ړوندوالی/ عاقب عمر

2022-12-24
د ساراماګو د یوه مشهور ناول

ژوزه ساراماګو په ۱۹۲۲ کال کې، د پرتګال د ازیناګا ښار، په یوه بېوزله کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړوي او د خپل ماشومتوب دوره د پرتګال په پلازمېنه لېسبون ښارکې تېروي. په هماغه ماشومتوب کې له مستري سره په کار پيلوي او په دې دوره کې ګڼو کارونو ته مخه کوي. ژوزه ساراماګو په ۱۹۶۹ کال کې د کمونیستي رژیم یو فعاله غړی و او دی په همدې کال د خپلو شعرونو خپرول هم پيلوي. په ۱۹۷۴کال کې په لېسبون کې د یوې ورځپاڼې مدیریت پر غاړه اخلي او وروسته له هغې د دې ورځپاڼې سره مخه ښه کوي ځکه چې دې ورځپاڼې کمونیست ضد فعالیتونه پیل کړل نو په همدې خاطر ژوزه ساراماګو تر پنځوس کلنۍ پورې هېڅ اثر نه دی خپور کړی.

ړوندتیا د ژوزه ساراماګو مشهور ناول دی چې په ۱۹۹۵ کال کې خپور شو او یوازې فارسي ته ۱۱ ځله ژباړل شوی دی او په پښتو کې یې لنډیز سره د ژباړې، د استاد مصطفی صفا نړیوال ادبیاتو، په دویم ټوک کې راوړل شوی دی. ساراماګو په دې ناول کې داسې یوه فضا رامنځته کوي چې د نړۍ ټول وګړي په ګډه په يوه ناروغۍ ړوندتیا اخته کېږي. ساراماګو له دې وېروونکې او په زړه پورې فضا په ګټه اخیستنې خپل عالي فکرونه هم ورګډوي. له دې ناول په ۲۰۰۸ کال کې یو فلم هم جوړ شوی دی. هغه په دې ناول کې کرکټرونو ته نومونه نه ټاکي. هغه یې موږ ته خپل کرکټرونه داسې راپېژني: هغه سړی چې تر ټولو مخکې ړوند شو، د هغه مېرمن، ډاکتر او د ډاکتر مېرمن، هغه پېغله چې تورې عینکې پر سترګو کوي، هغه سړي چې په یوه سترګه ړوند دی او ماشوم.

د ساراماګو یو عادت دا و چې په لیکلو کې پرته له ټکي او سیمکولن، لیکنښو  نورو ته پام نه کوي او نه يې لیکي. همدا وجه ده چې د نثر جملې یې اوږدې او پیوسته دي. هغه د پرتګال لومړنی لیکوال دی چې د نوبل جایزه یې ګټلې او اثار یې د نړۍ په غوره اثارو کې شمېرل کېږي.   

لیکنه له خپلو ملګرو سره شریکه کړئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو