د ټانګوال ورور / حسن سعادت منټو

2022-08-23
د سعادت منټو په زړه پورې

ژباړه: محمد سعید سعیدي

سیدغلام مرتضي جیلاني زما دوست دی، زماسره ډیره راشه درشه لري، په ساعتونو ساعتونو یوبل سره مجلسونه کوو، خدای شته چې ښه تعلیم او تحصیل لري.

یوه ورځ مې ورته وویل:

«شاه جي! د خپل ژوند یوه جالبه او زړه وړونکې خاطره خو راته ووایه»

شاه جي په کړس کړس وخندل………منټو صایب ………..

زما ژوند ټول له خاطرو ډک دی …….کومه کومه به درته وایم …….

ما ورته وویل «کومه دې چې ذهن ته راځي.»

شاه جي بیاهم وخندل…….تاسو فکر کوي چې زه ډیر تقوا داره او پرهیزګاره انسان یم ؟………تاسو ته خو معلومات نشته، ما لس کاله مسلسل شراب څښلي، ډیر ازاد انسان وم نو دا چې زړه یې راته ووهه نو ما هم پریښودل»

ما ترینه پوښتنه وکړه ایا تاسو واده نه دی کړی؟

جناب !« زما پنځه کاله کیږي چې لاهور کې ژوند کوم ……..که مې واده کړی وای خو تاسو ته مې سوال ځواب کوه ولیمې ته مې را بللې»

نو تر اوسه تاسو مجرد یاستئ؟

بلې، هو.

تعجب………

خو شاه جي یو لوی افسوس وکړ ………..

بس  یو داستان درته وایم ………ویې لیکه او پیسې پرې وګټه ………….

 زه باید پیسې وګټم خو تاسو داستان شروع کړئ زه به وګورم چې افسانه ترینه جوړیږي او کنه ؟ او دا درسره وعده کوم که ستا کیسه په داستان بدله شوه معاوضه دې یې ټوله ستا وي …….

شاه جي سخت وخندل.

« پریږده یاره! ماته د خپل ژوند د خاطرو یوې برخې خرڅول بې غیرتي بریښي.»

خو تاسو افسانه لیکونکی هم څه عجیب او نا اشنا ذهن لرئ ……کیسه واوره ……نور دې خپل کار دی …….زه په معاوضو ژوند نه تیروم.

د شاه جی له رویې څځه داسي څرګندیده چې زما خبره پرې بده لګیږي نو نورې اضافي خبرې کول مې مناسب نه ګڼل نو ورته مې وویل ……..

تاسو خپله کیسه پیل کړئ.

شاه جی زما د سګریټو له کوتي څخه یو سګریټ واخیست او بل یې کړ ………

زه هک پک حیران شوم ځکه چې په څلورو او پنځو کالو کې مې کله هم په سګریټو نه و لیدلی …….نو تعجب مې وکړ ایا تاسو هم سیګرټ څکوئ؟

شاه جی سګریت په شوڼدو وه چې مسکی شو…….

« منټو صایب ! تاسو په خپل ژوند کې زما په څیر سیګرټ نه دې څکولي زه مشهور سیګریتي وم ……..خو نن دې داسي خبرې شروع کړي چې بې خبره مې لاس خپل په خپله د تاسو سیګرټو کوتی ته زما له ارادې پرته ورغی ……..»

« ویسکي لرئ ….؟»

بلې، هو

راوړه …….یو لوی پیک ……..د لسو کالو روژه نن ماتوم ….. یاره منټو نن دې داسي مست کړم چې زما ټول بدن او ذهن دې ماضي ته بوتلو .

نو ما هم له المارۍ څخه د ویسکی بوتل راویست او شاه جی ته مې یو لوی پیک تیار کړ او د ظالم زوی په یو غړپ کې ټوله پیاله خالي کړه او لستوڼي باندې خپلې شونډې پاکې کړې او ماته یې وویل اوس ماته غوږ شه خو بوتل له دې ځایه نور ورک کړه

ما د ویسکی بوتل دننه الماری کې کیښود چې بیرته راتلم نو شاه چی بل سیګرټ هم بل کړی دی.

نو زه له شاه جی سره نږدې کیناستم ……هغه یوه غمجنه خندا په خوله راغله او کیسه یې څه داسی شروع کړه ؛

له  نن څخه لس کاله وړاندې ما له شتمنو هندوانو سره ملګرتیا وه زموږ یوه خاصه ډله وه چې زیاتره به د خوراکونو پروګرامونه وه ډیر ښه خلک وه خو هره ورځ  به د خوراک او څښاک میله وه په دغه ډله کې له ما پرته د شرابو  د عیاشۍ ترڅنګ یې د ښځو شوق هم کاوه او خپل عیش او نوش یې کوه ما ته یې ډیر اسرار کوه …..خو ما به انکار،  د خپل طبعیت خلاف …….زما ارمان دا و چې د کومې ښځي قربت راته نصیب شي »

نو د شاه جی کیسه مې ورغوڅه کړه بیا مې ترې پوښتنه وکړه چې تاسو نو بیا واده ولې نه دی کړی؟

-واده مې په سوچ کې هم نشته

-خو یاره ما پریږده چې کیسه درته بیان کړم.

-مهربانی تاسو خپله داستان جاري وساتئ  زه درته غوږ یم.

شاه جی د سیګریت یرې په سیګریت دانی کې ټک وهلي

زما خواږه منټو ! ما ډیر کوښښ وکړ چې له ملګرو سره له خوراک څښاک پرته په نورو عیاشیو کې ډوب نه شم خو هغوی بدبختو اخر زه هم بدبختۍ ته اماده کړم داسي مو وپتیله چې د کوم دلال په ذریعه یوه ښایسته نجلۍ را پیدا کړو نو څلور واړه له اپارتمان څخه ووتلو، یو ټانګه والا، چې زما اشنا وه، زما په لیدو سره یې راته چیغی کړې: شاه جی ……شاه جی……شاه جییییییی………..

دلته راشه …….دلته راشه ………..

نو څلور واړه ټانګه کې کیناستو ……..په دغه مهال زه سل فیصده ډاډمن شوم چې د شرابو ترڅنګ د ښځو عیاشی هم کول اړین دي خپل ټول شرافت او عزت مې  په ځمکه ګوزار کړ او ټانګیوال ته مې په غوږ کې پټ وویل چې د کومې نجلۍ درک درسره نشته؟ هغه موسکی عوندي شو او زما په چټیاتو باندې یې هیج یقین ونه کړ خو چې کله مې بیا بیا ورته وویل او ټینګار مې وکړ چې نجلۍ ته سحت ضرورت دی نو په ډیر احترام یې راته وویل ……شاه جی ستاسو حکم عملي کیږي داسي باکره پیغله درته راولم چې ټول عمر به یاد ساتې.

ټانګیوال لاړـ او موږ اپارتمان ته راغلو …..

ماښام مهال ټانګیوال په خپل هدف پسې ووت ……تر ناوخته مو ورته انتظار وکړ او د باکره پیغلې په اړه ډول ډول سوچونه او فکرونه کوم کله داسي فکر راسره مل شي چې له کومې بازاري نجلۍ سره مخ نه شم بیا به څه کوم ……….

انتظار ستړي کړو د وخت تیرولو له پاره مو تاش (پتې) شروع کړ د شپي تر یوولسو بجو مو تاش وکړ ……بس نوره له ټانګیوال ماما څخه نا امیده شو له اپارتمان څخه ووتو چې ګورو ټانګیوال یوه برقعه پوشه ښځه د ټانګې شاته کینولې را روان دی ……نو بس زړه مې په ټوپو شو .

ټانګیوال ماما وویل چې کوم مال پسې تللی وم پیدا مې نه کړ هغه بل ځای ته تللی و……..او دغه مال مې ډیر په تکلیف پیدا کړ یار زنده صحبت باقی.

نو بس پنځه روپۍ مې ورکړې ـ موږ ملګري په دې فکر کې شوو چې دا اوس کوم ځای کې سمبال کړو خپل اپارتمان خو ځکه صحیح نه دی چې دلته کور او ګاونډ دی خلک مو پیژني او محلی واله به څه وایي …..نو خبره خرابه شوه هک پک حیران یو بل ته ګورو چې دغه مهال زموږ دوست رحمان  ذهن ته راغی نو بس دم پړک کې د رحمان کور ته له برقعه والا ښخې سره یو ځای ورغلو او له ډیر ځنډ وروسته یې دروازه خلاصه کړه او په داسې حال کې چې ځان یې په کمبله کې پوښلی و، راووت.

ما ورته پاک صاف ټوله کیسه وکړه دا هم په واضح ډول پاک صاف راته وویل:

«شاه جی !…..حیریت دی څه درباندي شوي؟ زما کور خو ورکوټی دی او تا ته معلومات نه شته چې شلم تاریخ باندی مې واده کیدو واله دی ……او زما اوښی هم زما سره کور کې یو ځای دی د هغه په شتون کې کله دغه کړنه ترسره کیږي. »

نو بس فکر مې کار پریښود چې څه وایم خو له لږ ځنډ وروسته مې ذهن کار شروع کړ واضح مې ورته وویل له ځان څخه بې وقوف مه جوړه خپل اوښی  دې بیرون ولیږه موږ له لرې ځای څخه راغلي یوو ایا دومره مروت هم نه لري؟ داچې د تا واده په شلم تاریخ کې کیدونکی دی ….. خو نن زما واده دی…….زما ناوکۍ په برقعه کې مخ پټی د ټانګی شاته ناسته ده …..لږ د دوستانو خیال ساتل هم پکار دي. »

رحمان زما له حالت څخه په ویره کې شو …..او اوښی یې د تبې دوا راوړه په بهانه  بیرون ولیږه د ښار نږدي درملتونونه بند وو خو ورته یې وویل د ټول ښار دوکانونه وګوره کوم ځای کې دې چې دوا پیدا کړه رایې وړه .»

هلک هم منونکی و، نسخه یې واخیسته، سترګې یې موښلي هغه بیچاره ټانګه هم شاید نه وې لیدلې چې زما ناوکۍ برقعه پوشه پکې ناسته ده .

نو فکر مې وکړ چې هجوم راوړل سم کار نه دی او دا هم راته معلومات نه و چې زما ملګری به کوم او څرنګه حرکات او سکنات کوي په ډیره سختۍ مې دیته اماده کړل چې ټانګه کې بیرته راشي او ټانګیوال ته مې پنځه روپی نورې هم ورکړې.

د برقعه پوشه ښخې د ښکته کولو پرمهال ټانګیوال وویل « جناب ! د دې فیس هم ورکړئ.»

ما ترې پوښتنه وکړه څومره؟

«پنځه ویشت روپۍ.»

ما له جیب څخه د پیسو نوټونه وایستل او د پنځو روپیو پنځه نوټونه مې ورکړل او برقعه پوشه مې کورته را دننه کړه.

داچې د رحمان تبه وه هغه په بله کوټه کې ویده شوـ ما تر ډیره وخته له ښځې سره خبرې کولې.

خو هغه ګونګه وه او له مح څخه یې برقعه هم نه لرې کوله.

نور مې حوصله ختمه شوه……….

چې لمس مې کړه نو بالکل پاکه صافه وه اخر مې زړه ورته تنګ شو په زور مې برقعه ترینه پورته کړه ـ بس زما د حیرانتیا اخرنۍ حد و ….چې مې ولیده نو هغه ………ښځه نه وه ……..هیجړا وه………او ډیر بد شکله او بد قواره…….

سخت عصبی شوم ………پوښتنه مې ترې وکړه ………دا څه چټیات دي ! ؟

د هیجړا پرمح باندي اسماني اسماني ګرد موجود و…….په ښځینه انداز کې یې وویل »

« زه د ټانګیوال ورور یم »

شاه جی راته وویل منټو صایب ! له هغې ورځې وروسته  له دې معاملې سره هیچ دلچسپی نه لرم .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو