هغه توکي چې د رومان او داستان عمر لنډوي/ عاقب عمر

2022-12-31
ناول او کیسه څنګه تلپاتې

لیکوال او ویناوال: عباس معروفي

ژباړه او لنډیز: عاقب عمر

کله چې یو لیکوال یو اثر پنځوي، په هماغه نېټه یې ورسره د مصرف تاریخ هم لاسلیکوي. که شېرازي حافظ ته پام وکړو، هغه د خپل اثر لپاره اته سوه کاله مصرف لاسلیک کړي، نظامي زر کاله، عطار هم زر کاله او شکسپیر کابو څلور-پینځه سوه کاله. ممکن دا تاریخ یې هم نور هم پسې وغځېږي. ځینې داسې اثار هم شته چې تاسو لوستي، په کتابتون کې مو درسره دي خو کله چې یې وینئ، د هغه اثر مو هېڅ شی ذهن ته نه راځي او نه دریادېږي؛ یعنې د هغوی د مصرف تاریخ خلاص شوی وي. له لیکوال څخه یې چې د کوم کار تمه کېدله، هغه یې نه وي ورباندې کړی او کتاب له منځه تللی وي. ځینې لیکوالان ډېر کوچني کارونه په ډېره ښه توګه سر ته رسوي. مثلاً: د داستا یوفسکي په جنایت او مکافات «جرم او سزا» اثر کې پام ورته وکړو، هغه د تبر وهلو صحنه چې دوې زړې ښځې په تبر باندې وهل کېږي، هلته یو پټ قضاوت پروت دی. ځکه لیکوال له ځانه قاضي نه دی جوړ کړی. لومړی ځل چې تبر وهي، داسې وار ورباندې کوي لکه پر یوه لرګي خو کله چې پر دویمه ښځه باندې وار کوي، وایي: «داسې رپېدله لکه پاڼه او ساه یې بنده بنده کېدله.» وروسته لیکوال ټوله صحنه په ډېرو کوچنیو توکو باندې هغه پر تا ویني او درته انځوروي یې.

هغه توکي چې داستان او رومان له منځه وړي:

۱ـ ژبه: غیر داستاني ژبه کارول.

۲ـ اضافي بار: یعنې بې ځایه توضیح ورکول، کلمې تشرېح کول او مترادفې کلمې کارول.

۳ـ شخصي خاطرې: زما شخصي خاطرې زما لپاره جالبې دي. زما لوستونکي ته، هېڅ جالبې او په زړه پورې نه دي. هغې ته باید داسې جامه وروغوندو چې هغه پر یوه ټولیزه حافظه بدلې شي او هرڅوک خپل ځان پکې وویني.

۴ـ بې ځایه پراګرافونه او خبرې اترې کارول چې که هغه پراګراف او خبرې له داستان څخه لیرې کړې، پر داستان هېڅ اغېز هم ونه کاندي او نه کمی او زیاتی پکې راشي.

۵ـ له خوځښت پرته تصویرونه کاږل چې هېڅ فعلیت ونه لري.

۶ـ قیدونه او صفتونه کارول: (هغه غوسناک راننوت) لیکوال یې داسې نه درته لیکي؛ هغه یې درته انځوروي او جوړوي. (په داستان او رومان کې معمولاً صفت تر ځان مخکې کلمه بې صفته کوي.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو