د شیخ او درويش اړیکه/ ګل رحمن رحماني
د ګل رحمن رحماني ژباړه
لومړی به دا درته ووایم چې تصوف څه دی؟
تصوف یاني د عشق مذهب، تصوف یاني د خدای پاک مقابل کې هېڅ کېدل، عاجز او بې مقداره کېدل، ددې ټکي منل چې موږ هغه ته محتاج یوو، کله چې دا له زړه نه قبول کړې، نو په باور بدلېږي، دا مهال به معشوق ته د رسېدو انګیزه هم په همغه اندازه شدیده او محکمه وي.
اوس به راشم دې ته چې شیخ او دروېش ( پیر او مرید) په کومه اړیکه سره وصل شوي دي؟ د دوی دواړو تر منځ اړیکه د انګور وږي او دانو اړیکې ته ورته ده، شیخ د انګورو دانې د انګورو په تاک، تنه او رېښه پورې تړلې، سترګې د روح اینې دي، هر وخت چې شیخ د خپلو شاګردانو سترګو ته ګوري، باید د هغو دروني حالت ولوستلی شي.
د یوه شیخ نظر باید ژور او قوي وي. هر کس چې ورېښمینه او وړینه چپنه اغوندي، په سینګار او ډول سره صورت او سترګې له نورو متفاتوي، شیخ نه دی. واقعي شیخ هغه څوک دی چې اصل او فرع یې یوازې او یوازې د خدای اراده او غوښتنه وي. همدلته ده چې تاسې هم د خدای په غوښتنه شیخ ته تسلیم او تابع کېږی او له دې سره د روزنې یوه سخته او اوږده لاره پیلېږي.
اوس نورو دروېشانو ته هم غږ وکړه، غواړم تاسې ته یو حکایت وړاندې کړم.
د ماسپښین د لمانځه مهال و، شیخ د اوداسه لپاره پاڅېده، یوه دروېش ته یې وویل چې اوبه ورته راوړي. اوبه یې راوړې، شیخ د اوداسه لپاره په ګونډو شو او تر سترګو لاندې یې شاوخوا نور دروېشان هم څارل. ځوان دروېش چې شیخ ته یې اوبه ور اچولې، پام یې شو چې شیخ په خپلو لاسونو او څنګلو اوبه وموښلې، خو ځینې برخې یې وچې پاتې شوې. ځوانکی دروېش له ځان سره وبنګېده. «توبه! شاید په نږدې وختونو کې زموږ شیخ او مرشد شي، خو خپله یې لا تر اوسه سم اودس هم نه دی زده.»
په همدې وخت کې شیخ سر را پورته کړ، دروېش ته یې وکتل او د هغه په بنګېدو او شکونو پوه شو. ورته وویل: «زویه! ته نور زموږ په درد نه خورې، له شپې مخکې زموږ دربار پرېږده او له دې ځایه ووځه.»
ځوان دروېش حیران او وار خطا شو، په خپلو خبرو یې پېښماني وښوده، هر څومره زارۍ یې چې وکړې، ګټه یې نه درلوده، له حلقې او درباره یې د شړلو پرېکړه شوې وه، له ملګرو سره یې مخه ښه وکړه، له ټولو یې بښنه وغوښته او ووت، نه پوهېده چې چېرته لاړ شي، نه یې کور و، نه خپلوان او نه کوم بل د هیلې ځای، هوا هم په تیاره کېدو وه، د ځنګل خواته په فکرونو کې ډوب روان شو، وړاندې یې پام شو چې یو شپون تر ونه لاندې اور بل کړی دی او څه پخوي، څنګ ته یې ورغی.
- سلام علیکم
- وعلیکم سلام
- د خدای د کوم مېلمه لپاره هم څه ډوډۍ او خوراک شته؟
- هوشته، راځه، کېنه.
شپون د نوي مېلمه په ورتګ په سوچونو کې ډوب و، په دې ناوخته او شپه کې دا سړی د ځنګل منځ کې څه کوي؟ سوداګر نه دی، کوم سرتېري ته هم نه دی ورته، جامې یې د دروېش دي، خو دروېشان د شپې کله له درګاه څخه وځي؛ نو بیا دا سړی دلته څه کوي؟
دروېش هم خپله ټوله کیسه ورته بیان کړه. د شپانه زړه یې ورباندې وسوځېده او ورته وویل: هغه مخامخ غر وینې؟ شاته یې یو ښار دی چې «ای والله» نومېږي، هلته لاړ شه، هر څه چې غواړې وایې خله، بیه نه لري، یوازې «ایو الله» چې ورته ووایې، هر څه به وړیا درکړي.»
ـ څه؟ یاني پیسې نه غواړي؟!
- هر څوک چې ای والله ووايي، نو هر څه ورته وړیا ورکوي.
دروېش فکر وکړ چې ګني شپون ورسره ټوکې کوي او غواړي دی حیران کړي.
شپانه بیا ورته وویل:
- په یاد لره چې د «ای والله» ښار درې قوانین لري چې پر اوسېدونکو یې رعایت اړین دی. که چېرته دې ورته پام ونه کړ، نو له ښاره شړل کېږې.
- څه قوانین؟
- د بنده ګانو په کار کې به لاسونه نه کوې، د خدای په کارونو کې به لاسوهنه نه کوې او درېیم دا چې هېڅکله به هم دروغ نه وایې.
- سمه ده، دا خو څه ستونزه نه لري، ساده قوانین دي، ما هم د خپل شیخ په دربار کې دا درې واړه یاد کړي او په ډېره اسانۍ یې رعایتولی شم.
د همدې شپې په سبا دروېش په ډېر احتیاط او حیرانۍ سره ښار ته ننوت او ددې لپاره چې د شپانه د دروغو او رښتیا حد معلوم کړي، تر ټولو وړاندې یوه حمام ته ننوت، ځان یې ومینځه او د پیسو اخیستونکي خواته ورغی. ښی لاس یې په سینه کېښود او «ای الله» یې وویل. د حمام څښتن هم د دخل شاته ناست و، په ځواب کې یې ورته «ای والله» وویل. دروېش پوښتنه وکړه
- څو پیسې شوې؟
- وروره! ای والله دې وویل، اوس موږ درباندې کوم پور نه لرو.
دروېش له یوې خوا خوښ و او له بلې خوا یې هم تعجب وکړ. نانوایۍ ته ورغی، هلته یې هم د «ای الله» په ویلو سره وړیا ډوډۍ تر لاسه کړه. دروېش په ښار کې ګرځېده، ډېر خوشحاله و، له ځان سره یې ویل چې ښه شوم له درباره یې را وشړلم، دلته دا دي هر څه په وړیا تر لاسه کېږي، اوس به د پاچا په څېر په ښار کې ژوند کوم.
یوه میاشت تېره شوه، دروېش د هرې ورځې په تېرېدو خوښ او له ژونده راضي و. یوه ورځ خپل ملګري ته ورغی او ورته وویل: «ملګریه! زړه مې غواړي چې یوه ښځه وکړم او کورنۍ جوړه کړم، د ښځې د موندلو او واده لپاره څه کار وکړم؟»
- فقط ای والله ووایه.
- ښځه هم په ای والله ورکوي؟
ښکاره خبره ده چې هو، سبا ته بازار ته لاړ شه، د وینځو پلور بازار دی، د هر ملیت ښکلې ښځې په کې شته دي، یوه په کې خوښه او واده ورسره وکړه. پلورونکي ته یې ای والله ووایه، نور هر څه ختم دي.
دروېش همداسې وکړل، ښځه یې خوښه کړه، واده واده یې وکړ او ګډ ژوند یې پیل شو. له واده یې یوه اوونۍ نه وه تېره شوې چې بازار ته ووت، په دروېشانه ګډا روان و، مخامخ دوې ښځې را روانې وې، یوه ځوانه او بله یو څه پخه وه. د ځوانې ښځې مخ او وېښتان لوڅ وو، ټولو ته معلومېدل، خو بلې بیا چادري په سر کړې وه او دومره یې ځان پوښلی و چې فقط سترګې یې ښکارېدې.
دروېش ورباندې شور زوږ جوړ کړ او وویل: « دې ته ګوره! هغه چې باید پټه او باحجابه روانه وی، ټوله لوڅه ده، خو هغه چې پټ والی او لوڅوالی یې څه فرق نه کوي، ځان یې دومره کلک پېچلی دی!» وروسته یې ځوانې ښځې ته وکتل او ورباندې غږ یې کړ: « دا څه کوې مېرمنې؟ دا جامې د اغوستو دي چې تا اغوستې؟!»
ځوانې ښځې ددې خبرې له اورېدو سره په لوړ غږ نارې کړې: «مرسته! ساتونکو! مرسته وکړئ.»
په همدې وخت کې پولیس را پیدا شو او غږ یې کړ: «څه خبره ده؟»
-دغه سړي د خدای د بنده په کار کې مداخله وکړه.
لنډه دا چې پولیس دروېش ونیوه، محکمه یې کړ او هلته یې لس محکمې دُرې وواهه، کله چې له محکمې راووت، ټول وجود یې درد کاوه، په زحمت او کړاو مخ په کور روان شو، حیران و، له ځان سره یې خبرې پیل کړې: وه خدایه دا څه را وشول؟ د نورو تېروتنه مې ورته وښوده، ستا بنده ګانو ته مې د اصلاح لپاره خبرداری ورکړ، خو تا په نورو زه ووهلم؟!
یوه لاروي یې خبرې واورېدې او ناڅاپه یې غږ کړ: « پولیس! پولیس!»
یو مامور را پیدا شو او پوښتنه یې وکړه: «څه خبره ده؟ څه شوي دي؟»
- دغه دروېش د خدای په کار کې مداخله وکړه
- دروېش بیا محکې ته یوړل شو، بیا هم دُرې او جزا، نور یې وضعیت خراب و، له خبرو او حوصلې لوېدلی و، په ډېره سختۍ یې ځان تر کوره ورساوه، په خپله بستره کې اوږد وغځېده. څه وخت نه وتلی چې د کور دروازه یې ټک ټک شوه، ښځې یې دروازه پرانېسته، ګوري چې د دروېش ملګري دي، پوښتنه یې ترې وکړه چې دروېش کور دی که نه؟ موږ وعده کړې وه چې نن به ښکار ته ځو.
ښځه یې کوټې ته ورغله او ورته وویل چې ملګري دې راغلي، لکه چې ښکار ته د تګ وعده دې ورسره کړې وه، ورسره لاړ شه.
دروېش چې دُرو وهلو یې حالت خراب کړی و، خپلې مېرمنې ته یې وویل:
- ورشه ورته ووایه چې خاوند مې په کور کې نشته.
ښځه یې همغه شېبه په چیغو سر شوه: اې خلکو! ورشئ، پولیس خبر کړئ، زما خاوند هم خپله دروغ وايي او هم له ما څخه غواړي چې دروغ ووایم.
پولیس را ورسېدل، دروېش یې ونیوه او لاس تړلی یې له ښاره بهر چېرته ګوزار کړ. لنډه دا چې دروېش له «ای والله» ښار نه په بې عزتۍ وشړل شو. هلته په خاورو کې سپېره مېره پروت و، خپل بد حالت ته یې کتل او له ځان سره یې ویل: « افسوس په تا چې د ای والله ښار په اهمیت او قېمت باندې نه پوهېدې!»
پای
ځواب دلته پرېږدئ