یې لوستې وي، د شعر په تحلیل ښه پوهېږي، ښه شاعرانه ذوق لري خو بیا هم په تول تللې شاعري نشي کولی. په پښتو تېر شپېته کلن ادب کې استاد پسرلی ډېر تکړه شاعر دی، ښه شاعري یې کړې. له ده وروسته یې ټوله کورنۍ په ادب کې لاس لري خو له مرحوم امان الله ساهو پرته یې په کورنۍ کې چا شاعري ونکړه. سره له دې چې د استاد کور د ادب مرکز و، افغان ادبي بهیر د ده په کور کې ایجاد شوی، زامن یې د ادب په غېږه کې را لوی شوي. مګر په نثر کې د هر یوه لاس په پراخه کچه دی. د مرحوم ساهو د شاعري په اړه ډېر مالومات نشته نو ځکه د استاد پسرلي کورنۍ په نثر کې ښه مقام لري. که څه هم د خوشال بابا د کورنۍ په اړه دا ادعا برعکس ده. د خوشال زامن له ده متاثره دي شاعري یې کړې او شاعران تېر شوې. ان خوشال بابا له دې لوړه ادعا کړې:
له خوشال سره که کېني یو څوکاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي
د خوشال بابا په وخت کې په ادب د نثر وزرې دومره نه وې غوړېدلې لکه اوس. د خوشال زامن، لمسیان او کړوسیان شاعران و خو په شعر کې یې د ده په شان رنګېنې نشته. شیدا که راپورته شوی له خوشال سل کاله وروسته راپورته شوی، هغه په خپل شعري استعداد شاعري کړې او شاعري یې له بابا سره ورته والی نه لري. یو جلا سبک یې پیاوړی کړی او ستوری یې دی. د ده په شخصیت د خوشال اغېز نشته. په نوره کورنۍ یې چې شته خو هغسي شاعري یې نه ده کړې لکه د خوشال. اوس دا ویلی شو که هغه وخت نثر د شعر په اندازه مروج وای د خوشال په کورنۍ کې به نثري ادب تر شاعري زیات و. د نثر د نیستي له وجې او د شعر د مروج توب له مخې دوی شاعري ته مخه کړه ځکه یې هغسې شاعري هم ونه کړه. د خوشال له پورتنۍ تعلی که تېر شو نو ده خپله د شعري استعداد په اړه نظریې ورکړې دي. د دستارنامې په شلوهنرو کې شعر څلورم هنر دی چې د دستار د خاوند په قابلیت کې شامل دی. خوشال په دسترنامه کې وایي(( …چې جبلي طبیعت د شعر لري، شعر د هغه دی. فنونه، صنعتونه، یې په کسب حاصلېږي. که ډېر تحصیل د علم وکا، صنایع بدایع د شعر زده کا، چې طبیعت د شعر جبلي نه لري خبره به نظم نه کا. د شعر هم جبلي طبیعت بویه، هم یې علم د صنایع بدایع بویه، چې واړه زده کا. سوا تر دا نمک، شېریني د شعر تعلق په درد په محبت لري، پختګي یې په استعمال.))
خوشال خان په یوه قصیده کې د شعر په اړه غږېدلی. د خپلې شاعري او د شاعري عمومي بحث یې راخیستی دی.
لکه غشي لره بویه تیر انداز هسې شعر لره بویه سحر ساز
همېشه د زړه په لاس تله د وزن زیات وکم د وزن یو توری غماز
خوشال دا ادعا د ځان په اړه هم کړې چې د شعر ویلو فطري استعداد لري او شعر یې په ریاضت ندی ترلاسه کړی:
طبیعت مې عطایي نه د تحصیل دی که خبر یم د املا په استعمال
نه په فکر نه په ذکـر رابسـېر شـي ناګهانه لکه ووري د پشکال
د پښتو ولسي شاعر ملنګ جان په لیک لوست نه پوهېده، عمردراز مروت هم زده کړې نه درلودې. زموږ د زمانې لوی شاعر رحمت شاه سایل تر څلورمه ښوونځی لوستی. خو ډېر په ادب پوه خلک د دوی غوندې شاعري نشي کولی.
ځواب دلته پرېږدئ