بې وطنه| هیله پسرلی

2022-10-24
لنډه کیسه

نن سهار د ساعت تر زنګ وخته راویښه شوم. دا مې دوهمه پیاله کافي ده چې تماموم یې. له کوره تر روغتونه د موټر ۴۰ دقیقې لار ده. لمر خاتو ته لا نیم ساعت پاتې دی. د اوسلو د اوږده ژمي یو بل کنګل سهار دی. موټر مې چالان کړ.‌د بخارۍ درجه مې تېزه کړه.‌ د سړک د دواړو خواوو ونې سهارني باد ته پوړېږي.

کاکا حسن پرون ومړ. ما یې پخپله د مرګ د راپور فورمه ډکه کړه. د غرمې په ۲ بجو او ۵۹  دقیقو وفات شو. کاکا حسن یې څه کم ۶ میاشتې مخکې زموږ په روغتون کې بستر کړ. زه یې له مسوولو نرسانو یوه وم.‌ هغه د ځیګر سرطان درلود. په سر کې لا د معالجې یو امېدګی و خو وروسته بیا د کاکا حسن دردونه ډېر شول او د سرطان د ودې مخنیوی ناممکنه. میاشت مخکې لا ډاکټر ورته وویل: په دې مرحله کې یوازینی شی چې کولی شو دا دی چې د مورفین درجه ډېره کړو، چې ډېر درد احساس نه کړې.

په روغتون کې چې کار کوې، مرګ او ژوند دواړه له نږدې وینې او دومره ډېر یې وینې چې نور نه له ژونده ډارېږې نه له مرګه. په دې څه کم درې نیم کاله کار کې ما ځوانې میندې ولیدې چې سرطان مړې کړې. ما بوډاګان ولیدل چې بې سرطانه مړه شول. ما مریضان ولیدل چې مرګ یې نه مانه او ما مریضان ولیدل چې نور ورسره په جنګ نه ول. ما داسې خلک ولیدل چې مرګ لکه پیلبو په شېبه کې حیران کړل او ما داسې خلک ولیدل چې په میاشتو میاشتو د شفاخانې کنج کې مرګ ته انتظار ول… په روغتون کې چې کار کوې، د انسانانو مرګ کومه نا اشنا حادثه نه وي چې په هر یوه به جلا جلا فکر کوې، بلکې د کار برخه وي خو له پرونه راهیسي مې کاکا حسن له ذهنه نه وځي.

کاکا حسن چې زموږ روغتون ته انتقال شو، په اوله کې  ښه و، د خبرو شیمه ګۍ ېې لا درلوده خو وروسته یې دردونه ډېر شول. د ده بدن لکه ماته شوې اردو بې روحیې مقاومت کاوه او سرطان لکه خونکار لښکر په فتحوحاتو نه مړېده.

 کاکا حسن به زه فرښته بللم. ده به ویل: په قطب شمال کې،‌ د مرګ په بستر کې چې له داسې نرسې سره مخامخ کېږې چې پښتو ویلی شي. دا نو نرسه نه وي فرښته وي. ما چې کاکا حسن ته وویل چې، تر ۱۷ کلنۍ مې په کابل کې ژوند کړی. مسک شو: ما خو وویل چې فرښته یې فرښته.

۸۳ کلن کاکا حسن عجیب سړی و. څو څلویښت کاله مخکې لا ناروې ته راغلی او تر تقاعده پورې د اوسلو په انجینیري پوهنتون کې استاد پاتې شوی و،  خو د ناروې کیسې یې نه کولې، خپل ماشومتوب او کابل به یې یاداوه، څو ځلې یې راته وویل چې له حبیبیې لیسې فارغ شوی دی.

زموږ په روغتون کې د کاکا حسن د بستر کېدو لومړۍ میاشتې وې. د اوسلو یوه تیاره، باراني غرمه او د کاکا حسن له محدودو بې دردو ورځو یوه وه. ما ورته د راتلونکې اونۍ د معایناتو په هکله وویل. ده لکه چې زما خبره اصلا نه وي‌ اورېدلې، وېې ویل:‌‌ پوهېږې، ما غوندې بوډاګان چې نه اینده لري او نه په حال کې د څه کولو وس نو د تېر په هکله ډېر فکر کوي. په تېرو کلنو کې مې بیا بیا د خپل ژوند په هکله فکر کړی. د ژوند غمونه، خوښۍ، کامیابۍ، ناکامۍ، مینه، کرکه… دا ټول راته داسې ښکاري لکه لرې پرته، تېره شوې افسانه. بې له یو شي: وطن او د بیرته تګ حسرت.

له حبیبیې لیسې اول نمره فارغ شوم. بیروت ته په تعلیم پسې لاړم له هغه ځایه بیا فرانسې ته په ماسټرۍ پسې…فکر مې کاوه ماسټري به وکړم، بیا به نو بیرته وطن ته ځم. خو زه لا فرانسه کې وم چې کمونستو کودتا وکړه.. زما پلار او ګل لالا یې بنديان کړل بیا یې پسې ووژل… له هغې پیښې وروسته قهرېدلی وم، حتا له کابله مې بد راغلل او له فراغته وروسته مې د اوسلو په پوهنتون کې د استادي کار ومانه..‌. په هغې پیښې کلونه تېر شول. نه زما قهر پاتې شو، نه کمونستان،‌ وطن په خپل ځای و خو بیرته نه لاړم…دا ده په قطب شمال کې د مرګ په بستر پروت یم.‌. تل له ځان سره وایم زما د ژوند په کیسه کې وطن ته بېرته تګ نه و. ما ژوند وکړ، ښه ژوند مې وکړ، پخپله مې پرېکړې وکړې. حسرت مانا نه لري… خو بوډاګان حافظه نه لري. په ذهن کې د وطن د حسرت بې مانا توب ته دلیلونه جوړ کړم خو بیا مې بیرته له یاده وتلي وي. نن مې هم څو ځلې له ځان سره ویل:‌ دا ژوند به څومره بدل وای که د اوسلو په ځای مې د کابل په یوه روغتون کې مرګ ته انتظار کولای؟ اصلا څرنګه کیدای شي یو سړی په افغانستان کې پیدا شي او په قطب شمال کې ومري؟ د بې وطنوخلکو ژوند په څو اتیا کلنۍ کې هم نه بشپړېږي. جلا وطنه مرګ داسې وي لکه د روح کیسه دې چې لا پوره شوې نه وي او بدن دې وايي وخت دې پوره دی، ژوند همدومره و.. پوهېږم خبره کې مې منطق نشته خو د بوډا توب دغه کمال به منو چې ماغزو ته په منطقي توب پسې د ګرځېدا سېکه نه وي ور پاتې…

کاکا حسن سترګې پټې کړې. لکه نور چې یې د خبرو حوصله نه وه.‌ ما غوښتل یو څه ووایم خو نه پوهېدم څه شی. د ده په لاس مې لاس کیښود سوکه مې وموښه. ورته مې وویل ویده شه، ارام  ویده شه. که ضرورت و زه همدلته یم.

پرون شپه څو ځلې د کاکا حسن دا خبره را یاده شوه: (( د بې وطنوخلکو ژوند په څو اتیا کلنۍ کې هم نه بشپړېږي. جلا وطنه مرګ داسې وي لکه د روح کیسه دې چې لا پوره شوې نه وي او بدن دې وايي وخت دې پوره دی، ژوند همدمره و.))

یعنې کاکا حسن ومړ او بې له دې چې یې د ژوند کیسه کامله شي؟ چې سوال بې مانا وي ماناداره ځواب هم ورته نه پیدا کېږي. خو د کاکا حسن خبره له هغو بې مانا خبرو راته ښکاري چې له ټولې بې مانايي سره مانا لري.

د کاکا حسن د ناروغو سترګو او وچو شونډو مسکا، له پرون راهیسي بیا بیا رایادېږي. زړه مې غواړي دعا ورته وکړم خو نه پوهېږم څرنګه؟

د موټر لار مې بدله کړه. د سمندر په خوا رهي شوم. پوهېدم چې کار ته به ناوخته شم خو چاره نه وه، باید مې کاکا حسن ته دعا کړې وای او باید مې ژړلې وای. زه چې تر فشار لاندې یم له سمندر سره خبرې کوم. د اوښکو او سمندر تر مینځ کومه عمیقه اړیکه شته..پوهېږم نه چې څه؟  تشریح یې سخته ده خو سمندر ته چې مې هر ځلې‌ ژړلي داسې احساس مې کړی چې ګډ راسره ژاړي.

– – – –

موټر مې سمندر ته مخامخ ودراوه.‌ تېز باد و، ښکته نه شوم. لا هم نه پوهېدم چې څرنګه کاکا حسن ته دعا وکړم. یو وخت یې راته ویلي ول چې احمد ظاهر یې خوښ دی. زما د ابا هم احمد ظاهر خوښ و، مخصوصا د “ای ساربان” سندره، موبایل مې راواخیست د ای ساربان سندره مې چالانه کړه.. سترګې مې پټې کړې، ابا مې سترګو ته ودرید، کابل،‌ زموږ کور، زموږ کوڅه، په هوايي ډګر کې له بابا سره وروستۍ خدای پاماني‌…

هغه ورځ مې نه  هېرېږي. د میزان ۶ مه وه. له ښوونځي راغلم. زموږ کور له خپلوانو ډک و. چیغې وې، ژړا وه، د دعا اوازونه ول. کاکا مې په غېږ کې ونیولم او راته یې وویل چې ابا دې په انتحاري حمله کې شهید شو.‌ ومې پوښت، ولې؟ ځواب یې را نکړ. مور ته مې وکتل، چېغه مې کړه:‌ اخر څنګه؟ مور ‌نه راکتل، یوازې یې ژړل… هغه ورځ‌ مې بیا بیا وپوښتل: ابا څنګه مړ شو. هیچا سم ځواب رانکړ… تل په دې فکر کوم. څه به شوي وای،  ‌که ابا هغه ورځ دفتر ته نه وای تللی؟ که څو شېبې ناوخته له دفتره وتلی وای؟ که په بله لار راستون شوی وای؟‌…‌

د ابا له مرګه وروسته مې ماما مور قانع کړه چې د ځان او د اولادونو د ایندې لپاره ناروې ته ورشي.‌ د ابا له مرګه یوازې څو میاشتې تېرې وې چې ماما مې مور ته وویل: ما دلته ډېره پوښتنه وکړه. د ترکیې د ویزې اخیستل اسانه دي. له هغه ځایه به مو قاچاقبر اسپانیا ته بوځي او بیا ناروې ته. قاچاقبر ښه اعتباري سړی دی، زما د ملګري خپل دی، ما ورسره پخپله خبرې وکړې. هیڅ تشویش مه کوه.‌ بیا چې ناروې ته راغلئ بیا خو زه یم او د ناروې د کارونو خو زه سل فیصده ګرنټي درکوم چې کېږي. کور دې خرڅ کړه پیسې دې تیارې کېږده. قاچاقبر ویل: صرف څو میاشتې لا صبر پکار دی.

‌ د ابا د مرګ لا درې میاشتې نه وې پوره چې مور کور خرڅ کړ او بیا قریب شپږ میاشتې د کاکا په کور کې د قاچاقبر احوال ته منتظر و. په کومه ورځ چې مو له کوره کډه کوله، مور مې وپوښتله: ولې باید کور خرڅ کړو؟ راته یې وویل: دا د خارج کارونه نه وي مالوم، ښايي سبا حال راکړي چې هله ځان ترکیې ته ورسوئ. بیا خو همهغه دقیقه خریدار نه شم پیدا کولی. پردي ملک ته ځو یو څو روپي خو باید په جیب کې ولرو.

د مور ځواب منطقي ښکاریده خو منطقي نه و.هغه کور یوازینی ځای و چې ابا پکې لا ژوندی و. یوازینی ځای و چې هر کنج یې د ابا یو خاطره رایادوله.. د هغې کور زینې، یوازینې زینې وې، چې د ابا د قدمونو اواز یې لا ساتلی و.

 او بیا د کاکا کور ته لاړو. بابا هم له کاکا دوی سره اوسېده. په هغه اوله شپه مې بابا ته وویل:‌ زه ناروې ته ځم. ښه ډېر درس وایم، ډاکټره کېږم پیسې ټولوم او بیرته راځم، خپل کور بیرته اخلم. ته به هم بیا له موږ سره ژوند کوې.. خو ناروې ته چې راغلم بیا هیڅکله نه لاړم. ابا ، بابا، د ابا کور هر څه کابل کې پاتې شول…

د احمدظاهر دا بدله به ابا ډېره اورېده. بیا چې ناروې ته راغلو مور به هم تل په لوړ اواز چالانه کړې وه، دومره ډېره مې اوریدلې چې حفظ مې ده. مور ویل چې د سندرې دا برخه د ابا د خوښې برخه وه:

((در رفتن جان از بدن ګویند هر نوعی سخن

من خود به چشم خویشتن دیدم که جانم می رود ))

د ابا له مرګه وروسته ټول نږدې خپلوان مهربانه شول. پخوا هم مهربانه ول خو د ابا له مرګه وروسته د رحم له مخې مهرباني وه چې ډېر کله به بوج شوه. بابا یوازینی کس و چې په سترګو کې یې تر خوابدي او رحم مینه ډېره وه. بابا و چې د ابا له مرګه وروسته یې موږ تکیه کړو. د مور د خوشحالي او زموږ د ایندی  لپاره یې د ناروې  پریکړه هم ومنله. په کومه ورځ چې مو ترکیې  ته پرواز و، بابا د هوايي ډګر تر وروستۍ  دروازې له موږ سره راغی. له هغې وروسته یې اجازه نه ورکوله. د خدای پاماني په وخت کې مور ژړل، مشر ورور مې هم ژړل او په هغه شېبه د اروپايي ژوند ټولې ښېګنې بې مانا وې، ما نه غوښتل چې لاړه شم. بابا ویل: درس به وایې، پلار، بابا او وطن به نه هېروې، بیرته به راځې، خدمت به کوې. مور به دې هم نه په عذابوې، ته خو مې هوښیاره بچۍ یې.

 بابا مې په غېږ کې ونیوه. سترګو ته مې یې وکتل، ښایسته ابي سترګې یې له اوښکو ډکې وې، چې له موږه یې پټولې. نه یې غوښتل زموږ مخې ته وژاړي… ښه نو خدای پامان، خدای پامان شا ته خلک ولاړ دي.‌

او هغه ورځ چې ما په لومړي ځل طیاره لیده، ما په وروستي ځل د کابل غرونه ولیدل.  تل وایم که زه خبره وای  چې بیا به بابا نه وینم، بل ډول خدای پاماني به مې کوله؟ خو خدای پاماني، خدای پاماني وي، وروستی ځل ، وروستی ځل وي ، یا په دې رقم،  یا په بل رقم،  سمه طریقه نه لري.

ناروې ته چې راغلو. درې کاله بعد یې بابا وفات شو. بابا څو میاشتې مریض و، روغتون کې و. موږ نه شو ورتلی. چې به مې هر ځلې پوښتنه کوله، ولې بابا ته نه ځو؟‌ مور، ورور او ماما به مې  ویل چې امکان نه لري، تر هغو چې د ناروې پاسپورټ نه وي وطن ته د تګ اجازه نشته.

په کومه ورځ چې بابا وفات شو، سمندر ته راغلم، په هغې ورځې مې د سمندر په اندازه وژړل خو ګټه یې نه وه، موږ لا مهاجر و، نارویژي پاسپورټ  مو لا نه درلود چې وطن ته لاړ شو… هغه ورځ هغه بدبخته ورځ هم تېره شوه!

په کابل کې مو اخري شپه وه.‌ بکسونه ټول شوي ول. مور مې د بابا کوټې ته ورغله، د بخښنې لپاره. مور ورته وویل: بخښنه غواړي چې لمسیان یې ترې لرې کوي‌ خو په دې وطن کې به بې پلار څه کوي؟…

نه مې یادیږي چې بابا څه وویل خو تل په زړه کې راګرځي چې ولې هیچا له ما بخښنه ونه غوښته، زما پلار یې وواژه خو هیچا و نه ویل چې ولې یا وبخښه، بې کوره شوم هیچا و نه ویل چې ولې یا وبخښه، بې وطنه شوم هیچا و نه ویل چې ولې یا وبخښه، د بابا لیدو ته چا پرې نښودم خو هیچا و نه ویل چې اخر ولې؟  یا وبخښه… نه پوهېږم څوک باید بخښنه وغواړي یا څوک باید دغه سوالونه ځواب کړي خو یو څوک باید مسوول وي! اخر یو څوک باید ځواب ووايي!

شاید کاکا حسن سم ویل. شاید د بې وطنو کیسه هېڅ وخت نه بشپړه کېږي. ‌هر کیسه یو اصلي مکان لري او د بې وطنو د ژوند په کیسه کې د اصلي مکان ځای تل خالي وي. زما د کیسې اصلي ځای کابل دی او تر هر بل ځایه کابل رانه لرې. کاکا حسن سم ویل: د بې وطنو په روح کې د وطن خالي ځای تل پاتې وي.‌ زما د ژوند کیسه، زما د کیسې ټولې ریښې په کابل کې دي، د غرونو په ښار کې؛ د سمندر په ښار کې یې څنګه بشپړه کړم. څرنګه؟

—–

هیڅ مې پام نه شو چې د احمد ظاهر سندره څه وخت تمامه شوې وه. له ژړا مې په سر درد دي. سترګې مې خوږېږي. د موټر د شا سیټ  مې وکوت. بوتل کې لږ اوبه لا وې، و مې څښلې خو بس نه وې. موټر مې چالان کړ. ساعت ته مې وکتل طبعا کار ته ناوخته وم او لا بده دا چې وېرېدم. عجیب حس مې درلود، له مرګه ډارېدم.‌ ډارېدم چې مړه شم او کابل و نه ګورم. ډارېدم مړه شم او د بابا قبر ته هیڅ وخت دعا و نه کړم… ډارېدم د اوسلو د یوه روغتون په یوه کنج کې ساه ورکړم او هیڅ وخت بیا د ابا کور و نه ګورم، ډارېدم مړه شم او د مرګ په بستر کې  وغواړم احمد ظاهر واورم خو نرسه پوهه نشي چې څه غواړم…. ډارېدم… له مرګه ډارېدم. ډارېدم د کاکا حسن خبره رښتیا وي چې بې له دې مې چې کیسه بشپړه شي د بیا تګ له حسرت سره مړه شم. او تر دې ټولو بدتره لا مې هم کاکا حسن ته دعا نه وه کړې… اوووف سترګې مې خوږېږي. کار ځای کې به څه وایم ولې ناوخته شوم؟ په دې دومره کلنو کې لومړی ځل دی چې ناوخته کېږم. پروا نه کوي… اوووف ، نه بده ده څه به وایم؟ سر مې چوي اول باید اوبه پیدا کړم؟‌

پای،

پراګ د اکتوبر ۱۴ مه د ماښام ۷ بجې او ۲۲ دقیقې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو