د نظریې په اړه زموږ ورانپوهاوی | دکتور اجمل ښکلی

د نظريې نومونه له “نظره” راوتې. موږ چې پر موضوع بحث کوو، وايو، دا د پلاني نظر دی؛ خو د نظر پر خلاف نظريه د يوې ښکارندې ژوره سپړنه ده، چې خپلې موخې لري.
په افغانستان کې بالعموم په علمي حوزو کې ځينې خلک نظريو ته په ښه سترګه نه ګوري، ځکه چې ځينې داسې ساينسي او ټولنيزې نظريې وريادوي، چې دوی ته د منلو وړ نه دي؛ خو د علومو د هېواد واګې د نظريو په لاس کې دي.
د علم ارتقا په نظريې پورې تړلې ده. د هېګل خبره، هره نظريه(تيسس) چې رامنځته شي، تر يوه مهاله د بشر غوښتنو ته ځواب ووايي؛ خو يو وخت يې نيمګړتياوې رابرسېره شي، ځای يې بله نظريه ونيسي، چې انټي تېسس ورته وايي، په درېيم پړاو کې د دې دواړو نظريو له ګډون نه سينتيسس رامنځته شي، چې دا پخپله هم يوه نظريه وي او بيا دا سفر د زنځير د کړيو غوندې پسې روان وي، چې له دې سره علم ارتقا کوي او له علمي ارتقا سره ټولنه پرمختګ کوي. هر وخت چې د نظريو دا بدلون ودرېږي، د ارتقا بهير ولاړ بوله.
پوهان د نظريو دې بدلون ته په مثبته سترګه ګوري او د بشر د پرمختګ راز يې بولي. دلته به د نظريې له ساده تعريف نه شروع کړو؛ خو خبره به مو تر ډېر د ژبپوهنې تر حوزې محدوده وي.
پوهان د نظريې په اړه وايي: د يوې ښکارندې داسې توصيف او توضيح ده، چې په شواهدو او ډيټا ثابته وي او د علمې مېتود پر بنسټ رامنځته شوې وي.
په دې تعريف کې څو بېلندوی مفاهيم راغلي لکه توصيف، توضيح، شواهد، ډيټا او علمي مېتود. دا نومونې به يوه يوه راوسپړو؛ خو دا خبره بايد هېره نه کړو، چې په اصل کې د نظريې زړی له فرضيې نه رازرغونېږي.
فرضيه په اصل کې يوه ګڼنه يا انګېرنه ده. سوسور وانګېرله، چې په ژبه کې تر وينا شاته لانګ دی، چې يو سيستم لري. بلومفيلډ داسې وګڼل، چې ژبه هم په اصل کې لفظي چلن دی، چې موږ يې د چلنوالې پر بنسټ شنلی شو؛ خو چامسکې داسې وانګېرله، چې د ژبې جوړښت د رياضي د فورمولونو غوندې دی او ادراکي ژبپوهانو ويل، چې نه ژبنی سيستم د انسان د ادراک تابع دی. دا ټولې نظريې د همدغو فرضيو پر بنسټ رامنځته شوې او د خپلو اصولو په رڼا کې يې ژبه توضيح او توصيف کړې ده.
همداسې ادبي تيورۍ هم درواخلئ. فورماليستان ادب فورم بولي، رغښتوال يې رغښت، نښوال يې د نښو سيستم او مارکسستان پکې ټولنيز رسالت ويني.
د نظريو په اړه زموږ په علمي حوزو، په تېره ژبپوهنه کې له څو لسيزو دا ورانپوهاوی حاکم دی، چې دا تشې خبرې او نظرونه دي. سره له دې چې د يوې علمې اوېجې(حوزې) د موضوع ښکارنده بې نظريې نه شنل کېږي. هغه چې له تېرې څه باندې نيمې پېړۍ زموږ په ژبپوهنه کې حاکمه ده او موږ يې د خپلې ژبې د توصيف يا تشريح لپاره کاروو، په اصل کې رغښتي نظريه ده، چې د سوسور او پراګ د مکتب پر نظريو ولاړه ده؛ خو زموږ ژبپوهانو يې په لويديځ کې د زده کړې پر مهال نظري بنسټ نه دی کتلی يا ورته نه دي متوجه شوي، نو موږ کومان کوو، چې دا نظري بنسټ نه لري.
د نظريو پر بنسټ رامنځته شوې ژبپوهنې ته نظري وايي. نظريي ژبپوهنه له عملي ژبپوهنې سره په موخو کې توپير لري. د عملي يا applied ژبپوهنې موخه د ژبې زده کړه او د عملي ستونزو هواری وي او له همدې امله په تعليمي ګرامرونو، ژباړه، ژبپلانسازۍ، نصاب او نورو کې کارېږي. تعليمي ګرامرونه چې په ښوونځيو، کورسونو او نورو ښوونيزو مرکزونو کې کارېږي، موخه يې مخاطب ته د ژبې ورزده کول وي، ځکه نو تجويزي اړخ هم لري؛ خو د ژبې کوم قواعد چې په دې عملي ژبپوهنه کې وړاندې کېږي، په اصل کې د نظري ژبپوهنې پر څېړنو او لاسته راوړنو ولاړ وي، مثلا که تاسو چا ته د پښتو ګرامر ښيئ، نو د پښتو په اړه د نظري رغښتي ژبپوهنې له آثارو به استفاده کوئ. يوه ستونزه دا هم ده، چې زموږ زياتره اوسني تعليمي ګرامرونه او ژباړې په رغښتي نظريه ولاړې دي؛ خو په نورو هېوادونو کې د نورو مکتبونو له نظريو هم استفاده کېږي، مثلا د انګليسي د تدريس لپاره د معاصري چاروالې ژبپوهنې له څېړنو هم استفاده کېږي.
د نظري ژبپوهنې د بحث ساحه پراخه ده. دلته موخه د ژبې زده کړه نه، بلکې د ژبې د عمومي سيستم توصيف او توضيح وي.
که څه هم د ژبې په اړه د نظريو تاريخ لرغونی دی؛ خو ژبپوهان وايي، چې د يوه جلا علم په توګه نظري ژبپوهنه د شلمې پېړۍ په سر کې د سوسور له افکارو راپيدا شوه. هغه “د عمومي ژبپوهنې مضمون” په نامه د ژبې د نظام په اړه يو اثر لري. عمومي ژبپوهنه بيا يو بېل بحث دی، چې ژبي د بشر د نطق د قوې په توګه توضيح کوي او مراد يې کومه ټاکلې ژبه نه، بلکې عمومي ژبنی نظآم وي، چي په هره ژبه کې حاکم وي.
په شلمه پېړۍ کې د سوسور افکارو ګڼو نظريو ته لار خلاصه کړه او له دې سره د کوپنهاګن، پراګ، لندن، فرانسه، امريکا او نورو وړو مکتبونو په ډول نظري ژبپوهنې دومره وده وکړه، چې اوس موږ د نظري ژبپوهنې ګڼ مکتبونه لرو. هر ژبپوهنيز مکتب خپل نظري بنسټ لري.
د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د رغښتي نظري ژبپوهنې پر بنسټ په پوهنتونونو کې د ژبپوهنې څانګې جوړې شوې، چې اصل کار يې د ژبو توصيف و. زموږ په پوهنتونونو کې هم د غږپوهنې، مورفولوژۍ، وييپوهنې، نحوې او ماناپوهنې تر څپر لاندې د همدې نظري ژبپوهنې پر بنسټ د پښتو ژبې سيستم تشريح شو، چې موږ ورته تشريحي ژبپوهنه وايو، چې د رغښتي ژبپوهنې نظري بنسټ لري. زموږ فونولوژي تر ډېره د توربتسکوی او ياکوبسن پر نظرياتو ولاړه ده.
خو چې د جوړښتي، چاروالې يا ادراکي ژبپوهنې خبره راشي، بيا ټينګ يو، چې دا خو مازې خبرې دي، سره له دې چې دا هر يو مکتب د خپلې خپلې نظريې له مخې ژبه توصيفوي او توضيح کوي، لکه زموږ توصيفي رغښتي ژبپوهنه يې چي کوي؛ خو د هرې يوې په توصيف او توضيح کې توپير دی. زموږ ستونزه دا ده، چې موږ رغښتي نظريه د ژبې د توضيح يوازنۍ اساسي لار ګڼلې او فکر کوو، چې د ژبې همدا يو ډول توضيح کېدای شي؛ خو په عمل کې دا خبره نه ده سمه.
چې د عمل خبره راغله؛ نو نظريې زموږ د تصور پر خلاف له عمله نه جلا کېږي. هره نظريه په اصل کې د ژبې عملي توضيح وړاندې کوي ؛ خو دا چې موږ پرې نه پوهېږو، دا زموږ ستونزه ده. زموږ د تحصيلي مرکزونو يوه مهمه ستونزه دا ده، چې د پوهنپوهنې(epistemology) مضمون نه لرو، چې په دې مو پوه کړي، چې د علم بنسټونه کوم دي او څرنګه رامنځته کېږي.
راځئ، چې د نظريې هغو بېلندويو نومونو ته بېرته وروګرځو او بېل بېل يې تشريح کړو:
۱. توصيف: د ژبې د سيستم تشريح، چې “څرنګه؟” ته ځواب وايي. يعنې د ژبې نظام څرنګه دی. رغښتي تشريحي ژبپوهنه په بېلابېلو پوړونو کې ژبه توصيفوي، مثلا په پښتو کې د غږونو توصيف، چې کوم پکې غږن، کوم ناغږن، کوم تم، کوم مښلي، کوم پزيز او … دي. توصيف ته په انګليسي کې description وايي.
۲. توضيح: په ژبپوهنه کې د بلومفيلډ او د نورو له رغښتي نظريې سره د جوړښتي نظريې مخالفت په دې ټکي وو، چې د چامسکي په وينا، دوی يوازې ژبه تشريح کوي؛ خو دا نه وايي، چې دا سيستم ولې داسې دی. جوړښتي نظريه “ولې” ته هم ځواب وايي. په دې نظريه کې د ژبې د نظام د ژبنيو اصولو پر عواملو هم بحث کېږي، چې د ژبې دا يا هغه ځانګړنه ولې داسې ده، ۱. ژبې ولې داسې دي؟ ۲. ژبې ولې ګډې ځانګړنې لري؟ ۳. کوچنيان ولې ټولې ژبې يو ډول زده کوي؟ ۴. ولې يوازې انسان ژبه زده کولی شي؟ د چامسکي په نطريه کې دا ټولې پوښتنې له ذهن سره په تړاو کې ځوابېږي. نوموړی په دې اند دی، چې ژبنۍ نظريه بايد يوازې تر توصيفه محدوده نه وي، بلکې ژبه توضيح هم کړي. هغه په دې اړه د (Aspects of the theory of Syntax) په نامه اثر لري. توضيح ته په انګليسي کې Explanation وايي.
۳. شواهد: دې ته په انګليسي کې Evidence وايي. شواهد په څېړنه کې ډېره کارونه لري او شنل شوې ډيټا ته وايي. جوړښتي (Formal) نظريه د ډيټا پر ځای پر شواهدو ولاړ ده. دلته د يوې جملې د ګرامروالي لپاره د يوه ايډيال شخص شاهدي پکار ده. موږ چې کله د خپلې ژبې پر ګرامري قواعدو غږېږو، له ډيټا نه استفاده نه کوو، بلکې د خپل linguistic intuition پر بنسټ وايو، چې دا قاعده سمه او دا ناسمه ده. چامسکي د هاليډی غوندې په ساحوي څېړونکو پسې خاندي، چې د ژبني سيستم د توصيف لپاره ډيټا راټولوي او بيا يې شني. نوموړی دوی ته په خندنيو ډيټايان وايي.
۴. ډيټا: په ساحوي څېړنو کې خام مواد يا معلومات مثلا د يوې ژبې ټولې جملې راټولېږي، تحليلېږي او هڅه کيږي، چې هغه انتزاعي کلي سيستم پکې ومومي او په دې ډول د ژبې سيستم توصيف کړي. هاليډی په چارواله نظريه کې د سروې ميتود نه استفاده وکړه او خپله نظريه يې پرې ودروله.
۵. علمي مېتود: علمي نظريې د څېړنو په مټ توليدېږي او څېړنې خپله لار او روش لري، چې څېړنې ته نظم ورکوي. د څېړنو مېتودونه د خپلو ډولونو له مخې توپير لري، څېړونکي له تحليلي يا سروې يا تاريخي يا بل مېتود نه استفاده کوي. علمي نظريې د څېړنو د همدې مېتودولوژۍ پر بنسټ رامنځته کېږي، چې د يوه څېړونکي د يو عالم خوارۍ زېږنده وي.
دا څلور اساسي نومونې ښيي، چې نظريه د خپلې حوزې د ښکارندې له عملي تحليل څخه ترلاسه کېږي؛ خو چې کله يوه نطريه ثابته شي، بيا په اړونده حوزه کې هغه د قانون ټکی شي او د قانون مانا دا ده، چې بيا په ورته مواردو کې د کارونې وړ شي، مثلا د ژبپوهنې هره نظريه د ژبې د ډيتا د عملي تحليل يا شواهدو پر بنسټ رامنځته شوې او له دې امله ورته ژبنۍ نظريه وايي، چې د ژبې سيستم ښيي. په علم کې د نظريې او ژبني سيستم توپير نه کېږي؛ نو چې کله دا نظريه د يوه معرفت په توګه رامنځته شي، موږ ترې د نورو ژبو د نظام د توصيف او توضيح لپاره هم استفاده کولی شو؛ نو دا خبره سمه نه ده، چي په يوه ژبه کې رامنځته شوې نظريه يوازې تر همغې ژبې پورې محدوده ده. البته دا شونې ده، چې د يوې ژبې د ډيتا يا شواهدو پر بنسټ رامنځته شوې نظريه چې پر بله ژبه تطبيقېږي، په ځينو مواردو کې تطبيق نشي؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې هيڅ د تطبيق وړ نه ده. چامسکي چې ژبه د بشر ذاتي ځانګړنه بولي او له بهرنۍ ژبۍ سره سره يوه نړيواله داخلي ژبه مني، په دې اند دی، چې ژبنۍ نظريه بايد نړيواله وي او په هره ژبه تطبيق شي. همداسې که د هاليډی نظريه، چې ژبه په ټولنيز تعامل کې مطالعه کوي، پر هره ژبه د تطبيق وړ ده، لکه موږ چې رغښتي نظريه په پښتو تطبيق کړه. همداسي ادراکي نظريه هم د تطبيق وړ ده، چې له ادراک سره په تړاو کې پر ژبه بحث کوي او ادراک د ټول بشر يو ډول دی، خو بهرنی چاپېريال يې سره توپير لري؛ نو توپيرونه يوازې د بهرني چاپېريال په اړوندو ژبنيو مواردو کې راښکاره کېږي، په ټوله ژبه کې نه.
دا په ټوله کې د ژبپوهنيزې نظريې د تطبيق پړاو دی، چې موږ يوه نظريه په خپله يا بله ژبه تطبيقوو.
د نظريې په اړه ځينې نورې خبرې هم د يادونې وړ دي: ۱. د ازمېښت وړ وي ۲. نامتناقضه وي ۳. وړاندوينې ولري ۴. که نوي شواهد رامخته شوي، د بياکتنې او بدلون وړ وي.
د ازمېښت وړ نه مراد دا دی، چې وازمايل شي، مثلا هاليډ وايي، چې فعل په اصل کې يو بهير(پروسس) دی، چې څو ګډونوال لري او دا ګډونوال په خپل خپل بهير کې خپل خپل نقش لري. اوس چې د پښتو فعلونو د توصيف لپاره له دې نظريې نه استفاده کوو يا دا نظريه ازمايوو، نو معلومات راته کېږي، چې دا نظريه سمه ده که ناسمه.
که يوه نظريه تناقضونه ولري، علمي نظريه ورته نه وايي. بايد په ټولو مواردو کې ثابت اصول ولري، چي نظري ټيکاو ومومي. چامسکي د شپږمې لسيزې په پای کې، چې “نحوي رغښتونه” يې چاپاوه، په دې اند و، چې سرچينه جمله ژور رغښت دی، چې په مټ يې په وينا کې ګڼ برسېر رغښتونه رامنځته کېږي. مانا د ژور رغښت اړوند ده، چې په برسېر رغښت کې راښکاره کېږي؛ خو د ليکاف غوندې د ده د خپلو شاګردانو نويو څېړنو وښوده، چې په برسېر رغښت کي د ټوکونو بدلون هم مانا بدلوي او ورو ورو د نويو شواهدو په رامنځته کېدو چامسکي خپلې نظريې ته بيا کتنه وکړه، د ژور او برسېر رغښت مفهوم يې ترې څنډې ته کړ او بدلون يې پکې راوست. دا بدلونونه دومره ډېر شول چي په پايله کې ترې مينماليست پروګرام جوړ شو.
په پايله کې ويلی شو، چې علمي څېړنې تيوريک بنسټ لري او موږ کولی شو، چې د يوې ښکارندې د شننې لپاره له يوې نظريې ګټه واخلو؛ خو په دې شرط چې د هغې تيورۍ په حدودو، امکاناتو، مزاياوو ځان پوه کړو او بيا يې تطبيق کړو.
ځواب دلته پرېږدئ