هندي سبک، یو سرسري نظر/ احسان درمل

2023-02-06
هندي سبک څه ته

میان اهل سخن امتیاز من صائب

همین بس است که با «طرز» آشنا شده ام

صائب اصفهانی

پر سبکونو د پوهېدو لپاره اړینه ده، چې هم د سبک پر ذاتي یا ساختماني جوړښت وپوهېږو او هم پر هغو عواملو چې د یو سبک د را منځته کېدو سبب کېږي. سیاسي، اقتصادي، ذوقي، او ټولنیز حالات د ادبي او هنري سبکونو د تغییر سببونه گڼل کېږي او نوی سبک له پخواني سبک څخه د انحراف په پایله کې زېږي.

په فارسي شعر کې خراساني سبک تر پنځمې هجري پېړۍ پورې په اوج کې و؛ په شپږمه هجري پېړۍ کې د دې سبک ستوری ورو، ورو تتېږي او د عراقي سبک په نامه د یوه نوي سبک لمر را خېژي. دغه لمر درې پېړۍ ځلېږي او په رڼا کې یې د سعدي، مولانا، خواجو او خواجه حافظ غوندې لویې سټې وده کوي. لسمه هجري پېړۍ د عراقي سبک د طلایي لمر د زوال پېړۍ ده، چې رڼا یې ورو، ورو تتېږي او افق د نویو ستوریو د را ختو لپاره برابرېږي. په لسمه پېړۍ کې بابافغاني پیدا کېږي، چې ځینې سبک پېژندونکي یې د هندي سبک بنسټگر گڼي؛ وحشي بافقي، شرف جهان قزویني او محتشم کاشاني د وقوع او واسوخت په نامه د یو منځني سبک لپاره لاره هواروي او بالاخره په یوولسمه هجري پېړۍ کې د هندي سبک په نامه د شعر نوی لمر را خېژي، چې رڼا یې له ایرانه تر هندوستانه پورې خپرېږي. د دې لمر رڼا او حرارت هم د شاعرانو یو ځنگل را ټوکوي، خو په دې ځنگل کې ډېرې لویې ونې فیضي، عرفي شیرازي، طالب آملي، صائب اصفهاني، ابوطالب کلیم، غني کشمیري، مرزا عبدالقادر بیدل، ناصرعلی او یو څو نور دي.

سبکونو ته په غربي ادبیاتو کې د سبکونو د ذاتي عناصرو پر بنسټ نومونه ورکړل شوي، خو په فارسي او پښتو کې د جغرافیو او اشخاصو په نامه هم نومول شوي دي. د هندي سبک د ایجاد پر مهال په ایران کې صفویان او په هندوستان کې مغل واکمن ول. صفویانو شیعه مذهب دود کړ او د شعر او هنر په پرتله یې نورو چارو ته پاملرنه زیاته وه. سره له دې چې شاه عباس صفوي یو ځل د مشهور شاعر حکیم شفایي د احترام لپاره له آسه کوزېږي او وخت ناوخت د مسیح کاشي کور ته ورځي، خو د هند په مغلي دربارونو کې د شعر او شاعر قدر او احترام لا ډېر و. یوازې د مغلي دربارونو خلعتونه او ډالۍ نه ول، چې شاعران یې پر هندوستان ور مات کړي ول، بلکې د مغلي شاهانو لوړ ادبي ذوق او شاعرانه پوهه هم د دې سبب ول، چې شاعران له سینه تنگو صفوي دربارونو څخه د ستر زړو مغلي دربارونو په لوري رهي شي. د اکبر او جهانگیر په دربارونو کې لویې مشاعرې کېدې او بیا به د شاعرانو د هنري قوت پر بنسټ یو څوک د ملک الشعرا مقام ته غوره کېده. په شعر العجم کې لولو، چې طالب آملی له ډېره وخته د جهانگیر په دربار کې اوسېده، خو د ملک الشعرا مقام یې هغه وخت ورکړ، چې په حقیقت کې د دې منصب وړ شو. جهانگیر په «تزک جهانگیری» کې لیکي چې:

«په دې تاریخ یعنې د پاچاهۍ په څوارلسم کال طالب آملی ته د ملک الشعرا لقب او د امتیاز خلعت ورکړل شول، ځکه چې په شعر کې له ټولو وړاندې شو او… »

د جهانگیر په مدح کې د یوې لیکل شوې قصېدې د مطلع اوله مسره دا وه چې:

ای تاج دولت بر سرت از ابتدا تا انتها

وایي جهانگیر شاعر ته وویل، چې عروض دې زده دي؟ شاعر وویل: نه. جهانگیر وویل: ښه خبره ده، چې زده دې نه دي، گنې ستا د قتل حکم مې ورکاوه. بیا یې شاعر ته مسره تقطیع کړه او ور ویې ښودل چې دوهم رکن «لت بر سرت» راځي، چې له ادبه لرې ده.

همدارنگه اکبر د نقد او ذوق پر داسې پوړۍ ولاړ و، چې د لویو استادانو شعرونه به یې اصلاح کول. ظفرخان د کابل او بیا د کشمیر والي شو، خو له ځان سره به یې صائب هم گرځاوه. صائب د هغه په ستاینه کې گڼې قصېدې ویلې او د هغه شاعري به یې اصلاح کوله. که څوک غواړي چې د مغلي واکمنانو پر مهال په هند او سيمه کې د شعر، هنر، کره کتنې او له شاعرانو سره د شاهانو پر اړيکو وپوهېږي، نو د مغلو په وخت کې ليکل شوې ادبي تذکرې يې ډېره مرسته کولای شي. دې ټولو سیاسي، اقتصادي او ذوقي شرایطو دې ته لاره هواره کړه، چې د صفویانو د واکمنۍ پر مهال د ایران گڼ شاعران هندوستان ته لاړ شي. هوبهو داسې لکه نن سبا چې له مستبدو واکمنیو څخه شاعران، لیکوال او نور د فن او مهارت خاوندان ډیموکراټیکو نظامونو ته پنا وړي. صائب په خپله زمانه کې هندوستان ته د شاعرانو او نورو خلکو د تلو ارمان داسې انځوروي:

همچو عزم سفر هند که در هر دل هست

رقص سودای تو در هیچ سری نیست که نیست

همدارنگه په مغلي دربارونو کې د شعر حاکم ذوق، درباري نزاکتونه، کره کتنیز لیدلوري او د ملک الشعرا مقام ته د رسېدو هڅې ټول د دې سبب شول، چې شاعران په داسې نوي مضمون او نوي خیال فکر وکړي، چې د پاچا پاملرنه را واړوي او تر نورو یو قدم وړاندې شي. څرنگه چې خراساني او عراقي سبکونه په ایران او شاوخوا سیمو کې زېږېدلي ول او د دې سبکونو پر مهال د دې سیمو سیاسي، اقتصادي، فرهنگي او ذوقي وضعیت د مغلو د وخت له هندوستان سره کاملاً متفاوت و، ځکه خو د شعر ویلو یو داسې طرز او سبک را منځته شو، چې له پخوانیو شعري سبکونو یې توپیر درلود. له بلې خوا، څرنگه چې د دې نوي سبک پیروان زیاتره د مغلو د وخت په هندوستان کې اوسېدل، نو ځکه خو دا سبک د هندي سبک په نامه مشهور شو.

که تر دې ځایه موږ د هندي سبک د را منځته کېدو د عواملو پر سرسري یادونه هم بریالي شوي یو، نو ښه ده چې دا کیسه همدلته پرېږدو او اوس د هندي سبک د ذاتي جوړښت بحث ته را ستانه شو. البته که د دې مهم سبک د رېښو په اړه لا ډېر پوهېدل غواړو، نو اړینه ده، چې له اوومې هجري پېړۍ څخه بیا تر دولسمې هغې پورې د ایران او هند د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او ادبي تاریخ پر لوړو، ژورو وپوهېږو چې دا یې ځای نه دی.

په هر صورت، د سبک پېژندونکیو په باور د یو سبک په جوړښت کې شپږ ډېر لوی عناصر نقش لري:

1. د ژبې او کلیماتو ټاکنه؛

2. له معیاري ژبې څخه د انحراف کچه؛

3. تکرار او د هغه دوام؛

4. د ژبې د کارولو ډول؛

5. بلاغت او

6. د متکلم شخصیت او فردیت.

ژبه د سوسور په قول لانگ او پارول یا بالقوه او بالفعل برخې لري. د ژبې بالقوه برخه د ژبې ټول پټ جوړښت او ټول هغه ظرفیت دی، چې یوه ژبه یې لري، خو د ژبې بالفعل یا پارول برخه دا ده چې موږ خبرې پرې کوو. سبکونه د پارول د تنوع له کبله را منځته کېږي. د کلیوال، د ښاري، د عالم، د مامور، د ښځې، د ماشوم او بالاخره د ټولنې د هر قشر خبرې ځکه یو له بله توپیر لري، چې دوی د خپلو افکارو د بیان لپاره د ژبې له عمومي ظرفیت څخه یوه برخه کلیمې او د کلیماتو د ټاکلو او پېرلو یو ځانگړی سټایل او طرز خوښوي. د کلیماتو دا ټاکنه او د هغوی د پېرلو طرز یو له هغو عواملو دی، چې شعري سبکونه سره بېلوي. که تاسو د رحمان بابا یو غزل د شیدا په دیوان کې چاپ کړئ او یا د شیدا غزل د غني په کتاب کې ولولئ، پوهېږئ چې دا یو غزل په ټول کتاب کې بل ډول دی. دلیل دا دی، چې دغه درې واړه شاعران چې د خپلو افکارو او عواطفو د بیانولو لپاره د کلیماتو په ټاکلو او سره پېیلو کې یو له بله توپیر لري. یعنې درې واړو د یوې ژبې له لانگ څخه جدا، جدا پارول خوښ کړی دی. یا په بله اصطلاح درې واړو له یوه دریابه درې بېلا بېلې ویالې را تېرې کړې دي. که د عراقي سبک نماینده حافظ او د هندي سبک بیدل وگڼو، نو د دې دوو لویو شاعرانو د کلیماتو طیفونه او د هغوی د پېیلو طرزونه کاملاً سره متفاوت دي. څرنگه چې د صفویانو په زمانه کې شاعري له درباره را وتې وه او له بلې خوا په هندوستان کې هم یوازې ډېرو محدودو شاعرانو دربار ته لاره پیدا کولی شوای، نو د شاعرۍ ژبه عامې او د لارې کوڅې ژبې ته نږدې شوه. تاسې د حافظ په شعر کې هغه کلیمات ډېر کم موندلای شئ، چې د اتمې هجري پېړۍ د شېراز په لارو کوڅو او بازارونو کې یې عام خلک وایي، خو د بیدل شعر له دغسې کلیماتو پور مامور دی. مثلاً د بیدل په زمانه کې د بازار دوکانونه د یو ډول تختو په واسطه بندېدل، چې د یو بل پر سر به یې کېښودې او بالاخره به دوکان ته ور مات شوی دیوال بند شو. دې ډول بندولو ته خلکو د دوکان تخته کول ویل، چې د بیدل په شعر کې یې څو ځلې لوستلای شو:

شوخی نگاه ما نفروشد چو آینه

عمریست «تخته است ز حیرت دکان» ما

یا:

عاقبت در زلف خوبان جای آرایش نماند

«تخته گردید» از هجوم دل دکان شانه ها

خو که د حافظ د شعري کلیماتو سرچېنې معلوموئ، نو د اتمې هجري پېړۍ د شېراز لارو کوڅو ته د ورتلو اړتیا نشته، باید تر حافظ وړاندې د عربي او فارسي دیوانونه، دیني او عرفاني کتابونه، حماسې او نور مواد وپلټی. مطلب دا چې په هندي سبک کې پارول یا بالفعل ژبه د پخوانیو سبکونو له ژبې څخه متفاوته ده او دا اوله کرښه ده، چې دغه سبک له نورو سره بېلوي.

معیاري ژبه د یوې ژبې هغه ورژن ته وایي، چې د سبک په لحاظ صفر وي. یعنې موږ نه پوهېږو، چې دا متن چا لیکلی. د نصاب د کتابونو ژبه، د علمي اثارو ژبه، د اخبار او ژورنالیژم ژبه او بالاخره د دفتر او رسمي مکالمو ژبه د یوې ژبې داسې ورژن دی، چې د لیکوال په اړه یې فکر نه را پیدا کېږي. سبک هغه وخت را منځته کېږي، چې لیکوال او شاعر له د ژبې له دې معیاري (یا ممکن معیاري نه وي خو منل شوی وي) کرښې څخه انحراف وکړي او خپل مافی الضمیر په داسې ډول بیان کړي، چې موږ یې له معیاري ژبې سره توپیر احساس کړو. مثلاً تاسې د کابل په یوه مشهوره ورځپاڼه کې د دولسم ټولگي د تاریخ یا جغرافیې د کتاب کوم پاراگراف او د استاد ارواښاد شپون د ناول کوم پاراگراف چاپ کړئ. د نصابي متن په لوستو د توپیر چندان احساس نه کوی خو چې د استاد شپون نثر ته را رسېږی، سمدستي پوهېږئ چې دا پاراگراف بل چا لیکلی او د ورځپاڼې له نور متن سره توپیر لري. همدا دلیل دی چې که د ورځپاڼې متن معیار وگڼو، نو د تاریخ یا جغرافیې د کتاب متن له دې معیاره انحراف نه دی کړی او ځکه خو سبک نه لري. خو د استاد شپون نثر ځکه سبک لري، چې د ورځپاڼې له (معیاري؟) متن څخه دومره لرې شوی دی، چې آن غیرمتخصص لوستونکي یې هم احساسولای شي.

له معیاري ژبې څخه د شعري او هنري ژبې د انحراف سطحي وسیله شعري نحوه ده. د نحوي اصولو تولید په نثر کې د سمې جملې تړل دي، خو شعري نحوه د منظومې جملې یا مسرې د ایجاد سبب کېږي. په یوه مسره کې څو څپې و اوډو؟ خج یا فشار د هرې مسرې پر کومه څپه راشي؟ او بالاخره څنگه څپې او کلیمې سره وړاندې وروسته کړو، چې مسره ترې جوړه شي؟ دا تخنیک ډېر سخت نه دی او ځینو خلکو له استاده پرته زده کړی وي.

هغه ډېر بنسټیز وسایل چې شعري ژبه له معیاري یا نثري ژبې څخه بېلوي، د ژبې تصویري یا مجازي استعمال دی. په واقعي شاعرانه ژبه کې نه یوازې دا چې د نثري ژبې له نحوي اصولو څخه انحراف شوی وي، بلکې پر ټولنه له حاکم فکري، ساینسي او فرهنگي چوکاټ څخه هم انحراف کېږي. په معیاري ژبه کې لمر را خېژي او غورځېږي؛ په ساینسي نړۍ کې ځمکه له لمره تاوېږي او په بېلابېلو فرهنگي حوزو کې ممکن لمر بېلابېل هویتونه ولري، خو په شعري ژبه کې لمر خندلای شي؛ لمر روښانه جبین لري؛ لمر مرگ او ژوند لري؛ د لمر په مرگ کاینات د ویر جامې اغوندي او…. د شیدا په قول:

شگفته کړه لکه لمر تندی هر چاته

چې په تله دې سیه پوش تمام جهان شي

واقعي شعري ژبه هغه وخت را منځته کېږي، چې ژبې ته د تخیل پښه ور ازاده شي. د تخیل وسایل تشبیه، استعاره (مجاز)، سېمبول او اسطوره دي. عراقي او هندي سبکونه د دې وسایلو د استعمال له مخې هم متفاوت دي. د سبک پېژندونکیو په باور چې خراساني سبک د تشبیه سبک دی او استعاره د سنایي په دور کې جوکې وهي. په عراقي سبک کې تشبیه او استعاره حاکم حیثیت لري، خو په هندي سبک کې د تخیل گڼ وسایل کارېږي. تر تشبیه او استعارې ور هاخوا حس امېزي، پاراډوکس، سېمبولونه او اسطورې هم د هندي سبک د شاعرۍ ژبه لا نا اشنا کوي. تازه مضمون، بیگانه معنا او برجسته مسره د هندي سبک د شاعرانو په خوله ورځنۍ خبرې دي. د تازه مضون او بیگانه معنا د ایجاد تنده او شوق د هندي سبک شاعرانو ته فرصت ورکوي، چې د نویو تصویرونو د ایجاد لپاره تر تشبیه او استعارې ور هاخوا د تخیل له نورو پېچلیو وسایلو هم گټه واخلي او همدارنگه د طبعیت د ژورې مشاهدې په مټ د خیال او فکر لا نویو جزېرو ته ورسېږي. د حافظ مشهور غزل دی چې:

دست از طلب ندارم تا کام من بر آید

یا تن رسد به جانان یا جان ز تن بر آید

د دې غزل سوز و گداز داسې دی چې تر حافظ وروسته گڼو شاعرانو طرحي غزلې پرې لیکلې دي. په دې شاعرانو کې صائب او بیدل هم دي. بیدل د خپل غزل په پای کې حافظ ته عقیدت وړاندې کوي او د هغه د عظمت له اعتراف سره وایي چې:

بیدل کلام حافظ شد هادی خیالم

دارم امید کآخر مقصود من برآید

د عراقي او هندي سبکونو د پرتلنې لپاره یوازې همدا درې غزلې هم کفایت کوي. د حافظ په غزل کې د مینې، د بیلتون او عرفان سوز و گداز په څپو دی، خو د تصویرونو په لحاظ په ټول غزل کې یوه استعاره هم نشته. برعکس، د بیدل په غزل کې داسې مسره نشته چې تخیل دې په کې میناتوري نه وي کړې. تر مطلع وروسته اول بیت کې وایي چې:

از شوق صبح تیغش مانند موج شبنم

گل های زخم دل را آب از د هن بر آید

په دې دوو مسرو کې د تصویرونو بیروبار وگورئ:

د معشوق تېغ د سهار په شان تک سپین دی (تشبیه)؛ د زړه زخمونه د گلونو په څېر دي (تشبیه)؛ د زړه د زخمونو گلونه د معشوق د سپین تېغ شوق اخیستي دي (استعاره = پرسونیفیکشن)؛ په دې شوق او هوس د زړه د زخم د گلونو خولې اوبه شوې دي (استعاره = پرسونیفیکشن)؛ دغه اوبه د زخم د گلونو له خولو څخه د شبنم د څپو په څېر بهېږي (تشبیه) او…. که غواړئ چې د دې غزلونو او په هممهاله ډول د دې دوو سبکونو توپیرونه لا دقیق حس کړئ، لاړ شئ او د دې درې شاعرانو دیوانونه را واړوئ. ممکن تر دې غزل ور هاخوا گڼ نور غزلونه هم ومومئ چې پر یوه ځمکه را ټوکېدلې دي، خو هره غزل بېلا بېلې څانگې لري او هره څانگه بل ډول مېوې. یوازې د تشبیهاتو او استعارو مسله هم نه ده؛ په هندي او عراقي سبک کې د تشبیهاتو او استعارو ډولونه هم متفاوت دي. په عراقي سبک کې تشبیهات ساده او استعارې صریحې دي. خو په هندي سبک کې تشبیهات مرکب او د مدعا مثل په بڼه راځي او زیاتره استعارې هم د پرسونیفیکشن، یا حس امېزۍ او پاراډوکس په بڼه وي. مدعا مثل چې د هندي سبک ډېر مشهور تخنیک دی، اصلن د تشبیه د استعمال نوی میتود دی، چې په پخوانیو سبکونو کې خال، خال راغلی خو په هندي سبک کې د دې تخنیک فریکونسي دومره لوړېږي، چې د دې سبک یوه مهمه ځانگړنه گرځي.

تکرار او دوام د سبک ډېره مهمه ځانگړنه ده. حس آمېزي، پاراډوکس او نور پېچلي تخنیکونه ممکن خال خال په پخوانیو سبکونو او آن د رودکی په شعر کې هم ومومئ، خو د یوه هنري تخنیک خال خال او تصادفي کارېدنه پر سبک دلالت نه کوي. سبکي شاخصه یې هغه وخت گڼلای شو، چې یوه ځانگړنه د کوم شاعر په شعر کې تر پایه او په لوړه فریکونسۍ راشي. د تصویر جوړولو پېچلي وسایل د هندي سبک ځانگړنه ځکه گڼو چې د دې سبک د شاعرانو غزلې ترې ډکې دي او مثلاً په یوه غزل او آن بیت کې هم په لوړه فریکونسۍ را تلای شي.

زما په نظر د سبک له شپږو ذاتي عناصرو څخه د پورتنیو درې هغو شننه هم کفایت کوي، چې د هندي سبک او نورو سبکونو ترمنځ پوله روښانه شي. دا عناصر داسې دي، لکه د انسان غړي. څرنگه چې د انسان د غړو او عناصرو جسامت، رنگ او د ترکیبېدلو طرز د انسانانو د ظاهري څېرو ترمنځ توپیر را برسېره کوي، همداسې د سبک د ذاتي عناصرو ترکیب، د یوه یا بل عنصر زیاتوالی یا کموالی او د دې عناصرو ترمنځ تناسب دې ته لاره هواروي، چې یو سبک له بله جلا کړای شو. که لوستونکي غواړي پاتې درې عناصر دې پخپله تطبیق کړي. د تطبیق لپاره حافظ او بیدل او یا هم رحمان بابا او شیدا انتخابولای شي. زه به کیسه ځکه همدلته پرېږدم چې له یوې خوا موضوع د مقالې له حوصلې وځي او له بلې خوا د شگو د پړي یوازې سر اچول مهم وي.

پاتې شوه د حمید بابا خبره. په سبک پېژندنه کې د سبکي اضطراب اصطلاح هم مهمه ده. دا هغه مهال استعمالېږي، چې د یوه شاعر/لیکوال په اثارو کې هممهاله د گڼو سبکونو ځانگړنې ومومو. حمیدبابا زما په نظر د همدې اضطراب ښکار دی. د هغه ځینې غزلې ساده او د رحمان بابا غوندې دي؛ ځینې یې د وقوع او واسوخت پر سبک دي خو ځای، ځای په کې د هندي سبک د معادلې اسلوب او یو نیم نور تخنیکونه هم شته. مثلاً که د حمید بابا لاندې غزل د رحمان بابا په دیوان کې ووینو، په کوم دلیل به یې د حمید بابا گڼو؟

ونیو مه شه په دوستۍ د دنیا خلق

دا بې شرم، بې وفا، بې حیا خلق

همدارنگه د حمیدبابا مشهور ترکیب بند د محتوا، وقوع او واسوخت له مخې د وحشي بافقي له مشهورې مربع سره کوم خاص توپیر نه لري، چې خپل نارینه خو بېوفا معشوق ته یې ویلې ده. البته د دې لوی او پر ژبه لاسبري استاد شاعر په دیوان کې گڼې داسې غزلې هم شته، چې د شیدا له منتخبو غزلو سره به یې پېژندل یوازې سبکپوهانو ته ممکن وي. شیدا ته که د هندي سبک د ذاتي عناصرو د تکرار او تناسب له مخې د هندي سبک ټیپیکل نمونه ووایو، نو د دعوې اثبات به راته ډېر سخت نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو