شولې (فولکلور)/ لېمه ودان

2022-10-31
د‌ ګرمۍ له زوره څارویو هم سيورو ته پناه وړې وه. سړی له کوټې راووت، په انګړ کې یې شاوخوا وکتل. له ځانه سره یې وویل: همدا یې ښه وخت دی، ټول ويده دي.  د کلا لرګينه دروازه یې خلاصه کړ، ووت. سترګې یې شاوخوا واړولې، لکه څوک یې چې څاري، غلی غلی د ویالې خواته لاړ. څو شېبې همداسې ولاړ و، څوک نه ښکارېدل. اوبو ته ورښکته شو، پښې یې یخې شوې. څار یې

د‌ ګرمۍ له زوره څارویو هم سيورو ته پناه وړې وه. سړی له کوټې راووت، په انګړ کې یې شاوخوا وکتل. له ځانه سره یې وویل:

  • همدا یې ښه وخت دی، ټول ويده دي.

 د کلا لرګينه دروازه یې خلاصه کړ، ووت. سترګې یې شاوخوا واړولې، لکه څوک یې چې څاري، غلی غلی د ویالې خواته لاړ. څو شېبې همداسې ولاړ و، څوک نه ښکارېدل. اوبو ته ورښکته شو، پښې یې یخې شوې. څار یې وکړ، بیا یې په اوبو کې لاس غوټه کړ، د کوچني پله لاندې بوجۍ وه، راوایې ‌خیسته. له ویالې راپورته شو، چې یو دم د بام له سره د اوبو ډک سطل پرې راتش شو. له شاوخوا نجونې او هلکان لکه مرغان پرې راوورېدل. د چا په لاس کې کاسه، د چا سطل، د چا نور لوښي، له اوبو ډکېدل او د ده خواته ورشیدنل کېدل. ده د ځان خلاصولو تمه نه درلوده، چیغې یې هلې:

  • مه کوئ!!! او نجلۍ مه کوه!!! په خبره نه پوهېږې؟؟؟ مه راشنئ!!!

له سره تر پښو اوبه ترې وڅڅېدې. بوجۍ یې پر ځمکه کېښوده، سر یې د نه په دود وخوځاوه، ویې ویل:

  • ریښتیا یې ویلي چې د شولو کرل اسانه کار نه دی ګنې منجو به هم کرلې.

توضیح:

د شولو له کرلو وړاندې تخم د څو ورځو لپاره په اوبو کې اېښودل کېږي. د وردګو ولایت په ځینو سیمو کې دود و، کوم کس به چې د شولو کرلو تخم له اوبو رااخیسته،باید‌ لوند خیشت شوی وای. ده به ډېر پام کاوه چې څوک پرې خبر نه‌شي؛ خو د‌ کلي نجونې او هلکان به هم غلي نه وو ناست. په پټه به یې څار کاوه، چې کس ترې ونه تښتي. کله کله به داسې هم پېښیده چې کوم يو ځيرک به ځان له لندولو خلاص کړ؛ خو له ډېرو به اوبه وڅڅېدې. یو پخوانی باور و چې که دا کس لوند نه شي؛ نو شولې شډلې کېږي او ښه حاصل به ور نه کړي. هغه لنډۍ ده چې وایي:

سږنی کال د واده نه دی

شولې شډلې، غنم باد وهلي دينه

 د شولو هم عجیب کار دی، تخم یې په اوبو کې اېښودل کېږي، له اوبو ډک پټي کې کرل کېږي، په اوبو کې شنې کېږي، د شولو پټی باید تل له اوبو ډک وي، او کله چې وريژې شي بیا یې پخوو هم په اوبو کې.

پښتني فرهنګ رنګين دی، ښایي تاسو هم پخپله سیمه کې داسې یا دې ته ورته دودونه ولرئ، چې څه یې له یادونو وتلي څه په وتلو کې دي، راځئ چې په قلم  يی د کتابونو په ماڼیو کې  راتم کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو