ژبپوهنه او ادبیات/ دوکتور اجمل ښکلی

2022-09-11
ژبپوهنه او
اجمل ښکلی

ژبپوهنه او ادبيات تر نورو مسلکونو يو بل ته نېژدې دي. دواړه د يوې سکې دوه مخه دي، چې پولې يې دومره سره ګډې شي، چې توپير يې لوستونکي ته سخت شى.

که ادبيات هغه علم وګڼو، چې پر ادب باندې بحث کوي او ژبپوهنه هغه علم چې له ژبې سره يې سروکار وي؛ نو بيا راته خبره رڼه شي او هغه دا چې د ادبياتو او ژبپوهنې د بحث واحدونه( ادب او ژبه) سره بېل دي؛ خو دا دواړه سره دومره نېژدې دي، چې توپير يې اسانه کار نه دى.

ژبه له ادب نه د ځان د هغه اظهار تمه لري، چې نور علوم يې نه شي کولى. هغه اظهار چې د ساينس او تاريخ او نورو ټولنيزو علوم د وس کار نه دى. فورماليستان د ژبې دې ادبې بڼې ته ناعادي ژبه وايي.

کله چې د بېلابېلو ژبنيو عناصرو ترمنځ نوې اړىکې کشف شي او عادي او فرسوده اړيکې له پامه وغورځي، دې ته ناعادي يا ادبي ژبه وايي. د باقر دوه بيته دي:

درد زما ورور دى تسلي راکوي

ډيوه مې مور ده ټوله شپه ويښه وي

زه چې ترڅو پورې راغلى نه يم 

ماته د خپل کور دروازه ويښه وي

په عادي ژبه کې د (درد) او (ورور) او د (مور) او (ډيوې)، همداسې د (دروازې) او (ويښتيا) ترمنځ هغسې تړاو نشته، لکه په دې شعر کې چې رامنځته شوى دى. په عادي ژبه کې څوک درد ته ورور او ډيوې ته مور نه وايي او نه دروازې ته د خوب او ويښتيا نسبت کوي.

دې ته وايي د شعر خيال و عاطفه. له دې ناعادي تړاوه د راپيدا شوې عاطفې او خيال بېلول ناشونى کار دى، ځکه نو وايو، چې په شعر کې عاطفه او خيال غاړه غړۍ وي.

که خبره د عادي او ناعادي تړاو وي، بيا خو راته د ادبياتو او ژبپوهنې توپير اسانه ښکاري؛ خو داسې نه ده. دا پولې ډېرې مبهمې دي؛ خو د ژبپوهنې او ادب له ډلبندۍ پرته د انسان چاره نشته، ځکه دا د موضوعاتو د درک مؤثره لار ده.

لومړۍ پوښتنه دا ده، چې که د ژبپوهنې موخه د (ژبه د پوهاوي چاره څنګه ترسروي؟) پوښتنې ځوابول وي، بيا خو ادب هم دا کار کوي، بيا نو ژبپوهنه پر ادب ولې بحث ونه کړي؟

په شلمه پېړۍ کې د بېلابېلو علومو ترمنځ غځېدلو اړيکو ته پوهان ځير شول او پر دې بنسټ ورته پته ولګېده، چې پوهېدل او پوهول د انسان د ژوند اساسي کار دى.

انسان له بهرني طبيعت او واقعيت سره مخ دى او پکار ده، چې د پوهاوي اړيکه ورسره ولري. علوم د انسان او طبيعت ترمنځ د تفاهم همدا اړيکه پياوړې کوي، چې ژبپوهنه پرې بحث کوي.

نو که ادب د ژبې د افهام و تفهيم چاره په ناعادي بڼه ترسروي او ژبپوهنه پرې د خبرو کولو واک لري،

بيا خو ژبپوهنه ساينس نه دى. دا بېله خبره ده، چې ژبپوهنه د ژبې په اړه په څېړنه کې له ساينسي مېتودونو او اصولو نه استفاده کوي او تر يوه ځايه برى هم ترلاسه کوي؛ خو دا خبره د چوکاټ تر حدودو وي. په ژبه کې ترکيبونه څرنګه جوړېږي، جمله څنګه وي، په جمله کې د بېلابېلو عناصرو ترتيب څنګه وي، فعلونه څرنګه جوړېږي،

په جمله کې د بېلابېلو توکيو ترمنځ سمون يا مطابقت څنګه راځي، موږ ته دا د ژبپوهنې پوښتنې ښکاري؛ خو دا خبرې ډېرې چوکاټي دي. د ژبپوهنې وزرې هله وسوځي، چې کله له دې پوښتنې سره مخ شي، چې دا ژبني چوکاټونه د انسانانو احساسات او افکار څنګه رانغاړي؟

ولې له يوې جملې يا کلمې نه څو ماناوې اخلو؟ عواطف تل د کب غوندې د چوکاټ له منګولو ښويېږي او ژبه د عواطفو د څرګندولو او درک لويه وسيله ده.

چې ژبپوهنه په دې پوښتنو پسې راووځي، نو له سيمانټيکه تېره شي او سيده د ادبياتو په شنه خو بې پايانه جزيره کې ورکه شي. اوس موږ درک کړې، چې د ژبپوهنې له مباحثو ادبيات نه شي مستثنا کېداى، ځکه ادبيات هم ژبه ده. که خبره دا وي، نو پوښتنه دا پيدا کېږي، چې ادبيات بيا ولې له ژبپوهنې بېل مطالعه کوو؟ دې پوښتنې ته لږ وروسته ځواب وايم.

د عادي او ناعادي اړيکې خبره مو وکړه؛ خو دا اړيکه ډېره مرموزه او پراخه وي. انسان په اسانه د بېلابېلو ژبنيو توکيو ترمنځ غځېدلې اړيکې عادي يا ناعادي نه شي ګڼلى او دا د ادبياتو او ژبپوهنې د ګډون بله نښه ده.

ناعادي اړيکې تل ناعادي نه پاتېږي. د وخت په تېرېدو د بېلابېلو ژبنيو عناصرو ترمنځ غځېدلې ناعادي اړيکه په عادي اړيکه واوري او بيا پکې هغه ابهام او هنري خوند پاتې نه شي. بيا هر لوستونکي ته عادي خبره وي. خړې سترګې به يو وخت نوې خبره وه؛ خو اوس نه ده؛ نو که ناعادي خبره ثبات نه لري او عادي کېږي، بيا خو به ناچاره د ژبپوهنې منګولو ته راځي.

اوس راته د ژبپوهنې او ادبياتو د تړاو پته ولګېده، اوس به هغه پوښتنه راواخلو، چې ادبيات نو ولې بېل مطالعه کوو؟ د دې پوښتنې داخلي او بهرني لاملونه دي. موږ که له ادبه د فرهنګ د خدمت تمه کوو، پکار ده، چې د يوه خپلواک مسلک په توګه يې ومنو او اصول يې معلوم کړو، چې که څوک ورته مخه کوي، چې لار ورته معلومه وي.

د ادب موخه هم ژبه ده؛ خو د ادب ځانګړنه دا ده، چې ژبه لړزانده(متزلزله) ساتي. ادبيات د ژبې پر همدې مشخصه (تزلزل) بحث کوي؛ خو ژبپوهنه د يوه علم په توګه له ژبې نه د ثبات غوښتنه لري او پر ثابت حالت يې خبرې کوي.

ژبپوهنه او ادبيات به سره ورته والي او توپيرونه لري؛ خو ژبپوهنه څوک د ادب او ادب څوک د ژبپوهنې له دروازې نه شي راګرځولى. په دې حساب ژبپوه ته پکار دي، چې پراخه ادبي مطالعه ولري، ګنې څېړنه به يې نيمګړې وي، ځکه د ژبې يوه بڼه ادب هم ده. همداسې اديب ته پکار دي، چې د ژبپوهنې له لارې د ژبې له پراخو امکاناتو خبر شي. که اديب د ژبې له پراخو امکاناتو خبر وي، د ژبې ادبي کارول او ماتول به ورته اسانه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو