کوچۍ/ لېمه ودان

2022-09-26
لنډه

نری شمال د کيږدۍ منځ ته دننه کېده. د کوچۍ وېښتان یې نڅول. دا غلې او فکرونو په مخه کړې وه. له ځانه سره یې ویل:

  • درې کاله تېر شول!؟

 ورۍ په کېږدۍ ورمنډه کړه. نجلۍ  جټکه وخوړه:

  • ارررې!  مړه مه شې ورۍ، څومره ورانه یې!

ځوان ورپسې راغئ، موسکی شو:

  • تر تا ورانه!؟

نجلۍ شنې سترګې تنګې کړې، د ورۍ خواته ورغله غلي یې وویل:

  • اې کوچنکې ورۍ! دی وینې، زما خاوند دی، تر ما او تا څو چنده وران دی.

دواړو وخندل. په ورۍ پسې شول. کوچۍ بوی وڅکاوه، په خوند یې وویل:

  • د شپې د ګل بوی دی.

نجلۍ شناوۍ سترګې شاوخوا واړولې هلک ته یې مخ کړ:

  • څه ښکلی مازدیګر دی!

هلک له ځنډ وروسته وویل:

  • د غونډۍ سر ته ځو؟

شنې سترګې یې وځلېدې:

  • رمه به هم  بوځو، مخکې له ماښامه به راشو.

شېبه وروسته، د غونډۍ شاوخوا رمه څرېده. دوی په لوړ ورته ناست و. د نجلۍ وېښتان د شمال ساز ته نڅېدل. هلک خولۍ سمه کړه. له جیبه یې شپېلۍ راواخیسته، په کې پوه یې کړل. شین‌سترګې وموسېده، لکه همدې ته چې په تمه وه. په ورو غږ یې پسې ویل:

  • جانانه لږ لږ رانه هېر وې

 کوم ځوانیمرګ شپېلۍ وهي غرقه یې کړمه

یو دم یې شنې سترګې راډکې شوې، هلک ته یې وکتل. هغې شپېلۍ یې په تیږه کېښوده. د نجلۍ مړاوې څېرې خفه کړ.

کوچني ماشوم د غونډۍ خواته منډې راوهلې. ځوان پاڅېد څادر یې وڅنډه ویې ویل:

  • د لونګ زوی دی.

ورروان شول. کوچۍ قدمونه درانه اخیستل، لکه زړه یې چې خبر وي. راورسېد. په سوې ساه یې وویل:

  • زېری مې غواړم، د نیازي کاکا لور یې درته وکړه!

نجلۍ ړنګه بنګه روانه شوه، د خواښې غږ یې په غوږو کې انګازې کولې:

  • درې کاله تېر شول. ته خو شنډه یې، زما زوی باید د اولاد خواږه وویني.

لېمه ودان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي پوسټونه

کردیت کارت

web design by Farakaranet

ددې چوپړتیا د دوام لپاره موږ ستاسو ملاتړ ته اړتیا لرو